د کابل_بامیانو لاره د درنې واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، د درنې واورې او توپان له امله د کابل_بامیانو لار د جلریز ولسوالۍ د اونۍ په کوتل کې تړل شوې ده.

په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، د درنې واورې او توپان له امله د کابل_بامیانو لار د جلریز ولسوالۍ د اونۍ په کوتل کې تړل شوې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل_کندهار او میدان وردګ_لوګر لویې لارې تر دې دمه د ټرافیکو پرمخ خلاصې دي.
دارنګه په خبرپاڼه کې بیا له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه شوې، چې پر دغو لارو ټراسپورټي وسایطو ته د ځنځیر( چین) له تړلو پرته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او ټول ټرافيکي قوانین دې په پام کې ونیسي.
د درنې واورې له کبله وړمه شپه د غور ولایت د بند بکک لاره هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه، چې بیا تېره ورځ بېرته پرانیستل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس په اېکس پاڼه تېره ورځ لیکلي و، چې سالنګونو کې هم له وړمې شپې راهیسې واوره ورېږي.
هغه ویلي و، چې دمګړۍ پر دغې لویې لارې مساپر وړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په وار، وار له یوه لوري څخه تګ کولای شي.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د مرغومي ۱۳مه نېټه) په ۳۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې او تېزو سېلیو د رالوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنکان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کونړ ولایتونو لپاره شوې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بېړني وضعیت مشره پاولین اېلوف وایي، چې سږکال د بودجې د کمښت له امله تر ۷ مېلیونو ډېر کسان له بشري مرستو بې برخې کېږي.
نوموړې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې ژمی سخت دی او د څو میاشتو لپاره د سختو واورو له امله د ډېرو مرستندویه بنسټونو فعالیتونه ټکني کېږي.
هغه د افغانستان له یوې لرې پرتې سیمې راپور ورکوي او وایي، د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې خورا زیان منونکې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د اړتیا وړ خواړه لري، اړمنو خلکو ته کافي خواړه ورکوي چې سخت ژمی پرې تېر کړي.
هغه زیاتوي، دلته د خوړو ترلاسه کول اسانه کار نه دی.
د هغې په وینا: «زموږ ټیمونه له څو میاشتو راهیسې کار کوي، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې مخکې له دې چې سړکونه د واورو له امله وتړل شي؛ مرستې ورسوي.»
هغه وړاندې وایي، د دغو مرستو پرته کورنۍ یو ناشونی انتخاب لري چې ماشومان ماړه کړي او که کور ورته ګرم کړي.
د اغلې اېلوف په خبره، سږ کال د بودجې د کمښت له امله له ټولو اړمنو کسانو سره مرسته نه شي کولای.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د خلکو يو پر درېیمه برخه یعنې ۱۵ مېلیونه خلک په روان ژمي کې خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري.
دغه پروګرام تېره اونۍ هم ویلي و، چې په سږني ژمي کې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې یوازې له شپږ مېلیونو کسانو سره مرسته کولای شي.
دغه پروګرام پر خپلې پاڼې دا هم لیکلي و، چې په افغانستان کې تر ۹۰ سلنې ډېر خلک کافي خواړه نه لري.

د علامه طباطبايي پوهنتون مرستیالې د چهارشنبې په ورځ په تهران کې په یوه کنفرانس کې وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېر شمېر پوهان له افغانستانه ایران ته کډوال شول. ماندانا تیشهیار، دوی انساني پانګه ګڼي او لویدیځو هیوادونو ته یې د دوی کډوالي د ایران په زیان وبلله.
د دغه پوهنتون استادې په «ایران کې د علمي شخصیتونو کډوالي، ننګونې او حل لارې» په یوه غونډه کې ویلي، چې ایران ته د افغانانو کډوالي په ۱۳۵۰ لسیزه کې پیل شوې او اوس د دوی دویم او دریم نسل په ایران کې ژوند کوي، چې په وینا یې هغوی په ایران کې زدهکړې کړې او لوی شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، تیشهیار وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یوه څپه له دغه هېواده وتلې چې د «پوهنتونونو استادان، محصلان، ډاکټران، انجینران، وکیلان، اقتصاد پوهان، ټولنپوهان، خبریالان، لیکوالان او ورزشکاران په کې شامل دي ایران ته د بشري پانګې تر څنګ مالي پانګه هم له ځان سره لري».
تیشهیار دې ته په اشارې سره چې دغه کسان له څه مودې وروسته د بیلابیلو دلایلو له مخې له ایرانه وځي وویل: «د هغوی د پاتې کېدو لپاره هیڅ ډول هڅه نه ده شوې، له ایران څخه د افغانانو د یادې ډلې کډوالي د دغه هیواد په ګټه نه ده او په اوږدمهال کې به د ایران په زیان تمامه شي. »
د دغه پوهنتون استادې زیاته کړه چې له ایرانه د افغان کډوالو په وتلو سره به د دوی راتلونکی نسل له فارسي ژبې بې برخې شي. هغې وویل: «افغان کډوالو کولای شوای د ځینو مسلو لکه قاچاق، امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، چاپیریال، د اقلیم بدلون، د اوبو د مسلې په حل کې له ایران سره مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې د علامه طباطبايي پوهنتون مرستیالې په افغانستان کې له زدهکړو څخه د ښځو او نجونو د مخنیوي مسلې ته په اشارې وویل، چې د «طالبانو له خوا د ښځو د زدهکړو مخنیوی به د دې لامل شي، چې په راتلونکي کې د دوی اولادونه په ښه توګه زدهکړې ونه کړي. چې زیان به یې ایران ته هم ورسیږي.»
په تهران کې د دغه پوهنتون استادې په داسې حال کې د افغان کډوالو د ساتلو لپاره د هڅو په نشتوالي نیوکه کوي چې په تیرو میاشتو کې د ایران حکومت دغه هیواد کې د افغان کډوالو د راټولولو او ویستلو پراخ کمپاین پیل کړی دی.
پر دې سربیره د کډوالو کورنیو د ماشومانو پر زدهکړو بندیزونه زیات شوي او د ایران په ډیرو ښارونو کې د افغانانو کار او ان اوسیدل هم منعه شوي دي.
له افغان کډوالو سره د قانون د پلي کولو او په ځینو برخو کې د ایراني وګړو له خوا سختۍ او نامناسب چلند له امله ښايي ځینو کورنیو په ایران کې د پاتې کیدو په اړه فکر کړی وي. په وروستیو کلونو کې ډېرو افغانانو هڅه کړې چې د اروپايي هېوادونو، امریکا او استرالیا ته د تګ لارې خپلې کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د مرغومي ۱۳مه نېټه) په ۳۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې، تېزو سېلیو او خاورو دوړو رالوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنکان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کونړ ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۵۰) ملي مترو پورې او د واورې کچه بیا له (۱۰ تر ۵۰) سانتي مترو اټکل شوې ده.
دارنګه د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو د الوتو اټکل شوی دی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې له ( ۵۰ څخه تر ۸۰) کیلو مټرو رسېږي.
تر دې وړاندې هم دغې ادارې په ۲۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او د واورې ورېدو اټکل کړی و.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاو تریخوالي له زیاتېدو وروسته، پاکستاني کارپوهانو د طالبانو ډله د "نا اهله ماشومانو" سره پرتله کړې چې اوس د پاکستان د بې ثباتۍ سرچینه ګرځیدلې ده.
د پرینټ ورځپاڼې د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، دوی د طالبانو له وحشيانه کړنو ناخوښ دي او دغه ډله په سیمه کې د امنیتي بحرانونو لامل ګڼي.
له تحریک طالبان پاکستان څخه د طالبانو تش په نامه ملاتړ د دې مایوسۍ یو اصلي لامل دی.
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له هوايي بريد وروسته د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ زيات شوی.
پاکستان ادعا کړې وه، چې دا بریدونه یې د تحریک طالبان د مشرانو پر ضد کړي خو افغان طالبانو ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ملکي وګړي وژل شوي دي. د دغو بریدونو په غبرګون کې طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو د بریدونو ادعا کړې ده.
دې کړکېچونو د پاکستان په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
یوه پاکستاني کارونکي لیکلي: "افغان ملتپال چې تل د طالبانو له حکومت څخه شکایت کوي او د امریکا د مداخلې غوښتنه کوي، هم پر پاکستان سختې نیوکې کوي. د دوی لپاره، یوازینی هېواد چې پر افغانستان د برید حق لري متحده ایالات دي. دوی د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له خوا د ملکي افغانانو د وژلو ملاتړ کاوه، خو اوس د پاکستان پر ضد په پروپاګند سره دوه ګونی داستان جوړوي، چې د ځان په دفاع کې د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کوي.»
یو بل کارونکي په نورو سیمه ییزو کړکېچونو کې د طالبانو فعالیت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا ۳۰۰افغان پناه غوښتونکي ووژل شول، خو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی. په هرصورت، کله چې د پاکستان خبره راځي، طالبان سمدلاسه غبرګون څرګندوي او سختې نیوکې کوي."
همدارنګه ځینو کاروونکو د طالبانو په پیاوړي کولو کې د پاکستان رول هم منلی دی.
یو یې لیکلي: "پاکستان د لویدیځ په مالي ملاتړ او پوره پوهې سره طالبان پیاوړي کړل، خو دغه ډله تر ډېره ځواکمنه او ملتپاله شوه. اوس پاکستان د دې تګلارې پایلې ترلاسه کوي. چې څه کړې، همغه به ریبې."
خبریال او د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی په دې باور دی، چې د جګړې له شعارونو سره سره پاکستان او طالبان د یوې بشپړې جګړې توان نه لري.
هغه وویل: "پاکستان کولی شي د یو ځواکمن پوځ او اټومي ځواک سره سخت ګوزارونه وکړي، مګر طالبان هم کولی شي په غیر متناسب تکتیکونو لکه ځانمرګو بریدونو او د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په ملاتړ سره سیمه بې ثباته کړي. دا وضعیت هر ډول مخامخ مقابله خطرناکه کوي.»
يوسفزي زياته کړه: "پاکستان د افغان طالبانو په پرتله زيات مسوول دى، ځکه چې طالبان د نا لوستو اوشیطانه ماشومانو په څېر چلند کوي. دوی غیر متوقع او خطرناک دي او پاکستان باید د دوی په اړه هوښیار وي."
هغه د طالبانو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «د طالبانو لومړی رژیم د القاعدې د ملاتړ له امله نسکور شو او اوس تحریک طالبان پاکستان د هغوی لپاره ستونزه ګرځېدلې ده. طالبان سیاسي تفاهم او روښانه ستراتیژي نلري.»
یوسفزي همداراز ټینګار وکړ، چې طالبان په افغانستان کې ډېر محبوبیت نه لري او د افغانانو تر منځ د پاکستان ضد احساسات ډېر پیاوړي دي.
شنونکي د دې کړکېچونو د راتلونکي په اړه بېل نظرونه لري، خو ډېری په دې باور دي چې دواړه لوري باید محتاط وي. په پای کې، یوسفزي خبرداری ورکړ: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یو عادي رژیم نه دی، بلکې یو غیر معمولي رژیم دی."

د پخواني جمهوري دولت د عدليې پخوانی وزیر او د مقاومت جبهې غړی فضل احمد معنوي وايي، چې د طالبانو د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل حقاني له مقاومت جبهې سره غیر مستقیم او پرلهپسې اړیکې درلودې.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه اړیکې د پنجشېر د جګړو له پیل څخه تر هغه وخته روانې وې، چې پر حقاني ځانمرګی برید وشو.
معنوي دغه راز وویل، چې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود بیا له خلیل حقاني سره مستقیمې اړیکې نه درلودې.
هغه د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې خلیل حقاني د جګړو پلوی نه و او هغه وخت چې په پنجشېر کې جګړې روانې وې، له هغه څخه یې پرلهپسې اړیکې ترلاسه کړي دي.
ښاغلي معنوي زیاته کړه، چې له جګړو څخه د مخنیوي لپاره د حقاني هڅې تر وروستیو پورې دوام درلود.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې حقاني د پټو کورنیو او بهرنیو اړیکو له امله ترور شو.
سمپل دغه راز وویل، چې د طالبانو مشر د حقاني په اړیکو شک درلود.
هغه د حقاني ترور د طالبانو ترمنځ د خپلمنځیو ترینګلتیاوو له امله بللی و.
د مقاومت جبهې لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي هم د خلیل حقاني ترور د طالبانو د خپلمنځیو اختلافنونو له امله بللی دی
حقاني تېره میاشت په کابل کې د یوې ځانمرګي برید له امله ووژل شو.
معنوي په خپلو کې زیاته کړې، چې کندهاري طالبانو واک انحصار کړی او دا مسله د نورو ډلو د نارضایتۍ لامل شوی دی.
نوموړي وړاندوینه کړې، چې د امریکا د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره به له طالبانو سره مرستې بندې شي او یاده ډله نه شي کولی، چې د خپلو امنیتي او جهادي مدرسو لګښتونه د مالیاتو او ځمکنیو سرچینو څخه برابرې کړي.
