د خوړو نړۍوال پروګرام: د بودجې د کمښت له امله تر ۷ مېلیونو ډېر کسان له مرستو بې برخې کېږي

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بېړني وضعیت مشره پاولین اېلوف وایي، چې سږکال د بودجې د کمښت له امله تر ۷ مېلیونو ډېر کسان له بشري مرستو بې برخې کېږي.