د سوېلي پښتونخوا په ژوب کې د بشر حقونو یوه فعاله د خپل ورور لهخوا وژل شوې ده

د سوېلي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې د مسرت عزیز په نوم د ښځو او بشري حقونو یوه فعاله د خپل ورور له لوري وژل شوې ده. ويل کیږي، د دغې وژنې لامل ناموسي موضوع ده.

د سوېلي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې د مسرت عزیز په نوم د ښځو او بشري حقونو یوه فعاله د خپل ورور له لوري وژل شوې ده. ويل کیږي، د دغې وژنې لامل ناموسي موضوع ده.
د ژوب پولیسو دغه پېښه تایید کړې او وايي، چې تیره ورځ چهارشنبه د (مرغومي ۱۲مه) د بشري حقونو دغه فعاله یې ورور ځکه وژلې چې په سیمه کې یې سیاسي او مدني فعالیتونه کول.پولیس زیاتوي چې تورن کس خپله خور تر څلورو مرمیو ویشتلو وروسته له سیمې تښتېدلی او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.ځايي خبریالان وايي، مسرت عزيز د ژوب له مندوخيلو قبیلې څخه وه او په سيمه کې یې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې فعالیتونه کول او په دې برخه کې یې په يو شمير سيمنارونو کې هم برخه اخیسته.د سویلي پښتونخوا ژوب سیمه لا هم د نورو پښتنو سیمو په څېر له زدهکړو لرې پاتې کلیوالي سیمه ده چې لاهم هلته پخواني دودونه کلک پالل کیږي.د سویلي پښتونخوا د دغې مدني فعالې د وژلو پېښې ته په خواله رسینو کې بیلابیل غبرګونونه راغلي چې د سویلي پښتونخوا مدافع وکیلې منیژې کاکړې یې هم وژنه غندلې او دا یې یوه وحشیانه کړنه بللې ده.تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې یو شمېر فعالې ښځې، هنرمندانې او سیاسي فعالانې وژل شوې او یا ورته له فعالیتونو څخه د لاس اخیستو ګواښونه شوي دي.دغه وژنې او ګواښونه د وسله والو ډلو تر څنګ د فعالو ښځو د کورنیو د غړو او خپلوانو له لوري د غیرت په نوم هم شوې چې د ښځو پر فغالیتونو یې سیوری غوړولی دی.


د پاکستاني پوځ د رسنيو دفتر نن پنجشنبه ویلي، چې پوځي محکمې د هغو ۱۹ تنو سزاوې بښلې، چې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لاريونونو او تاوتريخوالي کې یې لاس درلود. یوه اوونۍ وړاندې دغې محکمې ۶۰ کسانو ته د لسو، لسو کلو بند سزاوې اورولې وې.
دغه کسان د ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې د پاکستان د پخواني لومړۍ وزير عمران خان د نیولو پر ضد شويو لاریونونو کې تورن شوي وو.
د ایایسپيار د معلوماتو له مخې دغو ۱۹ تنو تورنو د خپل قانوني حق له مخې د استیناف غوښتنه کړې وه.
د پوځ د رسنیو دفتر زیاتوي چي په ټوليز ډول ۶۷ تورنو کسانو د استیناف غوښتنه کړې وه چې له هغې ډلې ۴۸ هغه یې د قانوني مراحلو ترسره کېدو لپاره د استيناف محکمو ته د بيا کتنې لپاره استول شوي، او د ۱۹ تورنو غوښتنلیکونه د قانون پر بنسټ منل شوي او سزاګانې یې بښل شوې دي.
د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر ویلي، چې تر یو څه قانوني مراحلو وروسته به دغه ۱۹ کسان خوشې شي.
ایایسپيار زیاتوي چې د پاتې نورو هغو تورنو کسانو غوښتنلیکونه هم په مناسب وخت کې تر قانوني بهیر تېر او په اړه به یې د محکمې پرېکړه اعلان شي.
په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پر دغو پلویانو د تېرې اوونۍ پوځي محکمې د پرېکړې په غبرګون کې یوه شمېر بهرنیو هیوادونو او سازمانونو غبرګونونه ښودلي وو، او ویلي و، چې پاکستان د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق له منلو سره، سره دغه ګام اخیستی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ د مرغومي ۱۲مه، په رسمي توګه وویل چې ۴۲ کلن شمس الدین جبار، د تګزاس اوسیدونکي د یو پیک اپ موټر د نیواورلینز ښار په زړه کې پر هغو خلکو وروخیژاوه، چې د نوي کال د جشن نمانځلو ته ورټول شوي وو.
نوموړي ۱۳ کاله د امریکا په پوځ کې خدمت کړی و او یو ځل افغانستان ته هم استول شوی و.
نوموړي له هغه وروسته چې پر جشن کونکو یې موټر وروخیژاوه پر پولیسو یې هم ډزې وکړې چې په پایله کې پخپله هم ووژل شو.
دغه برید د چهارشنبې په سهار د نوي کال په لومړۍ ورځ د نیواورلینز ښار په زړه کې چې ډیر سیلانیان هلته ورځي شوی دی چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د نیواورلینز فډرال پولیس وایي چې په دغه برید کې جبار یوازې نه و. هغوی دمګړۍ په پېښه کې د نورو ښکیلو کسانو په لټه کې هم دي.
ایف بي ای ویلي چې جبار پخپل موټر د داعش بیرغ لګولی و، دغه بنسټ دغه برید ته د ترهګریز برید په سترګه ګوري او له همدې اړخه یې پلټنه کوي.
په داسې حال کې چې پلټنې روانې دي، خو نر اوسه دا جزییات نه دي خپاره شوي چې ولې شمس الدین جبار چې په تګزاس کې زیږیدلی او لوی شوی و او بیا یې د امریکا د پوځ په لیکو کې دنده هم ترسره کړې وه، دغه برید وکړ.
د رویټرز د خبري اژانس د خبر له مخې، جبار له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د پوځ په لیکو کې د انساني سرچینو د کارپوه په توګه دنده لرله.
د پوځ یوې سرچینې منلې، چې شمس الدین جبار د ۲۰۰۹ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۱۰ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.
د امریکا د سمندري ځواکونو یو چارواکي هم رویټرز ته ویلي، چې جبار په پوځ کې تر دندې وړاندې د ۲۰۰۴ کال په اګسټ میاشت کې د سمندري ځواکونو په لیکو کې نوملیکنه کړې وه، خو یوه میاشت وروسته بیا له دندې لرې شوی و.
د شمس الدین جبار کاري مخینه ښيي چې نوموړی په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو دندو بوخت و.
نوموړي د ځمکو په برخه کې د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې وه، هغه ویلي و: «ما دغه مهارتونه زده کړي و د املاکو د سلاکار په توګه مې له یادو شویو مهارتونو کار اخیست او هغه څه چې ما د املاکو له نورو سلاکارانو څخه بیلوي هغه دا دي چې زه دغه ځواک په ځان کې وینم چې یو سرسخته مرکه کونکی یم.»
د شمس الدیت جبار د کاري سوابقو څخه مالومیږي چې د ۲۰۲۳ کال تر فبرورۍ پورې د څلورو کالو لپاره د املاکو سلاکار پاتې شوی و.
ایف بي ای په دې باور دی چې هغه پیک اپ فورډ موټر کرایه کړی و. هغه له هغې وروسته چې پر خلکو یې موټر وروست پر پولیسو یې هم ډزې وکړې.
د نوموړي پر موټر د داعش د بیرغ ځړیدل د دې لامل شول چې د نورو ترهګریزو ډلو سره د هغه د تړاو په اړه احتمالي پلټنې پیل شي. پولیسو هغه وسله او چاودیدونکي توکي په هغه ځای کې هم موندلي چې جبار پر خلکو برید کړی و.
د ایف بي ای ځانګړي سلاکار التیا دانکن، د چهارشنبې په ورځ وویل: «موږ باوري نه یو چې جبار دې په ځانته سر دغه برید تر سره کړی وي. موږ به د هرې ورکې مشوړې سر ولټوو.»
د محکمې اسناد ښیي چې جبار په ۲۰۲۲ کال له پنځو ګالو ګډ ژوند وروسته خپله میرمن طلاقه کړې وه. هغه یو زوی لري.
د رویټرز د راپور له مخې داسې نه ښکاري چې جبار دې تر دې وړاندې د تاوتریخوالي ډکه کارنامه ولري. د تګزاس د سوابقو له مخې جبار په ۲۰۰۲ کاا کې د غلا په تور محاکمه شوی و او په ۲۰۰۵ کال کې د موټر چلولو د لایسنس د نشتوالي له امله هم نیول شوی و.
نبویارک ټایمز د جبار د ورور له خولې لیکلي چې هغه په ځوانۍ کې مسلمان شوی و.

پاکستاني رسنۍ اردو نیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به نن پیل شي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د قامي اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق به د دغو مذاکراتي کمېټو د غونډې مشري کوي.
د راپور له مخې، د نن ورځې په غونډه کې به تحریک انصاف خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
دارنګه د تحریک انصاف ګوند به د عمران خان د خوشې کېدو ترڅنګ د خپلو نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړي.
له بل پلوه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ويلي، چې حکومت له تحریک انصاف ګوند سره د ملي ګټو لپاره مذاکرات پیل کړي دي.
هغه د یوې رسنۍ سره په مرکه کې د پاكستان تحريك انصاف له مشرانو وغوښتل، چې د ملي ګټو لپاره كار وكړي.
تر دې دوه ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ويلي و، چې په بهرني فشار باور نه لري؛ بلکې د خلکو په زور به د پاکستان د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان خوشې کېږي.
هغه له جيو نيوز سره په خبرو کې د مذاکراتو په اړه ویلي و: «زه به په مذاکراتي کمیټه کې هرو مرو شامل شم.»
د هغه په وینا، عمران خان د خپل ځان پر ځای د پاكستان د راتلونکې لپاره مذاكراتي كمېټه جوړه كړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، ۵۴ افغانان چې په پاکستان کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان (د مرغومي په ۱۲مه) نېټه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په تورخم او سپین بولدک کې د طالبانو د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۳ تر ۲۰ ورځو پورې بندیان وو، چې تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ځینو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه کسان د پاکستان په کومو صوبو او زندانونو کې بندیان وو.
تېره ورځ هم پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د بلوچستان په «چاغۍ» ولسوالۍ کې هغه ٧٢ تنه افغانان نيولي چې له افغانستانه په ناقانونه توګه پاکستان ته اوښتي وو.
د پاکستاني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴کال کې د دوی لهخوا ۱۰ ګډ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې د چاغۍ ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د ۲۷۷۹ نارینه، ۳۳۶ مېرمنو او ۲۹۰ ماشومانو په ګډون درې زره او ۸۲۶ تنه افغانان نیولي دي.
د دوشنبې په ورځ هم د اسلام اباد پولیسو په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي و، چې په اسلام اباد کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.
د سرچینو په خبره، د دغو نیول شویو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ تنه و چې ویل کیږي لا یې هم برخلیک نه دی جوت شوی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له دوه نيمو مياشتو خونړۍ جګړې وروسته تېره ورځ د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د سولې هوکړه لاسليک شوه، خو په ولسوالۍ کې د خوراکي توکو او درملو د کمي ناورین لا هم پخپل ځای پاتې دى.
په کوهاټ کې له څو ورځو راهیسې د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو لاسليکونه کړي دي. چې د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړونلیک کې ویل شوي چې که په کومه سیمه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي. او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور له ګوندونو غوښتنه کړې چې کرکه خپرونکي کسان له خپلو ګوندونو او ډلو څخه بهر کړي او په خپلو ډلو او ټولنو کې یووالی رامنځته کړي.
بل خوا د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف د پاړه چنار د پښتونخوا له نورو برخو سره نښلوونکې لویې لارې د پرانېستلو اعلان کړی او ویلي یې دي چې له شنبې ورځې څخه به دغه هڅې پیل شي.
د اطلاعاتو وزير وويل چې د موټرو ړومبی کاروان به د شنبي په ورځ پاړه چنار ته د درملو، خوراکي او د ژوند د نورو ضرورتونو سامان وړي. له دغه کاروان سره د تلونکو خلکو امنیت به نیول کیږي.
د یادونې وړ ده چې په کورمې ولسوالۍ کې د نومبر په ٢١مه د مساپرو پر کاروان د ډزو له پېښې وروسته حالات ترينګلي شوي و. له دغې غمجنې پېښې وروسته پاړه چنار د خیبرپښتونخوا له نورو برخو سره نښلوونکې یوازینۍ لاره له دوه نیمو میاشتو راهیسې تړل شوې، چې له امله یې په سیمه کې د درملو په ګډون د نورو اړینو توکو کمښت رامنځته شوی دی.