له افغانستانه د ناڅاپي وتلو وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار استعفا ته اړ شوی و

واشنګتن پست راپور ورکړی، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بیړنۍ او ناڅاپي وتلو وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان اړ شو چې استعفا وکړي، خو ولسمشر بایډن د هغه استعفا و نه منله.