• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هسپانیا ته ۲۰۲۴ کې شاو خوا ۶۴ زره پناه غوښتونکي تللي چې له دې سره یې نوی ریکارډ جوړ کړ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هسپانیا ته په ۲۰۲۴ کال کې د پنا غوښتونکو د راتګ نوې ریکارډ جوړ شوی. په ۲۰۲۴ کال کې ۶۳ زره او ۹۷۰ پناه غوښتونکي د ځمکې او سمندر له لارې په نامنظمه توګه دغه هېواد ته ننوتي دي.

نږدې ۶۴۰۰۰ پناه غوښتونکي په نا منظم ډول د هسپانیا له پولو څخه تیر شوي چې د ۲۰۲۳ په پرتله ۱۲.۵ سلنه ډېروالی ښیي.

دا دویم پرله پسې کال دی چې هسپانیا ته د پنا غوښتونکو د رسېدو ریکارډ جوړیږي. په ۲۰۲۳ کې، دغه شمېره نږدې ۵۵،۷۱۸ وه خو په ۲۰۲۲ کې ثبت شوی شمېر نږدې دوه چنده وو.

د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د ناقانونه پنا غوښتونکو راتګ لوی اکثریت ۴۶،۸۴۳ د سمندر له لارې، له شمال لویدیز افریقا څخه د هسپانیا کانري ټاپوګانو ته سفر کړی.

د ډسمبر په میاشت کې د نادولتي موسسې کیمینانډو فرونټراس له خوا خپور شوي راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کې هسپانیا ته د پنا غوښتونکو د رسیدو په هڅه کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۰ تنه مړه شوي، چې نږدې ۱۰۰۰۰ کسان د کانري ټاپوګانو ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ایټالیا په تهران کې د نیول شوې خبریالې د خوشې کولو لپاره د ایران سفیر احضار کړ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د ایران سفیر احضار کړ او په تهران کې یې د یوې ایټالیوې خبریالې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

۲۹ کلنه سیسیلیا سالا، د فوګلیو ۲ ورځپاڼي لپاره ازاده ژورنالیسته ده، نوموړې اوس مهال د ایران په ایوین زندان کې بندي ده، په دغه زندان کې د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي هم ساتل کیږي.

سالا چې په ایران کې د خبریالې په ټوګه ویزه اخیستې وه او دغه هېواد کې اوسېده، د ډسمبر په ۱۹مه د اسلامي شریعت څخه د سرغړونې په تور ونیول شوه.

د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په روم کې د ایران له سفیر محمد رضا صبوري سره د کتنې په ترڅ کې یې د سالا لپاره د "باعزته توقیف شرایط چې بشري حقونو ته درناوی لري" د ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو تاجاني وویل، چې حکومت "د دې خورا پیچلې ستونزې د حل لپاره په ډېر احتیاط سره کار کوي.»

سالا په انسټاګرام کې نږدې نیم میلیون څارونکي لري او د ایټالیا خبرو اترو پروګرام کې منظمه میلمنه وي. نوموړې د نورو موضوعاتو تر څنګ د کابل سقوط او په افغانستان کې د طالبانو بیرته راتګ، د وینزویلا کړکیچ، د اوکراین جګړه او د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه تر پوښښ لاندې نیولې وه او دوامداره یې پرې کار کړی.

د نیویارک پولیس وایي چې په دغه ښار کې د ۶ ښځو په ګډون لس کسان د ډزو له امله ټپيان شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰

د نیویارک پولیسو د پنجشنبې په سهار رسنیز کنفرانس کې وویل، چې د نوي کال په ورځ ناوخته د نیویارک ښار په کوینز سیمه کې لس کسان په ډزو پټیان شوي چې په ټپیانو کې ښځې هم شته.

د پولیسو په وینا دغه پېښه د یو شخصي کلب څخه د باندې رامنځته شوې چې له امله یې شپږ مېرمنې او څلور نارینه ټپیان دي او تمه کیږي چې روغتیایي حالت یې ښه وي.

د دوی په وینا، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ۳ یا ۴ نارینو د کلب څخه د باندې د خلکو په لور ډزې وکړې.

پولیسو په دغه پېښه کې د ترهګریز برید احتمال رد کړی دی.

دا پیښه د نوي کال په ورځ، د متحده ایالاتو په نورو سیمو کې د تاوتریخوالي دوه نورو پېښو وروسته رامنځته شوي.

په نیو اورلینز کې، یوه لارۍ په یوه کوڅه کې چې د نوي کال له میلمنو څخه ډکه وه، ۱۵ کسان ووژل، او په لاس ویګاس کې، د ټیسلا ټرک د ټرمپ هوټل د باندې چاودنه وکړه، یو کس پکې ووژل شو او اوه نور ټپیان شول.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییل په غزه کې تر ۶۰ ډېر فلسطینیان وژلي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

په غزه کې روغتیایي سرچینې وایي، اسراییلي پوځ د غزې په سویل کې د المواسي په نوم "بشري سیمه" بمبار کړې، چې لږترلږه ۱۲ فلسطینیان یې وژلي دي، یادو سرچینو زیاته کړې، چې نور بریدونه هم ترسره شوي چې تر اوسه په کې تر ۶۳ فلسطینیانو د وژنې راپورنه ترلاسه شوي.

بل پلو،اسراییل هم د اوربند د دوام سره سره د لبنان په سویل کې د حزب الله پر مرکزونو د برید ادعا کړې ده.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوه پلاوي ته اجازه ورکړې، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د غزې په تړانګه کې د اسراییل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۵۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۴۳۸ نور ټپیان شوي دي.

همدا ډول د حماس تر مشرۍ لاندې په همدې موده کې په اسراییل کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي دي.

فلسطیني ادارې د غزې په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې خپرونې وځنډولې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر محمد مصطفی له خوا د پنجشنبې په ورځ د اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري چینل خپرونې ځنډول شوې دي. فلسطیني ادارې وویل، چې د لویدیځې غاړې په ځینو برخو کې یې د مشهور عربي چینل الجزیرې خپرونې د سپکاوي او تعصب له امله ځنډولي دي.

د فلسطیني ادارې په دغه پرېکړه الجزیرې خبري شبکې خواشیني ښودلې او دغه پرېکړه یې "په اشغال شوې سیمو کې د پیښو په اړه د حقیقت پټولو هڅه" بللې ده.

الجریزې وویل، دا پرېکړه د جنین کډوالو په کمپ کې د وسله والو اسلامپالو ډلو په وړاندې د فلسطیني امنیتي ځواکونو له خوا د وروستي لوی برید د خبرونو پوښښ سره تړلې ده چیرې چې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

الجزیره چې د فلسطینیانو له خوا په پراخه کچه لیدل کیږي په ځانګړې توګه د غزې د جګړې د پراخ پوښښ لپاره، لا دمخه په اسراییل کې په عربي او انګلیسي ژبه بنده شوې ده.

الجزیره یو له هغو څو نړۍوالو ټلوېزوني چېنلونو څخه ده، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د جګړې بې ساری پوښښ وړاندې کوي.

د ټرمپ هوټل مخې ته د ټیسلا موټر چاودنې کې وژل شوی کس د امریکا د پوځ سرتېری و

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۰

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوټل مخې ته د ټیسلا سایبر ټرک د چاودنې له امله وژل شوی کس د امریکا د پوځ سرتېری وو، هغه په نیو اورلینز کې د نوي کال جشن لپاره په راټولو شویو خلکو بریدګر سره یې یو ځای په پوځي اډه کې وخت تېر کړی دی.

ای پي خبري اژانس د دوو چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي خپاره شوي لیکلي، متیو لیویلزبرګر چې د ټرمپ هوټل مخې ته یې د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه وکړه او شمس الدین جبار چې په اورلینز کې یې د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر برابر کړ، ۱۵ تنه یې ووژل او زیات شمېر یې ټپیان کړل، دواړو په یو کمپ کې په افغانستان کې دندې ترسره کړي.

چاوراکو ویلي، برګر په ګرین بیریټس (لوړ روزل شوي ځانګړي ځواکونه چې په بهر کې د تروریزم سره د مبارزې او شریکانو د روزنې لپاره کار کوي) کې خدمت کړی. دوه ځلې افغانستان ته استول شوی او په اوکراین، تاجکستان، ګرجستان او کانګو کې یې دنده ترسره کړې ده.

که څه هم ایف بي اې ویلي، چې دا دواړه پېښې جلا جلا وې، خو یو شمېر امریکايي رسنیو ویلي چې په دواړو پېښو کې کارول شوي موټر د تورو په نوم د کرايي موټر له اپلیکیشن څخه په کرایه اخیستل شوي وو.