• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک پولیس وایي چې په دغه ښار کې د ۶ ښځو په ګډون لس کسان د ډزو له امله ټپيان شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۰

د نیویارک پولیسو د پنجشنبې په سهار رسنیز کنفرانس کې وویل، چې د نوي کال په ورځ ناوخته د نیویارک ښار په کوینز سیمه کې لس کسان په ډزو پټیان شوي چې په ټپیانو کې ښځې هم شته.

د پولیسو په وینا دغه پېښه د یو شخصي کلب څخه د باندې رامنځته شوې چې له امله یې شپږ مېرمنې او څلور نارینه ټپیان دي او تمه کیږي چې روغتیایي حالت یې ښه وي.

د دوی په وینا، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ۳ یا ۴ نارینو د کلب څخه د باندې د خلکو په لور ډزې وکړې.

پولیسو په دغه پېښه کې د ترهګریز برید احتمال رد کړی دی.

دا پیښه د نوي کال په ورځ، د متحده ایالاتو په نورو سیمو کې د تاوتریخوالي دوه نورو پېښو وروسته رامنځته شوي.

په نیو اورلینز کې، یوه لارۍ په یوه کوڅه کې چې د نوي کال له میلمنو څخه ډکه وه، ۱۵ کسان ووژل، او په لاس ویګاس کې، د ټیسلا ټرک د ټرمپ هوټل د باندې چاودنه وکړه، یو کس پکې ووژل شو او اوه نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییل په غزه کې تر ۶۰ ډېر فلسطینیان وژلي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

په غزه کې روغتیایي سرچینې وایي، اسراییلي پوځ د غزې په سویل کې د المواسي په نوم "بشري سیمه" بمبار کړې، چې لږترلږه ۱۲ فلسطینیان یې وژلي دي، یادو سرچینو زیاته کړې، چې نور بریدونه هم ترسره شوي چې تر اوسه په کې تر ۶۳ فلسطینیانو د وژنې راپورنه ترلاسه شوي.

بل پلو،اسراییل هم د اوربند د دوام سره سره د لبنان په سویل کې د حزب الله پر مرکزونو د برید ادعا کړې ده.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوه پلاوي ته اجازه ورکړې، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د غزې په تړانګه کې د اسراییل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۵۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۴۳۸ نور ټپیان شوي دي.

همدا ډول د حماس تر مشرۍ لاندې په همدې موده کې په اسراییل کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي دي.

فلسطیني ادارې د غزې په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې خپرونې وځنډولې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر محمد مصطفی له خوا د پنجشنبې په ورځ د اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري چینل خپرونې ځنډول شوې دي. فلسطیني ادارې وویل، چې د لویدیځې غاړې په ځینو برخو کې یې د مشهور عربي چینل الجزیرې خپرونې د سپکاوي او تعصب له امله ځنډولي دي.

د فلسطیني ادارې په دغه پرېکړه الجزیرې خبري شبکې خواشیني ښودلې او دغه پرېکړه یې "په اشغال شوې سیمو کې د پیښو په اړه د حقیقت پټولو هڅه" بللې ده.

الجریزې وویل، دا پرېکړه د جنین کډوالو په کمپ کې د وسله والو اسلامپالو ډلو په وړاندې د فلسطیني امنیتي ځواکونو له خوا د وروستي لوی برید د خبرونو پوښښ سره تړلې ده چیرې چې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

الجزیره چې د فلسطینیانو له خوا په پراخه کچه لیدل کیږي په ځانګړې توګه د غزې د جګړې د پراخ پوښښ لپاره، لا دمخه په اسراییل کې په عربي او انګلیسي ژبه بنده شوې ده.

الجزیره یو له هغو څو نړۍوالو ټلوېزوني چېنلونو څخه ده، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د جګړې بې ساری پوښښ وړاندې کوي.

د ټرمپ هوټل مخې ته د ټیسلا موټر چاودنې کې وژل شوی کس د امریکا د پوځ سرتېری و

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۰

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوټل مخې ته د ټیسلا سایبر ټرک د چاودنې له امله وژل شوی کس د امریکا د پوځ سرتېری وو، هغه په نیو اورلینز کې د نوي کال جشن لپاره په راټولو شویو خلکو بریدګر سره یې یو ځای په پوځي اډه کې وخت تېر کړی دی.

ای پي خبري اژانس د دوو چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي خپاره شوي لیکلي، متیو لیویلزبرګر چې د ټرمپ هوټل مخې ته یې د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه وکړه او شمس الدین جبار چې په اورلینز کې یې د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر برابر کړ، ۱۵ تنه یې ووژل او زیات شمېر یې ټپیان کړل، دواړو په یو کمپ کې په افغانستان کې دندې ترسره کړي.

چاوراکو ویلي، برګر په ګرین بیریټس (لوړ روزل شوي ځانګړي ځواکونه چې په بهر کې د تروریزم سره د مبارزې او شریکانو د روزنې لپاره کار کوي) کې خدمت کړی. دوه ځلې افغانستان ته استول شوی او په اوکراین، تاجکستان، ګرجستان او کانګو کې یې دنده ترسره کړې ده.

که څه هم ایف بي اې ویلي، چې دا دواړه پېښې جلا جلا وې، خو یو شمېر امریکايي رسنیو ویلي چې په دواړو پېښو کې کارول شوي موټر د تورو په نوم د کرايي موټر له اپلیکیشن څخه په کرایه اخیستل شوي وو.

له پرله پسې جګړې وروسته زرګونو اسراییلي پوځیانو په غزه کې له جګړې ډډه کړې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د اسراییل د پوځ ویاند په یوه بیان کې وویل، چې په غزه کې په زرګونو اسراییلي پوځیانو له جګړې ډډه کړې ده. د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، پوځیان د رواني فشارونو له امله له جنګي دندو ډډه کړې ده. بل خوا د سرتېرو په منځ کې د ځان وژنې شمېر هم د اندېښنې وړ ډېر شوی دی.

د اسراییل د پوځي چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۱ اسراییلي سرتېرو ځان وژنه کړې ده او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷ اسراییلي سرتېرو ځان وژنه کړې وه.

د دغو چارواکو په وینا، سرتېرو له ۲۰۱۱ کال راهیسې یو ځل بیا ځان وژنې ته مخه کړې او ځان وژنه د اسراییلي پوځ د مرګ دویم ستر لامل دی.

د خبر له مخې، تېر کال د ځان وژنې په پېښو کې ۱۲ او په تېرو دوو کلونو کې د فلسطینیانو پر وړاندې عملیاتو کې ۸۰۷ سرتېري وژل شوي دي.

100%

د اسراییل هر وګړی باید دوه کاله پوځ کې دنده ترسره کړي او د جګړې په صورت کې د جګړې میدان ته ولاړ شي. که څوک له دې څخه انکار وکړي زنداني کیدلې هم شي.

د امریکا په نیو اورلیانز کې موټر برید ۱۰ تنه وژلي او ۳۰ نور ټپیان کړي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د امریکا متحده ایالتونو په نیو اورلیانز کې پر ګڼه ګوڼه د موټر د برابرېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. دغه موټر د ښار په تاریخي فرېنچ کوارټر سیمه کې د نوي کال پر مېله کوونکو ورسیخ شوی دی.

عیني شاهدان وايي، د پېښې په ځای بوربن کوڅه کې یوه ستره ډله د نوي کال د جشن نمانځنې لپاره راغونډه شوې وه.

د پېښې په اړه لا ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو سي بي اېس د عیني شاهدانو له خولې ویلي و، چې موټر په لوړ سرعت پر خلکو ورغی او بیا موټر چلوونکی له موټره کوز شو او ډزې یې وکړې. پولیسو ځوابي ډزې کړې دي، خو د نیو اورلیانز پولیسو اې بي سي نیوز ته ویلي چې بریدګر تر اوسه نه دی نیول شوی.

سي اېن اېن رپوټ ورکړ، چې د نیو اورلیانز پولیسو د برید سیمه کلابنده کړې ده.

نیو اورلیانز له دې وړاندې هم د جشنونو او پریډونو پرمهال د ورته پېښو شاهد پاتې شوی.

د روان کال د نومبر په پای کې د نیو اورلیانز پولیسو د دغه ښار په سیمه ییز دودیز جشن کې چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و، د ډزو د دوو پېښو خبر ورکړ.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په دغو ډزو کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې یو پک اپ چې چلوونکي یې د پولیسو په وینا ډیر شراب څښلي وو، د ماردي ګراس کارنیوال پریډ پر مهال له خلکو سره ټکر وکړ او تر ۲۰ زیات کسان یې ټپیان کړل.