• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پرله پسې جګړې وروسته زرګونو اسراییلي پوځیانو په غزه کې له جګړې ډډه کړې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د اسراییل د پوځ ویاند په یوه بیان کې وویل، چې په غزه کې په زرګونو اسراییلي پوځیانو له جګړې ډډه کړې ده. د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، پوځیان د رواني فشارونو له امله له جنګي دندو ډډه کړې ده. بل خوا د سرتېرو په منځ کې د ځان وژنې شمېر هم د اندېښنې وړ ډېر شوی دی.

د اسراییل د پوځي چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۱ اسراییلي سرتېرو ځان وژنه کړې ده او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷ اسراییلي سرتېرو ځان وژنه کړې وه.

د دغو چارواکو په وینا، سرتېرو له ۲۰۱۱ کال راهیسې یو ځل بیا ځان وژنې ته مخه کړې او ځان وژنه د اسراییلي پوځ د مرګ دویم ستر لامل دی.

د خبر له مخې، تېر کال د ځان وژنې په پېښو کې ۱۲ او په تېرو دوو کلونو کې د فلسطینیانو پر وړاندې عملیاتو کې ۸۰۷ سرتېري وژل شوي دي.

100%

د اسراییل هر وګړی باید دوه کاله پوځ کې دنده ترسره کړي او د جګړې په صورت کې د جګړې میدان ته ولاړ شي. که څوک له دې څخه انکار وکړي زنداني کیدلې هم شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا په نیو اورلیانز کې موټر برید ۱۰ تنه وژلي او ۳۰ نور ټپیان کړي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د امریکا متحده ایالتونو په نیو اورلیانز کې پر ګڼه ګوڼه د موټر د برابرېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. دغه موټر د ښار په تاریخي فرېنچ کوارټر سیمه کې د نوي کال پر مېله کوونکو ورسیخ شوی دی.

عیني شاهدان وايي، د پېښې په ځای بوربن کوڅه کې یوه ستره ډله د نوي کال د جشن نمانځنې لپاره راغونډه شوې وه.

د پېښې په اړه لا ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو سي بي اېس د عیني شاهدانو له خولې ویلي و، چې موټر په لوړ سرعت پر خلکو ورغی او بیا موټر چلوونکی له موټره کوز شو او ډزې یې وکړې. پولیسو ځوابي ډزې کړې دي، خو د نیو اورلیانز پولیسو اې بي سي نیوز ته ویلي چې بریدګر تر اوسه نه دی نیول شوی.

سي اېن اېن رپوټ ورکړ، چې د نیو اورلیانز پولیسو د برید سیمه کلابنده کړې ده.

نیو اورلیانز له دې وړاندې هم د جشنونو او پریډونو پرمهال د ورته پېښو شاهد پاتې شوی.

د روان کال د نومبر په پای کې د نیو اورلیانز پولیسو د دغه ښار په سیمه ییز دودیز جشن کې چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و، د ډزو د دوو پېښو خبر ورکړ.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په دغو ډزو کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې یو پک اپ چې چلوونکي یې د پولیسو په وینا ډیر شراب څښلي وو، د ماردي ګراس کارنیوال پریډ پر مهال له خلکو سره ټکر وکړ او تر ۲۰ زیات کسان یې ټپیان کړل.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازی: حماس ډله روغتونونه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کاروي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل دایمي استازي ډینیل مېرون ویلي، چې د غزې پر روغتونونو د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ناسم دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل وروستي راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي وو او دغه بریدونه یې په غزه کې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي وو.

ښاغلي مېرون پر اېکس پاڼه کاږلي، چې اسراییل د نړۍوال قانونو سره سم عملیات کوي.

د هغه په وینا، اسراییل هیڅکله ولسي وګړي نه په نښه کوي.

نوموړي د حماس ډله تورنه کړې، چې له روغتونونو څخه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار اخلي.

د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي و، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پوځي عملیاتو روغتیایي سیستم "له منځه" وړی دی.
په راپور کې راغلي، چې په قصدي ډول پر روغتونونو او د ټپیانو د د درملنې پر ځایونو بریدونه په جنګي جرمونو کې راځي.
د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیایی نظام ویجاړول، د ناروغانو، طبی کارکوونکو او نورو ملکیانو وژل له نړۍوالو قوانینو او د بشری حقونو له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو هم په تېرو څو ورځو کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل له‌خوا په ترسره شویو بریدونو نیوکه کړې وه.
اسراییلي پوځ بیا ادعا کړې، چې حماس د پوځي عملیاتو لپاره له روغتونونو څخه د قوماندې د مرکزونو په توګه کار اخلي او اسراییل هم له روغتونونو څخه نیول شوي کسان مشکوکو وسله‌والو بللي دي.

پوتین له روسانو سره ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به یې ډېر ښه وي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د سې شنبه په ورځ د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې وویل، چې روسیه به په نوي کال کې په پوره اعتماد سره مخ په وړاندې ځي.

ولادیمیر پوتین د روسیې د ځپل شوي اقتصاد د ښه کولو یا په اوکراین کې د جګړې په اړه کومه کلکه ژمنه ونه کړه.

هغه وویل: «موږ ډاډه یوو چې هرڅه به سم شي او موږ به ښه پرمخ لاړ شوو.»

په داسې حال کې چې ډېری روسان د بیو د لوړېدو په اړه اندېښمن دي او د مرکزي بانک د ۲۱سلنه سود نرخ پر سوداګرو او د کور پېرودونکو فشار راوړی، پوتین روسیې ته ډاډ ورکړ چې د دوی هوساینه یې لومړیتوب دی.

هغه په ​​دوېمه نړۍواله جګړه کې د نازي جرمني په ماتولو کې د روسیې د رول په ګډون د تېرو بریاوو په یادولو سره وویل چې د روسیې ننګونې د یوه پراخ تاریخي ماموریت برخه ده.

پوتین په خپله وینا کې، په ځانګړي ډول د اوکراین سره د جګړې حالت یا د ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د بیرته راستنیدو وروسته د جګړې د پای ته رسیدو احتمال یادونه نه ده کړې.

په ۲۰۲۴ کې، روسي ځواکونو په اوکراین کې د ۲۰۲۲ په پرتله په چټکۍ سره پرمختګ وکړ او د هېواد شاوخوا یو پر پنځمه برخه یې ونیوله.

په ۲۰۲۴ کې ، د دویم نړۍوالې جګړې راهیسې د لومړي ځل لپاره د روسیې پر خاوره یرغل وشو. اوکراین د اګست په شپږمه په یوه ناڅاپي ځوابي برید کې د روسیې په لوېدیځ کې د کرسک سرحدي سیمې ونیولې او اوس هم ځینې برخې په واک کې لري.

د سویلي کوریا محکمې د مارشل لا په څېړنو کې د ولسمشر یون نیول تصویب کړل

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۰

تحقیقاتي چارواکو ویلي، چې د سویلي کوریا یوې محکمې د سې شنبه په ورځ د ولسمشر یون سوک یول د نیولو امر تصویب کړ. هغه د ډسمبر په درېیمه نېټه استیضاح او له واکه ګوښه شو.

د رویټرز د راپور له مخې، د لوړ پوړو چارواکو لپاره د فساد د څېړلو دفتر تایید کړه چې د سیول لوېدیځې ولسوالۍ محکمې حکم تصویب کړی دی.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا په سویلي کوریا کې د اوسني ولسمشر لپاره د نیولو لومړی حکم دی.

د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا پلټونکو د دې میاشتې د لنډمهاله مارشل لا د پلي کېدو په اړه د یون د نیولو امر وغوښت.

یون د بغاوت تورونو په اړه له جرمي تحقیقاتو سره مخ دی.

د رویټرز د راپور له مخې، محکمې په دې اړه له تبصري ډډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپور: پر روغتونونو د اسراییل قصدي بریدونه جنګي جنایت دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي او دغه بریدونه یې د غزې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو رعایت په اړه اسراییل تر پوښتنې لاندې راولي.

راپور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۲مې او د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې بریدونو ته اشاره کوي، چې روغتیايي مرکزونو ته یې د فلسطینیانو لاسرسی سخت اغېزمن کړی دی.

په دغه ۲۳ مخیز راپور کې ویل شوي، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پوځي عملیاتو د روغتیا سیستم "له منځه" وړی دی.

په راپور کې راغلي، چې په قصدي ډول پر روغتونونو او د ټپیانو د شتون پر ځایونو بریدونه د جنګي جرمونو په کټګورۍ کې راځي.

د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیایي نظام ویجاړول، د ناروغانو، طبی کارکوونکو او نورو ملکیانو وژل له نړۍوالو قوانینو او د بشري حقونو د قوانینو د سرغړونې پایله ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو هم په تېرو څو ورځو کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل له خوا په ترسره شویو بریدونو نیوکې کړي دي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې، چې حماس د پوځي عملیاتو لپاره له روغتونونو څخه د قوماندې د مرکزونو په توګه کار اخلي او اسراییل هم له روغتونونو څخه کسان د مشکوکو وسله والو په توګه نیولي دي.