پر ډیورنډ کرښه خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ جګړه شوې ده

له خوسته سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د خوست علېشرو ولسوالۍ په ډبګۍ سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د نن شپې له یوې نیمې بجې د سهار تر شپږو بجو د درنو او سپکو وسلو جګړه شوې ده.