• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د بدخشان په مرکز او د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپې ګرځبندیز لګولی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

طالبانو د بدخشان په فیض اباد ښار او د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپې ګرځبندیز لګولی. طالبانو د دواړو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې له شرعي عذر پرته دې د شپې په کلیو او ښارونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي.

د بادغیس په قادس ولسوالۍ او د بدخشان په فيض اباد ښارکې د وسله والو طالبانو دوه مکتوبونه افغانستان انټرنشنل ته رسيدلي دي چې ښيي ددې ډلې سيمه ييزو چارواکو په دغو سيمو کې دشپې پر ګرځېدو بنديزونه لګولي دي .

طالبانو د قادس د کلیو اوسېدونکو ته امر کړی چې د شپې له مهاله له ګرځېدو ډډه وکړي
100%
طالبانو د قادس د کلیو اوسېدونکو ته امر کړی چې د شپې له مهاله له ګرځېدو ډډه وکړي

د طالبانو د بادغیس د قادس ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ په یوه لیک کې امر کړی، چې د مرغومي له ۱۲مې د دې سیمو اوسیدونکي له « شرعي عذر پرته» د شپې له ۹ بجو وروسته په بازار او کلي کې د تګ راتګ حق نه لري.

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو درېیمې امنیتي حوزې په یوه مکتوب کې له خلکو غوښتي چې د شپې له لسو بجو وروسته له تګ راتګه ډډه وکړي.

طالبانو د دغو دوو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې که له دغه امر نه سرغړونه وکړي، مجازات به شي.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته په تېرو کلونو کې هم په ډېرو سیمو کې د شپې پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

طالبان د دا ډول بندیزونو لامل امنیتي لاملونه ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د طالبانو نوی حکم؛ ږیرې مه خرېیئ او ویښتان د «انګریزانو په څېر» مه جوړوئ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو قوماندانۍ اعلان کړی، چې د انګرېزانو په څېر د ږيرې او ویښتانو جوړول «شرعاٌ» منع دي. د فيض اباد ښار د درېيمې ناحيې پوليسو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې له ږیرې خرېیونکو او د سګريټو په ګډون د نشه يي توکو له کاروونکو سره به قانوني چلند وشي.

د بدخشان د پولیسو مکتوب په یوه کاپي کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ټینګار شوی، چې د دغه ښار اوسېدونکي مکلف دي چې د دوی « له اصولو او قوانينو» سره سم ځانونه تنظیم کړي.

په دغه مکتوب کې له ځايي اوسېدونکو غوښتل شوي، چې خپل لمونځونه په جماعت ادا کړي.

د بدخشان په فیض اباد کې د طالبانو د پولیسو په دې مکتوب کې شاوخوا ۸ جدي سپارښتنې شاملې دي.

دوی ښځو ته امر کړی، چې په کوڅو او بازارونو کې دې له «شرعي حجاب پرته» نه ګرځي.

د طالبانو یو شمیر ادارو له دې مخکې هم د ملکي کارکوونکو لپاره د ږیرې او خولۍ پر سر کول لازمي کړي وو.

په خوست او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر نارینه سلمانیانو د تلې مياشتې پر درېیمه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو په عصري سټایل د ویښتانو جوړولو له کبله لس زره افغانۍ جریمه کړي دي.

طالبانو په دغو ولایتونو کې د نارینه وېښتانو جوړولو مرکزونو ته خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به يې د یوې میاشتې لپاره ناییخونې بندې وي.

ندامحمد ندیم له رسنيو غوښتي چې د طالبانو له پالیسیو سره سمې خپرونې وکړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د رسنیو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې «د اسلامي ژورناليزم مسلک او د دوی د نظام پاليسي» سره سمې خپرونې او خبرونه وړاندې کړي. نوموړي په داسي مهال د رسنيو پر اهمیت ټينګار کوي، چې په خپلو ډېرو غونډو کې خبريالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم د پنجشنبې په ورځ د دغې ډلې تر واک لاندې د حکومت د رسنيو په دفتر کې د خبريالانو او رسنیو له استازو سره د همغږۍ پر پیاوړتيا، د حقایقو پر انعکاس او د «مثبتو پيغامونو» د وړاندې کولو په اړه ناسته کړې.

نديم په ټولنه کې د رسنيو پر اهمیت خبرې کړې دي او له ټولو خبريالانو او د رسنیو له مسوولانو یې غوښتي، چې په دې اړه خپل رسالت په سم ډول سرته ورسوي.

نوموړي د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د هېواد وګړو ته د عامه پوهاوي، د تعليمي پروګرامونو او مثبتو پيغامونو وړاندې کول د رسنيو دنده بللې.

نديم د رسنیو له استازو غوښتي، چې په خپلو چارو کې له دقت، توازن او صداقت کار واخلي.

هغه زیاته کړې: «د اسلامي ژورنالېزم مسلک او د موجوده نظام له پالیسي سره سمې خپرونې وکړئ، په خبرونو او خپرونو کې له افترا، توهین او دروغو خپرولو څخه چې په هیڅ دین کې ځای نه لري ډډه وکړئ.»

له هغه وروسته، چې د طالبانو مشر په رسنيو کې پر انځور اخيستلو او نشرولو بنديز ولګوی یو شمېر طالب وزيران ان په خپلو اعلاميو کې د خپلو ورځنيو راپورنو د انځورونو نشرول هم بند کړل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ډېرو غونډو او ناستو کې د خبريالانو د ګډون مخه هم ونیول.

بل لوري بيا د یو شمېر طالب چارواکو په ګدون شېرمحمد عباس ستانکزي د لېندۍ په ۲۸ مه په کابل کې په یوه غونډه کې پر رسنیو قیودات زیانناک ګڼلي او له طالبانو وغوښتل، چې رسنۍ دې ازادې پرېږدي.

دغه طالب چارواکي خبرداری ورکړ، چې پر رسنیو محدودیتونه او زیاتې نیوکې د ګټې پر ځای زیان رسوي.

عباس ستانکزي ويلي: «زما غوښتنه له حکومت او اسلامي امارت څخه دا ده، چې زموږ رسنۍ پیاوړې او ملاتړ یې وکړي.»

حامد کرزي په امریکا کې د نوي کال پر نمانځونکو برید وغنده

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر د امریکا په نیو اورلیانز کې د نوي کال د نمانځنې پر مهال پر خلکو شوی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۳مه پر خپل اېکس ولیکل: « زه په نیو اورلیانز کې د نوي کال د خوشحالۍ پر مهال پر خلکو شوی برید په کلکه غندم. د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. د متحده ایالاتو خلکو ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم».

دغه برید، چې د کال پر لومړۍ ورځ ترسره شوی، د چارواکو په وینا ۱۵ کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.

په نیو اورلیانز کې دې پېښې د ښار د مشهورو جشنونو فضا اغېزمنه کړې ده.

د امریکا پوځ د چارشنبې په ورځ په رسمي توګه وویل چې بریدګر ۴۲ کلن شمس الدین جبار د تګزاس اوسیدونکي یو پیک اپ موټر د نیو اورلیانز ښار په زړه کې پر هغو خلکو خېژولی، چې د نوي کال د جشن نمانځلو ته راغونډ شوي وو.

جبار ۱۳ کاله د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې وه او یو ځل افغانستان ته هم استول شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان هیڅ بهرني هېواد یا ادارې ته پوځي اډې نه ور کوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په خپل وروستي اونيز خبري کنفرانس کې وويل، چې هېواد يې کوم بهرني حکومت او ادارو ته د پوځې اډو د ورکولو طرح نه لري. زهرا بلوڅ وايي، چې پاکستان د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيانو سره دوستانه اړيکي غواړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ په خپل وروستي کاري اونيز خبري کنفرانس کې وويل، چې د هند د ځمکنيو وژنو او اختطافونو شبکه اوس نړيواله شوې او ګڼ هېوادونه یې پر فعالیتونو اندېښمن دي.

امنه بلوڅ په فرانسه کې د پاکستان د نوې سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

د نوموړې پرځای په روسیه کې د پاکستان مخکینی سفیر شفقت علي خان د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی.

زهرا بلوڅ د خپل وروستي کنفرانس پرمهال وویل، چې پاکستان د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيانو سره دوستانه اړيکي غواړي.

بلوڅ له افغانستان سره د اړيکو په اړه زياته کړه: « پاکستان له افغانستان سره د خبرو اترو يو پياوړى ميکانيزم لري او غواړي له دغه ګاونډي هېواد سره د دوه اړخيزو اړيکو په ټولو اړخونو کې د امنيت او د پولو د مديريت په ګډون خبرو اترو ته دوام ورکړي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې هېواد یې د هر ډول داخلي او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ملي امنیت او حاکمیت د دفاع توان لري.

د يوې پوښتنې په ځواب کې وياندې بلوڅ وويل چې گوادر بندر د چين په مرسته جوړ شوی او د پاکستان دپرمختګ لپاره دى، خو هغې د چین حضور ته په اشاره وویل، چې پاکستان هیڅ داسې طرح نه لري چې کوم بهرني حکومت یا ادارې ته پوځي اډې ورکړي.

له دې وړاندي د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي شېرافضل مروت ويلي و، چې دغه هېواد امریکا ته د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي.

برېټانیايي شنونکو د بریټانیا له کرکټ لوبډلې غوښتي چې افغانستان سره ونه لوبیږي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د بریټانیا د کرکټ ټیم د فبرورۍ پر۲۶ نیټه په لاهور کې له افغانستان سره په اتلولۍ جام کې لوبیږي، خو دې مسالې په برېټانیا کې د کرکټ د شنونکو ترمنځ پراخ بحثونه پارولي دي.

د بریټانیا مشهور شنونکی پییرز مورګن وایي چې بریټانیا باید د طالبانو رژیم پر ضد اخلاقي دریځ ونیسي او له ښځو سره ددې ډلې د ظلمونو پر وړاندې له افغانستان سره ونه لوبیږي.

له دې وړاندې اسټرالیا هم په همدې لامل له افغانستان سره له لوبو انکار کړی و.

د اتلولۍ جام چې د فبرورۍ له۱۹مې نه تر مارچ تر نهمې پورې په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د نړۍ اته لوبډلې پکې لوبیږي.

بریټانیا د بي ګروپ برخه ده چې له استرالیا، سویلي افریقا او افغانستان سره لوبیږي.

پییرز مورګن په دې اړه پرخپل اېکس نظر څرګند کړی او ویلي یې دي، چې « د بریټانیا لوبډله باید د فبرورۍ پر۲۶ نیټه د اتلولۍ جام ګروپ پړاو کې له افغانستان سره خپله لوبه لغو کړي. له افغان ښځو سره د طالبانو ناوړه کړنې او پرله پسې ظلمونه، په ځانګړې توګه د ورزش په ټولو برخو کې د هغوی پر ګډون بندیز، د زغملو وړ نه دي. دا وخت دی چې موږ خپل دریځ ونیسو».

کاروونکو هم له مورګن سره همغږي ښودلې او د بریتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان پر وړاندې په ټولو ورزشي لوبو کې د پرېکون ملاتړ وکړي.

د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده تېښتې ته اړه شوې، اوس په نړیوالو سیالیو کې برخه نه اخلي.

ځینو افغان کرکټ لوبغاړو د طالبانو د کړنو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی.