برېټانیايي شنونکو د بریټانیا له کرکټ لوبډلې غوښتي چې افغانستان سره ونه لوبیږي

د بریټانیا د کرکټ ټیم د فبرورۍ پر۲۶ نیټه په لاهور کې له افغانستان سره په اتلولۍ جام کې لوبیږي، خو دې مسالې په برېټانیا کې د کرکټ د شنونکو ترمنځ پراخ بحثونه پارولي دي.

د بریټانیا د کرکټ ټیم د فبرورۍ پر۲۶ نیټه په لاهور کې له افغانستان سره په اتلولۍ جام کې لوبیږي، خو دې مسالې په برېټانیا کې د کرکټ د شنونکو ترمنځ پراخ بحثونه پارولي دي.
د بریټانیا مشهور شنونکی پییرز مورګن وایي چې بریټانیا باید د طالبانو رژیم پر ضد اخلاقي دریځ ونیسي او له ښځو سره ددې ډلې د ظلمونو پر وړاندې له افغانستان سره ونه لوبیږي.
له دې وړاندې اسټرالیا هم په همدې لامل له افغانستان سره له لوبو انکار کړی و.
د اتلولۍ جام چې د فبرورۍ له۱۹مې نه تر مارچ تر نهمې پورې په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د نړۍ اته لوبډلې پکې لوبیږي.
بریټانیا د بي ګروپ برخه ده چې له استرالیا، سویلي افریقا او افغانستان سره لوبیږي.
پییرز مورګن په دې اړه پرخپل اېکس نظر څرګند کړی او ویلي یې دي، چې « د بریټانیا لوبډله باید د فبرورۍ پر۲۶ نیټه د اتلولۍ جام ګروپ پړاو کې له افغانستان سره خپله لوبه لغو کړي. له افغان ښځو سره د طالبانو ناوړه کړنې او پرله پسې ظلمونه، په ځانګړې توګه د ورزش په ټولو برخو کې د هغوی پر ګډون بندیز، د زغملو وړ نه دي. دا وخت دی چې موږ خپل دریځ ونیسو».
کاروونکو هم له مورګن سره همغږي ښودلې او د بریتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان پر وړاندې په ټولو ورزشي لوبو کې د پرېکون ملاتړ وکړي.
د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده تېښتې ته اړه شوې، اوس په نړیوالو سیالیو کې برخه نه اخلي.
ځینو افغان کرکټ لوبغاړو د طالبانو د کړنو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی.


د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزير دا ادعا رد کړه، چې طالبانو له ډیورنډ کرښې نه د پاکستاني طالبانو د لیږدولو لپاره له اسلام اباد نه د لس میلیارده پاکستاني روپیو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له طالب چارواکو غوښتي و، چې پاکستان ته د وسله والو د نه ستنېدو ضمانت ورکړي، خو یادې ډلې مثبت ځواب ور نه کړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندي ملي ټلویزيون د پنجشنبې په ورځ د دې ډلې د مرستيال ویاند حمدالله فطرت له قوله د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې « د تاسف ځای دی، چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي.»
نوموړي د پاکستاني طالبانو د تحریک د انتقال اړوند له پاکستان نه د لس میلیارده روپیو اخیستلو خبرې هم رد کړې دي.
د جیو نیوز ټلویزیون مشهور ویاند حامد میر د چارشنبې په ورځ له خواجه اصف سره د خپلې مرکې یوه برخه خپره کړې.
په دې مرکه کې د پاکستان د دفاع وزیر ويلي و: « وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، زه افغانستان ته لاړم او د طالبانو له دفاع وزیر او د هغوی له نورو مشرانو سره مې وکتل. ما دوی ته وویل چې که ترهګر متوقف نه شي، موږ به اقدام وکړو او باید وروسته شکایت ونه کړئ.»
پاکستان له دریو کلونو راهیسې لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان اوسنۍ سرحدي سیمې بمباري کړې دي.
دغه هېواد ویلي، چې د بریدونو موخه د تحریک طالبان پاکستان غړي دي چې په دغو سیمو کې پناه ځایونه لري، خو افغان طالبان د پاکستان دا ډول کړنې د یوه بل هېواد پر حریم تېری بولی او په غبرګون کې يې د ورته بریدونو ګواښونه کړي.

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، امریکا افغانستان کې د یوې متناسبې ستراتیژۍ پلیتابه کې د لوړو تمو او د افغانستان له ټولنې د وړ درک نشتوالي له امله له ناکامۍ سره مخ شوه. سوپکو وايي، امریکايي ادارې د خپلو کړنو ارزونې پرځای یوازې ترسره شوې چارې چک لست کولې.
جان ایف سوپکو نیویارک ټایمز ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې د امریکا سیسټم یوه منحرف محرک اداره کاوه اوپوځي او ملکي مشرانو د ترفیعاتو او لوړو معاشونو لپاره خپلې دندې، پروګرامونه او پروژې د بري په توګه وړاندې کول.
نوموړی، چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکاد افغان بیا رغونې چارې څیړي، وايي، مشرانو غوښتل مثبت رپوټونه ور کړي او هغه څه پټ کړي چې د ناکامۍ نښه ښيي.
جان سوپکو وايي، لګښتونه د بریاوو معیار شو، خو د پیسو د لګښت د حساب ورکولو وړتیا کمه وه.
بې ځایه لګښتونه او بې ګټې پروژې
ددې لیکنې یوه اصلي موضوع په سیستماتیک ډول د بې ځایه لګښتونو ستونزې دي.
جان سوپکو هغو پروژو ته اشاره کوي چې په میلیاردونو ډالر پرې لګول شوي، خو یا بیخې د ګټې اخستنې وړ نه وې او یا ګټنې اخستنې ته ونه سپارل شوې.
هغه وايي، « یوه جنرال موږ ته وویل چې له یوه چلینج سره مخ دی، چې څنګه په یوه میاشت کې یو میلیارد ډالره اضافي بودجه مصرف کړي؟ پیسې بېرته ورکول یو انتخاب نه و».
نوموړی وايي، له یوه بل چارواکي سره یې چې خبرې وکړې، هغه د یوې څو میلیون ډالري پروژې له لغو کولو انکار وکړ او ویې ویل، چې بودجه باید مصرف شي. جان سوپکو وايي، پر کومه ودانۍ چې هغه کار وکړ، له هغې نه وروسته هیڅ ګټه وانخستل شوه.
سوپکو وايي، چې د افغانستان د پخواني حکومت سقوط د امریکا د متحده ایالاتو د لوړپوړو چارواکو په سیاستونو او رپوټ ورکولو کې د سیستماتیکې ځان غولونې پایله ده.
سوپکو ټینګار کوي چې امریکایي چارواکو څو ځله کانګرس او امریکايي ولس ته ډاډ ورکړی و چې بری نږدې دی، په داسې حال کې چې دوی "د ماتې له ترخه حقیقت" نه خبر وو.
د سوپکو په باور، حتا د افغانستان د حکومت له سقوط شپږ ورځې وړاندې، پنتاګون وویل چې افغانستان له ۳۰۰ زرو زیات پوځیان او پولیس لري، په داسې حال کې چې څو کاله وړاندې یې د دې حقیقت خبرداری ورکړی و چې هیڅوک په رښتیا سره د افغان پوځیانو د شمېر او د هغوی د عملیاتو پر وړتیاووو نه پوهیږي.
د امریکا ځانګړي مفتش د ناکامۍ اصلي دلایل څیړلي او د افغانستان په حکومت کې پراخ فساد، د امنیتي او دفاعي ځواکونو بې انګېزې توب او د طالبانو ایدیولوژیکي وړتیاوو ته اشاره کوي. نوموړې دې ته اشاره کوي، چې څنګه طالبانوپه ساده تجهیزاتو، خو مذهبي انګېزې د امریکا په هوايي ملاتړ سمبال دولتي ځواکونه مات کړل.

طالبانو ته ۱۱ میلیون ډالري مالیه
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۳.۳ میلیارده ډالر بشري مرستې افغانستان ته د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو ادارو له لارې لیږل شوې دي. سوپکو وايي، چې که څه هم د دې مرستو یوه برخه افغان خلکو ته ګټه رسوي، خو یوه مهمه برخه یې طالبانو ته هم ځي.
د کانګرس په غوښتنه، د افغانستان د بیا رغونې ځانګړي سرمفتش دفتر رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې تر اوسه د امریکا تمویلي همکارانو طالبانو ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالر مالیې او فیسونه ورکړي دي.
جان سوپکو وايي، پر دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پنځو ریاستونو دوه هغه تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي، چې خپل قراردادیان چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې کار کاوه، په کافي ډول وڅاري څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی کار ترهګرو ډلو ته ګټه نه رسوي.
نوموړی وايي، چې د مالیه ورکوونکو پیسې که خیریه سازمانونو ته ور کول کیږي باید دا مرستې د امریکا د نظارتي ادارو په څار پورې مشروطې شي.

په نړۍ کې د سخاوت نړيوال حالت د ۲۰۲۴ کال د نړۍ د سخاوت شاخص په رپوټ کې روښانه شوی، چې بريتانیايي خیریه ادارې (CAF) خپور کړی.
دغه رپوټ، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پکې تغییر نه دی راغلی، د درې کلیدي معیارونو « له پردیو سره د مرستې لپاره چمتووالی، د مرستې لپاره تیاري او په رضا کارانه کارونو کې برخه اخستلو» پر بنسټ د ۱۴۲ هېوادونو ارزونه کوي.
په داسې کال کې چې ملتونه له اقتصادي کړکیچونو او بشري ستونزو سره مخ وو، د خیریه ادارې نړیوال سخاوت شاخص (CAF) د نړۍ د سخاوت یو زړه راښکونکې انځور وړاندې کوي. سره له دې چې نړۍ په ۲۰۲۴ کال کې له مختلفو ننګونو سره لاس او ګریوان وه، خلکو د مرستې لپاره خپل چمتووالی او سخاوت نه دی کم کړی.
په دې سروې کې د نړۍ له۱۴۲ هېوادونو څخه له ۱۴۵ زرو د ډېرو کسانو نظرونه اخستل شويدي.
اندونیزیا د سخاوت په سر کې
د اووم ځل لپاره اندونیزیا د نړیوال سخاوت په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی.
د دغه هېواد ۹۰ سلنه خلک د مرستې لپاره چمتو دي او همداراز په رضا کارانه فعالیتونو کې هم مخکې دی.
د شاخص د لسو غوره هېوادونو نوملړ له مختلفو سیمو افریقا، اوقیانوسیه، اسیا، اروپا، منځني ختیز او شمالي امریکا نه ټول شوی دی. په ټوله کې، د نړۍ ۷۳ سلنه خلکو ویلي چې دوی تېر کال وخت، پیسې، یا له پردیو سره مرسته کړې ده، چې د نړۍ په کچه د سخاوت پراخه کچه ښيي.
د سنګاپور کیسه د حکومت په مرسته د هڅو یوه ښه بېلګه ده چې د خیریه فعالیتونو د زیاتوالي سبب ګرځېدلې. دغه هېواد په ۲۰۲۴ کال کې د سخاوت شاخص کې ۱۹درجې پرمختګ کړی او درېیم ځای یې خپل کړی. د دغه پرمختګ یوه لویه برخه د حکومت نوې پروګرامونه دي چې د خیریه ادارو او کاروبارونو ترمنځ د همکارۍ پر ښه والي تمرکز کوي او د خیریه مرستو لپاره د مالیاتو معافیت او حکومتي مرسته هم شته.
د سنګاپور دا هڅې ښيي چې څنګه حکومتونه کولی شي خیریه فعالیتونو ته وده ورکړي او د دې لړۍ زیاتوالي ته لاره هواره کړي.
اندونیزیا، کینیا، سنګاپور، ګامبیا، نایجیریا، متحده ایالات، اوکراین، استرالیا، متحده عربي امارات او مالټا د سخي هېوادونو په غوره لسو کې شامل دي.

افغانستان تر جاپان او پولنډ وړاندې دی
په بل اړخ کې، افغانستان د نړیوال سخاوت شاخص په ۱۳۵م مقام کې دی. سره له دې چې افغانان د خپلې کورنۍ او ټولنې په ملاتړ او مېلمه پالنه کې شهرت لري، خو اقتصادي ستونزو او جګړې د رسمي خیریه فعالیتونو مخه نیولې. افغانستان له پولنډ (۱۴۲م) او جاپان (۱۴۱م) څخه مخکې دی. دا دوه هېوادونه سره له دې چې دواړه پرمختللي اقتصادونه لري، د خیریه فعالیتونو په برخه کې شاته پاتې دي.
د نړۍ د سخاوت شاخص موندنې یادونه کوي چې سخاوت یوازې د پیسو ورکړه نه ده، بلکې دا له ټولنې سره د مرستې روحیه ده چې له کلتورونو او سرحدونو اوړي.
کینیا له پردیو سره د مرستې په چمتووالي کې مخکښ شوی اومالټا د لومړي ځل لپاره د لسو غوره هیوادونو په ډله کې راغلی، چې په دې لست کې یوازینی اروپايي هېواد دی. په ورته وخت کې جرمني ۳۷م ځای ته لوړ شوی، چې له تیر کال څخه یې اته درجې پرمختګ کړی دی.
په لږ سخي هېوادونو کې پولنډ (۱۴۲م ځای)، جاپان (۱۴۱م ځای)، کمبودیا (۱۴۰م ځای، لیتوانیا (۱۳۹م ځای)، یمن (۱۳۸م ځای)، کروشیا (۱۳۷م ځای)،افغانستان (۱۳۵م ځای)، تونس (۱۳۴م ځای)، بلغاریا (۱۳۳م ځای) او توګو (۱۳۶م ځای) شامل دي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاو تریخوالي له زیاتېدو وروسته، پاکستاني کارپوهانو د طالبانو ډله د "نا اهله ماشومانو" سره پرتله کړې چې اوس د پاکستان د بې ثباتۍ سرچینه ګرځیدلې ده.
د پرینټ ورځپاڼې د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، دوی د طالبانو له وحشيانه کړنو ناخوښ دي او دغه ډله په سیمه کې د امنیتي بحرانونو لامل ګڼي.
له تحریک طالبان پاکستان څخه د طالبانو تش په نامه ملاتړ د دې مایوسۍ یو اصلي لامل دی.
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له هوايي بريد وروسته د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ زيات شوی.
پاکستان ادعا کړې وه، چې دا بریدونه یې د تحریک طالبان د مشرانو پر ضد کړي خو افغان طالبانو ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ملکي وګړي وژل شوي دي. د دغو بریدونو په غبرګون کې طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو د بریدونو ادعا کړې ده.
دې کړکېچونو د پاکستان په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
یوه پاکستاني کارونکي لیکلي: "افغان ملتپال چې تل د طالبانو له حکومت څخه شکایت کوي او د امریکا د مداخلې غوښتنه کوي، هم پر پاکستان سختې نیوکې کوي. د دوی لپاره، یوازینی هېواد چې پر افغانستان د برید حق لري متحده ایالات دي. دوی د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له خوا د ملکي افغانانو د وژلو ملاتړ کاوه، خو اوس د پاکستان پر ضد په پروپاګند سره دوه ګونی داستان جوړوي، چې د ځان په دفاع کې د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کوي.»
یو بل کارونکي په نورو سیمه ییزو کړکېچونو کې د طالبانو فعالیت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا ۳۰۰افغان پناه غوښتونکي ووژل شول، خو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی. په هرصورت، کله چې د پاکستان خبره راځي، طالبان سمدلاسه غبرګون څرګندوي او سختې نیوکې کوي."
همدارنګه ځینو کاروونکو د طالبانو په پیاوړي کولو کې د پاکستان رول هم منلی دی.
یو یې لیکلي: "پاکستان د لویدیځ په مالي ملاتړ او پوره پوهې سره طالبان پیاوړي کړل، خو دغه ډله تر ډېره ځواکمنه او ملتپاله شوه. اوس پاکستان د دې تګلارې پایلې ترلاسه کوي. چې څه کړې، همغه به ریبې."
خبریال او د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی په دې باور دی، چې د جګړې له شعارونو سره سره پاکستان او طالبان د یوې بشپړې جګړې توان نه لري.
هغه وویل: "پاکستان کولی شي د یو ځواکمن پوځ او اټومي ځواک سره سخت ګوزارونه وکړي، مګر طالبان هم کولی شي په غیر متناسب تکتیکونو لکه ځانمرګو بریدونو او د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په ملاتړ سره سیمه بې ثباته کړي. دا وضعیت هر ډول مخامخ مقابله خطرناکه کوي.»
يوسفزي زياته کړه: "پاکستان د افغان طالبانو په پرتله زيات مسوول دى، ځکه چې طالبان د نا لوستو اوشیطانه ماشومانو په څېر چلند کوي. دوی غیر متوقع او خطرناک دي او پاکستان باید د دوی په اړه هوښیار وي."
هغه د طالبانو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «د طالبانو لومړی رژیم د القاعدې د ملاتړ له امله نسکور شو او اوس تحریک طالبان پاکستان د هغوی لپاره ستونزه ګرځېدلې ده. طالبان سیاسي تفاهم او روښانه ستراتیژي نلري.»
یوسفزي همداراز ټینګار وکړ، چې طالبان په افغانستان کې ډېر محبوبیت نه لري او د افغانانو تر منځ د پاکستان ضد احساسات ډېر پیاوړي دي.
شنونکي د دې کړکېچونو د راتلونکي په اړه بېل نظرونه لري، خو ډېری په دې باور دي چې دواړه لوري باید محتاط وي. په پای کې، یوسفزي خبرداری ورکړ: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یو عادي رژیم نه دی، بلکې یو غیر معمولي رژیم دی."

د هېواد پخوانی لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اوښتو زیانونو جبران کول به څو لسیزې وخت ونیسي.
هغه د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، چې «۲۰۲۴ کال زما د ګران وطن لپاره د ۲۰۲۰ کال په څېر له غمونو، تورو ظلمونو او نا امیدیو ډک کال و.»
حمیدي د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي چې «په هېواد کې نامسوله واکمنې ډلې وخت ودراوه او تاریخ یې شاته کړ.»
هغه د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو، له عامه ډګر څخه د ښځو اېستلو، او له دفترونو د متخصصینو او کارپوهانو د لرې کولو په ګډون د طالبانو محدودیتونو او کړنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې دا کړنې د شاته پاتې کېدو نښه ده.
د هېواد پخواني لوی څارنوال د "قوانينو او قانوني مقرراتو لغوه کول، د ملي امنيتي او دفاعي بنسټونو له منځه وړل، او غير مسووله قوماندانانو ته د وفادارو ملېشو رامنځته کولو" ته هم اشاره وکړه او ويې ويل: "د ظالمانه او غير اسلامي مالياتي پاليسۍ پلي کول، د مختلفو توکمونو پر وړاندې سیسټماتیک تبعیض او د بشري حقونو سخت نقض» د طالبانو د واکمنۍ بله پایله ده.
حمیدي دغه راز د طالبانو د واکمنۍ پرمهال بې عدالتیو، ښکاره او بې حسابه فساد او د عامه منابعو د لوټلو ګواښونو یادونه هم وکړه او ویې ويل، چې دا مسايل به د افغانانو لپاره نه جبرانېدونکي ګوزارونه وکړي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې د دغې ډلې له واکمنۍ مخکې وخت ته بېرته ستنېدو لپاره به لسیزې وخت ونیسي.