• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فارن افیرز: تحریرالشام د طالبانو په پرتله خپل سـخت دریځي شیـخان کمزوري کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۰

فارن افیرز په یوه تحلیل کې د طالبانو او د سوریې ډلو یوه پرتلنه کړې او له امریکا او لویدیز نه یې غوښتي، چې له دې ډلې سره تعامل وکړي.فارن افییرز وايي، «د طالبانو مشر په کلي کې زیږېدلی، او د بهرنۍ نړۍ پر ضد وعظ کوي، خو د تحریر الشام مشران د سوریې له مدرنو ښارونو راوتلي.

فارن افیرز وايي، کله چې طالبانو کابل ونیوه، افغانستان د بندیزونو او اقتصادي او ډیپلوماتیکې انزوا تر فشار لاندې راغی. نورو حکومتونو د دې لپاره په کافي چټکۍ او جرئت عمل ونه کړ چې د هېواد د فقر بحران ته پای ورکړي او اقتصادي بندیزونه یې ځای پر ځای پرېښودل چې د طالبانو په چلند کې یې هېڅ بدلون رانه وست، خو افغانان یې له قحطۍ سره مخ کړل.

فارن افییرز وايي، نړیوالو چارواکو په تېره میاشت کې له تحریرالشام سره تر دې دمه ډېرې اړیکې نیولې او دغو اړیکو هغوی وهڅول، چې په سیاسي او نظریاتي اړخونو کې له طالبانو ځان متفاوت وښیي. خو داسې ښکاري چې بهرني لوري به هغه تېروتنې بیا تکرار کړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په افغانستان کې وکړې.

فارن افیرز وايي، « د سیاسي بدلون په وخت کې هر ګام کولی شي د تاریخ مسیر بدل کړي. لویدیز چارواکي د یوې نوې سوریې د راتلونکې په اړه هیله من ښکاري او دا د حق خبره ده خو که داسې اقدامات ونه شي چې سوریې ته له اوږدې جګړې وروسته د خپل اقتصاد بیا رغونې او نوي کولو زمینه برابره کړي، دغه هېواد نورې ګډوډۍ او بې ثباتۍ ته ورګرځېدای شي، چې نه یې لویدیز غواړي او نه سوریایان».

فارن افییرز وايي، د سوریې مشران له مډرنو ښارونو او د طالبانو مشران له کلیو راوتلي دي
100%
فارن افییرز وايي، د سوریې مشران له مډرنو ښارونو او د طالبانو مشران له کلیو راوتلي دي

فارن افیرز وايي، لویدیز حکومتونه باید په افغانستان کې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي، ځکه په سوریه کې اوږدمهاله کړکیچ به د منځني ختیز نورو سیمو ته وغځیږي، په سیمه کې به د لویدیز نفوذ کمزوری کړي او د نورو خلکو د کډوالۍ سبب به شي.

د یادې سرچینې په وینا، له افغانستان څخه دوه درسونه چې د سوریې قضیې پورې اړوند دي، څرګندیږي.

لومړی درس دا دی چې په افغانستان کې نړیوالو په ځنډ خپل بندیزونه نرم کړل او دویم درس دا دی چې لویدیز د طالبانو د نه رسمیت پېژندنې په اړه وضاحتونه ورنه کړل.

د فارن افیرز په باور، د سوریې لپاره دغه درسونه دا ښيي چې نړیواله ټولنه باید د افغان قضیې تېروتنې تکرار نه کړي او د سوریې نویو مشرانو ته یو واضح او عادلانه وړاندیز وکړي.

فارن افیرز وايي، «د طالبانو مشر په کلي کې زیږېدلی، د سخت مذهبي تعلیم ملاتړ کوي او د بهرنۍ نړۍ د بدو اغیزو پر ضد وعظ کوي. برعکس، د تحریر الشام مشران که څه هم ژمن مذهبيان دي، خو د سوریې له مدرنو ښارونو څخه راوتلي دي، ډېری یې له پوهنتونونو فارغ دي او غواړي چې له نړۍ سره اړیکې ولري. د سوریې نوي مشران داسې ښکاري چې د طالبانو په پرتله ډېر لیواله دي چې له لویدیز سره اړیکې جوړې کړي ».

د فارن افییرز د شنونکو په باور، تحریرالشام توانېدلی چې خپل سخت دریځي مشران کمزوري کړي، خو طالبانو کې سختدریځې کړۍ واکمنه ده
100%
د فارن افییرز د شنونکو په باور، تحریرالشام توانېدلی چې خپل سخت دریځي مشران کمزوري کړي، خو طالبانو کې سختدریځې کړۍ واکمنه ده

فارن افیرز وايي، « په طالبانو کې سخته مذهبي کړۍ موجوده ده، خوهیئت تحریر الشام خپل سخت دریځه شیخان کمزوري کړي دي. دغه ډله د هر عمر نجونو لپاره د زده کړو هڅې ستایي، که څه هم ټولګي د جنسیت پر اساس جلا شوي دي».

فارن افیرز زیاتوي، چې پر دمشق له واکمنۍ وروسته د سوریې یاغیانو یو نرم دریځ غوره کړی دی.

فارن افیرز په پای کې وايي، مخکې له دې چې د طالبانو په څېر تجربې تکرار شي نړیوال باید د سوریې له واکمنو سره جوړجاړي ته ورسیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په کرمان کې ترافیکي پېښه، ۶ تنه بهرنیان مړه او درې ټپیان دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۰

ایراني سیمه ییز چارواکي وايي، چې پژو ۴۰۵ موټر بهرني وګړي لېږدول، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې د کوم هېواد دي. ایراني چارواکي د بهرنیو وګړو اصطلاح ډېری افغان کډوالو ته کاروي.

د پنجشنبې په مازیګر د ایران په کرمان ولایت کې یوې ترافیکي پېښې د شپږو کسانو ژوند واخیست او درې نور په پېښه کې ټپیان شول. پېښه د کرمان-ماهان پر پخوانۍ لاره شوې ده.

د کرمان د سرې میاشتې ټولنې رییس رضا فلاح خبریالانو ته وویل، چې ټکر د یوه پژو ۴۰۵ او MVM 315 موټر تر منځ شوی دی.

نوموړی وايي چې د پېښې خبر د مازیګر په ۵:۱۵ بجو مرکز ته ورکړل شو او د ایران د سرې میاشتې له صاحب الزمان مرکز نه دوه ژغورنډلې سیمې ته واستول شوې.

فلاح وویل: « د دې پېښې په پایله کې له بده مرغه شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي».

هغه زیاته کړه چې د پېښې قربانیان د سرې میاشتې ژغورونکو له موټرو ایستلي او اړوندو امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

ایراني سیمه ییز چارواکي وايي، چې پژو ۴۰۵ موټر «بهرني اتباع » لېږدول، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې د کوم هېواد دي.

ایراني چارواکي د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغان کډوالو ته کاروي.

د کرمان د طبي علومو پوهنتون د بیړنیو خدماتو رییس ډاکټر سید محمد صابري ایراني رسنیو ته وویل، چې د پېښې ځای ته پنځه امبولانسونه واستول شول.

ټپیان د کرمان ښار باهنر او افضلي پور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

طالبانو د بدخشان په مرکز او د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپې ګرځبندیز لګولی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

طالبانو د بدخشان په فیض اباد ښار او د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپې ګرځبندیز لګولی. طالبانو د دواړو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې له شرعي عذر پرته دې د شپې په کلیو او ښارونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي.

د بادغیس په قادس ولسوالۍ او د بدخشان په فيض اباد ښارکې د وسله والو طالبانو دوه مکتوبونه افغانستان انټرنشنل ته رسيدلي دي چې ښيي ددې ډلې سيمه ييزو چارواکو په دغو سيمو کې دشپې پر ګرځېدو بنديزونه لګولي دي .

طالبانو د قادس د کلیو اوسېدونکو ته امر کړی چې د شپې له مهاله له ګرځېدو ډډه وکړي
100%
طالبانو د قادس د کلیو اوسېدونکو ته امر کړی چې د شپې له مهاله له ګرځېدو ډډه وکړي

د طالبانو د بادغیس د قادس ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ په یوه لیک کې امر کړی، چې د مرغومي له ۱۲مې د دې سیمو اوسیدونکي له « شرعي عذر پرته» د شپې له ۹ بجو وروسته په بازار او کلي کې د تګ راتګ حق نه لري.

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو درېیمې امنیتي حوزې په یوه مکتوب کې له خلکو غوښتي چې د شپې له لسو بجو وروسته له تګ راتګه ډډه وکړي.

طالبانو د دغو دوو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې که له دغه امر نه سرغړونه وکړي، مجازات به شي.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته په تېرو کلونو کې هم په ډېرو سیمو کې د شپې پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

طالبان د دا ډول بندیزونو لامل امنیتي لاملونه ګڼي.

په بدخشان کې د طالبانو نوی حکم؛ ږیرې مه خرېیئ او ویښتان د «انګریزانو په څېر» مه جوړوئ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو قوماندانۍ اعلان کړی، چې د انګرېزانو په څېر د ږيرې او ویښتانو جوړول «شرعاٌ» منع دي. د فيض اباد ښار د درېيمې ناحيې پوليسو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې له ږیرې خرېیونکو او د سګريټو په ګډون د نشه يي توکو له کاروونکو سره به قانوني چلند وشي.

د بدخشان د پولیسو مکتوب په یوه کاپي کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ټینګار شوی، چې د دغه ښار اوسېدونکي مکلف دي چې د دوی « له اصولو او قوانينو» سره سم ځانونه تنظیم کړي.

په دغه مکتوب کې له ځايي اوسېدونکو غوښتل شوي، چې خپل لمونځونه په جماعت ادا کړي.

د بدخشان په فیض اباد کې د طالبانو د پولیسو په دې مکتوب کې شاوخوا ۸ جدي سپارښتنې شاملې دي.

دوی ښځو ته امر کړی، چې په کوڅو او بازارونو کې دې له «شرعي حجاب پرته» نه ګرځي.

د طالبانو یو شمیر ادارو له دې مخکې هم د ملکي کارکوونکو لپاره د ږیرې او خولۍ پر سر کول لازمي کړي وو.

په خوست او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر نارینه سلمانیانو د تلې مياشتې پر درېیمه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو په عصري سټایل د ویښتانو جوړولو له کبله لس زره افغانۍ جریمه کړي دي.

طالبانو په دغو ولایتونو کې د نارینه وېښتانو جوړولو مرکزونو ته خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به يې د یوې میاشتې لپاره ناییخونې بندې وي.

ندامحمد ندیم له رسنيو غوښتي چې د طالبانو له پالیسیو سره سمې خپرونې وکړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د رسنیو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې «د اسلامي ژورناليزم مسلک او د دوی د نظام پاليسي» سره سمې خپرونې او خبرونه وړاندې کړي. نوموړي په داسي مهال د رسنيو پر اهمیت ټينګار کوي، چې په خپلو ډېرو غونډو کې خبريالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم د پنجشنبې په ورځ د دغې ډلې تر واک لاندې د حکومت د رسنيو په دفتر کې د خبريالانو او رسنیو له استازو سره د همغږۍ پر پیاوړتيا، د حقایقو پر انعکاس او د «مثبتو پيغامونو» د وړاندې کولو په اړه ناسته کړې.

نديم په ټولنه کې د رسنيو پر اهمیت خبرې کړې دي او له ټولو خبريالانو او د رسنیو له مسوولانو یې غوښتي، چې په دې اړه خپل رسالت په سم ډول سرته ورسوي.

نوموړي د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د هېواد وګړو ته د عامه پوهاوي، د تعليمي پروګرامونو او مثبتو پيغامونو وړاندې کول د رسنيو دنده بللې.

نديم د رسنیو له استازو غوښتي، چې په خپلو چارو کې له دقت، توازن او صداقت کار واخلي.

هغه زیاته کړې: «د اسلامي ژورنالېزم مسلک او د موجوده نظام له پالیسي سره سمې خپرونې وکړئ، په خبرونو او خپرونو کې له افترا، توهین او دروغو خپرولو څخه چې په هیڅ دین کې ځای نه لري ډډه وکړئ.»

له هغه وروسته، چې د طالبانو مشر په رسنيو کې پر انځور اخيستلو او نشرولو بنديز ولګوی یو شمېر طالب وزيران ان په خپلو اعلاميو کې د خپلو ورځنيو راپورنو د انځورونو نشرول هم بند کړل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ډېرو غونډو او ناستو کې د خبريالانو د ګډون مخه هم ونیول.

بل لوري بيا د یو شمېر طالب چارواکو په ګدون شېرمحمد عباس ستانکزي د لېندۍ په ۲۸ مه په کابل کې په یوه غونډه کې پر رسنیو قیودات زیانناک ګڼلي او له طالبانو وغوښتل، چې رسنۍ دې ازادې پرېږدي.

دغه طالب چارواکي خبرداری ورکړ، چې پر رسنیو محدودیتونه او زیاتې نیوکې د ګټې پر ځای زیان رسوي.

عباس ستانکزي ويلي: «زما غوښتنه له حکومت او اسلامي امارت څخه دا ده، چې زموږ رسنۍ پیاوړې او ملاتړ یې وکړي.»

حامد کرزي په امریکا کې د نوي کال پر نمانځونکو برید وغنده

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر د امریکا په نیو اورلیانز کې د نوي کال د نمانځنې پر مهال پر خلکو شوی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۳مه پر خپل اېکس ولیکل: « زه په نیو اورلیانز کې د نوي کال د خوشحالۍ پر مهال پر خلکو شوی برید په کلکه غندم. د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. د متحده ایالاتو خلکو ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم».

دغه برید، چې د کال پر لومړۍ ورځ ترسره شوی، د چارواکو په وینا ۱۵ کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.

په نیو اورلیانز کې دې پېښې د ښار د مشهورو جشنونو فضا اغېزمنه کړې ده.

د امریکا پوځ د چارشنبې په ورځ په رسمي توګه وویل چې بریدګر ۴۲ کلن شمس الدین جبار د تګزاس اوسیدونکي یو پیک اپ موټر د نیو اورلیانز ښار په زړه کې پر هغو خلکو خېژولی، چې د نوي کال د جشن نمانځلو ته راغونډ شوي وو.

جبار ۱۳ کاله د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې وه او یو ځل افغانستان ته هم استول شوی و.