ملګري ملتونه: ډېر افغانان د تذکرو او نورو اسنادو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخیږي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د «مرغومې ۱۴مه) د جمعې پر ورځ ویلي چې له لسیزو راهیسې جګړې او بې ځایه کیدل هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډېری افغانان د پېژند پاڼو او معتبرو مدني اسنادو څخه بې برخې پاتې شوي دي.





