طالبان وايي، زابل کې راستنېدونکو کډوالو ته پر دوه زره جریبه ځمکه ښارګوټی جوړوي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د کډوالو چارو او دفاع وزارت چارواکو تېره ورځ په زابل کې له ګاونډیو هیوادونو په جبري ډول راستنېدونکو کډوالو ته د «شیخ متي» په نوم پر دوه زره جریبه د یوه ښارګوټي پرانیسته کړې ده.