• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند وايي په تبت کې د اوبو بند په اړه یې چین ته خپلې اندیښنې ور رسولې دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي نوي ډیلي بیجینګ ته د چین د هغه پلان په اړه خپلې اندیښنې رسولې، چې غواړي په تبت کې د یارلونګ زنګبو سیند باندې، بریښنا بند جوړ کړي. چین وايي، دا پروژه به په چاپیریال یا د اوبو رسولو برخه کې لوی اغیز ونه لري خو هند او بنګله دیش یې په اړه اندیښنې لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، یارلونګ زنګبو له تبت تر وتلو او د هند د اروناچل پردیش او اسام ایالتونو ته تر رسېدو وروسته د جنوب په لور بهیېږي د برهماپترا سیند ور څخه جوړیږي، چې په پای کې بنګله دیش ته رسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په اونیزه خبري ناسته کې نن د دغې پروژې پّ اړه وویل:« له چین غوښتنه شوي ده، چې باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د برهماپترا سیند لاندې سیمې باید د لوړو سیمو د ګټو له امله زیانمنې نه شي.»

نوموړي وویل:«موږ به د خپلوګټو د ساتنې لپاره څارنې ته دوام ورکړو»

د راپورونو له مخې، د دې بند جوړول چې تېره میاشت تصویب شوي، په نړۍ کې به د خپل ډول ترټولو لوی بند وي او په کال کې به د ۳۰۰ ملیارد کیلو واټ بریښنا ظرفیت ولري.

همدارنګه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې نوي ډیلي د بیجینګ سره د دوو نویو ښارونو د جوړولو په اړه هم خپل "جدي اعتراض" ثبت کړی دی.

جیسوال وویل:«په دغه سیمه باندې د نویو ښارونو جوړول په سیمه کې هیڅ داسې اثر ونه ولري، چې داد سیمه زموږ تر حاکمیت لاندې ونه ګڼل شي او نه د چین غیرقانوني او جبري اشغال ته مشروعیت ورکړي.»

د اسیا د لویو هېوادونو هند او چین ترمنځ اړیکې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د دوی په جنجالي پوله کې د یوې مرګونې پوځي نښتې وروسته ترینګلې شوې وې، د اکتوبر په میاشت کې د لویدیځ همالیا په غرونو کې له دوو د سرتیرو د ایستلو یوې موافقې ته تر رسیدو وروسته د ښه کیدو په حال کې دي.

د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ تر هوکړې وروسته، دواړه خواوې په پوله کې له جنجالې سیمې پر شا شول او په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره رسمي خبرې وکړې او دوی هوکړه وکړه،چې د اړیکو ښه کولو لپاره به ځینې ګامونه هم پورته کړي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۴
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د سالنګ په ګډون ځینې لارې د زياتې واورې او توپان له کبله بندې شوې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰
طالبان وایي د سالنګ په ګډون ځینې لارې د زياتې واورې او توپان له کبله بندې شوې
100%

د طالبانو ټولګټو وزارت او ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د زياتې واورې او توپان له کبله سالنګ او د غور- بامیان- کابل لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د میدان وردګ طالب چارواکو هم له خلکو او موټروانانو غوښتي، چې د کابل- غزني او کابل – باميان پر لار د سفر پر مهال له احتیاط کار واخلي.

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ د دغې ډلې د ټولګټو وزارت له قوله ليکلي، چې د سالنګ په شمالي او جنوبي برخو کې ۱۱۶ سانتي متره واوره شوې.

دغه وزارت ويلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د لارې خلاصولو لپاره اماده دي.

دوی له خلکو غوښتي، چې پر دې لار له سفر ډډه وکړي او په خوندي ځايونو کې پاتې شي.

د غور طالب چارواکو هم خبر ورکړی، چې د تېرې شپې درنې واورې او توپان له امله د کابل ـ غور لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

طالبان وایي هڅه روانه ده، چې دغه لارې بیرته د ټرافیکو پر مخ پرانیزي، خو وايي خلک دې تر هغه پورې پر دغې لارې سفر نه کوي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د والي دفتر په خبرتيا کې د لويې لارې موټر چلوونکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې د سفر پر مهال د موټر سرعت کنټرول کړي.

طالبانو لیکلي:«د غرني له دروازې د ارغندۍ تر چوک د لویې لارې موتړ چلوونکي بايد د موټرو سرعت کنټرول کړي او د ځنځیرونو (چینونو) څخه پرته د حرکت کولو اجازه نشته که څوک د دې خبرتیا پابندي ونکړي د امنیتي ارګانونو لخوا به مجازات شي.»

د میدان وردګ طالب چارواکو په دویمه خبرتيا کې ویلي، چې د کابل - بامیان لار د جلریز ولسوالۍ اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې د زیاتې واورې د اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د هوا پوهنې ادارې نن سبا په ۲۸ ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو د را وتلو اټکل کړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۰
د هوا پوهنې ادارې نن سبا په ۲۸ ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو د را وتلو اټکل کړی
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ وزارت د هوا پیژندنې ادارې نن او سبا په لویدیځو، مرکزي سوېل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې د نن او سبا لپاره په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، او بدخشان ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د هوا پوهنې د معلوماتو له مخې د سالنګونو په ګډون د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې او د واورې کچه له ۱۰ تر ۵۰ ساتني مترو پورې اټکل شوې ده.

همدارنګه د طالبانو د اوبو او انرژی وزارت وايي، د سې شبنې او چهار شنبې په ورځ د ناڅاپي اورښتونو، وارو او سېلابونو راوتلو له امله د تالقان، بغلان، سمنګان، ارغنداب، ترنک، هلمند، هرات او فراه سیندونو کې د اوبو کچه لوړیږي.

دغه وزارت د دغو سیندونو په غاړو او لاندېنیو سیمو کې میشتو کورنیو ته خبر ورکوي، چې د مالي او ځاني زیان د مخنیوي په موخه له یادو سیمو څخه لیري اوسي.

د هوا پوهنې اداره په داسې حال کې د هېواد په ګنو ولایتونو کې د واورې او بارانونو اوریدو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکوي، چې د روان کال په پیل کې د اقلیم د بدلون له امله په ډیری ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتلو پر مهال ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

د خوراکي توکو او کرنې اداره وایي، روان کال یې د نږدې ۲۰ زرو بزګرانو وړتیاوې لوړې کړې دي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۷ GMT+۰
د خوراکي توکو او کرنې اداره وایي، روان کال یې د نږدې ۲۰ زرو بزګرانو وړتیاوې لوړې کړې دي
100%

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او کرنې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه تولید په موخه روزنیز پروګرامونه چمتو کړي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه روزنیز پروګرامونه بزګرانو ته د دوی د مهارتونو د لوړولو او د تولید د کچې د زیاتیدو په برخه ښه موقعې وې، څو خپلې کرنیزې ځمکې په ښه توګه مدیریت کړي.

د خوراکي توکو او کرنې نړۍواله اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۷۳۹ روزنیز پروګرامونه چمتو کړي چې د مسلکي روزونکو له لوري په کې بزګرانو ته د ښو حاصلاتو د ترلاسه کیدو لارې چارې هم ور وښودل شوې دي.

په افغانستان کې کروندګر له وچکالۍ څخه هم کړېږي چې دې حالت یې هم په اقتصادي او کاري ژوند خورا بدې اغېزې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د‌ پخوانیو راپورونو پر بنسټ ۱۴ میلونه افغانان د خوراکي توکو مصوونیت نه لري او وچکالۍ په ټول افغانستان کې نږدې اوه سوه میلیونه وګړي له ګواښ سره مخ کړي‌ دي.

د کرنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره باید د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په بېلابېلو سیمو کې ذخیروي بندونه جوړ شي.

پر افغانستان د مراکشي ملخانو یرغل؛ د غنمو حاصلاتو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۰
پر افغانستان د مراکشي ملخانو یرغل؛ د غنمو حاصلاتو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف‌اې‌او) ویلي، چې مراکشي ملخان د افغانستان د غنمو تولید لپاره له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې له دغو حشرو څخه د خوندیتوب په برخه کې مبارزه کړې ده.

یاد سازمان په دې باور دی چې دغه ناورین کولای شي د میلیونونو کسانو د خوړو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دغه ناورین پر وړاندې یې پراخې هڅې کړې دي.

دغه سازمان ویلي چې د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په کارولو سره، توانېدلی چې۴۰,۸۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د مراکشي ملخانو له یرغل څخه خوندي کړي.

وايي، دغه هڅې د اقتصادي زیانونو کمولو او د افغانانو د خوړو امنیت تضمینولو لپاره ترسره شوې دي.

د دغه سازمان کارپوهانو ټینګار کړی چې یاد اقدامات به نه یوازې اوسنی وضعیت ښه کړی، بلکې هېواد یې د راتلونکو کرنیزو ننګونو د مخنیوي لپاره هم چمتو کړی دی.

مراکشي ملخان په ۲۰۲۰ کال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته ننوتي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه یې ډېر زیانمن کړي دي.

تر دې مخکې مراکشي ملخانو د شمالي افریقا، منځني ختیخ، د مرکزي اسیا ګڼ هېوادونه او د افغانستان په ګاونډ کې یې د ایران تر څنګ ازبکستان هم لاندې کړی وو.

مراکشي ملخان خاورین رنګ لري چې په ډله ییزه توګه مزل کوي. دغه ملخان په غنمو او جوارو سربېره د نورو کرنیزو توکو پاڼې او ان واړه بوټي خوري چې په چټکۍ سره یې شمېره هم زیاتیږي. وچ اقلیم او د بارانونو کموالی د دې ملخانو د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د هوا پوهنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سخت باران، واورې او سېلابونو اټکل کړی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۰
د هوا پوهنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سخت باران، واورې او سېلابونو اټکل کړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند د هوا پوهنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یک شنبې ورځي لپاره د سالنګ، په ګډون په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او ډایکنډي ولایتونو کې د شدیدو بارانو او واورې اوریدو اټکل کړی دی.

دغه اداره وايي، په یادو ولایتونو کې به د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه به له ۱۰ څخه تر ۳۵ سانتي مترو پورې وي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د سالنګ په ګډون، په شمال ختیځو، شمالي، لویدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونو د پېښېدو اټکل هم شوی، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۱۰ کیلومتره پورې اټکل شوې ده.

همدارنګه د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې د یوې خبرتیا په خپرولو سره په بغلان، بلخ، فاریاب، تخار، سرپل، بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې د شدیدو بارانوونو، واورې اوریدو او د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی.

دغه وزارت له خلګو غوښتنه کړي، چې په یادو ولایتونو کې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.