• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ ایا پوهیږۍ، کوم عام عادتونه ذهن ته زیان رسوي؟

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰

دا خبره باید ومنو چې د عمر په تېرېدو سره د هر انسان په مغزو کې بدلون راځي او ذهني دندې هم بدلېږي. د عمر په تېرېدو سره، ذهن په تخریب پیل کوي او دا کولی شي په زاړه عمر کې د الزایمر او ډیمنشیا په څیر ناروغیو لامل شي.

د څېړنیزو راپورونو له مخې، د ذهن فعالیت د عمر سره ورو کیږي پداسې حال کې چې د ذهن ځینې برخې کمیږي.

مګر ځینې عادتونه ذهني عمر ګړندی کوي، د ډیمنشیا خطر زیاتوي، په حیرانتیا سره، دا عادتونه خورا عام دي او ډېری خلک یې بې ضرر ګڼي.

د زړه پروا نه کول

د زړه روغتیا مستقیم د رواني روغتیا سره تړاو لري، سالم زړه د مغز لپاره هم ګټور دی او که زړه تر فشار لاندې وي، دماغو ته د وینې رسول اغیزمن کیږي.

همدا ډول، د وینې لوړ فشار لرونکي خلکو کې د ډیمنشیا خطر ډیریږي.

په ناسته ډېر وخت تېرول

په ناسته ډېر وخت تېرول د ذهن په هغه برخه کې د بدلون لامل کیږي چې فکر کیږي د حافظې لپاره خورا مهم دی.

څېړنې ښیي، چې ډېر وخت په ناستو کې تېرېدل د میډیل (temporal lobe)، د ذهن هغه برخه چې د حافظې سره مرسته کوي، د نري کیدو لامل کیږي.

نو ساده حل دا دی چې هڅه وکړئ چې بدن مو څومره هم امکان ولري حرکت وکړئ.

د ورزش څخه لرېوالی

ډېر وخت په ناستې تېرول د ډیمنشیا خطر زیاتوي، او حتی په هر ساعت کې لږ مزل کول هم خطر نه کموي.

که غواړې چې خپل مغز مو وساتۍ، نو ورزش مو عادت وګرځوئ.

یوې تازه څېړنې موندلې، هغه خلک چې په اونۍ کې څلور ځله د ۳۰ دقیقو لپاره ګړندی تګ کوي په څو میاشتو کې د دوی ذهن فعالیت ښه کیږي.

ورزش د ذهن نیورون ته وده ورکوي، کوم چې حافظه ښه کوي. ورزش د ذهن په ځوان ساتلو کې مرسته کوي او د بدن نورې برخې هم سالمې ساتي.

مطالعه نه کول

د نیورولوژي په ژورنال کې خپره شوې څېړنه کې راغلي چې په مکرر ډول لوستل د ذهن د تخریب پروسې مخه نیسي او ممکن د الزایمر یا ډیمنشیا په څېر ناروغیو څخه ساتنه وکړي.

د امریکا د کالیفورنیا پوهنتون په دې څېړنه کې شاوخوا ۸۰۰ کسان شامل وو، چې ددغه کسانو اوسط عمر ۷۶ کاله ښودل شوی.

د دغو کسانو د ذهن سکینونه او د حافظې ازموینې هم ترسره شوې.

له دغو کسانو وپوښتل شول، چې ایا دوی تېر کال په ۳ ډوله فعالیتونو کې برخه اخیستې وه که نه.

په دې فعالیتونو کې (د ورځپاڼو، مجلو یا کتابونو لوستل)، لوبې کول او د ټولنې ټولګي شامل وو.

څېړنې موندلې چې ذهني عمر په اوسط ډول د هر ذهني فعالیت سره ۱۳ کاله کم شوی، مګر د نارینه وو لپاره ۱۷ کاله او د ښځو لپاره ۱۰ کاله توپیر درلود.

ذهني تمرین نه کول

د نوي مهارت، ژبې یا موضوع زده کول د ذهن ډېرو حجرو ته ګټه رسوي.

د دې لپاره تاسو کولی شئ یو هنر خپل کړئ لکه د موسیفۍ د یوې وسیلې غږول چې په منځني عمر کې د ښه فکر کولو کې مرسته کوي.

هر نوی کار په سر کې ستونزمن وي، مګر له لاسه یې مه ورکوئ، څومره چې کار سخت وي هغومره د ذهن لپاره ښه وي.

سګرټ څکول یا د تمباکو استعمال

تمباکو یو شمېر کیمیاوي مواد لري، چې ذهن ته زیان رسوي او همدا لامل دی چې سګرټ څکول د ذهن انحطاط او ډیمنشیا خطر زیاتوي.

د ټولنیز تعامل څخه ډډه کول

د کورنۍ او ملګرو څخه واټن په رواني روغتیا منفي اغیزه لري. یوې څېړنې موندلې چې د ملګرو یا خپلوانو لیدل د ډیمنشیا خطر ۴۷ سلنه کموي.

د خلکو سره اړیکه فشار کموي، د یوازیتوب احساس کموي، دا دواړه د ذهن عمر ګړندی کوي.

د خوب نشتوالی

کله چې تاسو د خوب له کمښت سره مخ شئ، حتی یو عادي کار د ذهن لپاره خورا ستونزمن کیږي.

د خوب له کمښت سره مخ کېدل د تمرکز کولو لپاره خورا ستونزمن وي پداسې حال کې چې په حافظه منفي اغیزه کوي.

نو د ښه ذهني روغتیا لپاره هره ورځ له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب اړین دی.

خواړو ته نه پاملرنه

په خوړو کې د زیات غوړ او بورې استعمال د دماغ فعالیت ته زیان رسوي. برعکس، ځینې خواړه لکه میوه، سبزيجات، دال، کب او زیتون غوړ د ذهن لپاره غوره دي. هره ورځ یوه پیاله چای یا کافي څښل هم ذهن ته ګټه رسوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پر هندي سینما تازه نندارې ته وړاندې شوی بي بي جان فلم خپل لګښت هم نشي پوره کولی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د هندي سینما بالیووډ فلمي ستوری ورون دون د خپل فلم "بي بي جان" په اړه ډېر خوښ و او غوښتل یې چې دا د یو لوی اکشن فلم په توګه وپیژندل شي. ځکه چې په تېرو څو کلونو کې هر لوی لوبغاړی غواړي یو لوی اکشن فلم کې ولوبیږي.

شاه روخ خان نه نیولې تر منوج باجپایي پورې زیات شمېر فلمي ستوري مو په اکشن فلمونو کې لیدلي او تر ډېره کامیاب هم وو.

خو بي بي جان کې ورون دون ونه توانېد چې د ځان له پاره لیدوونکي د سینما تر پردې راولي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې، دا فلم د مینه والو د زړونو په ګټلو کې پاتې راغلی او په هندي سینما کې د ناکام فلم په توګه ثبت شو.

د بي بي جان فلم د ناکامۍ په اړه ویل کیږي چې د بازار موندنې برخه یې خورا کمرزورې وه، د دغه فلم ترویج ته هم هغه ډول کار نه دی شوی څنګه چې پکار و.

دغه فلم په سینما د نندارې په لومړۍ ورځ ۱۲ کروړه هندۍ کالدارې ګټلي چې دا د یو فلم له پاره تر ټولو کمه او بده ګټه ده.

شنونکي اټکل کوي چې دا فلم به د ۶۰ کروړه هندي روپیو څخه کمه ګټه وکړي، په داسې حال کې چې په دغه فلم نږدې ۱۶۰ کروړه هندې کالدارې پانګونه شوې.

چین لومړنی الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

هغه ښارونه چې ټرافیکي بیروبار یې خلک اندېښمن کړي دي، له دې وروسته دې دا اندېښنې نه کوي ځکه چې چین داسې الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ چې دغه اندېښنې ژر لېرې کړي.

د نوي کال ۲۰۲۵ په لومړۍ نېټه د چین په ختیځ ولایت جیانګ سو کې د لومړي چینایي الوتونکي موټر رسمي پرانسته وشوه.

دغه الوتونکی موټر په عصري ټیکنالوژۍ سمبال دی او نږدې پنځه سوه کیلوګرامه وزن پورته کولی او وړلای شي.

د راپورونو له مخې، دغه موټر چې څلور ټایرونه لري، له ځمکې د الوتنې درې سوه متره لوړه توانایي لري او همدا ډول له شلو دقیقو څخه زیات سفر کولی شي.

لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ټول عامه ټرانسپورټ په کې وړیا دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۰

لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د رېل ګاډي په ګډون ټول عامه ټرانسپورټ په کې په بشپړ ډول وړیا دی.

که تاسو غواړئ په ټوله نړۍ کې له یو ځای څخه بل ځای ته ولاړ شئ او عامه ټرانسپورټ وکاروئ، نو پیسې باید مصرف کړئ.

خو لوګزامبورګ په نړۍ کې یو داسې هېواد دی، چې په کې د بسونو او ټرامونو څخه تر رېل ګاډي پورې هر ځای ته د سفر کولو لپاره یوه روپۍ هم نه مصرفېږي.

په دغه اروپایي هېواد کې د عامه ټرانسپورټ کرایه په ۲۰۲۰ کې لغوه شوې.

لوګزامبورګ د سړي سر عاید له پلوه د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد ګڼل کیږي.

له دې وړیا ټرانسپورټ خدماتو څخه اوس څلور کاله کېږي او اوسیدونکي یې خوشحاله دي.

په دې توګه دا په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې وړیا عامه ټرانسپورټ وړاندې کوي.

مالټا بیا یو بل اروپایي هېواد دی، چې د اکتوبر په ۲۰۲۲ کې یې دا کار وکړ.

ځایي اوسیدونکي او همدارنګه بهرني سیلانیان د عامه ټرانسپورټ په کارولو سره د ټکټونو اخیستلو په اړه اندېیښنه نه لري.

په ۲۰۲۰ کې په اوسط ډول په دې اروپایی هېواد کې له هرو زرو څخه ۶۹۶ کسان خپل موټر لرلو، چې له امله یې د موټرو بیروبار ډېر شو.

خو په ورته وخت کې د دغه پروګرام د پیلولو اصلي لامل د هوا د ککړتیا د ستونزې کنټرول وبلل شو.

لوګزامبورګ له ۷۰۰ زرو څخه لږه ابادي لري او وړیا عامه ټرانسپورت د هوا ککړتیا کمه کړې ده.

د لوګزامبورګ اوسیدونکي هم وايي: «ولې خپل موټر وکاروو، په داسې حال کې چې هر چېرې وړیا ټرانسپورټ ترلاسه کولی شو.»

انجلینا جولي او برډ پیټ له اتو کلونو وروسته موافقه وکړه چې سره جلا شي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

جولي او پیټ د دوشنبې په ورځ د لاس انجلس په ستره محکمه کې یو بیان لاسلیک کړ او ویې ویل، چې دوی د خپل واده په اړه د حقونو او مالکیت لیکلی تړون لاسلیک کړ. دا خبر لومړی د پیپلز مجلې له خوا خپور شوی دی.

د جولي وکیل جېمز سایمون په یوه بیان کې وویل: "اته کاله وړاندې انجلینا له ښاغلي پیټ څخه د طلاق غوښتنه کړې وه.

هغې او د هغې ماشومانو ټولې هغه شتمنۍ پریښودې چې دوی د ښاغلي پیټ سره شریکې لرلې او له هغه وخت راهیسې یې د خپلې کورنۍ د ارامښت او روغتیا په اړه تمرکز کړی."

هغه زیاته کړه، "دا د یوې اوږدې پروسې یوه برخه ده چې اته کاله وړاندې پیل شوې وه. ریښتیا ووایم، انجیلینا ستړې شوې، مګر هغه ډاډه ده چې دا یوه برخه پای ته ورسېده."

د راپور له مخې، دوی د بل لوري د راتلونکي مالي ملاتړ حق بښلی، مګر نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

یو قاضي باید د جولي او پیټ د طلاق اسناد لاسلیک کړي.

د پیټ وکیل تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

۴۹ کلنه جولي او ۶۱ کلن پیټ د ۱۲ کلونو لپاره د هالیوډ تر ټولو مشهوره جوړه وه.

د اسکار جایزې دغه ګټونکي شپږ ماشومان لري.

په ۲۰۱۶ کې له اروپا څخه په یوه شخصي الوتکه کې له الوتنې وروسته جولي وویل، چې پیټ د الوتنې پرمهال د هغې او د دوی ماشومانو سره فزیکي ناوړه چلند کړی او د طلاق غوښتنه یې وکړه.

د اف بي ای او د ماشومانو خدماتو چارواکو په الوتکه کې د پیټ کړنې وڅېړلې.

دوه میاشتې وروسته، ایف بي ای یو بیان خپور کړ او ویې ویل، چې دوی به نور په دې اړه تحقیقات ونه کړي او د متحده ایالاتو څارنوالۍ هم تورونه نه دي مطرح کړي.

یوه قاضي په ۲۰۱۹ کې د جولي او پیټ طلاق اعلان کړ، مګر ویې ویل، چې د مالکیت وېش او د ماشوم ساتنه باید په جلا توګه حل شي.

د طلاق د اوږدې پروسې په لړ کې د دوی څلور ماشومان بالغ شول او د دوی لپاره د ساتنې تړون ته اړتیا نه شته.

یوازیني پاتې ماشومان ۱۶ کلن غبرګوني دي.

په تېر جون کې د دوی یوې لور چې پخوانی نوم یې شیلو نوول جولي پیټ‌ و، کورنی پیټ نوم یې له خپل نوم څخه لېرې کړ.

سوشمیتا سین: په سلمان خان ميینه وم نو د هغه انځورنه مې د جېب په پېسو پیرل

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۰ GMT+۰

د هندي سینما "بالیووډ" فلمي لوبغاړې سوشمیتا سین په ۱۹۹۹ کال کې له سلمان خان سره په 'بیوي نمبر ۱' فلم کې کار کړی، خو له سلمان خان سره یې د مینې اړیکې څو کاله وړاندې پیل شوې وې.

د راپورونو له مخې، سوشمیتا سین په سلمان خان هغه وخت میینه شوه کله چې نوموړې د ۱۹۸۹ " میں نے پيار کیا" فلم ولیده.

سوشمیتا سین په ۱۹۹۴ کال د نړۍ د ښکلا ملکې سیالي هم ګټلې او یو ځل د انډیا د ښکلا ملکه هم پاتې شوې.

له سلمان خان سره د سوشمیتا سین د مینې اټکل له دې هم کېدای شي چې هغې په خپله کوټه کې د سلمان خان انځورونه لګولي.

سوشمیتا سین ویلي:« چې یو وخت به مې د سلمان خان انځورونه د جیب په پېسو پېرودل، خو کله چې " میں نے پيار کیا" فلم نندارې ته وړاندې شو نو د کوترې انځور مې وه پېره، ځکه سلمان په دغه فلم کې کوترې ښودلې وې».

نوموړې زیاتوي: «کله چې مې د کور کار پر وخت نه ترسره کو، مور او پلار به مې راته ګواښ کاوه چې زما په کوټه کې به د سلمان خان انځورونه ښکته کړي. ما له دغه سړي سره ډېره مینه درلوده.»

په ۱۹۸۹کال کې " میں نے پيار کیا" فلم خپور شو، چې د بریالیتوب ریکارډ یې مات کړ.

له دغه فلم څخه پوره لس کاله وروسته سوشمیتا سین ته د سلمان خان سره د «بیوي نمبر ۱» فلم کې د کار کولو چانسورکړل شو.

دغه فلمي لوبغاړې وایي: چې کله مې له سلمان خان سره دوستي شوه نو ټوله کیسه مې ورته وکړه، نوموړې زیاتوي چې څو ورځې وروسته راته سلمان خان وویل چې ستا د ۱۵ کلنۍ انځور شاته ما د خپل فلم له پاره جوړ شوی انځور لیدلی وو.

د خپلو خبرو په دوام، سوشمیتا زیاته کړه: «سلمان خان ته مې وویل چې ما په خپله کوټه کې ستاسو انځورونه درلودل.' خو هغه زما د خبرې په ځواب کې وویل چې زما کوم فلم دې خوښبږي؟ ما ځواب ورکړ " میں نے پيار کیا" خو له دې خبرې سره سلمان خان ډیویډ ته ورغی او ویې ویل چې "موږ باید د سوشمیتا سین سره " میں نے پيار کیا" فلم جوړ کړو. »

سوشمیتا سین د ۱۹۷۵ کال د د نومبر په ۱۹زیږیدلې ده. هغه یوه هندي اداکاره او ماډله ده چې یو ځل یې د انډیا د ښکلا ملکې سیالي او یو ځل یې د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ ګټلي دي.