لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ټول عامه ټرانسپورټ په کې وړیا دی

لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د رېل ګاډي په ګډون ټول عامه ټرانسپورټ په کې په بشپړ ډول وړیا دی.

لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د رېل ګاډي په ګډون ټول عامه ټرانسپورټ په کې په بشپړ ډول وړیا دی.
که تاسو غواړئ په ټوله نړۍ کې له یو ځای څخه بل ځای ته ولاړ شئ او عامه ټرانسپورټ وکاروئ، نو پیسې باید مصرف کړئ.
خو لوګزامبورګ په نړۍ کې یو داسې هېواد دی، چې په کې د بسونو او ټرامونو څخه تر رېل ګاډي پورې هر ځای ته د سفر کولو لپاره یوه روپۍ هم نه مصرفېږي.
په دغه اروپایي هېواد کې د عامه ټرانسپورټ کرایه په ۲۰۲۰ کې لغوه شوې.
لوګزامبورګ د سړي سر عاید له پلوه د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد ګڼل کیږي.
له دې وړیا ټرانسپورټ خدماتو څخه اوس څلور کاله کېږي او اوسیدونکي یې خوشحاله دي.
په دې توګه دا په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې وړیا عامه ټرانسپورټ وړاندې کوي.
مالټا بیا یو بل اروپایي هېواد دی، چې د اکتوبر په ۲۰۲۲ کې یې دا کار وکړ.
ځایي اوسیدونکي او همدارنګه بهرني سیلانیان د عامه ټرانسپورټ په کارولو سره د ټکټونو اخیستلو په اړه اندېیښنه نه لري.
په ۲۰۲۰ کې په اوسط ډول په دې اروپایی هېواد کې له هرو زرو څخه ۶۹۶ کسان خپل موټر لرلو، چې له امله یې د موټرو بیروبار ډېر شو.
خو په ورته وخت کې د دغه پروګرام د پیلولو اصلي لامل د هوا د ککړتیا د ستونزې کنټرول وبلل شو.
لوګزامبورګ له ۷۰۰ زرو څخه لږه ابادي لري او وړیا عامه ټرانسپورت د هوا ککړتیا کمه کړې ده.
د لوګزامبورګ اوسیدونکي هم وايي: «ولې خپل موټر وکاروو، په داسې حال کې چې هر چېرې وړیا ټرانسپورټ ترلاسه کولی شو.»


جولي او پیټ د دوشنبې په ورځ د لاس انجلس په ستره محکمه کې یو بیان لاسلیک کړ او ویې ویل، چې دوی د خپل واده په اړه د حقونو او مالکیت لیکلی تړون لاسلیک کړ. دا خبر لومړی د پیپلز مجلې له خوا خپور شوی دی.
د جولي وکیل جېمز سایمون په یوه بیان کې وویل: "اته کاله وړاندې انجلینا له ښاغلي پیټ څخه د طلاق غوښتنه کړې وه.
هغې او د هغې ماشومانو ټولې هغه شتمنۍ پریښودې چې دوی د ښاغلي پیټ سره شریکې لرلې او له هغه وخت راهیسې یې د خپلې کورنۍ د ارامښت او روغتیا په اړه تمرکز کړی."
هغه زیاته کړه، "دا د یوې اوږدې پروسې یوه برخه ده چې اته کاله وړاندې پیل شوې وه. ریښتیا ووایم، انجیلینا ستړې شوې، مګر هغه ډاډه ده چې دا یوه برخه پای ته ورسېده."
د راپور له مخې، دوی د بل لوري د راتلونکي مالي ملاتړ حق بښلی، مګر نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
یو قاضي باید د جولي او پیټ د طلاق اسناد لاسلیک کړي.
د پیټ وکیل تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
۴۹ کلنه جولي او ۶۱ کلن پیټ د ۱۲ کلونو لپاره د هالیوډ تر ټولو مشهوره جوړه وه.
د اسکار جایزې دغه ګټونکي شپږ ماشومان لري.
په ۲۰۱۶ کې له اروپا څخه په یوه شخصي الوتکه کې له الوتنې وروسته جولي وویل، چې پیټ د الوتنې پرمهال د هغې او د دوی ماشومانو سره فزیکي ناوړه چلند کړی او د طلاق غوښتنه یې وکړه.
د اف بي ای او د ماشومانو خدماتو چارواکو په الوتکه کې د پیټ کړنې وڅېړلې.
دوه میاشتې وروسته، ایف بي ای یو بیان خپور کړ او ویې ویل، چې دوی به نور په دې اړه تحقیقات ونه کړي او د متحده ایالاتو څارنوالۍ هم تورونه نه دي مطرح کړي.
یوه قاضي په ۲۰۱۹ کې د جولي او پیټ طلاق اعلان کړ، مګر ویې ویل، چې د مالکیت وېش او د ماشوم ساتنه باید په جلا توګه حل شي.
د طلاق د اوږدې پروسې په لړ کې د دوی څلور ماشومان بالغ شول او د دوی لپاره د ساتنې تړون ته اړتیا نه شته.
یوازیني پاتې ماشومان ۱۶ کلن غبرګوني دي.
په تېر جون کې د دوی یوې لور چې پخوانی نوم یې شیلو نوول جولي پیټ و، کورنی پیټ نوم یې له خپل نوم څخه لېرې کړ.

د هندي سینما "بالیووډ" فلمي لوبغاړې سوشمیتا سین په ۱۹۹۹ کال کې له سلمان خان سره په 'بیوي نمبر ۱' فلم کې کار کړی، خو له سلمان خان سره یې د مینې اړیکې څو کاله وړاندې پیل شوې وې.
د راپورونو له مخې، سوشمیتا سین په سلمان خان هغه وخت میینه شوه کله چې نوموړې د ۱۹۸۹ " میں نے پيار کیا" فلم ولیده.
سوشمیتا سین په ۱۹۹۴ کال د نړۍ د ښکلا ملکې سیالي هم ګټلې او یو ځل د انډیا د ښکلا ملکه هم پاتې شوې.
له سلمان خان سره د سوشمیتا سین د مینې اټکل له دې هم کېدای شي چې هغې په خپله کوټه کې د سلمان خان انځورونه لګولي.
سوشمیتا سین ویلي:« چې یو وخت به مې د سلمان خان انځورونه د جیب په پېسو پېرودل، خو کله چې " میں نے پيار کیا" فلم نندارې ته وړاندې شو نو د کوترې انځور مې وه پېره، ځکه سلمان په دغه فلم کې کوترې ښودلې وې».
نوموړې زیاتوي: «کله چې مې د کور کار پر وخت نه ترسره کو، مور او پلار به مې راته ګواښ کاوه چې زما په کوټه کې به د سلمان خان انځورونه ښکته کړي. ما له دغه سړي سره ډېره مینه درلوده.»
په ۱۹۸۹کال کې " میں نے پيار کیا" فلم خپور شو، چې د بریالیتوب ریکارډ یې مات کړ.
له دغه فلم څخه پوره لس کاله وروسته سوشمیتا سین ته د سلمان خان سره د «بیوي نمبر ۱» فلم کې د کار کولو چانسورکړل شو.
دغه فلمي لوبغاړې وایي: چې کله مې له سلمان خان سره دوستي شوه نو ټوله کیسه مې ورته وکړه، نوموړې زیاتوي چې څو ورځې وروسته راته سلمان خان وویل چې ستا د ۱۵ کلنۍ انځور شاته ما د خپل فلم له پاره جوړ شوی انځور لیدلی وو.
د خپلو خبرو په دوام، سوشمیتا زیاته کړه: «سلمان خان ته مې وویل چې ما په خپله کوټه کې ستاسو انځورونه درلودل.' خو هغه زما د خبرې په ځواب کې وویل چې زما کوم فلم دې خوښبږي؟ ما ځواب ورکړ " میں نے پيار کیا" خو له دې خبرې سره سلمان خان ډیویډ ته ورغی او ویې ویل چې "موږ باید د سوشمیتا سین سره " میں نے پيار کیا" فلم جوړ کړو. »
سوشمیتا سین د ۱۹۷۵ کال د د نومبر په ۱۹زیږیدلې ده. هغه یوه هندي اداکاره او ماډله ده چې یو ځل یې د انډیا د ښکلا ملکې سیالي او یو ځل یې د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ ګټلي دي.

ایا پوهیږئ چې په بدن کې د میګنیزیم کمښت د زړه د درېدو او د فلج غوندې د لویو نارغیو تر ټولو ستر لامل دی؟ په دې اړه د ډاکټرانو نوې څېړنې ترسره شوي چې د دغو ناروغیو نه د مخنیوي لارې، چارې او همدا ډول د میګنیزیم د پوره کېدو له پاره پکې وړاندېزونه شوي دي.
یوه نوې کلینکي څېړنه چې د تغذیې په ژونال کې خپروه شوې ښي،که غواړئ چې د زړه د حملې او فلج په شمول د زړه له ناروغیو ځان وژغورئ، نو د کیلې، دال یا پالک په څېر خواړه وخورئ.
څېړنو ښودلې چې په بدن کې د مګنیزیم کمښت د زړه د شریانونو روغتیا ته زیان رسوي چې د مختلفو جدي ناروغیو خطر زیاتوي.
مګنیزیم یو منرال دی چې د انسان د بدن د ډېرو دندو لکه اعصابو، عضلاتو او هډوکو لپاره خورا مهم دی.
دغې څېړنې د تېرو څېړنو ډېری راپورونه تحلیل کړي ترڅو معلومه کړي چې د مګنیزیم کمښت په بدن څه اغیز لري.
یوه څېړنه چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو په اوږدو کې ترسره شوې وښودله چې په بدن کې د مګنیزیم کمښت د زړه د شریانونو په فعالیت اغیزه کوي.
د څېړنې له مخې، د ۲۰۰۶ راهیسې څېړنو او کلینیکي ازموینو د مګنیزیم کمښت او د بېلابېلو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار، د زړه سکته او د زړه د ناروغیو له امله د مړینې ترمنځ اړیکه ښودلې ده.
په دغه څېړنه کې راغلي چې په ۲۰۱۸او له هغې وروسته ترسره شوې څېړنو موندلې چې په بدن کې د مګنیزیم کمښت د وینې لوړ فشار، فلج، د زړه ناروغۍ، د زړه غیر منظم ضربان، د زړه د ناکامۍ، د زړه حملې او فلج لامل کیږي.
څېړونکي وایي، چې د مګنیزیم کمښت په څو دلیله د زړه ناروغۍ ګواښ زیاتوي.
د مثال په توګه، د مګنیزیم کمښت د اکسیډیټ فشار او سوځیدو فشار زیاتوي، پداسې حال کې چې ځینې معلومات د دې نظر ملاتړ کوي چې د مګنیزیم کمښت د بدن د غوړ کچه لوړوي.
د څېړونکو په وینا، راپورونو ښودلې چې د مګنیزیم اوږدمهاله کمښت د وینې په لیپیدونو کې د بدلون لامل کیږي.
مګنیزیم د خوړو څخه ترلاسه کیدی شي لکه چاکلیټ، مغز، دال، کب، شنې پاڼې لرونکي سبزیجات او ټول حبوبات لکه وربشې.

د سویلي کوریا څېړونکو یو پرمختللی روباټ جوړ کړی چې د شلو او معیوبو کسانو لپاره تخیل په حقیقت بدلوي. دا وسیله، چې د کوریا پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (KAIST) جوړه کړې، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې تګ وکړي، له خنډونو تېر شي او پر زینو پورته شي.
واک ان سوټ F1 چې ۵۰ کیلو ګرامه (۱۱۰ پونډه) وزن لري، له المونیم او ټایټانیم څخه جوړ شوی؛ په ۱۲ بریښنایی موتورونو چلیږي او د انسان د مفصلونو حرکات تقلیدوي. په دې وسیله کې سینسرونه او په مصنوعي ځیرکتیا سمبالې سترګې نصب شوې چې د کاروونکي حرکات اټکل کوي او د خنډونو د مخنیوي لپاره د شاوخوا چاپېریال جاج اخلي.
د یاد انسټیټیوټ یو تن شل څېړونکی کیم سېنګ هوان، چې ددغه روباټ په جوړولو کې یې مرسته کړې، رویټرز ته وویل، چې «دا روبوټ هر ځای زما خوا ته راځي، حتا کله چې په ویلچیر کې ناست یم، زما په راپورته کولو کې مرسته کوي. دا یې یوه بېله ځانګړتیا ده».
نوموړي ددغه روباټ په مرسته په ساعت کې درې عشاریه دوه کیلومټره مزل وکړ او پر زینو پورته شو، په داسې حال کې چې د انډول ساتلو لپاره یې امساوې هم کارولې.
د ټیم بل غړي، پارک جونګ سو وویل، چې د دې روباټ الهام د مارول اتل «اوسپنیز سړي» څخه اخیستل شوی.
هغه زیاته کړه، « د اوسپنیز سړي فلم له لیدلو وروسته ما فکر وکړ چې که زه په حقیقي ژوند کې د یوه روباټ له لارې له خلکو سره مرسته وکړم، نو څومره به غوره وي».
د کیم لپاره، واک ان سوټ F1 یوازې د تحرک وسیله نه ده. هغه وايي، « ما غوښتل خپل زوی ته وښیم چې زه هم یو وخت کولی شم په پښو وګرځم او له ده سره مختلفې تجربې شریکې کړم».
د کوریا پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ څېړونکي غواړي دا ټکنالوژي ورځني ژوند ته په اسانه ننوځي او د مرستندویه وسایلو لپاره په نړیواله کچه یو نوی معیار وټاکي.

تاسو هم د خیټې له غټوالي شکایت لري؟ ایا د خیټې کمولو ټولې لارې مو ازمایلي او ناکامه شوي یاست؟ غواړئ پوه شئ چې خیټه مو څنګه کمه کړئ؟ که ځواب مو هو وي دغه لیکنه حتماً ولولئ.
هغه وازده چې د خیټې او ملا شاوخوا راټولیږي په طبي اصطلاح کې ورته ورسیکل وازده وایي. د بدن دا ډول وازده تر ټولو خطرناک ډول وازده ده ځکه چې مهم غړي پوښي.
بدن کې دا ډول وازده کولی شي د زړه، شکرۍ او نور جدي ناروغیو خطر ډېر کړي. مګر د خیتي وازدې کمول ډېر ګران ثابت شوي او ډېرې خلک نه پوهیږي چې څومره ورزش کولی شي د دغې برخې وازدې کمې کړي.
په اوبیسټي ژورنال کې خپرې شوې یوې څېړنې دا موندلې، چې په اونۍ کې دوه ځله ورزش کولی شي د خیتي په کوچنۍ کولو کې مرسته وکړي.
دا څېړنه پر ۹ زره او ۶۰۰ کسانو ترسره شوې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۵۹ تر منځ وو.
له دغو کسانو وپوښتل شول، چې دوی څومره په فزیکي توګه فعال دي او څومره وخت یې په ناسته یا څملاستلو تېر کړی.
پایلې وموندله، هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې ورزش کوي نسبت هغو کسانو ته چې ورزش نه کوي د هغوی د خیټې وازده کمه ده.
څېړنې موندلې چې ورځني ورزش کوونکي د اونۍ پای کې د هغو کسانو په پرتله چې د فزیکي فعالیتونو څخه ډډه کوي د خیټي وازده یې کمه او وزن یې لږ وي.
د څېړنې له مخې، له دې ګټې هغه کسان هم برخمن دي کوم چې په اونۍ کې یو یا دوه ځله فزیکي فعالیت لري.
څېړونکي وایي، چې په اوسني عصر کې چاغښت د یوې وبا په څېر مخ په خپریدو ده مګر ډېری خلک د ورځې ورزش ته وخت نه لري.
دوی وویل، چې له همدې امله د څېړنې پایلې مهمې دي ځکه چې د یو یا دوه ورځو لپاره د یو نیم ساعت لپاره ورزش کول د بدن وزن دومره کمولی شي څومره چې د ټولې اونۍ لپاره د ۱۵۰ دقیقو ورزش یې کموي.
څېړونکو وویل، چې دا د هغو خلکو لپاره خورا ګټور دی چې ډېر بوخت دي یا کار یې په ناستې وي. د دوی په وینا، د اوږدې مودې لپاره ناست د چاغښت په شمول د مختلفو ناروغیو خطر زیاتوي.