• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویلي کوریا څیړونکو نوی روباټ جوړ کړی چې معیوب کسان د تګ جوګه کوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د سویلي کوریا څېړونکو یو پرمختللی روباټ جوړ کړی چې د شلو او معیوبو کسانو لپاره تخیل په حقیقت بدلوي. دا وسیله، چې د کوریا پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (KAIST) جوړه کړې، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې تګ وکړي، له خنډونو تېر شي او پر زینو پورته شي.

واک ان سوټ F1 چې ۵۰ کیلو ګرامه (۱۱۰ پونډه) وزن لري، له المونیم او ټایټانیم څخه جوړ شوی؛ په ۱۲ بریښنایی موتورونو چلیږي او د انسان د مفصلونو حرکات تقلیدوي. په دې وسیله کې سینسرونه او په مصنوعي ځیرکتیا سمبالې سترګې نصب شوې چې د کاروونکي حرکات اټکل کوي او د خنډونو د مخنیوي لپاره د شاوخوا چاپېریال جاج اخلي.

د یاد انسټیټیوټ یو تن شل څېړونکی کیم سېنګ هوان، چې ددغه روباټ په جوړولو کې یې مرسته کړې، رویټرز ته وویل، چې «دا روبوټ هر ځای زما خوا ته راځي، حتا کله چې په ویلچیر کې ناست یم، زما په راپورته کولو کې مرسته کوي. دا یې یوه بېله ځانګړتیا ده».

نوموړي ددغه روباټ په مرسته په ساعت کې درې عشاریه دوه کیلومټره مزل وکړ او پر زینو پورته شو، په داسې حال کې چې د انډول ساتلو لپاره یې امساوې هم کارولې.

د ټیم بل غړي، پارک جونګ سو وویل، چې د دې روباټ الهام د مارول اتل «اوسپنیز سړي» څخه اخیستل شوی.

هغه زیاته کړه، « د اوسپنیز سړي فلم له لیدلو وروسته ما فکر وکړ چې که زه په حقیقي ژوند کې د یوه روباټ له لارې له خلکو سره مرسته وکړم، نو څومره به غوره وي».

د کیم لپاره، واک ان سوټ F1 یوازې د تحرک وسیله نه ده. هغه وايي، « ما غوښتل خپل زوی ته وښیم چې زه هم یو وخت کولی شم په پښو وګرځم او له ده سره مختلفې تجربې شریکې کړم».

د کوریا پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ څېړونکي غواړي دا ټکنالوژي ورځني ژوند ته په اسانه ننوځي او د مرستندویه وسایلو لپاره په نړیواله کچه یو نوی معیار وټاکي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په اونۍ کې څومره ورزش وکړو چې خیټه مو کوچنۍ شي؟

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۱:۲۵ GMT+۰

تاسو هم د خیټې له غټوالي شکایت لري؟ ایا د خیټې کمولو ټولې لارې مو ازمایلي او ناکامه شوي یاست؟ غواړئ پوه شئ چې خیټه مو څنګه کمه کړئ؟ که ځواب مو هو وي دغه لیکنه حتماً ولولئ.

هغه وازده چې د خیټې او ملا شاوخوا راټولیږي په طبي اصطلاح کې ورته ورسیکل وازده وایي. د بدن دا ډول وازده تر ټولو خطرناک ډول وازده ده ځکه چې مهم غړي پوښي.

بدن کې دا ډول وازده کولی شي د زړه، شکرۍ او نور جدي ناروغیو خطر ډېر کړي. مګر د خیتي وازدې کمول ډېر ګران ثابت شوي او ډېرې خلک نه پوهیږي چې څومره ورزش کولی شي د دغې برخې وازدې کمې کړي.

په اوبیسټي ژورنال کې خپرې شوې یوې څېړنې دا موندلې، چې په اونۍ کې دوه ځله ورزش کولی شي د خیتي په کوچنۍ کولو کې مرسته وکړي.

دا څېړنه پر ۹ زره او ۶۰۰ کسانو ترسره شوې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۵۹ تر منځ وو.

له دغو کسانو وپوښتل شول، چې دوی څومره په فزیکي توګه فعال دي او څومره وخت یې په ناسته یا څملاستلو تېر کړی.

پایلې وموندله، هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې ورزش کوي نسبت هغو کسانو ته چې ورزش نه کوي د هغوی د خیټې وازده کمه ده.

څېړنې موندلې چې ورځني ورزش کوونکي د اونۍ پای کې د هغو کسانو په پرتله چې د فزیکي فعالیتونو څخه ډډه کوي د خیټي وازده یې کمه او وزن یې لږ وي.

د څېړنې له مخې، له دې ګټې هغه کسان هم برخمن دي کوم چې په اونۍ کې یو یا دوه ځله فزیکي فعالیت لري.

څېړونکي وایي، چې په اوسني عصر کې چاغښت د یوې وبا په څېر مخ په خپریدو ده مګر ډېری خلک د ورځې ورزش ته وخت نه لري.

دوی وویل، چې له همدې امله د څېړنې پایلې مهمې دي ځکه چې د یو یا دوه ورځو لپاره د یو نیم ساعت لپاره ورزش کول د بدن وزن دومره کمولی شي څومره چې د ټولې اونۍ لپاره د ۱۵۰ دقیقو ورزش یې کموي.

څېړونکو وویل، چې دا د هغو خلکو لپاره خورا ګټور دی چې ډېر بوخت دي یا کار یې په ناستې وي. د دوی په وینا، د اوږدې مودې لپاره ناست د چاغښت په شمول د مختلفو ناروغیو خطر زیاتوي.

د هسپانیې پولیسو د ګوګل مپ یا ګوګل نقشې د اخیستل شویو انځورونو پر مټ قاتلان ونیول

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۸ GMT+۰

پرمختللې ټیکنالوژۍ زموږ ژوند ډېر اسانه کړی، کټ مټ لکه د ګوګل نقشه چې په وسیله یې تاسو په خپل کور یا کار ځای کې کولی شئ ټوله نړۍ وګورئ. تاسو په ورځنیو چارو کې څومره ګوګل نقشه یا ګوګل مپ کاروئ؟ ایا تاسو کله هم داسې فکر کړئ، چې یو ورک شوی کس دې د ګوګل د نقشې په مرسته ومندل شي؟

حیران به شئ که ووایم ګوګل همداسې وکړل، د هسپانیې پولیسو د ګوګل کمرې له اخیستل شويو انځورونو څخه په استفادې د یوه سړي د وژنې او ورکېدو قضیه حل کړه.

د هسپانیې پولیسو د ګوګل اخیستل شویو انځورونو پر مټ وکړای شول چې په شمالي ولایت سوریا په تاجویکو سیمه کې هغه کس ونیسي چې د یوه سړي جسد یې په موټر کې ځای پر ځای کاوه.

جسد د یوه کیوبایي ۳۳ کلن سړي و، چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې په مرموز ډول ورک شوی و.

پولیسو ته د ورک شوي سړي په اړه د هغه خپلوانو خبر داری ورکړی و. د وژل شوي کس خپلوانو پولیسو ته ویلي و، چې د ټلیفون له پیغامونو ښکاري چې هغه له یوې ښځې سره له پیژندګلوي وروسته د اسپانیا پرېښودلو او ټلیفون بندولو په اړه ویلي و.

ددغه خبر اړوند د پولیسو له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې څېړنو څرګنده کړه چې د دغه کیوبایي پخوانۍ ملګرې ې له یو بل سړي سره اوسیږي.

د ګوګل په اخیستل شوي انځور کې ښکاري چې یو سړی د یو سور موټر په ډيګۍ یا ورستۍ برخه کې یو بوجۍ ځای په ځای کوي.

د دې عکسونو په څارنه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۲مه پولیسو د دغه کیوبایي پخوانۍ ملګرې او د هغې نوی ملګری د ورک شوي سړي په ورکیدو او وژنې کې د دوی د ښکیلتیا په تور ونیول.

د ډسمبر په لومړیو کې، په یوه نږدې هدیره کې یو خراب شوی جسد وموندل شو چې پولیس باور لري چې ښایې همدا د کیوبایي جسد وي.

پولیسو په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو تورنه جوړه د څېړنو لاندې ده او پلټنې ترې روانې دي.

له دې قضیې ښکاري چې د ګوګل نقشه څومره مهمه ده.

پولیسو ویلي چې د ګوګل انځورونو یې د قضیې په حل کولو کې مرسته کړې او له مخې یې ښکاري چې په دغه جرم کې کوم موټر کارول شوی.

فضا ته د لسو ورځو لپاره تللي ستورمزلي د نهه میاشتو لپاره وځنډېدل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۰

ناسا ویلي، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په نړۍواله فضایي اډه کې د ستورمزلو بیرته ستنېدل نور هم ځنډول شوي.

د متحده ایالاتو د فضایي څېړنو ادارې ناسا د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) اعلان وکړ، دوه ستور مزلي چې د جون په میاشت کې د لس ورځيني ماموریت له پاره نړۍوالې فضایي اډې (اې ایس ایس) ته استول شوي وو د ځينو ستونزو له امله یې د بېرته راګرځېدو موده نهو میاشتو ته غځول شوې ده.

د ناسا په وینا، په فضايي اډه کې ستورمزلي سوني ویلیامز او مېرمن بوچ ویلمور به اوس د راتلونکي کال د مارچ په پای کې ځمکې ته راستانه شي.

دغه ستورمزلي د جون په میاشت کې د لس ورځني ماموریت لپاره د بوینګ سټارلاینر فضايي الوتکې په لومړۍ مسافر وړونکي الوتنه کې فضا ته ورسیدل، مګر د سټارلاینر د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته شوې چې بیرته ځمکې ته نه شي راګرځېدلی.

ناسا ویلي، چې ددغو دوو ستورمزلو بېرته راګرځېدنه به د کریو-۱۰ په نامه څلور کسیز ماموریت چې په مارچ میاشتې کې به پېل شي، ترسره شي.

بوینګ سټار لاینز کیپسول ته دنده سپارل شوې وه، چې یاد ستورمزلي بېرته ځمکې ته راوګرځوي خو په دغه کېپسول کې د یو لړ ستونزو له امله دغه ماموریت وځنډول شو.

روغتیا او ژوند؛ په ژمي کې څنګه له زکام نه ځان وساتو؟

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۰

ژمی د سړې هوا او موسمي ناروغیو موسم دی چې په ځانګړي ډول پکې زکام یا رېزش ډېر عام وي. زکام د ویروسونو له امله رامنځته کیږي او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځینې مهم تدابیر شته چې په عملي کولو سره مو روغتیا خوندي کولی شئ.

۱. د لاسونو پاکوالي ته پام کول

د لاسونو پاکوالی د زکام د مخنیوي تر ټولو اغیزناکه لار ده. د لاسونو د مینځلو لپاره صابون او له ګرمو اوبو څخه ګټه واخلئ، په ځانګړي ډول وروسته له دې چې له خلکو سره په تماس کې شئ یا له عامه ځایونو څخه کور ته راستانه شئ. د الکولي لاس مینځونکو موادو کارول هم اغېزناک وي.

۲. د خولې او پوزې پوښل

په ژمي کې د زکام ویروسونه په ډېره اسانۍ د ټوخېدو، پرنجېدو یا خبرو کولو پر مهال د هوا له لارې خپرېږي. هڅه وکړئ چې د ټوخي او پرنجي پر مهال یو ټوکر خولې ته ونیسئ او یا که ټوکر مو نه لاره په خپلې څنګلې خپله خوله پټه کړئ او که ناروغ یاست، ماسک وکاروئ څو نور خلک خوندي پاتې شي.

۳. مناسب خواړه او د مایعاتو څښل

د ژمي په موسم کې هغه خواړه وخورئ چې ویټامین سي او انټي اکسیدنټونه ولري، لکه نارنج، لیمو، کینو، شنه سبزيجات او تازه مېوې.

سربېره پر دې، ګرم څښاک لکه؛ شیدې، چای، سوپ او ښوروا مو بدن ګرم ساتي او د زکام خطر کموي.

100%

۴. کافي خوب کول

د روغ بدن لپاره مناسب خوب اړین دی. د شپې لږ تر لږه ۷ تر ۸ ساعته خوب وکړئ چې دفاعي سیستم مو پیاوړی پاتې شي. کم خوبي د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت کمزوری کوي.

۵. له ناروغانو فاصله ساتل

که څوک زکام وي، هڅه وکړئ چې له هغوی سره مستقیمه اړیکه ونه لرئ. د هغوی د استعمال شیانو لکه؛ ګیلاس، ټوکر، یا د کار ځای ته له لاس ور وړلو ډډه وکړئ.

۶. ځان ګرم ساتل

په ژمي کې د ګرمو جامو اغوستل او د کور دننه د خونې مناسب ګرم ساتل ډېر مهم دي. سړه هوا د زکام ویروسونو لپاره مناسبه ده، نو ځان ګرم وساتئ.

۷. واکسین اخیستل

د زکام ضد واکسین کولی شي ستاسې د ناروغېدو خطر کم کړي. که مو روغتیایي مرکز کې د واکسین کولو فرصت وي، دا ګام واخلئ څو ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتئ.

پایله

زکام د ژمي یوه عامه ناروغي ده، خو په ساده تدابیر د دې ناروغۍ خطر ډېر کمولی شئ.

د لاسونو پاکوالی، مناسب خواړه، کافي خوب او له ناروغانو فاصله ساتل هغه مهم اقدامات دي چې تاسې له زکام څخه ژغورلی شي.

د دې تدابیرو په عملي کولو سره به تاسې د ژمي په موسم کې روغ او تازه پاتې شئ.

ژوند او روغتیا؛ له هر قدم اخیستلو سره له خپګان یا ډېپرېشن سره خدای پاماني وکړئ

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۵۰ GMT+۰

خپګان یوه پېچلې رواني ناروغي ده، چې په دې ناروغۍ اخته کسان ډېری وختونه خپه وي او هر وخت د بې وسۍ احساس کوي. مګر خپګان یوازې یوه ذهني ناروغي نه ده چې په "ذهن" پورې محدوده وي، بلکې خپګان بدن هم اغېزمن کوي.

خپګان په عمر پورې محدوده نه ده، د هر عمر لرونکي خلک اغېزمنوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه له خپګان څخه ځان وژغورو یا مو خپګان کم کړو؟

په هسپانیا کې یوې طبي څېړنې ډېره اسانه طریقه ښودلې، چې د خپګان اغېزه کمه یا یې هم له منځه وړلی شي.

په دغې څېړنه کې موندل شوي، چې که هره ورځ پیاده وګرځئ نو خپګان له منځه او یا یې هم کمولی شي.

د کاستیل لا مانچا (Castile-La Mancha) پوهنتون څېړنې موندلې، چې پیاده تګ نه یوازې ستاسو فزیکي بڼه ښه کوي، بلکې ذهن ته هم ګټه رسولی شي.

تاسو که د ورځې هر څومره ډېر قدم ووهی، هومره به مو خپګان کم شي.

دغه څېړنه د نړۍ پر ۹۶ زرو زیاتو کسانو ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ۳۳ څېړنیزو راپورونو کې د دوی قدم وهلو اغېزه پر بدن او ذهن څېړل شوي دي.

د دې اشخاصو د قدم وهلو عادتونو او په رواني روغتیا باندې د تاثیراتو ترمنځ اړیکه څېړل شوې ده.

پایلو ښودلې، چې حتی په ورځ کې څو قدمه قدم وهل ستاسو د خپګان خطر کموي.

پایله دا شوه، چې ډېر قدم وهل کولی شي ستاسو روح ښه کړي او خپګان درڅخه واخلي.

په دې څېړنه کې وښودل شوه، هغه کسان چې د ورځې ۵ زره قدمه وهي د خپګان نښې په کې کمې شوې وې.

د دغې څېړنې له مخې، له هرو زر اضافي قدم وهلو سره ۹ سلنه د خپګان خطر کمېږي.

که تاسو هره ورځ ۷ زره قدم ووهئ په خپګان د اخته کېدو خطر ۳۱ سلنه او له ۷ نیم زره قدم وهلو سره ۴۳ سلنه کمولی شئ او دا په عمر پورې تړلې نه ده، ځکه په هر عمر لرونکي کس یو شان اغېز کوي.

د څېړونکو په وینا، له قدم وهلو سربیره، نور فزیکي فعالیتونه لکه ایروبیک تمرینونه، د درنو وزنونو پورته کول او یوګا هم کولی شي د خپګان خطر کم یا هم مخنیوي کې یې مرسته وکړي. دوی وایي چې اړتیا نه شته، چې تاسو ځغاسته وکړی، ساده تګ هم د رواني روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري.