• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هسپانیې پولیسو د ګوګل مپ یا ګوګل نقشې د اخیستل شویو انځورونو پر مټ قاتلان ونیول

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۸ GMT+۰

پرمختللې ټیکنالوژۍ زموږ ژوند ډېر اسانه کړی، کټ مټ لکه د ګوګل نقشه چې په وسیله یې تاسو په خپل کور یا کار ځای کې کولی شئ ټوله نړۍ وګورئ. تاسو په ورځنیو چارو کې څومره ګوګل نقشه یا ګوګل مپ کاروئ؟ ایا تاسو کله هم داسې فکر کړئ، چې یو ورک شوی کس دې د ګوګل د نقشې په مرسته ومندل شي؟

حیران به شئ که ووایم ګوګل همداسې وکړل، د هسپانیې پولیسو د ګوګل کمرې له اخیستل شويو انځورونو څخه په استفادې د یوه سړي د وژنې او ورکېدو قضیه حل کړه.

د هسپانیې پولیسو د ګوګل اخیستل شویو انځورونو پر مټ وکړای شول چې په شمالي ولایت سوریا په تاجویکو سیمه کې هغه کس ونیسي چې د یوه سړي جسد یې په موټر کې ځای پر ځای کاوه.

جسد د یوه کیوبایي ۳۳ کلن سړي و، چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې په مرموز ډول ورک شوی و.

پولیسو ته د ورک شوي سړي په اړه د هغه خپلوانو خبر داری ورکړی و. د وژل شوي کس خپلوانو پولیسو ته ویلي و، چې د ټلیفون له پیغامونو ښکاري چې هغه له یوې ښځې سره له پیژندګلوي وروسته د اسپانیا پرېښودلو او ټلیفون بندولو په اړه ویلي و.

ددغه خبر اړوند د پولیسو له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې څېړنو څرګنده کړه چې د دغه کیوبایي پخوانۍ ملګرې ې له یو بل سړي سره اوسیږي.

د ګوګل په اخیستل شوي انځور کې ښکاري چې یو سړی د یو سور موټر په ډيګۍ یا ورستۍ برخه کې یو بوجۍ ځای په ځای کوي.

د دې عکسونو په څارنه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۲مه پولیسو د دغه کیوبایي پخوانۍ ملګرې او د هغې نوی ملګری د ورک شوي سړي په ورکیدو او وژنې کې د دوی د ښکیلتیا په تور ونیول.

د ډسمبر په لومړیو کې، په یوه نږدې هدیره کې یو خراب شوی جسد وموندل شو چې پولیس باور لري چې ښایې همدا د کیوبایي جسد وي.

پولیسو په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو تورنه جوړه د څېړنو لاندې ده او پلټنې ترې روانې دي.

له دې قضیې ښکاري چې د ګوګل نقشه څومره مهمه ده.

پولیسو ویلي چې د ګوګل انځورونو یې د قضیې په حل کولو کې مرسته کړې او له مخې یې ښکاري چې په دغه جرم کې کوم موټر کارول شوی.

ترویج لرونکی

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه
۱
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۲

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۳

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

فضا ته د لسو ورځو لپاره تللي ستورمزلي د نهه میاشتو لپاره وځنډېدل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۰

ناسا ویلي، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په نړۍواله فضایي اډه کې د ستورمزلو بیرته ستنېدل نور هم ځنډول شوي.

د متحده ایالاتو د فضایي څېړنو ادارې ناسا د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) اعلان وکړ، دوه ستور مزلي چې د جون په میاشت کې د لس ورځيني ماموریت له پاره نړۍوالې فضایي اډې (اې ایس ایس) ته استول شوي وو د ځينو ستونزو له امله یې د بېرته راګرځېدو موده نهو میاشتو ته غځول شوې ده.

د ناسا په وینا، په فضايي اډه کې ستورمزلي سوني ویلیامز او مېرمن بوچ ویلمور به اوس د راتلونکي کال د مارچ په پای کې ځمکې ته راستانه شي.

دغه ستورمزلي د جون په میاشت کې د لس ورځني ماموریت لپاره د بوینګ سټارلاینر فضايي الوتکې په لومړۍ مسافر وړونکي الوتنه کې فضا ته ورسیدل، مګر د سټارلاینر د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته شوې چې بیرته ځمکې ته نه شي راګرځېدلی.

ناسا ویلي، چې ددغو دوو ستورمزلو بېرته راګرځېدنه به د کریو-۱۰ په نامه څلور کسیز ماموریت چې په مارچ میاشتې کې به پېل شي، ترسره شي.

بوینګ سټار لاینز کیپسول ته دنده سپارل شوې وه، چې یاد ستورمزلي بېرته ځمکې ته راوګرځوي خو په دغه کېپسول کې د یو لړ ستونزو له امله دغه ماموریت وځنډول شو.

روغتیا او ژوند؛ په ژمي کې څنګه له زکام نه ځان وساتو؟

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۰

ژمی د سړې هوا او موسمي ناروغیو موسم دی چې په ځانګړي ډول پکې زکام یا رېزش ډېر عام وي. زکام د ویروسونو له امله رامنځته کیږي او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځینې مهم تدابیر شته چې په عملي کولو سره مو روغتیا خوندي کولی شئ.

۱. د لاسونو پاکوالي ته پام کول

د لاسونو پاکوالی د زکام د مخنیوي تر ټولو اغیزناکه لار ده. د لاسونو د مینځلو لپاره صابون او له ګرمو اوبو څخه ګټه واخلئ، په ځانګړي ډول وروسته له دې چې له خلکو سره په تماس کې شئ یا له عامه ځایونو څخه کور ته راستانه شئ. د الکولي لاس مینځونکو موادو کارول هم اغېزناک وي.

۲. د خولې او پوزې پوښل

په ژمي کې د زکام ویروسونه په ډېره اسانۍ د ټوخېدو، پرنجېدو یا خبرو کولو پر مهال د هوا له لارې خپرېږي. هڅه وکړئ چې د ټوخي او پرنجي پر مهال یو ټوکر خولې ته ونیسئ او یا که ټوکر مو نه لاره په خپلې څنګلې خپله خوله پټه کړئ او که ناروغ یاست، ماسک وکاروئ څو نور خلک خوندي پاتې شي.

۳. مناسب خواړه او د مایعاتو څښل

د ژمي په موسم کې هغه خواړه وخورئ چې ویټامین سي او انټي اکسیدنټونه ولري، لکه نارنج، لیمو، کینو، شنه سبزيجات او تازه مېوې.

سربېره پر دې، ګرم څښاک لکه؛ شیدې، چای، سوپ او ښوروا مو بدن ګرم ساتي او د زکام خطر کموي.

100%

۴. کافي خوب کول

د روغ بدن لپاره مناسب خوب اړین دی. د شپې لږ تر لږه ۷ تر ۸ ساعته خوب وکړئ چې دفاعي سیستم مو پیاوړی پاتې شي. کم خوبي د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت کمزوری کوي.

۵. له ناروغانو فاصله ساتل

که څوک زکام وي، هڅه وکړئ چې له هغوی سره مستقیمه اړیکه ونه لرئ. د هغوی د استعمال شیانو لکه؛ ګیلاس، ټوکر، یا د کار ځای ته له لاس ور وړلو ډډه وکړئ.

۶. ځان ګرم ساتل

په ژمي کې د ګرمو جامو اغوستل او د کور دننه د خونې مناسب ګرم ساتل ډېر مهم دي. سړه هوا د زکام ویروسونو لپاره مناسبه ده، نو ځان ګرم وساتئ.

۷. واکسین اخیستل

د زکام ضد واکسین کولی شي ستاسې د ناروغېدو خطر کم کړي. که مو روغتیایي مرکز کې د واکسین کولو فرصت وي، دا ګام واخلئ څو ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتئ.

پایله

زکام د ژمي یوه عامه ناروغي ده، خو په ساده تدابیر د دې ناروغۍ خطر ډېر کمولی شئ.

د لاسونو پاکوالی، مناسب خواړه، کافي خوب او له ناروغانو فاصله ساتل هغه مهم اقدامات دي چې تاسې له زکام څخه ژغورلی شي.

د دې تدابیرو په عملي کولو سره به تاسې د ژمي په موسم کې روغ او تازه پاتې شئ.

ژوند او روغتیا؛ له هر قدم اخیستلو سره له خپګان یا ډېپرېشن سره خدای پاماني وکړئ

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۵۰ GMT+۰

خپګان یوه پېچلې رواني ناروغي ده، چې په دې ناروغۍ اخته کسان ډېری وختونه خپه وي او هر وخت د بې وسۍ احساس کوي. مګر خپګان یوازې یوه ذهني ناروغي نه ده چې په "ذهن" پورې محدوده وي، بلکې خپګان بدن هم اغېزمن کوي.

خپګان په عمر پورې محدوده نه ده، د هر عمر لرونکي خلک اغېزمنوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه له خپګان څخه ځان وژغورو یا مو خپګان کم کړو؟

په هسپانیا کې یوې طبي څېړنې ډېره اسانه طریقه ښودلې، چې د خپګان اغېزه کمه یا یې هم له منځه وړلی شي.

په دغې څېړنه کې موندل شوي، چې که هره ورځ پیاده وګرځئ نو خپګان له منځه او یا یې هم کمولی شي.

د کاستیل لا مانچا (Castile-La Mancha) پوهنتون څېړنې موندلې، چې پیاده تګ نه یوازې ستاسو فزیکي بڼه ښه کوي، بلکې ذهن ته هم ګټه رسولی شي.

تاسو که د ورځې هر څومره ډېر قدم ووهی، هومره به مو خپګان کم شي.

دغه څېړنه د نړۍ پر ۹۶ زرو زیاتو کسانو ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ۳۳ څېړنیزو راپورونو کې د دوی قدم وهلو اغېزه پر بدن او ذهن څېړل شوي دي.

د دې اشخاصو د قدم وهلو عادتونو او په رواني روغتیا باندې د تاثیراتو ترمنځ اړیکه څېړل شوې ده.

پایلو ښودلې، چې حتی په ورځ کې څو قدمه قدم وهل ستاسو د خپګان خطر کموي.

پایله دا شوه، چې ډېر قدم وهل کولی شي ستاسو روح ښه کړي او خپګان درڅخه واخلي.

په دې څېړنه کې وښودل شوه، هغه کسان چې د ورځې ۵ زره قدمه وهي د خپګان نښې په کې کمې شوې وې.

د دغې څېړنې له مخې، له هرو زر اضافي قدم وهلو سره ۹ سلنه د خپګان خطر کمېږي.

که تاسو هره ورځ ۷ زره قدم ووهئ په خپګان د اخته کېدو خطر ۳۱ سلنه او له ۷ نیم زره قدم وهلو سره ۴۳ سلنه کمولی شئ او دا په عمر پورې تړلې نه ده، ځکه په هر عمر لرونکي کس یو شان اغېز کوي.

د څېړونکو په وینا، له قدم وهلو سربیره، نور فزیکي فعالیتونه لکه ایروبیک تمرینونه، د درنو وزنونو پورته کول او یوګا هم کولی شي د خپګان خطر کم یا هم مخنیوي کې یې مرسته وکړي. دوی وایي چې اړتیا نه شته، چې تاسو ځغاسته وکړی، ساده تګ هم د رواني روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري.

یوې برېتانوۍ مېرمنې یو ځانګړی کفن جوړ کړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د اقلیم د بدلون په اړه د اندېښنو له امله یوې برېتانوۍ مېرمنې یو ځانګړی کفن جوړ کړی دی. یاده مېرمن وایي، چې دغه کفن تابوت ته هم اړتیا نه لري.

د برېتانوي رسنیو د راپور له مخې، راحیل چې د لوېډیځ یارک شایر اوسېدونکې ده وايي، چې نه غواړي د دې په جسد ځمکه ککړه شي.

هغه وایي، د امکان تر حده ډېره هڅه کوي، چې شیان ریسایکل کړي.

هغه وايي هڅه کوي، څومره چې امکان ولري لږ کار وکړي او څومره چې امکان ولري ریسایکل وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په برېتانیا کې هر کال ۸۰ سلنه کسانو جسدونه سوځول کېږي.

د یوه مړي جسد سوځول کاربن ډای اکسایډ ګاز دومره لوړوي، چې له لندن څخه پاریس ته د بېرته ستنېدو د الوتنې د کاربن ډای اکسایډ تولید سره برابر وي.

د برېتانوي رسنیو په وینا، دودیزه جنازه هم کولی شي د ککړتیا لامل شي، چې د غیر بایوډګریډ وړ تابوتونه اکثرا د زیان رسونکو کیمیاوي موادو څخه جوړ شوي، فارملډایډ چې زهرجن مواد دي او د جسد د تخریب څخه د ساتنې لپاره کارول کېږي دا ماده ځمکې ته سرایت کولی شي.

راحیل خپل یوه ملګري لپاره د وړیو، بېد، برمبل او پاڼو څخه کفن جوړ کړی دی.

دغه کفن د ښخولو لپاره تابوت ته هم اړتیا نه لري.

د ریچل لپاره دا یوه سرګرمي ده.

هغې پرېکړه کړې، چې د ځان لپاره به هم همداسې یو کفن جوړوي.

ریچل دا هم غوښتي، چې قبر یې ډېر ژور نه وي.

په برېتانیا کې قبرونه معمولا ۶ فوټ ژوروالی لري، دا دود ۱۶مې پېړۍ پورې اړه لري او داسې انګیرل کېږي، چې د طاعون څخه د ساتنې لپاره ټاکل شوی.

ریچل وايي، چې په شپږ فوټه ژور قبر کې د جسد ښخول تر سلو کلونو پورې وخت نیسي، چې په بشپړ ډول تخریب شي، له همدې امله هغه غواړي چې د هغې له مړینې وروسته باید په بیوډیګریډ وړ کفن کې ښخه شي، چې جسد یې ژر تخریب شي.

د مصنوعي ځیرکتیا نوی ماډل «سورا» څه ډول کار کوي؟

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

تېره اونۍ مصنوعي ځیرکتیا یو خپل نوی ځیرک ماډل خپور کړ، چې له متن څخه ویډیو جوړوي. دغه شرکت د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د خپل ChatGPT چټ بوټ په پیل سره د مصنوعي ځیرکتیا د تولید یو لړ هڅې پیل کړې، خو اوس غواړي چې متنونه په ویډیو واړوي او له میټا او ګوګل سره په سیالۍ کې پاتې رانه شي.

دغه AI ماډل چې سورا نومېږي، لومړی په فبروري میاشت کې معرفي شوی و، خو هغه مهال یوازې د څیړنې او ارزونې په پړاو کې و او د خوندي استعمال لپاره محدود و. اوس دا د ChatGPT Plus او Pro کاروونکو لپاره د سورا ټربو په نوم په خدمت کې دی.

دمګړۍ دا موډل وړیا دی، خو په نوي کال کې به د پیسو په بدل کې خدمتونه وړاندې کوي.

کاروونکي کولای شي ۲۰ ثانیې ویډیوګانې تر ۱۰۸۰ پېکسل ریزولوشن پورې تولید کړي.

اوپن‌اې‌ای وویل چې د اوس مهال لپاره به سورا د اروپایي اتحادیې په هیوادونو او سویس او بریتانیا کې نه وي.

شرکت دغه راز ویلي، دوی به د زیانناکې منځپانګې لکه د ماشومانو جنسي ځورونې او جنسي ویډیوګانو د تولید او اپلوډ مخه ونیسي، چې د دې وسیلې د ناسمې استفادې مخنیوی وشي.

سورا څه ډول کار کوي؟

سورا په خورا پرمختللو ځانګړتیاوو سمبال دی، لکه د متن، انځورونو او غږ پروسس کولو وړتیا، د ریښتیني وخت یا رییل ټایم انټرنیټ براوزینګ او د اوږدمهاله یادښت ځانګړتیا چې له کاروونکو سره شخصي تعاملات اسانه کوي.

سورا په بېلابېلو کچو کې وړاندې کېږي، له وړیا نسخې نیولې تر سوداګرۍ کچې، چې د کوډینګ، ډیزاین، تشخیص او نورو چارو لپاره کارول کېږي.

سورا AI د اوپن‌اې‌ای وروستی نوښت دی، چې د دې کمپنۍ له نورو مشهورو محصولاتو لکه ChatGPT او DALL-E سره یو ځای دی. سورا په عمده توګه د تولیداتو او همکارۍ له لارې د څو اړخیزې مصنوعي ځیرکتیا ظرفیتونو ته وده ورکوي، چې په دې کې متن، انځورونه، او غږ شامل دي.

سره له دې چې سورا AI ځواکمنې ځانګړتیاوې لري، ځینې محدودیتونه هم لري. د بېلګې په توګه، که څه هم دا په نوښتګرو ډیزاینونو یا د کوډینګ مرستې کې غوره کار کوي، خو د یادښت ظرفیت او د ریښتیني وخت براوزینګ یې محدود دی.

څنګه سورا AI ته لاسرسی ومومئ؟

سورا AI اوس ټولو کاروونکو ته د لاسرسي وړ دی، خو د دې لپاره چې ویډیوګانې پرې جوړې کړئ، تاسې باید د اوپن‌اې‌ای کڅوړې وپیرئ.

سورا وړیا پلان بنسټیزې وسیلې وړاندې کوي، چې د محدود متن او انځور تولید ځانګړتیاوې پکې شاملې دي، دا د عادي کاروونکو لپاره مناسب دی.

سورا پرو پلان (۲۰ ډالر په میاشت کې) پرمختللې څو اړخیزې ځانګړتیاوې او سرعت لري.

سورا انټرپرایز پلان د سوداګرۍ لپاره دی، چې پراخې ځانګړتیاوې لري لکه API ادغام، د یادښت پراخې ځانګړنې او د ادارو له اړتیاوو سره سم ډیزاین شوي وسایل.

سورا د خپلې پوهې، څو اړخیز پروسس او له کاري بهیرونو سره د بې خنډه یوځای کیدو له امله مهم دی. دا په ځانګړې توګه د روغتیا، ډیزاین، او سافټویر پراختیا په څانګو کې د مسلکي کسانو لپاره ګټور دی، ځکه دا د اسنادو ساده کولو یا د خلاقې مفکورې تولیدولو لپاره موثرې حل لارې وړاندې کوي.

اوپن‌اې‌آی د سورا AI پراختیا ته ژمن دی، چې دا وسیله به لا نور پرمختګ وکړي او ښايي په راتلونکي کې د مصنوعي ځیرکتیا په چټک پراختیایی ایکوسیستم کې د یو ځواب ویونکي همکار په توګه ځای ومومي.

سورا نه یوازې د ټکنالوژۍ ماهرانو لپاره د کوډ تولید اسانه کوي، بلکې له روغتیايي مسلکیانو سره هم په سند لیکنه او تشخیص کې مرسته کوي. خلاق مسلکیان له دې څو اړخیزو وسیلو ګټه اخلي څو نوښتګرې نظریې او ډیزاینونه تولید کړي.

یو څو کچیزه خدمتونه

سورا په مختلفو کچو کې وړاندې کېږي څو بېلابېل کاروونکي مخاطب کړي. وړیا نسخه یې د عادي کاروونکو لپاره بنسټیزې ځانګړتیاوې وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د سورا پرو نسخه په پرمختللو ځانګړتیاوو سره د سرعت، ژور ادغام او په حقیقي وخت کې د همکارۍ وسیلې وړاندې کوي.

د سوداګرۍ لپاره، سورا انټرپرایز داسې حل لارې برابروي چې د شرکتونو اړتیاوو ته ځان چمتو کړي. د اوپن‌اې‌ای رییس سام الټمن د سورا د پرانېستې پر مهال وویل، "سورا یوازې یو مصنوعي همکار نه دی؛ دا د نوښت لپاره یو همکار دی."

د سیالۍ بازار کې موقعیت

د سورا وړتیاوې او ځانګړتیاوې دا دي چې د ګوګل بارډ، مایکروسافټ کوپایلټ او نورو سیالانو پر وړاندې ودریږي. د ټکنالوژۍ شنونکي وړاندوینه کوي چې د سورا کاروونکي‌مل ډیزاین او پراخ ایکوسیستم به دې ته لاره هواره کړي چې په چټکۍ سره په بازار کې مخکښ شي.

سورا د مصنوعي ځیرکتیا او انسان ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی لارښود دی. الټمن وویل، چې "دا یوازې پیل دی، سورا د داسې نړۍ یوه نښه ده چې مصنوعي ځیرکتیا پکې په هر اړخ کې د انسان وړتیاوې لوړوي."

د راتلونکو میاشتو په ترڅ کې به څرګنده شي چې سورا څومره کولی شي د تولیداتو او خلاقیت په نړۍ کې خپلې ژمنې پوره کړي.