• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتمر وايي د ډیورنډ کرښې لاسلیکوونکي او موافقان د ملت د ارادې له مشروعیته برخمن نه دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د افغانستان په تېر جمهوري حکومت کې د بهرنیو چارو وروستی وزیر محمد حنیف اتمر د ډيورنډ کرښې په اړه وايي چې «د یوه ملت د خاورې برخلیک یوازې او یوازې همغه ملت پورې تړاو لري». اتمر وايي، کله چې دا حق له ملتونو اخیستل شوی، د بشریت متمدن تاریخ هغه تېری او اشغال ګڼلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر نن یکشنبه« د مرغومي ۱۶مه» پر خپل اېکس د ډیورنډ کرښې په اړه غبرګون ښودلی دی.

اتمر وايي، « د ډیورنډ کرښې لاسلیک‌کوونکي او هغه کسان چې د هر دلیل له مخې یې مني، دا حق له پامه غورځولی او له همدې کبله زموږ د ملت د ارادې له مشروعیت څخه برخمن نه دي.»

اتمر وايي چې د نورو ملتونو بریالیو تجربو ته باید پام وشي او ټینکار کوي چې «زموږ خلک به خپله مشروع مبارزه د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره د ولس د ازادو رایو پر بنسټ مخته یوسي».

یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي و، چې د دوی حکومت هم پښتونخوا د پاکستان د خاورې برخه نه ګڼي.

د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه څرګندونې یې پاکستان ته اشاره ده، وویل، "موږ دا د پاکستان خاوره نه ګڼو، نو موږ دا نه شو تاییدولی چې دا د پاکستان په خاوره کې بریدونه دي، خو دا برید "د فرضي کرښې بل اړخ ته شوی دی."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو استخباراتو په لغمان کې یو پخوانی ولسوال نیولی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استبخاراتو په تېر حکومت کې د لغمان د دولت شاه او الینکار ولسوالیو پخوانی ولسوال حبیب الله نیولی دی. سرچینې وايي، نیول شوي ولسوال حبیب الله اوس هم د طالبانو تر واک لاندې ولایت مقام اداري برخه کې دنده درلوده.

په لغمان کې څو سرچینو نن یکشبنه «د مرغومي ۱۶مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو حبیب الله د تېرې چارشنبې په ورځ له خپل کور څخه وړی دی.

د حبیب الله یوه نږدې خپلوان وویل چې، « تر تېرې چارشنبې ورځې هم [نوموړی] په خپله دنده کې و، د طالبانو د استخباراتو دوو کارمندانو له ځان سره یووړ، نوموړي له هېچاسره ستونزه نه درلوده نو ځکه یې د طالبانو په وخت کې هم خپلې دندې ته ادامه ورکړه».

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یو شمېر قومي مشرانو غوښتل حبیب الله له نږدې وګوري خو ځايي طالب چارواکو ورته د ملاقات وخت نه دی ورکړی.

تر دې دمه طالبانو د پخواني ولسوال او د دوی په حاکمیت کې د لغمان ولایت مقام اداري مامور حبیب الله د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

حبیب الله د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د درنګي کلي اوسېدونکی دی او په تېر جمهوري حکومت کې د الینکار او دولت شاه ولسوالیو ولسوال هم پاتې شوی. نوموړي د طالبانو له حاکمیت وروسته ددې ډلې تر واک لاندې د لغمان ولایت مقام په اداري برخه کې دنده درلوده.

د روان کال «د وري پر دویمه» سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، چې د ننګرهار زندان کې د پخواني جمهوري نظام ۲۳۱ سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په اسلام اباد کې ۱۲۷ تنه افغان کډوال نیول شوي او بندیان دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو خلاف د اسلام اباد په وروستیو عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیول شوي. د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو د دې ډلې د کډوالو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي، چې د پخوا په پرتله د پاکستان په لویو ښارونو کې دمګړی د افغان کډوالو وضعیت ښه دی.

له تېرې اونۍ راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

خو د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو د دې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني د یوه غږیز کلیپ په خپرلو سره ویلي، چې د پخوا په پرتله د پاکستان په لویو ښارونو کې دمګړی د افغان کډوالو وضیعت ښه دی او پاکستاني پولیس یې نه ځوروي.

نوموړی وايي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو خلاف په وروستیو عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیول شوي دي: «د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په مسلسلو هلوځلو اوس مهال د پاکستان په لویو ښارونو کې نسبتا وضعیت ډیر نورمال دی، څوک نیول کیږي نه او ځورول کیږي نه. البته په دې وروستیو کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې یو لړ عملیات ترسره شوي، چې د ۱۲۷ تنو په تعداد کې افغانان نیول شوي چې زیاترو یې ای سي سي کارټونه لرل، یا یې ویزې ختمې شوې وي او یا یې د یو این ایچ سي ار کارتونه لرل ».

نوموړی وایي، د طالبانو کډوالو وزارت د پاکستان د کډوالو وزارت کمېشنرۍ، شارپ ادارې او نورو ډېپلوماتیکو استازولیو سره ناستې ترسره کړي، چې نیول شوي افغانان بېرته خوشي کړل شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې افغان کډوال دې جبرې ستنولو ته نه اړباسي او د نړیوالو قوانینو سره سم دې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې او لیدل کیږي چې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد له بېلابېلو ښارګوټو څخه لسګونه افغانان نیولي او د پولیسو مرکزونو ته یې انتقالوي.

پاکستانی چارواکی وايي طالبان مسوول دي چې افغان خاوره د ترهګرو له کارونې را وګرځوي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال وايي که کومه ډله په افغانستان کې د ترورېزم لپاره پټنځی ومومي، دا د طالبانو مسوولیت دی چې مخه یې ونیسي. دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر د شنبې په ورځ «د مرغومي۱۵مه» په لاهور کې په یوه غونډه کې وویل، چې هېواد یې د اقتصادي ثبات د ترلاسه کولو لپاره د سیاسي کړکېچ کمول غواړي.

احسان اقبال ټینګار کړی، چې پاکستان هڅه کوي طالبان له خپلې خاورې د «ترهګریزو» فعالیتونو د کارولو مخه ونیسي.

هغه وویل، "زموږ هیواد د مخدره توکو او ټوپک له مخ پر ډېرېدو کلتور سره مخ دی. که کومه ډله په افغانستان کې د ترورېزم لپاره پناه اخلي، د افغان حکومت مسوولیت دی چې مخه یې ونیسي.»

دغه پاکستاني چارواکي دغه راز تېر حکومت د "ترهګرو" د راستنېدو مسوول وباله او زیاته یې کړه، چې هېواد یې د ترهګرۍ له نوې څپې سره مخ دی.

احسان اقبال وويل: "د پاکستان خلکو د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او لا یې هم له اغیزو سره مخ دي."

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې د امنیتي او سرحدي ستونزو له امله ترینګلې شوې دي.

پاکستان اندېښنه لري چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې ددوی پر سرحدي سیمو د بریدونو لپاره کار اخلي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی دی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر خپور کړی، چې د دغې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی دی. ترکیې هم د نورو هیوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

دغه تلویزیون پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال عزیزالرحمان منصور په مشرۍ دغه پلاوی د ترکیې دیني چارو ادارې (دیانت) په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

په دغې لیکنې کې راغلي، چې دغه پلاوی به د دغه سفر په لړ کې له ترکي چارواکو او علماوو سره د دیني او علمي موضوعګانو ترڅنګ د دوه اړخیزو همکاریو او تجربو د شریکولو په اړه هم خبرې وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د ریل پټلۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د ارشاد او حج او اوقافو وزیر هم ترکیې ته سفرونه لاره.

که څه هم ترکیه له طالبانو سره ښې اړیکې لري او له دغې ډلې سره یو څه راشه درشه لري؛ خو ترکیې طالبان لا په رسمیت نه دي پېژندلي.

د پاکستان او طالبانو ناندرۍ؛ اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیاتو زور اخیستی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د اسلام اباد په بېلابېلو استوګنیزو برخو کې پولیسو د (مرغومې ۱۶مه) د یکشنبې په ورځ د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد د نیولو چټک عملیات پیل کړي‌ دي چې په لړ کې یې سلګونه کسان نیولي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

په اسلام اباد کې پولیسو دغه چاڼیز عملیات وروسته له هغې چټک کړل چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي پاکستان ته ګواښ وکړ چې که یې حوصله ختمه کړي‌؛ نو دغه هېواد ته طالب جنګیالي هم د جګړو لپاره استولی شي.

د اسلام اباد «بي ۱۷، بي ۱۶ او فیصل ټاون په ګډون بهاره کهو» هغه سیمې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ورته د ګواښ لاندې لسګونه زره افغانې کورنۍ کډوالې شوې او له سختو ننګوونو سره مخ دي.

په بهاره کهو سیمه کې یو مېشت افغان کډوال فیض الله افغانستان انټرنشنل ته وايي، د یکشنبې سهار وختي یوې ځايي پلازې ته چې په کې افغانان مېشت دي جوپې جوپې پولیس ورغلي او یو شمېر افغان کډوال یې نیولي دي.

هغه زیاتوي: سره له دې چې ځینو کډوالو د مېشتیدنې قانوني اسناد او ویزې هم درلودې ؛خو بیا هم پولیسو ونیول او کورنۍ یې ورته خورا اندیښمنې دي. د فیض الله په خبره، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ویزو نوې کېدو بهیر هم بند کړی او له دې امله اوس هغه کډوال چې د ویزو موده یې پای ته رسیدلې د پولیسو د نیول کیدو له ګواښ‌ سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ته په یوې رسیدلې ویډیو کې د پاکستاني پولیسو یو لوی موټر ولاړ دی چې یوه افغان کډواله او د هغې کورنۍ د ویزې نه لرلو له کبله موټر ته پورته کوي. نیول شوې افغان کډواله په ژړغوني غږ پولیسو ته فریاد کوي‌ چې په دغه هېواد کې په ارامه توګه د ژوند کولو حق ورکړي.

په یوې بلې راستول شوې ویډیو کې دوه تنه ځوانان د اسلام اباد په «بي ۱۷» ښارګوټي کې د پولیسو له ویرې په تشناب کې پټ شوي ؛خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه دوه کسان پولیسو موندلي او اړونده امنیتي مرکزونو ته یې وړي،‌ څو یې افغانستان ته په جبري ډول وباسي.

پاکستان ته او ایران ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر ګواښ لاندې افغانان په ځانګړي توګه د پخواني حکومت امنیتي کارکوونکي،‌ خبریالان، ښځینه فعالانې او مدني فعالان تللي دي چې د پاکستاني پولیسو له لوري یې افغانستان ته په زوره د اېستل کیدو له امله ژوند لا نور له ګواښ سره مخ کېږي.

د راپورونو له مخې له ایران او پاکستان څخه ځینې ایستل شوي افغانان په ځانګړي‌ توګه د پخواني جمهوري نظام سرتېري د طالبانو له لوري وژل شوي او شکنجه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تېر زیږدیز کال په وروستۍ میاشت کې اعلان وکړ چې افغان کډوال باید تر دې وروسته په اسلام اباد کې د میشتیدو لپاره اجازه لیک واخلي او که داسې ونکړي‌ ؛نو ان له هېواده به یې وشړي.

د محسن نقوي تر دغو څرګندونو نږدې دوه میاشتې تېرېږي ؛خو لا هم د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د مېشتو افغانانو این او سي یا اوسیدلو اجازه لیک په تړاو هېڅ راز څرګنده پالیسي نه ده چمتو کړې.

باورونه دا دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خړیدو له امله هم په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو فشارونه تر بل هر وخت خورا ډېر شوي دي.