یونېسف: ۲۰۲۴ کې تر ۵۰۰ ډېرو ماشومانو ته د ناچاوده توکو د چاودنو له امله مرګ‌ژوبله اوښتې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان د ناچاودو وسلو یا د جګړې د پاتې شونو ناچاوده توکو د چاودنو له امله وژل شوي یا هم سخت ټپیان شوي دي.