په فاریاب کې دوه کسان د سړې هوا او واورو له امله مړه شوي

په فاریاب ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د مرغومې په ۱۵مه په دې ولایت کې د سړې هوا او واورو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د مرغومې په ۱۵مه په دې ولایت کې د سړې هوا او واورو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
طالبان وایي، یادو کسانو هغه وخت ژوند له لاسه ورکړ، چې د دې ولایت کوهستان ولسوالۍ ته د کار په موخه تلل.
په فاریاب ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا پېښه د ترکستان په تیربند سیمه کې شوې ده او د یادو کسانو څلور ژوي هم له منځه تللي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یو قرباني د پښتون کوټ ولسوالۍ د عرب اقسای کلي اوسېدونکی و.
د طالبانو په وینا، د دویم قرباني کس هویت تراوسه روښانه شوی نه دی او مړی یې هم په واورو کې ورک شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د بایډن د بهرني سیاست مهمه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې واشنګټن له افغانستانه مهم درسونه ترلاسه کړل او په سوریه کې یې کار واخیست.
انتوني بلېنکن وویل، د افغانستان له شل کلنې جګړې څخه د وتلو اسانه لار نه وه.
نوموړي د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته په خبرو کې زیاته کړه: «په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدمهاله جګړو د پایته رسولو لپاره بخښنه نه غواړو.»
بلېنکن دغه راز ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پایته رسولې ده.
هغه وایي: «اوس به مونږ د امریکایانو بل نسل و نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي او مړه شي او دا په خپل ذات کې یوه لاسته راوړنه ده.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره له دې چې له افغانستانه وتل یو ستونزمن انتخاب ګڼي، خو وایي: «مونږ له افغانستانه درس اخیستی دی.»
د نوموړي په وینا، د افغانستان تجربې د امریکا له حکومت سره مرسته وکړه، چې د سوریې، لبنان او اسراییل د ناورینونو پروړاندې متفاوت عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د جمهوري حکومت پرځېدو او بیا ځلې د طالبانو واکمني د امریکا د کانګرس په ګډون پراخې نیوکې له ځانه سره لري.
نیوکه کوونکي وایي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن ځای بدل شوی او طالبانو افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه محروم کړي دي.
جمهوریت غوښتونکي وایي، چې بایډن له قید او شرط پرته باید له افغانستانه نه وای وتلی.
دوی د وتلو بهیر ګډوډ بولي او وایي، چې له دې پرېکړې سره ډېر شمېر امریکایي وګړي او سیمه ییز همکاران یې په افغانستان کې پاتې شول.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د عملیاتو تر سره کولو حق لري.
رانا ثناالله له پاکستاني ټلوېزون سماء سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د عملیاتو حق لري.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې څه وخت وړاندې پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې نږدې ۴۶ کسان ووژل شول.
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار وایي: «د پولو له بلې غاړې د عملیاتو په اړه د نړۍوالو قوانینو له مخې باید وویل شي، چې که یو هېواد د بل هېواد له خاورې څخه د برید ګواښ وکړي او یا پرې برید وشي. نو دا هېواد حق لري چې هلته د خپل ځان د ساتنې لپاره عملیات وکړي».
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر "شهباز شریف" د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د دغه هېواد د پوځ هوايي بریدونه د پاکستاني طالبانو د غاښ ماتوونکي ځواب په توګه بللي وو.

یونېسف راپور ورکړی، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو یا د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان شوي.
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې وګړي یې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله ډېر خطر سره مخامخ دي.
یونېسف په خپله اېکس خواله رسنۍ د ناچاوده توکو د عامه پوهاوي په اړه لیکلي: «یونېسف په تېر یو کال کې درې مېلیونه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د ناچاوده توکو پېژندلو، د ګواښ او له دغه ګواښ څخه د خونديتوب روزنه ورکړې.»
له جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي د ماشومانو لپاره خورا ستر ګواښ دی، چې له امله یې یا ماشومان مړه کېږي او یا هم دایمي معیوب کېږي.
یونېسف دقیق ارقام نه دي خپاره کړي، چې د ناچاودو توکو له امله څومره ماشومان مړه شوي او څومره ټپيان دي.
خو څو ورځې وړاندې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ای سي ار سي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
یادې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې له دې ډلې ۳۵۹ تنه قربانیان ماشومان وو.

عصمت عالم لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې سل منډې جوړې کړي. د زېمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ راشد خان هم شپږ ویکټې واخیستې.
عصمت عالم درې ورځې وړاندې د زیمبابوې پر وړاندې د خپلو ټېسټ لوبو سفر پیل کړ.
نوموړي په خپله لومړنۍ ټېست لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.
د روانې ټېسټ سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې د رحمت شاه او عصمت عالم ترمنځ د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وشوه. رحمت شاه زرمتي هم په توپ وهنه کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې راشد خان د زېمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول.
د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا پنځم ځل دی چې راشد خان په ټېست کرېکټ لوبو کې پنځه یا له دې ډیرې ویکټې اخلي.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ سیالۍ څلورمه ورځ نن پای ته ورسیده او د لوبې پنځمه ورځ د زېمبابوې لوبډلې په توپ وهنه پیلږي.
زېمبابوې لوبډلې د لوبې پر څلورمه ورځ ۲۰۵ منډې جوړې کړې او اته ویکټې یې له لاسه ورکړې دي.
افغان لوبډله سبا یوازې دوه نورو ویکټو ته اړتیا لري، چې دغه ټېسټ لوبه له کوربه زېمبابوې څخه وګټي.

د تېرو ژمیو برعکس، سږکال پاکستاني طالبان ژمنۍ رخصتۍ نه کوي او مخ په زیاتېدونکي ډول جګړه تودوي. دې نېشن ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی.
پاکستانۍ ورځپاڼه نېشن په یوه تحلیل کې وايي، پاکستان په کابل کې خپل اصلي نفوذ په حقاني شبکې پورې تړلی ساتي، چې په خیبر پښتونخوا او د افغانستان ختیزو سیمو کې پراخې ریښې لري، خو له دې سره سره، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ په تېرو کلونو کې خورا کم شوی دی.
د ورځپاڼې په باور، پاکستان د ټي ټي پي په اړه مختلف لیدلوري لري، یو وخت یې له افغان طالبانو سره د اړیکو پر بنسټ ملګرې ګڼله، خو اوس ترې د کورني ګواښ په توګه یادونه کوي، خو یوه خبره یقیني ده: « کال ۲۰۲۵ ممکن د دې دواړو خواوو ترمنځ له خونړیو او ګډوډیو ډکه جګړه وي».
ورځپاڼه وايي، کله چې پاکستان خپل نفوذ له لاسه ورکوي، هند د دې ځای نیولو هڅه کوي، « هند د افغانستان په بیلابیلو بنسټونو کې له دوه میلیارده ډالرو زیاتې پانګونې کړې دي، چې په دې کې د روغتونونو بیا رغول، د افغان ځواکونو روزنه او له ترهګرۍ ضد جګړې سره د امنیتي بنسټونو ملاتړ شامل دی».
دې نېشن وايي، نړیوال ځواکونه د هند برعکس له افغانستان سره د پاکستان په ښکیلتیا کې مداخله نه غواړي او پاکستان باید خپله ستونزه پخپله له افغانستان سره حل کړي: « ټي ټي پي د یوه پاروونکي عامل په توګه رول لوبولی او د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یې لا نورې خرابې کړې دي. د دې وضعیت پایلې جدي دي. په داسې حال کې چې هند ممکن د پاکستان سرحدونو ته د داخلېدو لپاره یو جواز وغواړي، دغه حالت پاکستان اړ کوي چې له هند سره په شمال ختیز او د افغانستان سره په شمال لویدیز سرحد کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي».
ورځپاڼه وايي، پاکستان داسې فکر کوي چې د پښتنو ځوانانو ناخوښي یوازې د پاکستان په داخل پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې دا مساله د افغانستان پښتنو سیمو ته هم غځېدلی شي. ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړي پیدا کړي، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ته په کار ده چې له پي ټي اېم سره خبرې وکړي او هغوی ته امتیاز ورکړي، چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړیتوب وکړي. سربېره پر دې، پاکستان باید د کابل لپاره د خپلو بندرونو له لارې د یوې منظمې سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي، چې له افغانستان سره اړیکې نرمې او شته کړکیچ کم کړي.
د ورځپاڼې په وینا، طالبانو د پکتیکا له بریدونو وروسته ډیورنډ کرښې ته د فرضي کرښې اصطلاح کارول پیل کړي او دا ښيي چې دغه ډله ډیورنډ کرښه ردوي.
