له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان:پاکستان دې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادۍ ساتنه وکړي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړې توګه افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند پر وړاندې غبرګون ښودلی. دغه سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادۍ ساتنه وکړي.