پاکستان کې تر ۵۰ ډېر افغان کډوال تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۵۰ ډېر افغان کډوال تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د پاکستان حکومت له تېرې جمعې ورځې راهیسې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان کړي.