امریکا ته د تګ په هدف د افغانانو یوه ۳۰۰ کسیزه ډله فلیپین ته ورسېده

د افغانانو یوه ۳۰۰ کسیزه ډله د دوشنبې په ورځ فلیپین ته ورسېده،چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروسې په طی کولو سره په امریکا کې د بیا میشتېدنې جوګه شي. دا د مانيلا او واشنګټن ترمنځ د یوه تړون برخه ده.