د خوړو نړیوال پروګرام وایي په روان ژمي کې ملیونونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي په روان ساړه ژمي کې د افغانستان ملیونونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي په روان ساړه ژمي کې د افغانستان ملیونونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د سې شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۸مه) لیکلي: «ډیر افغانان د ژمي په سړو سیلیو کې هک حیران دي چې لومړی د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ډکې کړي که هغوی ته د خونو د تودولو غم وخوري.»
دغه بنسټ په افغانستان کې د لوږې او بیوزلۍ په اړه اندېښنه ښودلې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د دغو خلکو لاس نیوي ته راودانګي.
څه موده وړاندې هم دغه بنسټ ویلي و چې دوی په افغانستان کې د بیوزلو کسانو سره د مرستې لپاره له ۷۰۰ ملیون ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري، دغه بنسټ دا هم ویلي و چې په افغانستان کې پنځه ملیونه خلک په دې نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي.
سره له دې چې په افغانستان کې خلک د لوږې او بېوزلۍ له سخت ناورین سره مخامخ دي، خو طالبان لا هم د هغو فرمانونو او بندیزونو په لګولو بوخت دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا پرې نیوکې کیږي.
د طالبانو دغه دریځ نړیوالې بشري مرستې کمې کړې او خلک یې د سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو پر ضد جګړه کوونکې د ملي مقاومت په نامه جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري د (مرغومې ۱۸مه) پر خپلې اېکس پاڼه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا لوري هره اونۍ د څلوېښت میلیونه ډالرو د نغدي کڅوړې پر ورکړې توندې نیوکې کړي دي.
هغه ادعا کوي چې د امریکا له لوري طالبانو ته هره اونۍ ورکول کېدونکې څلوېښت میلون ډالري کڅوړو څخه د دغې ډلې تر څنګ القاعده او ۲۱ نورې ترهګرې ډلې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
علي میثم نظري زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې اوس په افغانستان کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې پټنځایونه لري.
هغه ویلي چې د بایډن تر مشرۍ لاندې حکومت په افغانستان کې طالبانو ته د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پرېښودل او د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته یې یاده ډله په خپلو مالي مرستو لا مظبوطه کړه.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره د امریکا څلوېښت میلیون ډالري کڅوړو مرستې جدي اندیښنې او بحثونه راپارولي دي. د امریکا د استازو جرګې غړي په یوه لیک کې د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې ژر تر ژره پر طالبانو اونیزې نغدي کڅوړې بندې کړي.
تازه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستیال امرالله صالح هم د بایډن پر ادارې توندې نیوکې کړي او د طالبانو په مالي ملاتړ یې تورنه کړې ده.
په ورته مهال د نړۍ ستر شتمن او امریکایي میلیارد له طالبانو سره د امریکا پر نغدي کڅوړو حیرانتیا ښودلې ده.

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو په وړاندې د بندیزونو په بشپړ ډول پلي کولو کې پاتې راتلل د نړۍوالو پالیسیو پر اعتبار منفي اغېزه کړې او دغه بندیزونه یې بې اغېزې کړي دي.
دغه غورځنګ نن سې شنبه (د مرغومي ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي دي: «له همدې امله موږ پر ملګرو ملتونو غږ کوو، چې د ترهګرو سازمانونو یو پراخ نوملړ جوړ کړي او طالبان، حقاني شبکه، القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې په کې شاملې کړي.»
دغه غورځنګ له طالبانو سره د تعامل او ملاتړ د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
د ارغواني شنبو غورځنګ دا رنکه له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د خپلو ترهګرو ډلو له نوملړه دې د طالبانو د نومونو د اېستلو او یا هم د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړي.
دغه غورځنګ د خپلې لیکنې په وروستۍ کرښه کې یو وار بیا په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ غوښتنه کړې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو د حقونو فعالانو وخت ناوخت د طالبانو سره د تعامل په برخه کې د ملګرو ملتونو ترڅنګ د ځینو هېوادونو پر سیاستونو نیوکې کړې دي.

په یوه خپور شوي غږیز پیغام کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دیني زدهکړو ترڅنګ د عصري زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
هغه په ټولنه کې د ځینو کسانو افراطي چلند ته په نیوکې سره وایي، دغه سخت دریځي د دې لامل شوې چې خلک له دینه زړه توري شي.
نوموړي په دغه پیغام کې د کوم چا د نوم اخیستلو پرته ویلي:« له بده مرغه ځیني کسان په قصدي توګه له سخت دریځۍ او سخت چلند سره هڅه کوي، چې د دین او دیني مدرسو ډارونکی انځور خلکو ته وښیي.»
هغه وړاندې ټینګار کړی، چې دین او نړۍ له یو بل سره تړلي دي او عصري علوم او دیني زدهکړې د یو بل بشپړونکي دي.»
هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې وایي:« د دغو دوو حوزو ترمنځ هیڅ ډول تضاد نه شته او دواړه د یوې متوازنې او پرمختللې ټولنې جوړولو لپاره اړینې دي.»
دغه څرګندوتې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو ځیني سیاستونه په ځانګړې توګه د ښځو پر ټولنیزو چارو او زده کړو لګول شوي بندیزونه هم په کور دننه او هم بهر کې سختې نیوکې او غبرګونونه راوپارولي دي.
د طالب مشرانو ترمنځ شته اختلافونه د دغې ډلې دننه یو له لویو ننګونو څخه دي.
ویل کېږي، چې ډېر دغه اختلافونه د ایډیولوژیک، د هېواد د اداره کولو څرنګوالي، د قدرت او د سرچینو د وېش او د نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې رامنځته شوي دي.
د طالبانو ځینې مشران په ځانګړې توګه د سراج الدین حقاني اړونده ډله له نړۍ سره د تعامل چاره غوره ګڼي، په داسې حال کې چې ملا هبت الله ته نږدې ډله د اسلامي شریعت پر سختو سیاستونو او سختو تفسیرونو ټینګار کوي.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس او امریکایي میلیاردر د دغه هېواد د استازو جرګې د غړي د هغه لیک په اړه غبرګون ښودلی، چې د امریکا له راتلونکي حکومت څخه یې پر طالبانو د نغدي کڅوړو د بندیدو غوښتنه کړې.
ماسک په اېکس پاڼه کې دا لیک بیا خپور کړی او ورسره یې په حېرانۍ لیکلي: «ایا موږ په رښتیا د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته استوو؟».
د امریکا د استازو د جرګې غړي ټیم بورجټ به خپل لیک کې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې په «بېړنۍ توګه دې د امریکا د نغدي کڅوړ د بندیدو» امر وکړي. هغه ویلي چې امریکا باید د خپلو بهرنیو دوښمنانو مالي ملاتړ ونه کړي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش راپور ورکړی، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له درې میلیارده ډالرو څخه ډېرې نغدې کڅوړې استولي دي.
هم مهاله د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امر الله صالح هم نیوکه کوي چې د بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت په بېلابېلو برخو کې د طالبانو مالي ملاتړ کړی او له همدې کبله د دغه ډلې اجرائیوي جوړښت لا پیاوړی شوی دی.
د امریکا په حکومت یو شمېر د څار بنسټونه هم نیوکه کوي چې د بایډن حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې افغانستان ته د دغو استول کیدونکو نغدي کڅوړو په تړاو هېڅ ډول څار نه شته او له همدې امله د افغانستان دننه یو شمېر طالبانو جعلي نادولتي موسسات جوړ کړي چې د امریکا دغه مرستې یې له همدغو لارو لاسونو ته لوېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، دغه مرستې د بشري او خیرښېګڼې د پروګرامونو لپاره ځانګړې شوې دي او موخه یې د افغانستان عام خلک دي چې له قحطۍ، لوږې او د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي.
نیوکې دا دي چې د امریکا دغه مرستې په افغانستان کې د ترهګرۍ د پیاوړتیا سبب کیدلای شي او ژر تر ژره باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د نغدي کڅوړو د لېږد بهیر په ټپه ودرول شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې داعش بیا سر راښکاره کړی.
مکال وایي، د ټرمپ اداره چې ډېر ژر به خپل کار پیل کړي، باید د داعش خراسان مخ په زیاتېدونکی ګواښ جدي ونیسي او پر وړاندې یې اقدام وکړي.
مکال د دوشنبې په ورځ د ای بي سي ټلویزیون ته وویل، «یوه بله مسله چې زه یې په اړه ډېر اندېښمن یم د افغانستان سقوط او تراژیدي ده. موږ په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدو شاهدان یو. "دا واقعا ما اندېښمن کوي."
طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې داعش له منځه وړی او د افغانستان خاوره د بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
خو د نړۍوالو خپلواکو بنسټونو راپور ښيي، چې داعش په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو او په خپلو لیکو کې د خلکو جذبولو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، داعش ان د طالبانو په امنیتي ادارو کې هم نفوذ کړی دی.
مکال په دې مرکه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې له داعش سره تړلي اته کسان امریکا ته داخل شوي دي.
هغه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې له دوو اونیو څخه په کمه موده کې خپله دنده پیل کړي، تر څو له دوو سترو ګواښونو، د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د رسنیو او انټرنیټي فعالیتونو مخه ونیسي.
مکال د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د داعش د یوه ملاتړي وروستي برید ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په دې کې شک نه شته چې ترهګري د دغه هیواد لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر هم ویلي، چې په نیو اورلینز کې پر موټر برید باید د بېدارۍ غږ وګڼل شي.
د هغه په وینا: «ځانمرګی برید یوه ساده طریقه ده او دا د اور وژنې ماشین په څېر کارول اسانه دي."
شمس الدین جبار امریکايي اتباع د نوي کال په مناسبت د نیو اورلینز په ښار کې د کرسمس په بازار کې د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل.
اېف بي ای ویلي، چې هغه له داعش څخه الهام اخیستی و.
د بریدګر په موټر کې د داعش بیرغ هم موندل شوی.
