• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمل ولي خان: پښتونخوا د تباهۍ په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، پښتونخوا د تباهۍ په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی. نوموړی وایي، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وضعیت ډير خراب دی خو د پاکستان دوو ګوندونو ولس په سیاسي ډرامو بوخت کړی دی.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي، مرکزي حکومت د پښتونخوا ستونزو ته هیڅ رسیده ګي نه کوي.

نوموړی وايي، « پښتونخوا د تباهي په حال کې ده، هلته د حکومت حاکمیت کمیږي او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی».

نوموړی د پاکستان د واکمن ګوند او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر منځ مذاکراتو ته په اشاره وايي، سیاسي ګوندونه باید «دروانو ډرامو» پر ځای د ملت اصلي ستونزو ته مخه کړي.

ایمل ولي خان زیاتوي، « حالات ډیر پیکه دي، خو ملت په سیاسي ډرامو کې شا ته غورځول شوی دی. که تاسې غلا کړې وي، ساعتونه مو پلورلي وی یا مو هم له ملک ریاض سره جوړ جاړی کړی وي نو باید له دوسیو سره مخ شئ، خبرې د څه لپاره کوئ».

نوموړی وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې هیڅ حکومت هم د پښتنو ستونزې نه دي اوارې کړې، «پښتانه لومړي وزیران کیږي، خو د پښتنو ستونزو ته یې هیڅ کار نه دی کړی، د دوی لومړيتوب بېل دی. دا خلک د بندیانو په خلاصون او د اسلام اباد د تخت ترلاسه کولو په جګړه بوخت دي.»

د عوامي ملي ګوند مشر وايي، د حکومت او پي ټي ای تر منځ د مذاکراتو لپاره هیڅ لېوالتیا نه لري او نه به هم دا مذاکرات کومه پایله ولري.

ایمل ولي خان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له یوې خوا په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ناامنۍ ډيرې شوې او بل خوا د پاکستان واکمن ګوند او د عمران خان په مشرۍ د پي ټي ای ګوند تر منځ د جوړجاړي خبرې تودې شوې دي.

شنونکي ددې خبرو اترو ترشا یو هدف د پاکستان امنیتي وضعیت او د وسله والو جنګیالیو خلاف د پوځ احتمالي پوځي عملیات ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: پاکستان نه اسلامي، نه جمهوري او نه هم د پاکو خلکو ځای دی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې پاکستان نه اسلامي نه جمهوري او نه هم د پاکو خلکو د اوسېدو ځای دی. اڅکزی نیوکه کوي چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې له واړه څخه نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشر پورې ټول ددغه هېواد لوټ کول خپل فرض بولي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن سې شنبه «د مرغومي ۱۸مه» د

بلوچستان ایالت په چمن کلا عبدالله خان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د قانون هېڅ حیثیت نشته.

اڅکزي وویل، « نه دا هېواد اسلامي دی، نه دا هېواد جمهوري دی او نه هم دا هېواد د پاکو خلکو د اوسېدو لپاره دی. دا یوازینی هېواد دی چې له واړه یې نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشره پورې [ټول] ددې ملک لوټول خپل فرض ګڼي».

دغه پښتون سیاستوال په دې باور دی، چې په پاکستان کې روان ناورینونه داخلي رییښې لري او په دې کې د بهرنیو هېوادونو ډېر کم لاس دی.

اڅکزي زیاته کړه، « پاکستان چې له کومې ورځې جوړ شوی دی، زموږ د ناسمو کړنو، ناسمو چلندونو او زموږ د خرابو کارونو له امله د سرطان ناروغۍ ته ورته ورځ تر بلې کمزوری کېږي.»

محمود خان اڅکزی د پاکستان د پرمختګ لپاره د «متفقه قانون» واکمني اړینه ګڼي.

په اسلام اباد کې د جرمن ډیپلوماټ مړی په خپل استوکنځي کې موندل شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰

په اسلام اباد کې ځايي رسنیو د پولیسو په حواله لیکلي، چې د جرمني سفارت د دوهم سکرټر تهامس فلډر مړی د هغه په استوکنځي کې موندل شوی دی. تر اوسه د نوموړي د مرګ لامل مالوم نه دی، خو تر دې مخکې هم پر دغه ډیپلوماټ د زړه حمله راغلې وه.

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ځايي رسینو ته نن دوشنبې «د مرغومي ۱۷مه» وویل چې د موندل شوي جرمن ډېپلوماټ مړی یې عدلي طب ته لېږلی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

پاکستاني پولیس وايي چې د دې پېښې په اړه یې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته خبر ورکړی دی.

دوی زیاتوی د مرګ څرنګوالی به یې د عدلي طب له رپوټ وروسته په ډاکه شي خو پر دغه جرمن ډېپلوماټ یو ځل مخکې هم د زړه کوچنۍ حمله راغلې وه.

د پاکستان «جنګ» ورځپاڼې د اسلام اباد د پولیسو په حواله لیکلي چې د دوه ورځې پرلپسې غیرحاضري له امله یې د اسلام اباد په ډېپلوماټیکه سیمه کې د جرمني سفارت د دوهم سکرټر تهامس فلډر استوکنځي دروازه ماته کړه او د هغه مړی یې وموند.

پاکستاني پولیس وايی د مړي له پیدا کېدو وروسته په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته په دې اړه معلومات ورکړل شول.

تر اوسه په اسلام اباد کې د جرمني سفارت د خپل د دوهم سکرټر د مړي پیدا کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشل ته وویل،‌ چې د (مرغومې ۱۷مه) سهار مهال د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پېښه د غزني خېل په نوم سیمه کې شوې چې وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي.

ځايي سرچینې وایي، برید داسې مهال شوی چې دغه دواړه پولیس له شپنۍ دندې څخه سهار وختي بېرته کورونو ته پر لاره وو.

تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

تر دې څلور ورځې وړاندې په یوې بله پېښه کې د همدې لکي مروت څلور پولیس هم د ناڅرګنده وسله والو له لوري تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم.

په خېبر پښتونخواه کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او وسله والو بریدونو زور اخیستی، چې د ټي ټي پي وسله والې ډلې د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د خېبر پښتونخواه سیاستوالو په وار وار نیوکې کړي‌ چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو له امله پښتونخوا په اور کې سوځي او ورځ تر بلې دغلته نا امنۍ ډېرېږي چې ان ځینې سیمې وسله والو تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

د چین او پاکستان ترمنځ د خرو صادرات؛ دواړه هېوادونه د اقتصادي همکارۍ نوی دور پېلوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۰

پاکستان او چین تېر کال د یوه تړون په لاسلیک کولو سره د خرو د غوښې او پوستکي د صادراتو په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړلې. پاکستان په سیمه کې چین ته د خرو لوی صادرونکی هیواد ګڼل کیږي.

د رسمي معلوماتو له مخې دغه تړون د پاکستان د خوړو خوندیتوب او څېړنو وزارت او د چین د ګمرکونو عمومي ادارې ترمنځ لاسلیک شوی، چې موخه یې په چین کې د دغه مخ پر ودې مارکېټ کې د صادراتو اسانول او ښه ګټه اخیستل دي.

په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د «روبه رو» په نامه د اج نیوز یوې خپرونې سره په مرکه کې یاد تړون د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.

نوموړي وویل چې چین د خرو د صادراتو لپاره یو سټراتېژیک او لوی مارکېټ دی او پاکستان ته ځانګړې اقتصادي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی پروټوکول د پخوانیو خنډونو د له منځه وړلو لامل شوی او اوس پاکستان چمتو دی چې د چین اړتیاوې په دې برخه کې پوره کړي.

د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۵.۶ میلونه خره درلودل او دغه شمېر هر کال مخ په لوړه روان دی.

چین چې شاوخوا ۵.۹ میلیونه خره لري، د خرو د غوښې او پوستکي د زیاتېدونکي اړتیا له امله د نورو هېوادونو وارداتو ته مخه کړې ده. د خرو پوستکی په چین کې په پراخه کچه د «ای جیاو» په نامه دودیزې درملنې لپاره کارول کېږي.

دغه درمل، چې د چینایي دودیز طب یوه برخه ده، د وینې د جریان د ستونزو، بې‌خوبۍ او وچ ټوخي د درملنې لپاره کارېږي. کارپوهان اټکل کوي چې د دې درملو اړتیاوې پوره کولو لپاره هر کال په ټوله نړۍ کې میلیونونه خره وژل کیږي.

پاکستان هڅه کوي له دې فرصت څخه په ګتې اخیستو خپل صادرات زیات کړي. د رسمي معلوماتو له مخې د دې لپاره، د «هینګینګ ګروپ» په نامه شرکت چمتو دی چې په ګوادر ازاده سیمه کې یو عصري قصابي جوړه کړي. دغه تاسیسات به په کال کې د ۲۱۶ زره خرو د اړتیا وړ غوښه د چین بازار ته برابره کړي.

په چین کې د پاکستان سفیر ټینګار وکړ چې له چین سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د خرو د صادراتو په برخه کې د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول، د پاکستان د پراخې اقتصادي ستراتیژۍ یوه برخه ده.

خېبر پښتونخواه یو له هغو ایالتونو ګڼل کېږ‌ي چې د غرنیو سیمو د درلودو له کبله په کې په لوی شمېر خره موجود دي او ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې ایالتي حکومت پلان درلود چې چین ته نږدې ۸۰ زره خره صادر کړي.

ټي‌ټي‌پي: پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به د پوځ اقتصادي بنسټونه په نښه کړو

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۵ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به پر پوځي شرکتونو بریدونه پیل کړي. ټي ټي پي وایي، هڅه کوي چې د پاکستاني پوځ اقتصادي بنسټونه ونړوي.

د تحریک طالبان پاکستان په خبرپاڼه کې راغلي: «لکه څنګه چې ټول پوهېږي، د پاکستاني پوځ د پیاوړتیا اصلي سرچینه هغه عواید دي چې له امله یې د تېرو اویا کلونو راهیسې پر دغه هیواد حاکم دی.»
په دغې خبرپاڼه کې د ځینو شرکتونو نومونه هم راغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې وروسته به دغه شرکتونه هم د دوی په هدفونو کې شامل وي.
خبرپاڼه زیاتوي: «موږ دوی ته درې میاشتې وخت ورکوو، چې په دغه شرکتونو کې پانګه‌وال دې خپلې ونډې له شرکتونو څخه وباسي.»
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د پاکستان پر پوځ او همدا ډول په دې ادارو کې کار کوونکي دې هم درې میاشتې د خپل ځان لپاره د عاید متبادلې سرچینې ولټوي.
دوی دارنګه هغه هټۍوالو ته چې د پوځ محصولات کاروي هم دوه مياشتې وخت ورکړى چې دغه محصولات په دوو مياشتو کې له مخې لرې کړي او په راتلونکي کې د هغوى پر ځاى نور محصولات واخلي.
د پاکستاني طالبانو تحریک دارنګه دغو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، که دوه میاشتې وروسته هم د دوی په پلورنځيو کې پوځي توکي وموندل شي؛ نو د دوی غړو ته به امر کېږي، چې دا توکي وسوځوي او یا یې ويجاړ کړي.

ټي ټي پي داسې مهال د پاکستان پوځ پر شرکتونو د بریدونو ګواښ کوي چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی. او امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي.