• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ابراهیم صدر ته د ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل او ایران انټرنشنل د موندنو له مخې، په هغو څېرو کې، چې د ایران لپاره د پوځي ځواک او سیمه‌ییز نفوذ ګډ تصویر وړاندې کوي، یو ملا محمد ابراهیم صدر دی.

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ دا پښتون الکوزی قوماندان د طالبانو د یوه نظامي ستراتیژست په توګه مشهور دی او اغېز یې یوازې د افغانستان تر پولو محدود نه دی.

ملا محمد ابراهیم صدر په ۱۹۵۹ کال کې د هلمند په سنګین کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږېدلی. هغه د اسلامي زده کړو په رڼا کې د خپل پلار، چې د جامع مسجد ملا و، تر سیوري لاندې ستر شوی، خو ډېر ژر یې د طالبانو د نظامي مشرانو په لومړي کتار کې ځان ثابت کړ او د دوی د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه مهم پوځي عملیات رهبري کړل. ایران ته د هغه ارزښت له دې اړخه هم مهم دی، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده له خوا د جوړې شوې امنیتي شورا رییس او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال دی، خو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په امنیتي شورا کې دده تر لاس لاندې د شورا غړی دی. په بله وینا، کله چې خبره کندهار ته ځي، مرستیال د وزیر مشر دی.

ابراهیم صدر د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال ددفاع وزارت لومړی مرستیال و او له متحدې جبهې سره یې، چې هغه مهال د ایران له پوځي او وسله وال ملاتړه برخمنه وه، د یوشمېر جګړو مشري پرغاړه درلوده.

د ایران له استخباراتو سره د ابراهیم صدر اړیکې ۲۰۰۱ کال ته ور ګرځي؛ هغه مهال چې طالبان د امریکا متحده ایالتونو د بریدونو له امله مات شول او ده مشهد او بیا زاهدان او د جنوبي خراسان خوسف ته پناه یووړه. له ۲۰۰۵ کال وروسته صدر له له خپل ناسکه ورور مولوي اقا جان (دویم نوم دی) سره د کوېټې له لارې پاکستان او بیا پېښور ته لاړ، چې په قبایلي سیمه جمرود کې اوسېده او هلته یې په غونډي سیمه کې د «باب الجهاد» په نوم یوه مدرسه جوړه کړه او بیا یې په پېښور کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشري پر غاړه واخېسته.

له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ابراهیم صدر د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر و. دغه پوسټ هغه ته د هلمند ولایت د جګړو مشري ورکړه چې له افغان حکومت سره یې سخت او خونړي جنګونه وکړل. د هغه هڅې او ستراتیژۍ، چې په لوړه کچه د ایران له ملاتړ سره تړلې وې، په هلمند کې د طالبانو له نظامي بري سره ډېره مرسته وکړه. طالبانو ته یوې نږدې سرچینې وویل: «ابراهیم صدر یوازې یو قوماندان نه دی؛ بلکې هغه د طالبانو د نظامي بیا جوړونې مهمه مهره ده».

د ابراهیم صدر او ایران اړیکې یوازې اېډیالوژیکې نه دي. ایران هغه ته د پیاوړتیا لپاره سیستماتیک مالي ملاتړ، روزنه او امنیتي اسانتیاوې ور کړې. یوه سرچینه چې د ایران له امنیتي عملیاتو سره بلد ه ده وايي، «ایران صدر ته د ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري، په ځانګړې توګه د هغه رول ته په پام چې په طالبانو کې د نظامي عملیاتو او امنیتي شورا مشر پاتې دی».

په ۲۰۰۸ کال کې، ابراهیم صدر په ایران کې د سیستان بلوچستان په نصرت اباد کې یوه مذهبي مدرسه جوړه کړه چې په حقیقت کې د وسله والو د روزنې مرکز و. یوه پخواني استخباراتي چارواکي له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «دا مدرسه یو پټ عملیاتي-استخباراتي مرکز و، چې ایران یې مالي او لوژستیکي ملاتړ کاوه. هدف یې دا و چې د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې خپل حضور ډېر کړي او ایران ته د امریکا د نفوذ خپرېدو مخه ونیسي».

په دې مدرسه کې د هلمند، غزني، زابل او کندهار یو شمېر طالبانو ته روزنه ورکول کېده او د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر ۱۹مه په یاده مدرسه کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۱ طالبان ووژل شول. له چاودنې وروسته یاده مدرسه وتړل شوه او پر ځای یې د سیستان بلوچستان په خواجه مسک کې بله مدرسه پرانیسته چې تر ۲۰۲۱ کال پورې یې فعالیت درلود.

د یو شمېر رپوټونو له مخې، پر ابراهیم صدر د امریکا له بندیزونو اوپه ( مدرسه العمریه) کې له چاودنې وروسته ایراني چارواکو موافقه وکړه چې ابراهیم صدر ته مالي ملاتړ او لا ډېر امکانات برابر کړي، څو د دې اړیکو څرک ایران ته ونه رسېږي.

د همدې پالیسۍ پر بنسټ، د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د جمرود په غونډي او ایران دواړو سیمو کې د صدر ابراهیم مدرسو ته په منظم ډول د ایران مرستې رسېدلې او ایراني روزونکو د طالبانو د جنګي وړتیاوو پر لوړولو کار کاوه.

کله چې ددې مرستو په تړاو د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو مخکینی چارواکی وپوښتل شو، دا مرستې یې تایید کړې، « طالبانو ته په دغو کلونو کې ایرانۍ وسلې راتلې، چې په هغو کې سازبرناو ټوپک هم شامل وو. دغه ټوپک کورمې اجنسۍ ته هم تلل، چې هلته د پاکستاني طالبانو او د ایران تر ملاتړ لاندې شیعه پښتنو ترمنځ وخته ناوخته جګړې وې».

د صدر شخصي ژوند د هغه له سیاسي او پوځي فعالیتونو سره تړلی دی. دواړه میرمنې یې تر ۲۰۲۰ کال پورې په ایران کې اوسېدې. له ۲۰۲۰ کال وروستهنوموړی د لنډې مودې لپاره په هلمند کې پاتې شوی.

خو صدر د طالبانو د نورو نظامي قوماندانانو په څېر له جنجالي تورونو هم خلاص نه دی. د مخدره توکو قاچاق، په ځانګړې توګه د هلمند او د ایران ترمنځ د پولې له لارې، د هغه د فعالیتونو یوه بله برخه ګڼل کېږي. دې تورونو د هغه شهرت ته زیان اړولی، خو په ورته وخت کې یې د طالبانو لپاره مالي سرچینې برابرې کړې.

د ۲۰۲۰ کال په جګړو کې چېابراهیم صدر ټپي شو، د درملنې لپاره ایران ته ولېږدول شو چې تر رغېدو پورې هملته اوسېده.

ملا محمد ابراهیم صدر د هلمند له سنګین څخه د طالبانو د ځواک تر مرکزونو پورې خپل نفوذ پراخ کړی. هغه نه یوازې د طالبانو نظامي عملیاترهبري کړي، بلکې له ایران سره یې د خپلې ډلې اړیکې یوه نوي پړاو ته بېولې دي، چې نن هم ددغو اړیکو سر د طالبانو تر دودیز مرکز کندهاره رسیږي. د طالبانو د اوسنۍ رهبري په اډانه کې د صدر رول د دې ډلې د نظامي ستراتیژیو او سیمه ‌ییزو همکاریو په محور کې لاهم مرکزي پاتې دی.

بشپړ څېړنیز راپور:

د طالبانو له رهبر څخه چاپېر شپږ ایراني پلوه قوماندانان

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: له «اشغالګرو هېوادونو» به د افغانانو د حقونو د نقض پوښتنه وکړو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی به په مناسب وخت کې له «اشغالګرو هېوادونو» څخه د افغانانو د حقونو د نقض اړوند پوښتنه وکړي. مجاهد ويلي، چې په افغانستان کې د «اشغالګرو ظلمونه او وحشتونه» پلان شوي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ افغانستان کې د بريتانیایي سرتېرو د جنګي‌ جنایتونو په اړه تازه خپرې شوې څېړنې ته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون خپور کړی.

مجاهد ويلي، چې دوی به د هغو افغانانو لپاره تاوان یا غرامت هم وغواړي، چې د «اشغالګرو» له لوري ورسره ظلم او وحشت شوی دی.

نوموړي‌ ټينګار کړی:«اسلامي امارت به په مناسب وخت کې له اشغالګرو هېوادونو څخه د افغانانو د حقونو د نقض پوښتنه وکړي.»

د طالبانو ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې ټلګراف ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې د یوه بریټانیايي سرتیري له قوله ویلي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو افغانستان کې تر ۱۶ کلنو کم عمره ولسي وګړي په نښه کړي دي.

له دې وړاندې د بریټانیا ټایمز ورځپاڼې د مرغومي پر ۱۱مه د دغه هېواد د دفاع وزارت د یوه ویاند له قوله راپور ورکړی و، چې د یاد هېواد د ځانګړو ځواکونو ۹ تنه سرتېري په سوریه او یو تن په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور تر قانوني اښتنو پوښتنو لاندې راغلي دي.

طالبانو په کاپیسا کې درې ښځې او دوه نارینه په دُرو ووهل

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې یې د دریو ښځو په ګډون پنځه کسان «له کوره د تیښتې، نامشروع اړیکو او زنا» په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ ددې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې دوه ښځې او یو نارینه «له کور څخه د تیښتې او نامشروع ا‍ړیکو» په جرم او یوه ښځه او یو نارینه د زنا په تور مجازات شوي دي.

طالبانو د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، دوه تورن کسان یې ۳۹ـ۳۹ دُرې وهلي او په ۱-۱ کال تنفیذي بند سزا یې محکوم کړي دي. دغه راز دوه نور کسان ۲۰-۲۰ دُرې وهل شوي او ۱-۱ کال تنفیذې بند سزا ورته اورول شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، یو مجرم ۸ دُرې وهل شوی او په شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شوی دی.

طالبان وايي، یادو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال د کاپیسا ولایت د ځايي طالب چارواکو ترڅنګ عامو خلکو هم حضور درلود.

پاکستاني شنونکي: پاکستان دې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره مستقیمې اړیکې ونیسي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۰

پاکستاني کارپوهانو د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره مستقیمې اړیکې ونیسي او د پاکستاني طالبانو پر ستونزه ورسره وغږیږي. دوی ټینګار کړی، چې دغسې اړیکې د «سرحدي ترهګرۍ» او سوداګریزو اړیکو د ښه والي په برخه کې مرستندویې تمامېدای شي.

دغه وړاندیز د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) له خوا په "پاکستان کې د ترهګرۍ وضعیت ۲۰۲۴-۲۵" تر سرلیک لاندې په یوه کارپوهانه مشورتي غونډه کې شوی، چې امنیتي کارپوهانو، خبریالانو او څېړونکو پکې د پاکستان پر وړاندې پرتو ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث کړی.

د غونډې ګډونوالو په دې ټینګار کړې چې کندهار په افغانستان کې د واک اصلي مرکز دی، چېرې چې د ټولو مهمو مسایلو پریکړې کیږي. د دوی په وینا، پاکستان باید د طالبانو له مشرتابه سره اړیکې ټینګې کړي او که هغوی د روغتیا او ویزې خدماتو ته اړتیا ولري، له دوی سره مرسته وکړي.

د دې نېشن د رپوټ له مخې، کارپوهانو دټي ټي پي د عملیاتو په ستراتیژۍ کې د بدلون په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دې ډلې په وروستیو کې پر ملکیانو بریدونه کم کړي څو خپل عامه انځور ښه کړي، خو پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.

د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ څخه ارش خان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ پر جوړولو ټینګار کړی چې یوازې د پوځي عملیاتو نه بلکې د ځايي ټولنو ملاتړ هم پکې شامل وي.

د انسټیتیوت رییس محمد عامر رانا خبرداری ورکړی چې خبرې اترې کولی شي اورپکۍ ته مشروعیت ورکړي. هغه وویل چې ټي ټي پي د پاکستان لپاره یو وجودي ګواښ دی او باید د دې ډلې پر وړاندې صفر زغم وښودل شي.

د څیړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) اجرایوي رییس امتیاز ګل د پاکستان پر ترهګرۍ ضد ځانګړي چلند نیوکه وکړه او د ملکي حکومت په مشرۍ افغان پالیسۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

ځینو کارپوهانو وپوښتل، چې که روسیه، چین او د مرکزي اسیا هېوادونه له طالبانو سره فعالې اړیکې لري، نو ولې پاکستان له دې دلې سره د بې ارتباطۍ پالیسۍ تعقیبوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ټي ټي پي پر سر د طالبانو له حکومت سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخ دی.

د روسیې نوې هڅه؛ چیچنیا د طالبانو او روسيې د اړیکو د پراختیا هڅه کوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د چیچنیا د علومو اکاډمۍ یو پلاوی د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان او روسيې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پراختیا هڅې کوي. طالبانو ويلي، چې یاد پلاوي دغه سفر د چیچنیا د ولسمشر او روسيې فدراسیون په استازولۍ تر سره کړی.

د طالبانو ارګ د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د چیچنیا د علومو اکاډمۍ مشر عمروف جمبولات له یوه پلاوي سره افغانستان ته راغلی او ددې ډلې د رییس الوزرا له سیاسي‌ مرستيال مولوي کبير سره یې د علمي، ديني او فرهنګي‌اړيکو د پراختيا اړوند خبرې کړې دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ويلي، چې د راغلي پلاوي مشر جمبولات د افغانستان او روسيې د اړیکو پر پراختیا هم ټينګار کړی.

طالبانو د نوموړي‌له قوله ليکلي: «هڅه کوو د افغانستان او روسیې د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوو او غواړو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې او همکارۍ زیاتې شي.»

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي‌کبير هيله ښودلې، چې روسيه د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

مولوي کبير ويلي، چې دوی د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل غوښتونکي دي خو په «اسلامي او ملي‌ارزښتونو» معامله نه شي‌کولی.

نوموړي‌دا هم ويلي، چې خپلې ملي‌ګټې د سيمې په امنیت کې ويني.

روسيه دا مهال له طالبانو سره نږدې ډېپلوماتیکې اړيکې لري او مسکو ويلي، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو په اړه غور کوي.

پرون د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانکړي استازي ضمير کابلوف هم وویل، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسيې او طالبانو دوه اړخيزه کاري ډله جوړه کړي.

دکابلوف په خبره، دغه کاري‌ ډله به د اقتصادي همکاريو دبین الحکومتي‌ کمیسیون ځای ونیسي.

روسیه غواړي د چیچنیا د مسلمانې ټولنې له لارې له طالبانو سره خپلې اړیکې ورغوي.

محسن نقوي: هیڅ بهرني ته په غیر قانوني توګه پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کیږي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په پاکستان کې د امریکا له سفير سره د مخه ښې په کتنه کې ویلي، چې هیڅ بهرني ته به په غیر قانوني توګه په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ور نه کړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محسن نقوي په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډونالډ بلوم سره د مخه ښې په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه غږېدلی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د امریکا سفیر په پاکستان کې وروستۍ ترهګریزې پیښې غندلې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امریکا له سفیر سره په دې لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره په ګډه کار وکړي.

همدارنګه د پاکستان لومړي وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هیڅ غیر قانوني بهرني ته به په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه کړل شي.

محسن نقوي دغه څرکندونې پر داسې مهال کړې دي، چې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې پاکستاني پولسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو عملیات پیل کړي دي.

د راپورنو له مخې، پاکستاني پولیسو د ماشومانو او ښځو په ګډون په تېرو ۱۱ ورځو کې تر ۸۰۰ ډیر افغانان نیولی دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو ځورول، نیول او بندي کول دې ودرول شي.