• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محسن نقوي: هیڅ بهرني ته په غیر قانوني توګه پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کیږي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په پاکستان کې د امریکا له سفير سره د مخه ښې په کتنه کې ویلي، چې هیڅ بهرني ته به په غیر قانوني توګه په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ور نه کړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محسن نقوي په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډونالډ بلوم سره د مخه ښې په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه غږېدلی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د امریکا سفیر په پاکستان کې وروستۍ ترهګریزې پیښې غندلې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امریکا له سفیر سره په دې لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره په ګډه کار وکړي.

همدارنګه د پاکستان لومړي وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هیڅ غیر قانوني بهرني ته به په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه کړل شي.

محسن نقوي دغه څرکندونې پر داسې مهال کړې دي، چې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې پاکستاني پولسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو عملیات پیل کړي دي.

د راپورنو له مخې، پاکستاني پولیسو د ماشومانو او ښځو په ګډون په تېرو ۱۱ ورځو کې تر ۸۰۰ ډیر افغانان نیولی دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو ځورول، نیول او بندي کول دې ودرول شي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې دوه افغان کډوال د روسیې استخباراتو ته د کار کولو په تور شکمن دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰
په جرمني کې دوه افغان کډوال د روسیې استخباراتو ته د کار کولو په تور شکمن دي
100%

نوې څېړنې څرګنده کړې چې په جرمني کې لږ تر لږه دوه افغان کډوال د روسیې پوځي استخباراتو ته په کار کولو شکمن دي. دا معلومات د شپیګل او د روسیې د څېړنیزې رسنۍ دې انسایډر د ګډې څېړنې پایله ده.

څېړنو څرګنده کړې څو کسان چې د روسیې له تخریبي شبکې سره اړیکې لري، د افغان کډوالو په توګه په جرمني کې ژوند کوي. په دغو کسانو کې یو ۲۷ کلن افغان دی چې تېر پسرلی له روسیې څخه جرمني ته راغلی او اوس په براندنبورګ ایالت کې د رد شوي پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي.

بل شکمن کس د۲۰۲۳ کال له اوړي راهیسې په نیدرزاکسن ایالت کې هم د رد شوي پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي. افغانستان ته د دواړو کسانو د شړلو مخه نیول شوې ځکه کابل ته پر اخراج بندیز دی.

څېړنې ښيي چې دوی ښایي د روسیې د نظامي استخباراتو (GRU) د یوې عملیاتي ډلې غړي وو، چې موخه یې په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کول وو.

دغه څیړنه ښيي چې د روسیې جاسوسانو لږ تر لږه له ۲۰۱۵ کال څخه په افغانستان کې کسان ګومارل او وروسته یې هغوی ته روسۍ ویزې یا نور اسناد برابرول. د کډوالو د پاسپورټونو رنګه کاپۍ په یوه افشا شوي معلوماتي ډیټابیس کې موندل شوې چې دروسیې د نظامي استخباراتو دیوه افسر برېښنالیکونه پکې شامل دي.

درېیم افغان چې د دې شبکې غړی ګڼل کېږي، په اپرېل میاشت کې د پولنډ پولې ته نژدې د جرمني فدرالي پولیسو نیولی، خو د هغه اوسنی ځای معلوم نه دی.

شکمن کسان دروسیې د پوځي استخباراتود هغه پروګرام برخه ګڼل کېږي چې هدف یې د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت کمزوري کول او وسله‌والو ډلو ته ملاتړ برابرول و. لوېدیزو استخباراتي ادارو د دغه پروګرام شته والی تایید کړی.

څیړنه وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه درې شکمنو کسانو چې دروسیې د پوځي استخباراتو په شبکې پورې تړاو لري، هڅه کړې جرمني ته داخل شي.

حقاني: له متقي سره د هندي چارواکو لیدنه پاکستاني پلان جوړونکو ته د عبرت درس دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰
حقاني: له متقي سره د هندي چارواکو لیدنه پاکستاني پلان جوړونکو ته د عبرت درس دی
100%

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وایي، چې د هند د بهرنیو چارو سکرتر سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لیدنه باید د پاکستان هغو پلان جوړونکو ته د عبرت درس وي، چې فکر یې کولو په افغانستان کې د طالبانو واک به له دغه هېواده د هند نفوذ ختم کړي.

حسین حقاني د چهارشنبې په ورځ د هند له بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لیدنې په غبرګون پر اېکس پاڼې کاږلي: « د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د هند د بهرنیو چارو سکرتر لیدنه باید د هغو پاکستاني پلان جوړونکو لپاره د عبرت درس وي، چې له کلونو راهیسې یې په دې کیسې باور درلود، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني به له پاکستان سره مرسته وکړي، چې هند له افغانستانه وباسي (یا یې نفوذ پای ته ورسوي).»

حسین حقاني دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره په دوبۍ کې لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

په دې ناسته کې هند د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو، او سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

د هند د بهرنیو چارو سکرتر مسري له افغانستان سره د اوږدمهاله دوستۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د نږدې اړیکو یادونه کړې.

هغه دغه راز ډاډ ورکړی، چې هند د افغانستان د بېړنیو پراختیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی او په دې حساس وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې پیکه شوي، خو وخت ناوخته هندي چارواکي او طالبان هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې راژوندۍ کړي.

پر مېرمنو طالبي بندیزونه؛ افغانې مېرمنې په تېر کال کې له سختو بندیزونو سره مخ شوې دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰
پر مېرمنو طالبي بندیزونه؛ افغانې مېرمنې په تېر کال کې له سختو بندیزونو سره مخ شوې دي
100%

ادیبې هیله درلوده، چې ډاکټره شي او د افغانستان د کمزوري روغتیايي نظام په بیا رغونه کې مرستندویه تمامه شي، خو دا خوب په دویم ځل له هغې واخیستل شو.

لومړی هغه وخت چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل، هغې خپلې حقوقي زده کړې پرېښودې.

ادیبه هغه مهال په ډېپرېشن اخته شوه او هر وخت به یې ژړل، خو له یوه ارواپوه سره تر څو ناستو وروسته یې رواني حالت څه نا څه ښه شو او کورنۍ یې هغه دوه کلنو طبي زده کړو ته وهڅوله. خو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر ښځې له طبي زده کړو څخه منع شوې، ۲۳ کلنه ادیبه اوس خپلې ورځې په کور کې د چوپتیا په حالت کې تېروي.

د هغې مور په ستومانوونکي غږ وویل: «هغه نه څه خوري او نه خبرې کوي».

د ادیبې مور چې په ښوونځي کې د شپږمو ټولګیو د ساینس ښوونکې ده، وایي، دا دویم ځل دی چې لور یې د زده کړو په برخه کې ضربه ویني او هغه په اروایي ناروغۍ اخته کېږي.

په تېرو دریو کلونو کې طالبانو یو منظم پلان پلي کړی چې له زده کړو او کار څخه تر حرکاتو او حتا خبرو کولو پورې د افغان ښځو د ژوند هره برخه هدف ګرځوي.

په کابل او یوشمېر هېوادونو کې افغان فعالانې او لوستې مېرمنې په دې اند دي، چې طالبان له لوستو او پوهو ښځو وېره لري او له دې امله پر دوی بندیزونه لګوي څو د دوی غږونه ډب کړي.

100%

د ښځینه و کارکوونکو د تنخوا کمول
د طالبانو د چارو ادارې د ۲۰۲۴ کال (د جون په ۵مه) خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده.
په دغه ليک کې د طالبانو د چارو ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي و، چې (د غبرګولي ۱۵مې) څخه به د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.
د طالبانو دې کړنې یو وار بیا د ښځو د حقونو فعالانو توند غبرګونونه راوپارول.
دغه ګام هغو ښځینه و کارکوونکو ته ستونزې راولاړې کړې، چې د کورنۍ یوازینۍ روزي راوړونکې دي او اوس یې اقتصادي ستونزې لا ډېرې شوې دي.

په ځیرکو مبایلونو بندیز
په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو (د سپټمبر په ۱۴مه) په جوماتونو کې ملا امامانو ته لارښوونه کړې وه، چې په خپلو سیمو کې دې مېرمنې د ځیرک مبایل له کارولو منع کړي.
طالبان په دې اند دي، چې د ځیرکو مبایلونو او خواله رسنیو کارول ښځې د «فحشا» پر لور بیایي.
له هغه وروسته بیا طالبانو (د ډسمبر پر ۱۸مه) د ننګرهار ولایت په ښار او بازار کې د ښځو او نجونو د ځیرکو مبایلونو د پلټلو بهیر پیل کړی و.
په ننګرهار ولایت کې ښځې او نجونې شکایت کوي، چې ورځ تر بلې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ کېږي او اوس له وېرې خپل ځیرک موبایلونه له کوره بهر له ځان سره نه شي ګرځولی.
دغه مېرمنې وایي، چې ورځ په ورځ نړۍ د ټېکنالژۍ له اړخه مخ پر وړاندې روانه ده خو دغه ډله هڅه کوي، چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ښځې د پرمختګ پرځای شاتګ وکړي.

د ښځو پر تور عربي حجاب بندیز
طالبانو د روان میلادي کال په پیل کې څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې خبر ورکړی، چې د ښځو لپاره د تورو عربي حجابونو پر اغوستلو یې بندیز لګولی دی.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکو په جنورۍ میاشت کې د جوماتونو له لارې خبر ورکړی و، چې ښځو ته د تور عربي حجاب اغوستل منع دي، ځکه چې سترګې یې ترې ښکاري.
دغې ډلې ویلي و، چې ښځې د تور حجاب پر ځای د بورقو پر اغوستلو مکلفې دي.
له بلې خوا د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو د دولتي او خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته (د جولای پر ۴مه) سپارښتنې کړې وې، چې «شرعي حجاب» له پامه ونه غورځوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د (چنګاښ په ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د بامیان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ورغلي او هلته یې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د «شرعي حجاب» د مراعتولو په اړه سپارښتنې کړې دي.
په هلمند ولایت کې (د ډېسمبر په ۶مه) طالبانو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی و، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې دې د مېرمنو لپاره چادرۍ وپلورل شي. په دغه ولایت کې امربالمعروف له ښځو هم غوښتي و، چې د حجاب پر ځای دې شنې چادرۍ پرسر کړي.
ځینې مېرمنې د طالبانو له دغه بندیزه ناخوښې دي او وایي، چې دوی سم شرعي حجاب مراعتوي خو طالبان غواړي چې ښځې چادرۍ پر سر کړي.
له بل پلوه طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د «بد حجابۍ» په تور نجونې او ښځې نیولې وې.

د ښځو د دندو او تګ راتګ پرمهال د محرم شرط
که څه هم طالبانو په تېرو دوو کلونو کې هم د سفرونو پرمهال د ښځو او نجونو لپاره محرم شرط ګڼلی و، خو په روان کال کې یې د دندو او تګ راتګ پرمهال هم د محرم شرط حتمي ګڼلی.
(د اپرېل پر ۵مه) په کندهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د دعوت او ارشاد مدیریت په دغه ولایت کې د یوه مکتوب په استولو سره د ټولو روغتیايي مرکزونو پر ښځینه کارکوونکو نوي بندیزونه لګولي وو.
د دغه ریاست له خوا په خپور شوي مکتوب کې راغلي و، چې ښځینه کارکوونکې دې ځانګړی حجاب ولري او پرته له محرمه دې تګ راتګ نه کوي.
له هغه وروسته د کندهار له بېلابېلو روغتيايي مرکزونو څخه يو شمېر ښځينه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د امربالمعروف کارکوونکو ورته خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي.
دغو روغتیاپالانو ويلي و، چې د طالبانو دغه ادارې د موضوع د څارنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته خپل کسان هم معرفي کړي دي.
د ښځو د حقونو فعالانې بیا په دې اند دي، چې طالبان د دغو بندیزونو په لګولو سره غواړي ښځې دې ته اړ باسي چې خپلې دندې پرېږدي.

100%

بشري حقونه او د مېرمنو وضعیت
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د ښځو لپاره یو بد کال و.
هغه وایي، دا کال د «بدحجابۍ» په تور د ښځو له نیونو سره پیل شو چې په لارو او سړکونو کې له نجونو او ښځو سره ډېر ناوړه چلند وشو. هغه وایي، له هغې وروسته بیا یوه بله ننګونه چې رامخکې شوه هغه دا وه چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت شته بندیزونه په قانون بدل کړل او ورسره یې نوي بندیزونه هم اعلان کړل.
هغه زیاتوي، چې له ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۴ کال توپیر په دې کې و چې طالبانو غواړي لګېدلي بندیزونه په جدي توګه پرې وتپي.

د بښنې نړیوال سازمان: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول باید ودرول شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول باید ودرول شي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو په غبرګون کې پردغه هېواد غږ کړی، چې د افغان کډوالو نیول، بندي کول او ځورول ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ځورولو او افغانستان ته په زور ستنولو مخه ونیسي.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا مرستیال بابو رام پنت وايي، «په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونو افغان کډوالو ځورونه، د شپې چاپې او خپلسري توقیفونه په دغه هېواد کې د افغانانو پر وړاندې د یوې لویې تبعیضي پالیسۍ برخه ده».

پنت وايي، افغان کډوال په دې خاطر نیول کیږي او ځورول کیږي، چې ټول بايد د اعتراض نه درلودو سند (این اوسي) ترلاسه کړي.

نوموړی وايي، « د پاکستان حکومت په وار وار او په خپل سر داسې تګلارې پلې کړې دي، چې له امله یي په پاکستان کې د افغان کډوالو بې ثباتي زیاتوي، په تیرو ۱۵ میاشتو کې یې زرګونه کسان افغانستان ته ستانه کړي او دغه وروستۍ تګلارې یې له ګواښ سره مخ کسانو ګواښ نور هم زیات کړی.»

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د اعتراض نه کولو سند دې لغو او نیول شوي کسان دې ژر تر ژره خوشي شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان کړنې خپلسرې بڼه لري او د هغو افغان کډوالو د ځورونې لامل شوې چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

دغه سازمان وايي، د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې، ټول کډوال او پناه غوښتونکي که د اوسیدو قانوني اسناد هم ونه لري، د درملنې حق لري او په زور له ستنولو خوندي دي.

د راپورونو له مخې، د جنوري له لومړۍ نیټې راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۸۰۰ ډیر افغانان نیولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاريو او سیمه ييزو مسایلو بحث کړی. طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ پر زياتوالي هم خبرې شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د چار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتې، چې افغانانو ته دوېزو د ورکولو بهیر اسانه کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ د زياتوالي او افغان توکو ته د بازار موندنې اړوند پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به تخنيکي چارې تر سره شي.

له دې ناستې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره لیدلي او د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیده ګۍ ژمنه کړې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې هند د افغانانو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو او سیمه ‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوې ورځې وړاندې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر لاړ.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دغه سفر کی به د دوی پلاوی له اماراتي چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.