• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول باید ودرول شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو په غبرګون کې پردغه هېواد غږ کړی، چې د افغان کډوالو نیول، بندي کول او ځورول ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ځورولو او افغانستان ته په زور ستنولو مخه ونیسي.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا مرستیال بابو رام پنت وايي، «په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونو افغان کډوالو ځورونه، د شپې چاپې او خپلسري توقیفونه په دغه هېواد کې د افغانانو پر وړاندې د یوې لویې تبعیضي پالیسۍ برخه ده».

پنت وايي، افغان کډوال په دې خاطر نیول کیږي او ځورول کیږي، چې ټول بايد د اعتراض نه درلودو سند (این اوسي) ترلاسه کړي.

نوموړی وايي، « د پاکستان حکومت په وار وار او په خپل سر داسې تګلارې پلې کړې دي، چې له امله یي په پاکستان کې د افغان کډوالو بې ثباتي زیاتوي، په تیرو ۱۵ میاشتو کې یې زرګونه کسان افغانستان ته ستانه کړي او دغه وروستۍ تګلارې یې له ګواښ سره مخ کسانو ګواښ نور هم زیات کړی.»

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د اعتراض نه کولو سند دې لغو او نیول شوي کسان دې ژر تر ژره خوشي شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان کړنې خپلسرې بڼه لري او د هغو افغان کډوالو د ځورونې لامل شوې چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

دغه سازمان وايي، د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې، ټول کډوال او پناه غوښتونکي که د اوسیدو قانوني اسناد هم ونه لري، د درملنې حق لري او په زور له ستنولو خوندي دي.

د راپورونو له مخې، د جنوري له لومړۍ نیټې راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۸۰۰ ډیر افغانان نیولي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۵
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاريو او سیمه ييزو مسایلو بحث کړی. طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ پر زياتوالي هم خبرې شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د چار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتې، چې افغانانو ته دوېزو د ورکولو بهیر اسانه کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ د زياتوالي او افغان توکو ته د بازار موندنې اړوند پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به تخنيکي چارې تر سره شي.

له دې ناستې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره لیدلي او د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیده ګۍ ژمنه کړې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې هند د افغانانو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو او سیمه ‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوې ورځې وړاندې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر لاړ.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دغه سفر کی به د دوی پلاوی له اماراتي چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

د انسایډر څیړنه؛ روسي استخباراتو طالبانو ته د هر امریکايي د وژلو پر سر ۲۰۰ زره ډالر ورکول

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۰
د انسایډر څیړنه؛ روسي استخباراتو طالبانو ته د هر امریکايي د وژلو پر سر ۲۰۰ زره ډالر ورکول
100%

د انسایډر او د جرمني د شپیګل مجلې څیړنه ښيي، چې د روسیې پوځي استخباراتو (GRU) څو کاله په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته مالي مرسته ور کړې، چې د امریکا او د هغې متحدو ځواکونو ته زیان ورسوي. څیړنه ښيي چې روسي استخباراتو د دغو عملیاتو لپاره شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالر لګولي دي.

څیړنه وايي، روسي استخباراتو د ګرانبیه تیږو یو سوداګریز شرکت د پردې ترشا کاراوه، چې د افغان منځګړو شبکې پرمخ بوځي. دې شبکې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پیسې رسولې او کله به چې د منځګړو ماموریتونه بشپړ شول، هغوی ته د روسیې اسناد ورکول کېدل او په روسیه کې پناه ورکول کېده.

انسایډر وايي، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر۱۱مه د بګرام هوايي اډه د یوه سخت برید هدف وګرځېده. یو لوی بار وړونکی موټر، چې په زرګونو پونډه چاودیدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو، د اډې په دیوالونو او تخریب شوي کوریایي روغتون ولګېده، چې یوه لویه کنده یې پرېښوده. سرچینه وايي، چې دا برید بهرنۍ جاسوسي اداره په مالي ملاتړ شوی و.

د انسایډر د څیړنې په اساس، روسي استخبارات له۲۰۱۵ څخه راهیسې په پراخه کچه د افغان وګړو د شبکو په جوړولو کې دخیل وو. دې شبکو د طالبانو لپاره منځګړتوب کاوه او د روسیې د استخباراتو لپاره یې کار کاوه. دوی د طالبانو د بریدونو لپاره مالي ملاتړ برابراوه، چې په پایله کې یې د امریکایي او افغان ځواکونو پر ضد ۱۷ بریدونه ترسره شوي.

۲۰۰ زره ډالري انعامونه

د طالبانو لپاره د روسیې مالي مرسته په اوسط ډول د هر وژل شوي امریکایي یا متحد سرتیري لپاره ۲۰۰ زره ډالره وه. رپوټونه ښيي چې روسي استخباراتو د دې عملیاتو لپاره شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

د څیړنې په ترڅ کې د روسیې د استخباراتو د مخکښو کسانو او د افغان منځګړو شبکې ترمنځ اړیکې په ګوته شوې دي. په ورته وخت کې، د امریکا استخباراتي ادارې د روسي استخباراتوپه دې پټو عملیاتو خبرې وې، خو سیاسي لومړیتوبونو د دې مسالې په جدي ډول څیړلو کې خنډ جوړ کړی و.

انسایډر وايي، چې دروسي استخباراتواو طالبانو ترمنځ دغه اړیکې ښيي چې روسیه د امریکا او د هغې له لویدیزو متحدینو سره د نیابتي جګړې په حال کې وه. د دې کړنو هدف د امریکا نظامي حضور کمزوری کول او خپل سیمه ییز نفوذ پراخول و.

د انسایډر څیړنې نه یوازې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې ثابتې کړې، بلکې د روسي استخباراتو هغه افسران یې هم په نښه کړي، چې د دغه پروګرام د همغږۍ مسوول وو.

انسایډر وايي، له۱۸ میاشتنۍ څیړنې وروسته یې د خپلو شریکانو په همکارۍ نوي شواهد ترلاسه کړي چې ښیي د روسیې د GRU (نظامي استخباراتو) ادارې طالبانو ته د امریکا، ایتلاف او افغان ځواکونو پر ضد د بریدونو لپاره د میلیونونو ډالرو مرسته کړې ده. څیړنه وايي، د جي ار یو ۲۹۱۵۵ یونټ، چې په ناټو هېوادونو کې د بمونو او زهرجنو بریدونو تر شا لاس لري، د دې عملیاتو مسوول و.

افغان کم، خو امریکایان ډېر ووژل شي

د ډګلاس لندن په وینا، چې له۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۸ پورې دسي آی اې د جنوبي او سویلي اسیا لپاره د ترهګرۍ ضد مشر و، روسیې غوښتل طالبان ډیر امریکایان ووژني او کم افغانان ووژني. هغوی د روسیې د مالي مرستې له لارې جنګیالي هڅول چې د امریکا پر ضد بریدونو کې ډیر خطرونه ومني.

د پخوانیو افغان او امریکایي استخباراتي چارواکو په وینا، د جي ار یو او طالبانو پروګرام په پیل کې د افغان منابعو په جذبولو پیل شو. بیا یې د وسله والو او مهماتو او منابعو لېږد پیل کړ چې طالبانو له ګاونډي تاجکستان څخه ترلاسه کول، چیرې چې روسیه خپله تر ټولو ستره پوځي اډه لري.

څیړنه وايي، په پای کې دا پروګرام د پیسو په بدل کې شو، چې طالبانو ته د بریدونو لپاره انعامونه ورکول کېدل. د افغانستان د ملي امنیت مخکینیو چارواکو په وینا، دوی د خپلو تحقیقاتو پر اساس د طالبانو لږ تر لږه ۱۷ بریدونه تشخیص کړي، چې د روسیې له خوا یې مالي تمویل شوی و. دوی ته پیسې د پېچلو شبکو له لارې ور ورسېدې.

څیړنه وايي، په ۲۰۱۶ کال کې د عملیاتو سرعت زیات شو، چې دا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو کال و. په ۲۰۱۷ کال کې د نوي حکومت ادارې د جنوبې اسیا لپاره یوه تګلاره منلې وه چې هدف یې پر طالبانو فشار راوستل و، خو یو کال وروسته یې د امریکا اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره مذاکرات پیل کړل. دغه مذاکرات د دوحې تړون رامنځته کړ.

د کندز ښار عملیات

د انسایډر له خوا د تحلیل شويو معلوماتو پراساس، دا روښانه ده چې د روسي استخباراتو ۲۹۱۵۵ یونټ په ۲۰۱۵ کال کې د دې پروګرام لپاره خپل منابع ګومارل پیل کړل. دې یونټ د افغانانو مختلفو شبکو ته د منځګړیتوب، پیسو لیږدونې او له طالبانو سره د اړیکو جوړولو لپاره هڅې پیل کړې. په دې کې د کندوز ښار عملیات هم شامل وو، چې د رحمت الله عزیزي شبکه پکې ډېره فعاله وه. نوموړی د قاچاق پخوانی متخصص و.

عزیزي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مینه لري، په ۲۰۱۵ کال کې اصلاً په روسیه کې میشت و، خو په دوامداره توګه یې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونه ته سفرونه کول. هغه درې روسي پاسپورټونه هم ترلاسه کړي وو چې په مختلفو نومونو صادر شوي وو. عزیزي یو مخفی شرکت جوړ کړ چې د پیسو مینځلو لپاره یې کاراوه، چې د طالبانو جنګیالیو ته پیسې ورکړي. دغه راز یو د سرو زرو د سوداګرۍ شرکت وو چې په مسکو کې د جي ار یو له اصلي مرکزي دفتر سره یې تړاو درلود.

انسایډر له څلورو پخوانیو افغان چارواکو سره خبرې کړې دي، دریو یې په افغانستان کې د ملي امنیت ادارې په لوړپوړو دندو کې کار کړی و. ټول د جي ار یو له پروګرام سره اشنا وو او پوهیدل چې کوم بریدونه د روسیې له استخباراتو سره تړاو لري. د هغوی نتیجه ګیرۍ د هغو افغاني شبکو له غړو څخه د ترلاسه شويو شواهدو پر بنسټ وې چې دملي امنیت له خوا یو نیم کال بندي شوي وو.

د ملي امنیت د سرچینو په وینا، د هر وژل شوي امریکایي یا ایتلافي سرتیري لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره ورکول کېدل، خو د افغان پوځیانو او امنیتي افسرانو د وژلو په بدل کې کمې پیسې ور کول کېدې.

د ملي امنیت یوه پخواني چارواکي د دې پروګرام له لارې اټکل کړی چې روسیې طالبانو ته شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالر ورکړي دي، چې دسي آی اې له سایکلون عملیاتو سره پرتله شوی، چې د ۱۹۸۰مو کلونو په جریان کې یې د شوروي اتحاد خلاف پخواني مجاهدین تقویه کول او درې تر څلور میلیارده ډالره لګښت یې درلود.

«اسټرالیایی طالب» جبراییل ټیموټي په کابل کې ومړ

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۰
«اسټرالیایی طالب» جبراییل ټیموټي په کابل کې ومړ
100%

اسټرالیایی د پوهنتون استاد ټیموټي ویکس چې په اسټرالیايي طالب مشهور و، په کابل کې د سرطان له ناروغۍ ومړ. طالبانو د نوموړي پر مرګ خواشیني ښودلې او هغه یې د دې ډلې ټینګ ملاتړی بللی.

ټیموټي ویکس چې د اوږده وخت لپاره د طالبانو په زندان کې و او وروسته د زندانیانو په تبادله کې خوشی شو، اسلام ومانه او په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر ملاتړ لاندې اوسېده.

هغه وروسته خپل نوم جبراییل عمر غوره کړ او په کابل کې یې ډېر وخت د انګریزي ژبې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې او وايي، چې له ډېر وخت راهیسې له سرطان ناروغۍ کړېده.

هغه په دې وروستیو کې له طالبانو ګیله درلوده، چې پاملرنه نه ور ته کوي.

جاپان د ایران میشتو افغان کډوالو د زده کړو او روغتیا په برخو کې مرسته کوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰
جاپان د ایران میشتو افغان کډوالو د زده کړو او روغتیا په برخو کې مرسته کوي
100%

په تهران کې د جاپان سفیر د ایران د کډوالۍ ملي سازمان سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د کوربه توب په موخه ددغه هېواد ملاتړ کوي. د جاپان سفیر ویلي، چې له ایران میشتو افغان کډوالو سره د زده کړو او روغتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لارې مرستې کوي.

د ایران ټایمز د راپور له مخې، په تهران کې د جاپان سفیر تڅوکادا د ایران د کډوالۍ د ملي سازمان له مشر نادریار احمدي سره په کتنه کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د زده کړو او روغتیا په برخو کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دغه جاپاني چارواکي د کډوالو د کوربه توب په برخه کې د ایران د هڅو ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د هڅو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په ایران کې د جاپان سفیر تڅوکادا وايي، «د یوه مسوول نړیوال لوبغاړي په توګه جاپان پر کوربه ټولنو د بار کمولو به خاطر د مسوولیت شریکولو ته لومړیتوب ورکوي.»

په دې لیدنه کې نادریار احمدي په ایران کې د جاپان له سفیر څخه په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، «موږ تمه لرو چې جاپان له نورو هیوادونو سره یوځای کډوالو ته ډیر بشري خدمتونه وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د روغتیا او تعلیم په څیر زیربنایي برخو کې».

د ایران ټایمز د راپور له مخې، په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره د جاپان مرستې افغان کډوالو ته د زده کړو او روغتیايي خدماتو اړوند پالیسي پیاوړې کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، جاپان په تېره یوه لسیزه کې له یاد سازمان سره د زده کړو او روغتیا په برخه کې تر ټولو مخکښ مرستندوی هېواد دی.

ایراني چارواکو په داسې حال کې په تهران کې د جاپان له سفیر څخه د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د بشري مرستو د همکارۍ غوښتنه کړې، چې نږدې هره ورځ دغه هېواد سلګونه افغان کډوال په زور او خپله خوښه بېرته افغانستان ته استوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوبۍ کې له هندي چارواکو سره ناسته کړې ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوبۍ کې له هندي چارواکو سره ناسته کړې ده
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره په دوبۍ کې لیدلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

په دې ناسته کې هند د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو، او سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

د هند د بهرنیو چارو سکرتر مسري له افغانستان سره د اوږدمهاله دوستۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د نږدې اړیکو یادونه کړې. هغه دغه راز ډاډ ورکړی چې هند د افغانستان د بیړنیو پراختیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی او په دې حساس وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري سره
100%
امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري سره

د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د هند روانې بشري مرستې وڅیړلې، چې په هغې کې د ۵۰ زره متریک ټنه غنمو، ۳۰۰ ټنه درملو، زلزله‌ ځپلو لپاره مرستې، د پولیو او کوویډ واکسینونه، ژمنۍ جامې، د حفظ الصحې توکي او نور شامل دي.

اعلامیه وايي، چې د طالبانو استازو د هند له دوامداره ملاتړه مننه کړې او د نویو پراختیايي پروژو د پیل لپاره یې خپل ملاتړ څرګند کړی.

هند ژمنه کړې، چې د افغانستان د روغتیا سکتور او د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو لپاره اضافي مرستې وکړي. دواړو خواوو د کرکټ په برخه کې د همکارۍ پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، پرېکړه وشوه چې د بشري مرستو او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر کارول زیات شي.

دا ګام د سیمه‌ییز اقتصادي ثبات او اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل شوی دی.

اعلامیه دغه راز وايي، چې د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

دواړو خواوو ټینګار کړی چې باید د اړیکو لارې پرانیستې پاتې شي او په بېلابېلو کچو د منظمې سلا مشورې لپاره کار وشي