• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوبۍ کې له هندي چارواکو سره ناسته کړې ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره په دوبۍ کې لیدلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

په دې ناسته کې هند د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو، او سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

د هند د بهرنیو چارو سکرتر مسري له افغانستان سره د اوږدمهاله دوستۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د نږدې اړیکو یادونه کړې. هغه دغه راز ډاډ ورکړی چې هند د افغانستان د بیړنیو پراختیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی او په دې حساس وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري سره
100%
امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري سره

د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د هند روانې بشري مرستې وڅیړلې، چې په هغې کې د ۵۰ زره متریک ټنه غنمو، ۳۰۰ ټنه درملو، زلزله‌ ځپلو لپاره مرستې، د پولیو او کوویډ واکسینونه، ژمنۍ جامې، د حفظ الصحې توکي او نور شامل دي.

اعلامیه وايي، چې د طالبانو استازو د هند له دوامداره ملاتړه مننه کړې او د نویو پراختیايي پروژو د پیل لپاره یې خپل ملاتړ څرګند کړی.

هند ژمنه کړې، چې د افغانستان د روغتیا سکتور او د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو لپاره اضافي مرستې وکړي. دواړو خواوو د کرکټ په برخه کې د همکارۍ پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، پرېکړه وشوه چې د بشري مرستو او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر کارول زیات شي.

دا ګام د سیمه‌ییز اقتصادي ثبات او اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل شوی دی.

اعلامیه دغه راز وايي، چې د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

دواړو خواوو ټینګار کړی چې باید د اړیکو لارې پرانیستې پاتې شي او په بېلابېلو کچو د منظمې سلا مشورې لپاره کار وشي

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

اقتصادي کارپوهان: د وارداتو او صادراتو ترمنځ کسر د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نیسي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۰
 اقتصادي کارپوهان: د وارداتو او صادراتو ترمنځ کسر د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نیسي
100%

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۲.۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې ۶.۱ میلیارد ډالره و. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ لوی کسر او د لوېدیز بندیزونه د هېواد د اقتصادي ودې مخه نیسي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې صادرات له ۸۵۰ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۸ میلیارد ډالرو ته زیات شوي دي. په ورته وخت کې واردات له ۵.۳ میلیارد ډالرو څخه ۱۰.۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي. سره له دې چې د تجارت په کچه کې زیاتوالی لیدل شوی، خو د وارداتو او صادراتو ترمنځ د انډول نشتوالي په اړه اندېښنې دي.

طالبان د تجارت پرمختګ د بري نښه بولي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې په ۲۰۲۱ کال کې سیاسي بدلون د هېواد د اقتصاد پر ټولو برخو اغېز کړی، خو د افغانستان تجارت، په ځانګړي ډول صادراتو «سل سلنه» پرمختګ کړی.

که څه هم طالب چارواکي دا پرمختګ د اقتصادي ثبات نښه ګڼي، خو کارپوهان وايي چې دا شمیرې ژورې ستونزې پټوي. هېواد لا هم په زیاته کچه پر وارداتو تکیه لري، چې د کورني تولید مخه نیسي او د تجارت کسر زیاتوي.

د لوېدیز بندیزونه او د کورني اقتصاد نازکتیا د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ اغېز کړی دی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان دوه کاله له سخت اقتصادي فشار سره مخ و. که څه هم اقتصاد په ۲۰۲۳-۲۴ کې ۲.۷ سلنه وده کړې، خو د نړیوال بانک د اټکل له مخې، افغانستان ته به شاوخوا یوه لسیزه وخت پکار وي چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د ودې کچې ته ورسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي عرب نیوز ته وویل: « زموږ واردات هره ورځ زیاتیږي، او دا د کورني تولید د پرمختګ مخه نیسي. اړینه ده چې د صادراتو د زیاتولو لپاره اقدامات وشي».

د کسر کمولو لپاره لارې چارې

د سوداګرۍ د کسر کمولو لپاره کارپوهان د کورني تولید پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

اقتصادپوه او د ننګرهار په روښان لوړو زده کړو انسټیټیوټ کې استاد امین ستانکزی وايي، چې د داخلي صنعتونو ملاتړ او نړیوالو بازارونو ته د دوی د لاسرسي اسانتیا اړینه ده.

هغه عرب نیوز ته وویل، « د هېواد د بازار اړتیاوې باید په کور دننه پوره شي او کورني تولید ته وده ورکړل شي، په داسې حال کې چې داخلي وړتیاوې هم باید ښې شي. افغانستان لا هم په بشپړ ډول یو واردوونکي هېواد دی. تر څو چې دا حالت بدل نه شي، د اقتصادي ودې خبرې بې مانا دي».

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ننګونو سره مخ دی، د تجارت شمېرې یو پېچلې انځور وړاندې کوي.

که څه هم د تجارت دوه برابره کېدل د پرمختګ نښه ده، خو د وارداتو زیاتوالی او د بندیزونو اغېز ښيي چې د اوږدمهاله ودې لپاره بنسټیزو اصلاحاتو او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

مولوي کبیر په افغانستان کې د ایران له سفير غوښتي چې افغان کډوال په زور ونه باسي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۰
مولوي کبیر په افغانستان کې د ایران له سفير غوښتي چې افغان کډوال په زور ونه باسي
100%

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبير په افغانستان کې د ایران له نوي سفير سره په ليدنه کې له دغه هېواده غوښتي، چې د کډوالو له جبري ايستلو ډډه وکړي. ایراني سفير د اړيکو پر پراختیا ټينګار کړی او د چابهار بندر فعالول يې د خپل کار لومړیتوب بللی دی.

د طالبانو ارګ د چارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې د طالب استازو او په افغانستان کې د ایران د نوي سفير علي رضا بیګدلي د پېژندګلویزې ناستې خبر ورکړی.

په ناسته کې رضا بيګدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختیا ټينګار کړی او ويلي یې دي چې «د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.»

هغه مولوي کبير ته تهران ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوی کبیر په دې ليدنه کې ویلي، چې له هېوادونو سره اړېکي يې د نورو تر اغیز لاندې نه دي او د سيمه یيز ثبات او اقتصادي پياړتيا په هڅه کې دي.

دغه طالب چارواکي له ایراني پانګوالو او سوداګرو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

عبدالکبير له ايراني سفير څخه د افغان کډوالو اړوند غوښتي چې «افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کډوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.»

که څه هم طالبان او ایران په خپلو کې نږدي اړیکي سره لري خو لا هم د ایران د حقابې او په ایران کې پر افغان کډوالو د کړۍ تنګولو مسایل د دواړو خواوو تر منځ په یوه ترینګلي او لانجمن حالت کې پاتې دي.

د طالبانو ویاند د امریکا د مرستو په تړاو له خپلې اعلامیې ځینې ټکي و اېستل

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰
د طالبانو ویاند د امریکا د مرستو په تړاو له خپلې اعلامیې ځینې ټکي و اېستل
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له دې ډلې سره د میلیاردونو ډالرو امریکايي مرستو په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې له اعلامیې خپرولو څو دقیقې وروسته خپله اعلامیه بېرته اصلاح کړه او د مرستو قطع کولو برخه یې ترې واېسته.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن چهار شنبه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د مرستو په تړاو ادعاوې ناسمې دي.

نوموړي په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و، « موږ هم غواړو چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي، ځکه دغه پیسې د افغانستان د خلکو په هیڅ درد نه خوري.»

خو له څو د قیقو تېریدو وروسته فطرت له خپرې شوې اعلامیې څخه یادې جملې پاکې کړې.

100%

‏هغه وړاندې لیکلي: «هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه لګښتونه دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوې او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې، چې له دوی سره یو ځای له افغانستان نه وتښتېدل.»
‏هغه وایي، کېدای شي د دغو مرستو یوه اندازه د نړیوالو موسسو له لارې د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي.

د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې له بدلون راوستلو داسې برېښي چې دغه ډله د امریکا له نوې ادارې سره په چلند کې محتاطه ده.

ضمیر کابلوف: روسیه په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰
ضمیر کابلوف: روسیه په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي
100%

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او طالبانو دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي. د تاس اژانس د رپوټ له مخې، ضمیر کابلوف وویل، چې دغه کاري ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي.

دغه کاري ډله د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر بنسټ جوړیږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په «سولوویوف» ژوندۍ خپرونه کې وویل، چې دغه فورم به د بین الحکومتي کمېسیون په توګه د لنډمهالي بدیل په توګه کار وکړي.

کابلوف وویل: « دنوي کال په پسرلي کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو لپاره دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي، چې د رژیم د نه رسمیت په دې شرایطو کې به د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو لپاره د بین الحکومتي کمېسیون د ځای ناستې په توګه کار وکړي».

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د طالبانو ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه په رسمیت وپېژندله او په روسیه کې یې د دې ډلې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

روسیه دا مهال له طالبانو سره نږدې ډېپلوماتیکې اړیکې لري او مسکو ویلي، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه غور کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې په روسیه کې د ترهګرو سازمانونو د لنډمهالي تعلیق اجازه ورکړل شوې ده.

د دغه قانون له مخې، د روسیې قضايي ارګانونه په لنډمهالي او مشروط ډول د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلای شي.

د کورمې اوسیدونکو له طالبانو نه د نویو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰
د کورمې اوسیدونکو له طالبانو نه د نویو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، چې د کورمې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو د طالبانو له سفیر سره په لیدنه کې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د نويو لارو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

دغه سفارت پر خپل اېکس لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ د کورمې ولسوالۍ د اهل سنت قومي مشرانو، د کورمې د انجمن فاروقي غړو او په اسلام اباد کې د کورمې د ځوانانو شورا یوه ګډ پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سرپرست سفیر سره کتلي.

یاد سفارت وايي، چې د کورمې ولسوالۍ دغو اوسیدونکو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو ترمنځ د اړیکو، تګ راتګ لپاره د نویو لارو خلاصون او په کورمه ولسوالۍ کې د فرقه يي شخړو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې سرداراحمد شکیب په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې طالبان له ټولو خواوو سره د نیکو اړیکو پلوي کوي او غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه په کامل امن او ثبات کې ګډ ژوند ولري.

د طالبانو سفیر په باور، د ولسونو په مینځ کې د «را ایجاد کړل شویو» ستونزو د دوام پرځای باید مناسبې حل لارې ورته وموندل شي.

په کورمه ولسوالۍ کې څه باندې دوه میاشتې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړې وشوې، چې له امله یې له دواړو لوریو لسګونه کسان وژل شوي او د دې ولسوالۍ او پېښور تر منځ د تګ راتګ لارې بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ شوي.

د کورمې ولسوالۍ قومي مشران په داسې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو له سرپرست سفیر سره پر ډیورنډ کرښه د لارې د خلاصون په تړاو لیدنه کوي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي سوداګریزه لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.