• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ویاند د امریکا د مرستو په تړاو له خپلې اعلامیې ځینې ټکي و اېستل

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له دې ډلې سره د میلیاردونو ډالرو امریکايي مرستو په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې له اعلامیې خپرولو څو دقیقې وروسته خپله اعلامیه بېرته اصلاح کړه او د مرستو قطع کولو برخه یې ترې واېسته.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن چهار شنبه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د مرستو په تړاو ادعاوې ناسمې دي.

نوموړي په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و، « موږ هم غواړو چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي، ځکه دغه پیسې د افغانستان د خلکو په هیڅ درد نه خوري.»

خو له څو د قیقو تېریدو وروسته فطرت له خپرې شوې اعلامیې څخه یادې جملې پاکې کړې.

100%

‏هغه وړاندې لیکلي: «هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه لګښتونه دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوې او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې، چې له دوی سره یو ځای له افغانستان نه وتښتېدل.»
‏هغه وایي، کېدای شي د دغو مرستو یوه اندازه د نړیوالو موسسو له لارې د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي.

د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې له بدلون راوستلو داسې برېښي چې دغه ډله د امریکا له نوې ادارې سره په چلند کې محتاطه ده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

ضمیر کابلوف: روسیه په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰
ضمیر کابلوف: روسیه په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي
100%

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او طالبانو دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي. د تاس اژانس د رپوټ له مخې، ضمیر کابلوف وویل، چې دغه کاري ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي.

دغه کاري ډله د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر بنسټ جوړیږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په «سولوویوف» ژوندۍ خپرونه کې وویل، چې دغه فورم به د بین الحکومتي کمېسیون په توګه د لنډمهالي بدیل په توګه کار وکړي.

کابلوف وویل: « دنوي کال په پسرلي کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو لپاره دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي، چې د رژیم د نه رسمیت په دې شرایطو کې به د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو لپاره د بین الحکومتي کمېسیون د ځای ناستې په توګه کار وکړي».

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د طالبانو ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه په رسمیت وپېژندله او په روسیه کې یې د دې ډلې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

روسیه دا مهال له طالبانو سره نږدې ډېپلوماتیکې اړیکې لري او مسکو ویلي، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه غور کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې په روسیه کې د ترهګرو سازمانونو د لنډمهالي تعلیق اجازه ورکړل شوې ده.

د دغه قانون له مخې، د روسیې قضايي ارګانونه په لنډمهالي او مشروط ډول د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلای شي.

د کورمې اوسیدونکو له طالبانو نه د نویو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰
د کورمې اوسیدونکو له طالبانو نه د نویو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، چې د کورمې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو د طالبانو له سفیر سره په لیدنه کې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د نويو لارو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

دغه سفارت پر خپل اېکس لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ د کورمې ولسوالۍ د اهل سنت قومي مشرانو، د کورمې د انجمن فاروقي غړو او په اسلام اباد کې د کورمې د ځوانانو شورا یوه ګډ پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سرپرست سفیر سره کتلي.

یاد سفارت وايي، چې د کورمې ولسوالۍ دغو اوسیدونکو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو ترمنځ د اړیکو، تګ راتګ لپاره د نویو لارو خلاصون او په کورمه ولسوالۍ کې د فرقه يي شخړو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې سرداراحمد شکیب په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې طالبان له ټولو خواوو سره د نیکو اړیکو پلوي کوي او غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه په کامل امن او ثبات کې ګډ ژوند ولري.

د طالبانو سفیر په باور، د ولسونو په مینځ کې د «را ایجاد کړل شویو» ستونزو د دوام پرځای باید مناسبې حل لارې ورته وموندل شي.

په کورمه ولسوالۍ کې څه باندې دوه میاشتې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړې وشوې، چې له امله یې له دواړو لوریو لسګونه کسان وژل شوي او د دې ولسوالۍ او پېښور تر منځ د تګ راتګ لارې بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ شوي.

د کورمې ولسوالۍ قومي مشران په داسې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو له سرپرست سفیر سره پر ډیورنډ کرښه د لارې د خلاصون په تړاو لیدنه کوي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي سوداګریزه لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

په جرمني کې د یوه پولیس په قتل د تورن افغان محاکمه پیلیږي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰
په جرمني کې د یوه پولیس په قتل د تورن افغان محاکمه پیلیږي
100%

د جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت د مرکز شټوټګارټ محکمه د هغه افغان بریدګر محاکمه پیلوي، چې په منهایم ښار کې یې په چاړه یو پولیس وژلی و او پنځه نور کسان یې ټپیان کړي وو.

۲۵ کلن سلیمان عطایي د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د منهایم ښار په مارکټ پلاټز سیمه کې د اسلام ضد ډلې پکس اروپا پر غړو برید وکړ، چې شپږ تنه یې ټپیان کړل. په ټپیانو کې یو تن ۲۹ کلن پولیس رووین لاور و، چې وروسته په روغتون کې له ژورو ټپونو ومړ.

په هغو ویډیوګانو کې چې له پېښې خپرې شوې، پولیس د نوموړي پرخلاف خپله وسله ونه کاروله او غوښتل یې پر نورو کسانو د چړو له بریده یې را وګرځوي.

دې پېښې په ټول جرمني کې خلک د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې حساس کړل.

اوس ټاکل شوې ده چې د راتلونکې فبروري میاشتې پر ۱۳مه په شټوټګارټ کې د نوموړي علني محاکمه پیل شي.

د شټوټګارټ محکمې اعلان وکړ چې دا به د دولت د امنیت قضیه وي. تورن له قتل او د قتل د پنځو هڅو له تور سره مخ دی.

عطایي له جون میاشتې راهیسې په توقیف کې دی او د نومبر په میاشت کې د فدرالي څارنوالۍ له خوا تورن اعلان شو.

د شټوټګارت عالي محکمه وايي، د تورن په اړه په تور کې ویل شوي چې هغه له داعش ډلې سره خواخوږي لري او د دوی نظریه مني. ویل شوي هغه د ۲۰۲۴ کال د مې تر پیل پورې په جرمني کې پر «بې‌ دینه خلکو» د برید هوډ درلود.

د ځوان پولیس رووین لاور پر مړینه په ټول جرمني کې ژوره خواخوږي وښودل شوه. له برید څو ورځې وروسته د پولیسو په وینا، شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو په منهایم کې د څلي شاوخوا راټول شول.

د جرمني خبري اژانس د رپوټ له مخې، بریدګر په ۲۰۱۳ کال کې د ځوان په توګه جرمني ته راغلی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه. د هغه غوښتنه په ۲۰۱۴ کال کې رد شوه، خو د ځوانۍ عمر له کبله د اخراج بندیز پرې ولګول شو. بریدګر له خپلې جرمنۍ-ترکۍ مېرمنې او دوو ماشومانو سره د هیسن ایالت په هیپېنهایم کې اوسېده، چې د منهایم شمال ختیز خوا ۳۵ کیلومتره لرې پروت دی.

له دې وړاندې د جرمني فدرالې څارنوالۍ هم ویلي و، چې سلیمان عطايي له داعش سره خواخوږي او ایډیالوژیکي مشترکات لري.

حمدالله فطرت: د امریکا له‌خوا زموږ سره د میلیاردونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۱۸ GMT+۰
حمدالله فطرت: د امریکا له‌خوا زموږ سره د میلیاردونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي
100%

‏د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د امریکا له‌خوا دوی سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي او دوی یې په کلکه ردوي.

هغه وایي، چې امریکا دغه پېسې د خپلو ځواکونو او افغان همکارانو په اېستلو لګولي دي.

تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي و، چې امریکا طالبانو ته په مېلیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده.

هغه ویلي، چې پر طالبانو باید مرستې بندې شي.
تر هغه وړاندې د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ټیم بورچټ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د نغدي مرستو د سملاسي بندولو غوښتنه کړې وه.
‏ښاغلي فطرت پر اېکس پاڼه د یو بیان په خپرولو سره ویلي، دغه ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم په خپلو موخو لګولي او هڅه کوي چې له دې لارې د طالبانو پر ضد پروپاګند وکړي.

په دغې لیکنه کې راغلي، امریکا نه یوازې دا چې دوی ته یوه روپۍ هم نه ده ورکړې؛ بلکې د افغانستان د خلکو مېلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.
د هغه په وینا:« موږ هم غواړو، چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه ودروي؛ ځکه چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو په درد نه خوري.»
‏ هغه زیاته کړې، چې د دوی ډله له امریکا څخه د کومې مرستې تمه نه لري او نه یې هم د مرستې غوښتنه کړې.
‏هغه وړاندې کاږي: «هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه لګښتونه دي چې ډېره برخه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوې او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې، چې له دوی سره یو ځای له افغانستانه وتښتېدل.»
‏هغه وایي، کېدای شي د دغو مرستو یوه اندازه د نړۍوالو موسسو له لارې د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي.

د امریکا د کانګرس غړی: بل ترهګریز برید به له طالبانو سره د مالي مرستو له لارې تمویل شي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۰
د امریکا د کانګرس غړی: بل ترهګریز برید به له طالبانو سره د مالي مرستو له لارې تمویل شي
100%

د امریکا په کانګرس کې مقاومت جبهې ته نږدې استازي ټیم برچیټ په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو له خوا د امریکا د مالي مرستو د استفادې په اړه خبرداری ورکړ.

هغه ادعا وکړه، چې «راتلونکی ترهګریز برید به د امریکایانو په پیسو ترسره شي.»

نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبه په ورځ د ټرمپ د سلاکار اېلان ماسک د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې ایا د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو لاس ته ځي؟

بورچټ پر اېکس پاڼې کاږلي: «هو، موږ دغه کار کوو. (په متحده ایالاتو کې) بل ترهګریز برید سل په سلو کې د امریکایی مالیه ورکوونکو له خوا تمویل کېږي.»

ټیم بورچټ د امریکا د استازو مجلس یو له هغو څو غړو څخه دی، چې د مقاومت له جبهې سره ښې اړیکې لري او د طالبانو په وړاندې د دغې ډلې د جګړې ملاتړ کوي.

ښاغلي بورچټ د مقاومت جبهې د مطرح کولو لپاره احمد مسعود او امرالله صالح ته بلنه ورکړې، چې امریکا ته سفر وکړي.

بورچټ تېره ورځ هم له ټرمپ څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره د امریکا مالي مرستې بندې کړي.

د هغه په ​​وينا، له افغانستان سره د واشنګټن مرستې طالبانو ته ځي.

د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې امریکا طالبانو ته په ملیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې طالبانو ته باید مرستې و نه لېږل شي.