• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو خبرداری: ۱۳ میلیونه سوریایان د خوړو له کمښت سره مخ دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر وویل، چې د سوریې بشري وضعیت د وروستیو پرمختګونو سره سره لا هم خراب دی او ۱۳ میلیونه انسانان د خوراکي توکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

فلیچر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل، د ډسمبر په لومړیو کې د اوږدې مودې ډیکتاتور بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو راهیسې امنیت ټینګ شوی او میلیونونو خلکو د مرستو ترلاسه کول بیا پیل کړي، خو لا هم ملاتړ ته اړتیا ده.

فلیچر وویل: "نږدې ۱۳ میلیونه سوریایان لاهم د خورا سخت خوراکي کمښت سره مخ دي."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د منځني ختیځ کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ فلسطینیان وژل شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰

الجزیرې د روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بل پلو د اسراییلي سرتېرو او محافظینو له ۸۰۰ څخه زیاتو والدینو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې «موږ نه غواړو چې غزه زموږ د ماشومانو هدیره شي.»

په غزه کې د اسراییل په برېدونو کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې لږ تر لږه ۴۶ زره فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۹ زره او ۳۷۸ نور ټپیان شوي دي.

په همدې موده کې د حماس په مشرۍ د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ تنه په اسراییل کې وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي دي.

متحده عربي اماراتو د خپلو اوسیدونکو لپاره د کورنۍ نوي قوانین اعلان کړل

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د کورنۍ د نوي قانون له مخې، که چیرې څوک د ماشومانو د امارتي تذکرې یا پاسپورټ څخه ناوړه ګټه پورته کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي. همدا راز له دغو قوانینو څخه سرغړونکي به جریمه او بندیان شي.

د کورنۍ نوي قوانین به په اماراتو کې د ټولو کورنیو لپاره تطبیق کیږي، هغه که د امارتي وګړو کورنۍ وي او یا هم د بهرنیو اتباعو کورنۍ. نوی قانون د تابعیت پر بنسټ توپیر نه کوي او د ټولو لپاره یو شان دی.

پخوانیو قوانینو کې اکثراً د تابعیت پر بنسټ توپیرونه موجود وو. د اماراتي اتباعو لپاره ځانګړي حقونه او اسانتیاوې برابرې وې، په داسې حال کې چې بهرنیو اتباعو ته دا حقونه محدود وو.

د نوي قانون له مخې، د ماشومانو د ساتنې له قانون څخه سرغړونکو ته سزا هم ورکول کیږي، د دغه قانون له مخې د ماشومانو د ساتنې عمر هم غځول شوی دی.

د کورنۍ د نوي‌ قانون له مخې، هغو میندو ته هم چې مسلمانې نه دي د ماشومانو د ساتنې حق ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د ۱۵ کلونو ماشومان به په خپله پرېکړه کوي چې دوی له چا سره ژوند کول غواړي.

تر دې مخکې، غیر مسلمانې میندې به په محدودو مواردو کې د ماشومانو د ساتنې حق ترلاسه کاوه.

د متحده عربي اماراتو د کورنۍ نوی قانون به د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې نافذ شي.

د جوزف عون ټاکنې لبنان کې د ولسمشر د نه شتون دوه کلن بحران پای ته ورساوه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۰

د لبنان پارلمان د پنجشنبې په ورخ، دغه هېواد کې د ولسمشر د نه شتون دوه کلن بحران پای ته ورساوه او د پوځ مشر جوزف عون یې د دغه هېواد ولسمشر وټاکه.

دا د پارلمان دیارلسمه غونډه او په تېرو ۱۹ میاشتو کې لومړۍ غونډه وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ترسره شوه. دا غونډه د پارلمان د مشر نبي بیري له خوا رابلل شوې وه چې د ټاکنو په ترسره کېدو یې ټینګار وکړ. په دې ټاکنو کې جوزف عون د څلورو جدي سیالانو په ډله کې مخکښ و.

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږي کوونکې جینین هینس پلاسچارټ له عون څخه غوښتي، چې پرته له کوم ځنډه خپل لومړی وزیر وټاکي. هغې وویل: «هغه دندې چې د لبنان دولت ورسره مخ دی ډېرې سترې دي، وخت نه باید ضایع شي.» هغې زیات کړه: «دا هغه وخت دی چې هر پرېکړه کوونکی باید د لبنان ګټې د شخصي یا سیاسي ګټو څخه لومړۍ وګڼي.»

د جوزف عون مخالفین ادعا کوي، چې په دې ټاکنو کې بهرنۍ مداخله شوې، ځکه چې متحده ایالاتو، فرانسې او سعودي عربستان د هغه لپاره په ښکاره توګه کمپاین کاوه. له ریاض څخه غوښتل شوي و، چې د اقتصادي بیا رغونې او جوړونې لپاره مالي مرستې چمتو کړي.

۶۰ کلن تجربه لرونکی پوځي سرتېری جوزف عون د لبنان په تاریخ کې د دغه هېواد پنځم د پوځ مشر دی چې د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي.

د عون مخالفینو دا هم وویل، چې د عون کاندیداتوري د اساسي قانون خلاف ده، ځکه چې د هغه له لوړ دولتي موقف څخه لا دوه کاله نه دې پوره شوي.

روسي ځواکونو ۲۰۲۴ کال کې د اوکراین ۴۰۰۰ کیلومټره مربع ځمکه نیولې، مرګ ژوبله یې څومره ده؟

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۰

روسي ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې د اوکراین ۴۰۰۰ کیلومټره مربع نوره ځمکه هم نیولې، خو دا پرمختګونه یې له تلفاتو خالي نه دي. راپورونه ښيي، چې روسیې د اوکراین په خونړۍ جګړه کې لکونه سرتېري له لاسه ورکړي.

د روسیې او اوکراین په جګړه کې د پوځیانو د تلفاتو د شمېرو تاییدول ستونزمن کار دی، ځکه چې کارپوهان دا جګړه د داستانونو جګړه بولي خو د راپورونو له مخې، روسیې په دغه جګړه کې د نورو جګړو په پرتله ډېر سرتېري له لاسه ورکړي.

د اوکراین د لوی درستیز ډګروال اولیکسندر سیرسکي په وینا، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۰ پورې، ۴۲۷ زره روسي سرتېرو ته په جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې.

خو د اوکراین د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې، چې د جنورۍ په دویمه خپره شوې، راغلي چې د روسیې ۴۳۰ زره او ۷۹۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وروستيو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کې د روسیې سرتېرو زیانونه په اوسط ډول هره ورځ ۱۱۸۰ او په هر مربع کیلو متر کې شاوخوا ۱۰۳ تنه ښودل شوی.

د اوکرایني چاوراکو په وینا، د روسیې تلفات د کال په پای کې زیات شوي. د دفاع وزارت ویلي چې د نومبر په میاشت کې تر ټولو زیات تلفات ۵۴ زره او ۷۲۰ او په ډسمبر میاشت کې ۴۸ زره او ۶۷۰   تنه وو خو څرګنده نه ده چې په دغو روسي پوځیانو کې څومره وژل شوي او څومره ټپیان شوي دي.

بل پلو د روسیې د خپلواکۍ وېبپاڼې میدیازونا د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۱۷مې پورې لږترلږه ۳۱ زره او ۴۸۱ روسیي پوځیان وژل شوي دي.

میدیازونا ددغه مالوماتو په ترلاسه کولو کې خلاصې سرچینې کارولي، چې زیاته برخه مالومات یې له ټولنیزو رسنیو ترلاسه کړي دي.

د میدیزونا ویب پاڼه وايي، چې د ۲۰۲۴ لپاره شمېرې "لومړنۍ پایلې" دي، او ۲۰۲۴ داسې ښکاري چې د جګړې ترټولو خونړی کال وي.

روسیې په دې اونۍ کې ادعا وکړه، چې د اوکراین په ختیځ کې یې د سرچینو بډایه ښار کورخوف یې نیولی دی.

په واشنګټن ډي سي کې د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ (ای ایس ډبلیو) له خوا راټول شوي جغرافیایي شواهدو له مخې، روسیي ځواکونو په ۲۰۲۴ کې د اوکراین ۴۱۶۸ مربع کیلومتره ځمکه ترلاسه کړې.

څېړنیز راپور؛ د ننګرهار لپاره د طالبانو والي "محمد نعیم" د قاچاق شبکې کلیدي لوبغاړی دی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د ۲۰۱۲م کال په نومبر میاشت کې متحدو ایالتونو د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي محمد نعیم بړېڅ په جنوب کې د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر بللی و او ویلي یې وو، چې بړېڅ په هلمند ولایت کې د تاریاکو په تولید او له دغه ولایت څخه بهر ته د هیرویینو په قاچاق کې مهمه ونډه لري.

په کندهار کې، حاجي ګل محمد بړیچ، چې په محمد نعیم بړیڅ مشهور دی، د ایران لپاره د طالبانو په ډله کې یوه اغیزناکه څېره بلل کېږي. بړېڅ چې په نعیم بړېڅ مشهور دی، په ۱۹۶۹م کال د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون بړېڅ دی.

نوموړی د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د قومونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر او ورپسې د ملکي هوايي چلند د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو رژیم له نسکورېدو وروسته هغه د کندهار له لارې کوېټې ته لاړ او هلته یې صرافي پیل کړه، چې له لنډې مودې وروسته پرې پاکستاني پولیسو چاپه ووهله. نعیم بړېڅ په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستاني پولیسو له خوا د تورو پېسو د سپینولو په تور ونیول شو خو له دوو اونیو زندان وروسته بېرته خوشې شو او له خپلې مشرې مېرمنې سره ایران ته لاړ. له لنډې مودې وروسته بېرته کوېټې ته وګرځېد او هلته د طالبانو د پوځي کمېسیون غړی وټاکل شو.

محمد نعیم بړېڅ په هلمند کې د ګردي ځنګل شورا جوړه کړه او وروسته د هلمند لپاره د طالبانو والي وګومارل شو. نوموړی په سیمه ییزه کچه د ډالرو قاچاقبر یادېده او د افغانستان له جنوبي ولایاتو څخه یې ایران ته د تورو پېسو د قاچاق دنده هم ترسره کوله.

نعیم بړېڅ په بهرامچه کې د مخدره توکو فابرېکې لرلې، چې په ۲۰۰۹م کال کې یې پر فابریکو بمبارد وشو او د نوموړي د تره زوی پکې ووژل شو.

د منځني ختیځ د څېړنو انسټیټیوټ د انټرپول په حواله ویلي چې نعیم بړېڅ د «راحت ټرېډیننګ کمپنۍ» په نوم د ملګرو ملتونو تر بندیز لاندې پیسې د تبادلې شرکت څخه کار اخیستی.

هغه د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وړاندې د لویدیځې حوزې لپاره د طالبانو نظامي مسوول و او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې سختې جګړې کړې دي.

نعیم بړېڅ یو له هغو طالب قوماندانانو څخه و، چې د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ لپاره یې ګڼ طالب قوماندانانو ته جرګې لېږلې وې او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له نږدې دوستانو څخه ګڼل کېده.

د ۲۰۱۲م کال په نومبر میاشت کې متحدو ایالتونو په هلمند کې د طالبانو یاد والي محمد نعیم بړېڅ د افغانستان په جنوب کې د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر بللی و او ویلي یې و، چې بړېڅ په هلمند ولایت کې د تاریاکو په تولید او له دغه ولایت څخه بهر ته د هیرویینو په قاچاق کې مهمه ونډه لري.

امریکا ویلي و، چې قوماندان بړېڅ په هلمند کې د طالبانو مشر دی او د پاکستان او ایران له لارې د مخدره موادو د قاچاق امکانات برابروي.

د امریکا حکومت د مخدره موادو د قاچاق د مشرانو د نوملړ قانون (Kingpin Act) له مخې، حاجي ګل محمد (نعیم) بړیڅ په دې تور نومول شوی و، چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې یې تنظیمولې.نوموړی د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې هم شامل دی.

ملا نعیم بړېڅ درې مېرمنې لري چې په کابل، ننګرهار او هلمند کې اوسیږي او د راپورونو له مخې د نوموړي دویمه مېرمن د ایران بلوڅه ده.

بشپړ څېړنیز راپور:

د طالبانو له رهبر څخه چاپېر شپږ ایراني پلوه قوماندانان