• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د اسلام اباد په کوربتوب «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړو» کنفرانس کې کډون ونه کړ

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

طالبانو، چې د نجونو پر زدکړو یې بندیز لګولی، د پاکستان په کوربتوب په اسلامي نړۍ کې د نجونو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې له ګډون ډډه کړې. د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، "موږ افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د افغان حکومت هیڅ استازی کنفرانس ته حاضر نه شو."

دا کنفرانس په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زدکړې د ودې لپاره جوړ شوی دی.

په افغانستان کې طالبانو بیا واکمنېدو سره د نجونو پر زدکړو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي نو له همدې امله د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دغه کنفرانس کې د نه کډون په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم کوم غبرګون ښودلی دی.

د دغه دوه ورځني کنفرانس په پای کې به د مسلمانو هېوادونو له لوري‌ یو پرېکړه لیک هم خپور شي.
د مسلمانو هېوادونو په دغه کنفرانس کې به د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو زدکړو پر وړاندې د ننګوونو او شته فرصتونو په تړاو خبرې وشي او د حل لارې چارې به ورته ولټول شي.

د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم" تر سرلیک لاندې کنفرانس نن او سبا په پاکستان کې د ۴۰ زیاتو اسلامي هېوادونو په ګډون سره جوړ شو.
د طالبانو مشر ملا هبت الله چې ځان د مسلمانو امیرالمومنین ګڼي بیا پر نجونو او ښځو خپل بندیزونو ته د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې دوام ورکو‌ي چې په تازه اقدام کې یې نجونې له طبي زدکړو هم وګرځولې.
طالبان نه یوازې دا چې د نجونو د زدکړو په مخالفت کې د افغانانو له لوري ننګول شوي بلکې مسلمانو هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم پرې توندې نیوکې کړي؛ خو طالبانو دغو نیوکو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د نجونو پر زدکړو له بندیز سره پاکستان ۳۳ سلنه سکالرشیپونه افغان مېرمنو ته بېل کړي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړو له بندیز سره د افغان چارو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایی، چې د علامه اقبال سکالرشیف پروګرام کې یې ۳۳ سلنه سکالرشیپونه افغان مېرمنو ته ځانګړي کړي. محمد صادق وايي، په اوسني پړاو کې ټول ۲۴۰۰ سکالرشېپونه افغان ځوانانو ته ور کوي.

ښاغلي صادق په مشرۍ د افغانستان د مرکزي اسیا /اذربایجان د بین الحکومتي همږغۍ د څانګې د یوې غونډي تر مشري وروسته نن دا خبره په خپل اېکس کې کړې ده.

محمد صادق وايي، په دې غونډه کې د پاکستان د لوړو زدکړو کمیسیون رییس، په افغانستان کې د پاکستان سفیر او د نورو وزارتونو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د نوموړي په خبره، د علامه اقبال سکالرشییپونو پروګرام په دویم پړاو کې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه اعلان شوي دي.

د هغه په خبره، د طب، انجینرۍ، کرنې او نورو برخو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې دا بورسونه بشپړ تمویل لري.

محمد صادق زیاتوي، چې په دې میاشت کې به له ۲۲ زرو ډیرو زدکوونکو انلاین ازموینه واخیستل شي او دا پروسه به د ۴۵ ورځو په اوږدو کې بشپړه شي.

سره له دې چې په افغانستان پر نجونو د زدکړو بندیز لګول شوی دی، خو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان وايي، په دغو بورسونو کې یې افغان مېرمنو ته هم ۳۳ سلنه بورسونه ځانګړې کړي دي.

خو نوموړي نه دي ویلي، چې افغان نجونې به څنګه په دې پروګرام کې ګډون کوي، ځکه طالبانو نه یواځې د دوی پر زدکړو بندیز لګولی، ان بهر ته یې د زدکړو لپاره د تلو هم مخالف دي.

دې ډلې دوبۍ ته هم د لوړو زدکړو لپاره د افغان نجونو د تګ مخه په کابل هوايي ډګر کې ونیوه، خو هغوی بیا د پاکستان له لارې ووتې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په داسې حال کې افغانانو ته د سکالرشیپونو د اعلانولو خبر ورکول کیږي، چې د تېرو دوو اونیو راهیسي پولیسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو، بندي کولو او جبري ډول افغانستان ته د ستنولو عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې د پاکستانيی پولیسو له لورې د افغان کډوالو د نیولو په تازه عملیاتو کې تردې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډییر افغان کډوال نیولي دي.

پر مېرمنو طالبي بندیزونه؛ افغانې مېرمنې په تېر کال کې له سختو بندیزونو سره مخ شوې دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

ادیبې هیله درلوده، چې ډاکټره شي او د افغانستان د کمزوري روغتیايي نظام په بیا رغونه کې مرستندویه تمامه شي، خو دا خوب په دویم ځل له هغې واخیستل شو.

لومړی هغه وخت چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل، هغې خپلې حقوقي زده کړې پرېښودې.

ادیبه هغه مهال په ډېپرېشن اخته شوه او هر وخت به یې ژړل، خو له یوه ارواپوه سره تر څو ناستو وروسته یې رواني حالت څه نا څه ښه شو او کورنۍ یې هغه دوه کلنو طبي زده کړو ته وهڅوله. خو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر ښځې له طبي زده کړو څخه منع شوې، ۲۳ کلنه ادیبه اوس خپلې ورځې په کور کې د چوپتیا په حالت کې تېروي.

د هغې مور په ستومانوونکي غږ وویل: «هغه نه څه خوري او نه خبرې کوي».

د ادیبې مور چې په ښوونځي کې د شپږمو ټولګیو د ساینس ښوونکې ده، وایي، دا دویم ځل دی چې لور یې د زده کړو په برخه کې ضربه ویني او هغه په اروایي ناروغۍ اخته کېږي.

په تېرو دریو کلونو کې طالبانو یو منظم پلان پلي کړی چې له زده کړو او کار څخه تر حرکاتو او حتا خبرو کولو پورې د افغان ښځو د ژوند هره برخه هدف ګرځوي.

په کابل او یوشمېر هېوادونو کې افغان فعالانې او لوستې مېرمنې په دې اند دي، چې طالبان له لوستو او پوهو ښځو وېره لري او له دې امله پر دوی بندیزونه لګوي څو د دوی غږونه ډب کړي.

100%

د ښځینه و کارکوونکو د تنخوا کمول
د طالبانو د چارو ادارې د ۲۰۲۴ کال (د جون په ۵مه) خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده.
په دغه ليک کې د طالبانو د چارو ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي و، چې (د غبرګولي ۱۵مې) څخه به د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.
د طالبانو دې کړنې یو وار بیا د ښځو د حقونو فعالانو توند غبرګونونه راوپارول.
دغه ګام هغو ښځینه و کارکوونکو ته ستونزې راولاړې کړې، چې د کورنۍ یوازینۍ روزي راوړونکې دي او اوس یې اقتصادي ستونزې لا ډېرې شوې دي.

په ځیرکو مبایلونو بندیز
په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو (د سپټمبر په ۱۴مه) په جوماتونو کې ملا امامانو ته لارښوونه کړې وه، چې په خپلو سیمو کې دې مېرمنې د ځیرک مبایل له کارولو منع کړي.
طالبان په دې اند دي، چې د ځیرکو مبایلونو او خواله رسنیو کارول ښځې د «فحشا» پر لور بیایي.
له هغه وروسته بیا طالبانو (د ډسمبر پر ۱۸مه) د ننګرهار ولایت په ښار او بازار کې د ښځو او نجونو د ځیرکو مبایلونو د پلټلو بهیر پیل کړی و.
په ننګرهار ولایت کې ښځې او نجونې شکایت کوي، چې ورځ تر بلې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ کېږي او اوس له وېرې خپل ځیرک موبایلونه له کوره بهر له ځان سره نه شي ګرځولی.
دغه مېرمنې وایي، چې ورځ په ورځ نړۍ د ټېکنالژۍ له اړخه مخ پر وړاندې روانه ده خو دغه ډله هڅه کوي، چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ښځې د پرمختګ پرځای شاتګ وکړي.

د ښځو پر تور عربي حجاب بندیز
طالبانو د روان میلادي کال په پیل کې څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې خبر ورکړی، چې د ښځو لپاره د تورو عربي حجابونو پر اغوستلو یې بندیز لګولی دی.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکو په جنورۍ میاشت کې د جوماتونو له لارې خبر ورکړی و، چې ښځو ته د تور عربي حجاب اغوستل منع دي، ځکه چې سترګې یې ترې ښکاري.
دغې ډلې ویلي و، چې ښځې د تور حجاب پر ځای د بورقو پر اغوستلو مکلفې دي.
له بلې خوا د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو د دولتي او خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته (د جولای پر ۴مه) سپارښتنې کړې وې، چې «شرعي حجاب» له پامه ونه غورځوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د (چنګاښ په ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د بامیان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ورغلي او هلته یې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د «شرعي حجاب» د مراعتولو په اړه سپارښتنې کړې دي.
په هلمند ولایت کې (د ډېسمبر په ۶مه) طالبانو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی و، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې دې د مېرمنو لپاره چادرۍ وپلورل شي. په دغه ولایت کې امربالمعروف له ښځو هم غوښتي و، چې د حجاب پر ځای دې شنې چادرۍ پرسر کړي.
ځینې مېرمنې د طالبانو له دغه بندیزه ناخوښې دي او وایي، چې دوی سم شرعي حجاب مراعتوي خو طالبان غواړي چې ښځې چادرۍ پر سر کړي.
له بل پلوه طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د «بد حجابۍ» په تور نجونې او ښځې نیولې وې.

د ښځو د دندو او تګ راتګ پرمهال د محرم شرط
که څه هم طالبانو په تېرو دوو کلونو کې هم د سفرونو پرمهال د ښځو او نجونو لپاره محرم شرط ګڼلی و، خو په روان کال کې یې د دندو او تګ راتګ پرمهال هم د محرم شرط حتمي ګڼلی.
(د اپرېل پر ۵مه) په کندهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د دعوت او ارشاد مدیریت په دغه ولایت کې د یوه مکتوب په استولو سره د ټولو روغتیايي مرکزونو پر ښځینه کارکوونکو نوي بندیزونه لګولي وو.
د دغه ریاست له خوا په خپور شوي مکتوب کې راغلي و، چې ښځینه کارکوونکې دې ځانګړی حجاب ولري او پرته له محرمه دې تګ راتګ نه کوي.
له هغه وروسته د کندهار له بېلابېلو روغتيايي مرکزونو څخه يو شمېر ښځينه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د امربالمعروف کارکوونکو ورته خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي.
دغو روغتیاپالانو ويلي و، چې د طالبانو دغه ادارې د موضوع د څارنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته خپل کسان هم معرفي کړي دي.
د ښځو د حقونو فعالانې بیا په دې اند دي، چې طالبان د دغو بندیزونو په لګولو سره غواړي ښځې دې ته اړ باسي چې خپلې دندې پرېږدي.

100%

بشري حقونه او د مېرمنو وضعیت
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د ښځو لپاره یو بد کال و.
هغه وایي، دا کال د «بدحجابۍ» په تور د ښځو له نیونو سره پیل شو چې په لارو او سړکونو کې له نجونو او ښځو سره ډېر ناوړه چلند وشو. هغه وایي، له هغې وروسته بیا یوه بله ننګونه چې رامخکې شوه هغه دا وه چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت شته بندیزونه په قانون بدل کړل او ورسره یې نوي بندیزونه هم اعلان کړل.
هغه زیاتوي، چې له ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۴ کال توپیر په دې کې و چې طالبانو غواړي لګېدلي بندیزونه په جدي توګه پرې وتپي.

د ایران د بشري حقونو سازمان: اسلامي جمهوریت تېر کال ۳۱ ښځې اعدام کړې دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې مرکز یې په ناروې کې دی، خبر ور کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۲۴ کال کې ۳۱ ښځې په بېلابېلو تورونو اعدام کړې دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا په تېرو ۱۵ کلونو کې د ښځو د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره وه.

د بشري حقونو دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د مرغومي ۱۷مه «په ایران کې د ښځو او د اعدام سزا» په سرلیک یو راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ایران اسلامي جمهوریت لږ تر لږه ۲۴۱ ښځې په بېلابېلو تورونو اعدام کړې دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ ښځې د قتل په تور او ۱۲ ښځې د نشه يي توکو په تور اعدام شوې دي.

په راپور کې راغلي: "د قتل په بدل کې د ښځو اعدام اوس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی ځکه چې د ایران د بشري حقونو سازمان په سیسټماټیک ډول په ایران کې اعدامونه ثبت کړي دي."

دغه راپور ښیې چې د دغو اعدامونو له جملې ۲۷ یې د ایران اسلامي جمهوري دولت رسمي بنسټونو او رسنیو نه دي اعلان کړې، په داسې حال کې چې یوازې څلور یې په رسمي توګه اعلان شوې دي.

معترضې مېرمنې:‌ امنه محمد دې نصیحتونه پرېږدي، د افغان ښځو د حقونو لپاره دې عملي کار وکړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

د ښځو د ازادۍ فانوس په نوم غورځنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان ښځې نصیحتونو ته اړتیا نه لري. دغه ښځې وايي، د دوی تر پښو لاندې شوي حقونه دې بېرته ورکړل شي.

افغان ښځې غواړي چې د عدالت غوښتنې غږ یې واورېدل شي، څو نړۍواله ټولنه د دوی له لاسه وتلي حقونو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ښځو د ازادۍ فانوس په نوم د معترضو مېرمنو غورځنګ د (مرغومې ۱۶مه)‌ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امنه محمد هغه ژمنې ته درناوی لري، چې د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ به د اسلام په رڼا کې وکړي ؛خو په وینا یې، اصلي اسلام یو داسې دین دی چې د ټولو انسانانو لپاره ازادي، عدالت او وقار تضمینوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو واکمنۍ کې ښځې له خورا بد وضعیت سره مخ دي او هره ورځ پر دوی له دین څخه په ګټې اخیستنې د ناسمو روایتونو په رڼا کې بندیزونه لګوي.

اعلامیه کې راغلي‌ چې طالبانو په ناحقه د اسلامي ارزښتونو برعکس د ښځو د کار او زده کړو بندیزونو ته دیني توجیه ورکوي چې هېڅ ډول اسلامي اساس نه لري.

د ښځو د حقونو دغه ملاتړی غورځنګ په دې باور دی چې دا ډول ناسمو تعبیرونو نه یوازې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې اسلامي بنسټونو او افکارو ته یې هم زیان رسولی دی، ځکه چې د دوی په خبره اسلام عدالت او برابرۍ ته لومړیتوب ورکړی.

د فانوس غورځنګ له ملګرو ملتونو او له مرستیالې یې امنه محمد په ګډون له نورو نړۍوالو ادارو څخه غواړي چې د افغان ښځو د حقونو د بېرته لاسته راوړلو لپاره دې قوي دریځ غوره کړي.

دغه غورځنګ سپارښتنه کړې چې د افغان ښځو پر حقونو لګول شوي بندیزونه باید هېڅکله د سیاسي جوړجاړیو ښکار نه شي.

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره سم طالبانو په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري پر ښځو د سختو بندیزونو له امله دا ډله د نړۍوالو له پامه بېخي لوېدلې او د رسميت پېژندنې پر ځای یې پر پرځولو سیاسي بحثونه تاوده شوي دي.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان: د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چرګانو ساتنې پروګرام د افغان کورنیو د ژوند ښه کولو او د مېرمنو د لاسنیوي لپاره ګټور ثابت شوی. دغه سازمان وايي، د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.

دغه سازمان په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۸ زره او ۸۳۶ کورنیو سره مرسته کړې او هغوی ته یې چرګې، د چرګانو خوراک، درمل او اړین روزنیز پروګرامونه برابر کړي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په دې پروګرام کې له ۵۵۷ زرو زیات چرګان واکسین شوي، چې له دې سره نه یوازې د کورنیو خوراکي اړتیاوې پوره شوې، بلکې مېرمنو ته یې د ګټې وټې د لاسته راوړلو یوه لاره هم برابره کړې ده.

د خوړو او کرنې اداره زیاتوي له دې پروګرام یې موخه دا ده چې اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي او مېرمنې له اقتصادي اړخه پیاوړي کړي، څو خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د افغانستان په کلیوالي سیمو کې مېرمنې د خپلو کورونو دننه د چرګانو د ساتنې کوچني فارمونه لري چې د هګیو څخه یې هم د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.

که څه هم په افغانستان کې د چرګانو او هګیو د تولید صنعت خورا وده کړې، خو د کورنیو چرګانو او هګیو ته د هېواد دننه ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.