• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بشري حقونو سازمان: اسلامي جمهوریت تېر کال ۳۱ ښځې اعدام کړې دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې مرکز یې په ناروې کې دی، خبر ور کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۲۴ کال کې ۳۱ ښځې په بېلابېلو تورونو اعدام کړې دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا په تېرو ۱۵ کلونو کې د ښځو د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره وه.

د بشري حقونو دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د مرغومي ۱۷مه «په ایران کې د ښځو او د اعدام سزا» په سرلیک یو راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ایران اسلامي جمهوریت لږ تر لږه ۲۴۱ ښځې په بېلابېلو تورونو اعدام کړې دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ ښځې د قتل په تور او ۱۲ ښځې د نشه يي توکو په تور اعدام شوې دي.

په راپور کې راغلي: "د قتل په بدل کې د ښځو اعدام اوس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی ځکه چې د ایران د بشري حقونو سازمان په سیسټماټیک ډول په ایران کې اعدامونه ثبت کړي دي."

دغه راپور ښیې چې د دغو اعدامونو له جملې ۲۷ یې د ایران اسلامي جمهوري دولت رسمي بنسټونو او رسنیو نه دي اعلان کړې، په داسې حال کې چې یوازې څلور یې په رسمي توګه اعلان شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

معترضې مېرمنې:‌ امنه محمد دې نصیحتونه پرېږدي، د افغان ښځو د حقونو لپاره دې عملي کار وکړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

د ښځو د ازادۍ فانوس په نوم غورځنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان ښځې نصیحتونو ته اړتیا نه لري. دغه ښځې وايي، د دوی تر پښو لاندې شوي حقونه دې بېرته ورکړل شي.

افغان ښځې غواړي چې د عدالت غوښتنې غږ یې واورېدل شي، څو نړۍواله ټولنه د دوی له لاسه وتلي حقونو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ښځو د ازادۍ فانوس په نوم د معترضو مېرمنو غورځنګ د (مرغومې ۱۶مه)‌ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امنه محمد هغه ژمنې ته درناوی لري، چې د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ به د اسلام په رڼا کې وکړي ؛خو په وینا یې، اصلي اسلام یو داسې دین دی چې د ټولو انسانانو لپاره ازادي، عدالت او وقار تضمینوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو واکمنۍ کې ښځې له خورا بد وضعیت سره مخ دي او هره ورځ پر دوی له دین څخه په ګټې اخیستنې د ناسمو روایتونو په رڼا کې بندیزونه لګوي.

اعلامیه کې راغلي‌ چې طالبانو په ناحقه د اسلامي ارزښتونو برعکس د ښځو د کار او زده کړو بندیزونو ته دیني توجیه ورکوي چې هېڅ ډول اسلامي اساس نه لري.

د ښځو د حقونو دغه ملاتړی غورځنګ په دې باور دی چې دا ډول ناسمو تعبیرونو نه یوازې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې اسلامي بنسټونو او افکارو ته یې هم زیان رسولی دی، ځکه چې د دوی په خبره اسلام عدالت او برابرۍ ته لومړیتوب ورکړی.

د فانوس غورځنګ له ملګرو ملتونو او له مرستیالې یې امنه محمد په ګډون له نورو نړۍوالو ادارو څخه غواړي چې د افغان ښځو د حقونو د بېرته لاسته راوړلو لپاره دې قوي دریځ غوره کړي.

دغه غورځنګ سپارښتنه کړې چې د افغان ښځو پر حقونو لګول شوي بندیزونه باید هېڅکله د سیاسي جوړجاړیو ښکار نه شي.

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره سم طالبانو په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري پر ښځو د سختو بندیزونو له امله دا ډله د نړۍوالو له پامه بېخي لوېدلې او د رسميت پېژندنې پر ځای یې پر پرځولو سیاسي بحثونه تاوده شوي دي.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان: د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چرګانو ساتنې پروګرام د افغان کورنیو د ژوند ښه کولو او د مېرمنو د لاسنیوي لپاره ګټور ثابت شوی. دغه سازمان وايي، د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.

دغه سازمان په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۸ زره او ۸۳۶ کورنیو سره مرسته کړې او هغوی ته یې چرګې، د چرګانو خوراک، درمل او اړین روزنیز پروګرامونه برابر کړي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په دې پروګرام کې له ۵۵۷ زرو زیات چرګان واکسین شوي، چې له دې سره نه یوازې د کورنیو خوراکي اړتیاوې پوره شوې، بلکې مېرمنو ته یې د ګټې وټې د لاسته راوړلو یوه لاره هم برابره کړې ده.

د خوړو او کرنې اداره زیاتوي له دې پروګرام یې موخه دا ده چې اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي او مېرمنې له اقتصادي اړخه پیاوړي کړي، څو خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د افغانستان په کلیوالي سیمو کې مېرمنې د خپلو کورونو دننه د چرګانو د ساتنې کوچني فارمونه لري چې د هګیو څخه یې هم د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.

که څه هم په افغانستان کې د چرګانو او هګیو د تولید صنعت خورا وده کړې، خو د کورنیو چرګانو او هګیو ته د هېواد دننه ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.

د فرانسې پارلمان مرستیاله:۲۱مه پېړۍ کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه د ښځو د ورکېدو په معنا دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۷ GMT+۰

د فرانسې پارلمان مرستیالې ماود پتیت په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو بندیزونو پر ضد نیوکې کړې او په ۲۱مه پېړۍ کې یې پر ښځو د طالبانو بندیزونه له ټولنې د ښځو د ورکېدو په معنا بللي.

هغې دا څرګندونې د ملا هبت‌الله د هغه تازه فرمان په غبرګون کې کړې چې له مخې په ودانیو او کورونو کې د کړکیو بندیدو امر شوی څو د ګاونډ ښځینه ترې ښکاره نه شي.

د فرانسې د پارلمان مرستیالې وویل،‌ چې طالبان تر هغې پورې خپلو افراطي بندیزونو ته دوم ورکوي، چې ښځې په بشپړه توګه له ټولنې ورکې کړي.

ماود پتیت د پوښتنې په ډول ویلي چې په ۲۱مه پېړۍ کې پر ښځو دا ډول بندیزونه څنګه امکان لري؟

تیره اوونۍ د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په خپل یوه تازه فرمان کې امر کړی چې په افغانستان کې دې خلک د یو او بل د کورونو طرف ته کړکۍ نه پریږدې چې د بل ګاونډي د کور ښځې یا نجلۍ ترې ونه لیدل شي.

همدا راز د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت د ملا هبت‌الله د فرمان پر بنسټ په یوه تازه مکتوب کې ټولو بهرنیو او کورنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی،‌ که یې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې نه کړې؛ نو جوازونه به یې لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړي.

نادولتي موسسو ته د طالبانو ګواښ؛ که ښځینه کارکوونکي له دندو لرې نه کړئ ‌دفترونه در تړو

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.

افغانستان انټرنشنل د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د طالبانو له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د طالبانو اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.

اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت له‌خوا استول شوی مکتوب
100%
اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت له‌خوا استول شوی مکتوب

د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.

د طالبانو له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.

د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د طالبانو له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.

ویل کېږي تېره اوونۍ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبت‌الله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.

عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا لپاره یوه مېرمن صوبايي مرستیال مشره وټاکله

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

عوامي نشنل ګوند وايي، خدیجه بي بي یې په پښتونخوا کې د خپل ګوند صوبايي مرستیاله وټاکله. دغه ګوند زیاتوي چې د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین د نوموړې د ټاکل تایید کړل.

عوامي نشنل ګوند نن د شنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي چې خدیجه بي بي یې پښتونخوا کې د خپل ګوند مرستیاله ټاکلې ده.

خدیجه بي بي د پښتونخوا چترال اوسېدونکې ده او هغې له دې سیمې یو ځل د عوامي نشنل ګوند له خوا په ټاکنو کې هم کډون کړی دی.