• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې پارلمان مرستیاله:۲۱مه پېړۍ کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه د ښځو د ورکېدو په معنا دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۷ GMT+۰

د فرانسې پارلمان مرستیالې ماود پتیت په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو بندیزونو پر ضد نیوکې کړې او په ۲۱مه پېړۍ کې یې پر ښځو د طالبانو بندیزونه له ټولنې د ښځو د ورکېدو په معنا بللي.

هغې دا څرګندونې د ملا هبت‌الله د هغه تازه فرمان په غبرګون کې کړې چې له مخې په ودانیو او کورونو کې د کړکیو بندیدو امر شوی څو د ګاونډ ښځینه ترې ښکاره نه شي.

د فرانسې د پارلمان مرستیالې وویل،‌ چې طالبان تر هغې پورې خپلو افراطي بندیزونو ته دوم ورکوي، چې ښځې په بشپړه توګه له ټولنې ورکې کړي.

ماود پتیت د پوښتنې په ډول ویلي چې په ۲۱مه پېړۍ کې پر ښځو دا ډول بندیزونه څنګه امکان لري؟

تیره اوونۍ د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په خپل یوه تازه فرمان کې امر کړی چې په افغانستان کې دې خلک د یو او بل د کورونو طرف ته کړکۍ نه پریږدې چې د بل ګاونډي د کور ښځې یا نجلۍ ترې ونه لیدل شي.

همدا راز د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت د ملا هبت‌الله د فرمان پر بنسټ په یوه تازه مکتوب کې ټولو بهرنیو او کورنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی،‌ که یې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې نه کړې؛ نو جوازونه به یې لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

خبريالان او د رسنيو ملاتړي بنسټونه د مهدي انصاري پر اوږده توقیف اندېښمن دي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې یو شمېر افغان خبریالانو د «افغان خبري اژانس» د خبریال مهدي انصاري پر پرله پسې توقیف اندېښنه څرګنده کړې او د هغه نامعلوم برخلیکیې د بیان له ازادۍ سره د طالبانو د دښمنۍ نښه بللې ده.

مهدي انصاري د تلې میاشتې پر ۱۴مه نېټه د کابل په پل سرخ سیمه کې د افغان خبري اژانس له دفتره تر وتلو وروسته لادرکه شو. د هغه له ورکېدو ۸۵ ورځې وروسته لا هم د هغه د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

د مهدي انصاري کورنۍ ویلي و، چې دغه خبریال د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. خو د نوموړي له نيول کېدو وروسته د خبريالانو مرکز د طالبانو د وياند په حواله خبر ورکړ، چې "استخباراتو مهدي انصاري نه دى نيولى."

په ترکیه کې میشت افغان خبریال تمیم عطايي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د مهدي انصاري غیر قانوني نیول او د هغه د وضعیت په اړه د هیڅ ډول معلوماتو نشتوالی د بیان له ازادۍ سره د طالبانو د وحشت او دښمنۍ اوج دی.»

د بیان د ازادۍ کور مشر له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د دغه خبریال دوامدار توقیف د خبریالانو د غږ د غلي کولو هڅه وبلله.

نجیب اصیل د نوموړي نیول کېدل غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې ژر تر ژره مهدي انصاري خوشی کړي.

نوموړي وويل:«موږ له نړيوالې ټولنې، د رسنيو له ملاتړو بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې د مهدي انصاري او د طالبانو تر توقيف لاندې نورو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ژر تر ژره خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي.»

پر همدغه مهال د جاوید جلالي په نوم یو بل خبریال هم د مهدي انصاري توقیف غیر قانوني بللی.

هغه له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د مهدي انصاري د خلاصون لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه خورا محدود شوي دي.

طالبانو په کندز کې څلور نارینه او دوې ښځې د «غلا او اخلاقي فساد» په تور نیولي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

په کندز کې د طالبانو امنیه قومانداني د «غلا او اخلاقي فساد» په تور د څلورو نارینه او دوو ښځو د نیولو خبر وکړ.

دکندز د طالبانو امنيه قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۹مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کسان تيره ورځ په دغه ولايت کې نيول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نيول شوي کسان د تحقيقاتو له بشپړولو وروسته د دې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

طالبان په داسې حال کې هره ورځ په ټول افغانستان کې د بېلابېلو جرمونو په تور د خلکو د نیولو خبر ورکوي، چې هېواد تر پخوا زيات له بې وزلۍ، بېکارۍ او ټولنیزې ناامنۍ سره مخ دی.

په لغمان کې طالبانو د حسنات په نوم یوه نجلۍ تر رېنجر لاندې کړې او وژلې ده

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې طالبانو د حسنات په نوم یوه نجلۍ تر رینجر موټر لاندې کړې او وژلې ده. د وژل شوې نجلۍ حسنات خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړې ښوونځي ته پر لاره تر موټر لاندې شوې ده.

دغه پېښه نن سهار د «مرغومي ۹مه» د الیشنګ ولسوالۍ په شهرام کلي کې شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ خپلوان وايي، « کومه نجلۍ چې د طالبانو تر رینجر موټر لاندې شوې حسنات د محمد خالد لور ده او د الیشنک ولسوالۍ د شهرام کلي اوسېدونکې ده»

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، حسنات د ترنګ ښوونځي د درېیم ټولګي زده کوونکې وه.

تر اوسه طالبانو ددې پيښې او د رینجر موټر چلوونکي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د وسله والو موټرچلوونکو له خوا له دې وړاندې هم ورته ېښې شوې دي.

د روان کال د تلې ۲۴ مه په پنجشېر کې د طالبانو یوه رینجر موټر یوه ۱۱ کلنه ماشومه لاندې کړې او وژلې وه.

کریم خرم وايي واخان ته لاسرسی د پاکستان پخوانۍ هیله ده خو هیڅکله به پکې بریالی نه شي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس وايي، واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده خو په دې کې به هیڅکله بریالی نه شي.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه له نښتو سره هممهاله پاکستاني شنونکو ددغه هېواد پر حکومت غږ کړی، چې له روسیې او منځنۍ اسیا سره د مستقیمې سوداګرۍ لپاره واخان په واک کې واخلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د واخان او پاکستان مسالې ته په اشاره نن یک شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده، خو په دې کې به هیڅله بریالی نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې «چې پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي، نورې لارې د ټولو په ځانګړې توګه د پاکستان په زیان دي.»

واخان دهلیز د افغانستان په بدخشان ولسوالۍ کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره نښلوي.

طالبانو تېر کال په بدخشان کې د واخان دهلیز د سړک جوړولو چارې هم پیل کړې وې او ویل کیږي دمګړی د ۵۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې د چین د یارکند تر سیمې پای ته رسیدلې دي.

وړاندې تردې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستان هڅه کوي د چین او افغانستان ترمنځ نښلیدونکې سیمې ته لاسرسی ومومي.

ایرانی چارواکی: ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه راوړي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۰

یوي ایراني رسنۍ د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي له قوله راپور ورکړی، چې ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.

نوموړي ویلي، چې په نیمروز کې د اوبو بند د افغانستان په لویدیز کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي، چې ایران تر فشار لاندې راولي.

د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسیون غړی ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.

نوموړی له افغانستان سره د اوبو مساله یوه ستراتیژیکه مساله بولي او وايي، «اوبه له افغانستان سره زموږ په اړیکو کې یوه ځانګړې ستراتیژیکه برخه ده. له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د اړیکو په اړه د هر اړخیز نظر د نشتوالي له امله موږ ته زیانونه اوښتي او ان اوس هم هغه دوستان چې له طالبانو سره د بشپړې اړیکې په لټه کې وو، ځانونه د دې زیانونو مسوول نه ګڼي.»

دغه ایراني چارواکي په افغانستان کې د ترکیې له لوري د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه وویل:«اوس دوی د زرنج په سیمه کې یو بل بند جوړوي او دا نوی بند د افغانستان په لوېدیزو برخو کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي چې دوی موږ تر فشار لاندې راولي او داسې ښيي چې موږ به د اوبو مسالې ته په اړیکو کې د ستراتیژیکې برخې په سترګه نه ګورو او تل مو ویلي چې طالبان ښه دي، اوبه یې را خوشې کړې دي، داسې او هغسې شوي، په داسې حال کې چې له هر هېواد سره په اړیکو کې زموږ د بنسټ ډبره باید ستراتیژیکې برخې وي.»

نوموړی دغه راز وايي، ترکیه په دې کار سره نه شي کولی چې ایران تر فشار لاندې راولي؛ بلکې که د خپل هېواد داخلي اوبه په ښه ډول مدیریت کړي هم ورته بسنه کوي.

د ایران د پارلمان دغه غړی وايي، چې د ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه د ایران ختیزو برخو ته څیرمه د جیو پولیټیکي وضعیت او د خپل رول د ډېرولو په لټه کې دي.

نوموړي له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق او نوو تړونونو په اړه وویل:«په ټوله کې طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي او له همدې امله سم هویت نه لري او همدا اوس دوی په خپلو منځونو کې اختلافات لري او هغه کسان چې په کابل کې دي ژمنو او تړونونو ته ژمن نه دي.»

د ایران د اسلامی شورا د امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړی په ټینګار سره وايي چې که امریکایان طالبان په رسمیت وپیژني، له ایران سره به یې چلند ګواښونکی وي.