• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا لپاره یوه مېرمن صوبايي مرستیال مشره وټاکله

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

عوامي نشنل ګوند وايي، خدیجه بي بي یې په پښتونخوا کې د خپل ګوند صوبايي مرستیاله وټاکله. دغه ګوند زیاتوي چې د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین د نوموړې د ټاکل تایید کړل.

عوامي نشنل ګوند نن د شنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي چې خدیجه بي بي یې پښتونخوا کې د خپل ګوند مرستیاله ټاکلې ده.

خدیجه بي بي د پښتونخوا چترال اوسېدونکې ده او هغې له دې سیمې یو ځل د عوامي نشنل ګوند له خوا په ټاکنو کې هم کډون کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو په بلخ کې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د غالیو اوبدلو ځانګړی مرکز جوړ کړی

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې بلخ کې یې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د غالیو اوبدلو ځانګړی مرکز جوړ کړی. دغه سازمان ويلي، چې د یاد مرکز له لارې به سل ښځې د غالیو په اوبدلو او پروسس سره د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسیار وایي، اوس مهال په دغه مرکز کې ۱۰۰ ښځې د غالیو د اوبدلو تر څنګ د پروسس پر چارو بوختې دي.

د یاد سازمان په وینا؛ دغو مېرمنو پخوا په کورونو کې کار کاوه چې د روښانه او ارام کار ځای د نه شتون له کبله له ستونزو سره مخ کیدلې.

دغه مرکز په دوه برخو ویشل شوی چې یوه برخه کې یې اوبدل شوې غالۍ تراشل کېږي او بل دوړې یې پاکېږي، څو د پلور لپاره چمتو شي.

یونسیار په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه مرکز له یادو ښځو سره مرسته کوي، څو خپل توکي په ښو بیو وپلوري.

د بي بي نسیمې په نوم د مزار شریف ښار یوه غالۍ اوبدونکې د دې مرکز په جوړیدو خوښي څرګندوي.

هغه زیاتوي: «پخوا مې کور کې غالۍ اوبدلې، داسې مناسب ځای مې نه درلود او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ګټم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له لوري‌ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د غالیو اوبدلو په برخه کې دا ډول مرکزونه پرانیستل شوي ؛خو د ښځینه غالیو اوبدونکو په ژوند کې یې د پام وړ بدلون نه دی راوستی.

د نړۍ په بازارونو کې د افغان ښځو په لاسونو اوبدل شوې غالۍ په لسګونه زره ډالرو پلورل کېږي ؛خو غالۍ اوبدونکو ښځو ته یې ایله دومره ګټه رسېږي چې خپلې کورنۍ پرې مړې وساتي.

همدا راز د طالبانو په واکمن کیدو سره له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د غالیو د لېږد بهیر هم ټکنی شوی چې د غالیو اوبدونکو روزګار هم ورسره یو څه تت شوی دی.

غالۍ د افغانستان له پخوانیو صنعتونو څخه شمېرل کېږی چې شمالي ولایتونه یې د اوبدلو مهمې سیمې بلل کېږي.

د امریکا سفارت شارژدافیره: د افغانستان سوکاله راتلونکی د افغان ښځو له ونډې پرته ناشونی دی

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وايي، د افغانستان باثباته او سوکاله راتلونکی د افغان ښځو له ونډې پرته ناشونی دی. کرن ډېکر زیاتوي، دوه کاله کېږي طالبانو پر افغان مېرمنو په نادولتي موسسو کې پر کار کولو بندیز لګولی او په دې موده کې د بې شمېره خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې د سې شنبې په ورځ « د مرغومي ۴مه» پر اېکس اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو په نادولتي موسسو کې پر کار بندیز لګولو دوه کاله تېریږي چې د بې شمېره خلکو ژوند یې سخت له ګواښ سره مخ کړی دی.

کرن ډېکر په اېکس کې لیکلي:«چې ښځې د بشرپاله هڅو لپاره اړینې دي او د دوی ایستل یوازې په افغانستان کې روان بحران لا پسې ژوروي. د افغانستان باثباته او سوکاله راتلونکې د دوی له ونډې پرته ناشونې ده.»

د امریکا د سفارت شارژدافیرې یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه، چې د امریکا متحده ایالات د افغان میرمنو ترڅنګ ولاړ دی.

د تېرې لندۍ په ۳۰مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ورته دریځ روښانه کړی او په خپله اېکس پاڼه کې یې لیکلي ول: «دوه کاله تېر شول چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو او په نادولتي موسسو کې یې په کار کولو بندیز لګولی، موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دغه فرمانونه لغوه کړي.»

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګ او له نا دولتي موسسو سره له کار کولو منعه کړې دي.
همدارنګه طالبانو د ښځو پر تګ راتګ، تفریح او هر ډول سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم پراخ بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د نړیوالو له غوښتونو سره سره، طالبان د ښځو په وړاندې له خپلو پالیسیو څخه نه دي په شا شوي.

طالبانو د هرات په کورسونو کې تر شپږم ټولکي د پورته نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د پوهنې رییس رحمت الله جابر نن په یوه مکتوب کې ویلي، د دغه ولایت په کورسونو کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو زدکړې منع دي. دغه طالب چارواکي ویلي، د دې ډلې د مشر د حکم له مخې، کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې زدکړې نشي کولی.

نوموړي د هرات د پوهنې امریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې په دې اړه دې د دغې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ عمل وکړي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نجونو په کورسونو کې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې وه.

په تېرو میاشتو کې طالبانو په هرات کې د نجونو د زدکړو یو شمېر ښوونیز کورسونه هم وتړل.

100%

طالبان ګام په ګام د نجونو پر زدکړو بندیزونه زیاتوي.

دې ډلې په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونې زدکړې بندې کړې.

تېر کال یې د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه او میاشت مخکې یې د دوی منځنۍ طبي زدکړې هم وځنډولې.

طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې ده. پر طالبانو له نړۍوالو نیوکو سره دغې ډلې په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د (مرغومي درېیمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې یوه ښځې ته «له کوره د تېښتې» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي کړه.

په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغه تورنه ښځه په یوکال تنفیذي بند سزا محکومه او ۳۹ دورې وهلې ده.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

پر ښځو د طالبانو بندیزونه؛ امریکا د ښځو د حقونو لپاره طالبانو ته ۱۲۲ میلیونه ډالره ورکړي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۲ GMT+۰

د امریکا د عدلي څارنې یوې موسسې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د جنیستي توپیر د مخنیوي لپاره له طالبانو سره ۱۲۲.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې، خو طالبانو سره له دې هم پر ښځو سخت بندیزونه لګولي‌ دي.

د جوډیشل واچ یا عدلي څارنې په نوم یوې امریکایي موسسې په خپل یو تازه راپور کې چې د افغانستان لپاره د بیا رغونې د ځانګړي څارونکي دفتر (SIGAR) د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ویلي چې د امریکا حکومت د دغو مرستو په تطبیق کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه دي ترسره کړي.

دغه راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت له لوري‌ د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره له جنسیتي توپیر سره د مبارزې لپاره ۱۲۲.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده؛ خو د دغو پیسو د اغیزمنتیا اړوند یې هېڅ ډول څارنه نه ده کړې.

دغه راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو مرستو لپاره ځانګړې موخې نه دي ټاکلي او نه یې هم د هغو سازمانو راپورونه ترلاسه کړي دي چې دغه پیسې یې ترلاسه کړې دي.

جوډیشل واچ لیکي چې متحده ایالتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره شاوخوا درې میلیارده ډالره بشري مرسته کړې چې یوه برخه یې طالبانو ترلاسه کړې ده.

داسې هم ویل کیږي چې طالبانو د امریکا د دغو مرستو یوه برخه د جعلي غیر دولتي موسسو له لارې خپلو جیبونو ته اچولې ده.

راپور زیاتوي‌ چې طالبانو داسې جعلي‌ موسسې جوړې کړې چې د زده‌کړو تر څنګ په بېلابېلو نومونو دا پیسې ترلاسه کوي‌ او د مرستو اصلي موخه چې له جنیستي تبعیض سره مبارزه ده په کې له پامه غورځول کېږي.

د راپور له مخې د جنسیتي تبعیض د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتونو د دغو مرستو برعکس طالبانو د ښځو چارو وزارت په شمول د ښځو بېلابېل ملاتړې ادارې تړلې او د زده‌کړو تر څنګ یې د ښځو په کار هم سخت بندیزونه لګولي دي.

سره له دې چې طالبانو د ښځو په برخه کې له نړۍوالو ځانګړې مرستې ترلاسه کړې دي ؛خو بیا یې هم خپلو افراطي بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

راپور لیکي چې لا تر اوسه هم د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته روانې دي چې د دغو پیسو د کارونې د ډول په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.

یاد بنسټ اندیښنه لري چې د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې د تاوتخریوالي سره د مبارزې پر ځای د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.

جوډیشل واچ یوه امریکايي موسسه ده چې د دغه هېواد د حکومت او قضایي سیسټم د شفافیت تر څنګ د چارواکو د حساب ورکونې په برخه کې کار کوي.