• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هرات په کورسونو کې تر شپږم ټولکي د پورته نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د پوهنې رییس رحمت الله جابر نن په یوه مکتوب کې ویلي، د دغه ولایت په کورسونو کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو زدکړې منع دي. دغه طالب چارواکي ویلي، د دې ډلې د مشر د حکم له مخې، کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې زدکړې نشي کولی.

نوموړي د هرات د پوهنې امریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې په دې اړه دې د دغې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ عمل وکړي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نجونو په کورسونو کې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې وه.

په تېرو میاشتو کې طالبانو په هرات کې د نجونو د زدکړو یو شمېر ښوونیز کورسونه هم وتړل.

100%

طالبان ګام په ګام د نجونو پر زدکړو بندیزونه زیاتوي.

دې ډلې په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونې زدکړې بندې کړې.

تېر کال یې د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه او میاشت مخکې یې د دوی منځنۍ طبي زدکړې هم وځنډولې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې ده. پر طالبانو له نړۍوالو نیوکو سره دغې ډلې په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د (مرغومي درېیمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې یوه ښځې ته «له کوره د تېښتې» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي کړه.

په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغه تورنه ښځه په یوکال تنفیذي بند سزا محکومه او ۳۹ دورې وهلې ده.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

پر ښځو د طالبانو بندیزونه؛ امریکا د ښځو د حقونو لپاره طالبانو ته ۱۲۲ میلیونه ډالره ورکړي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۲ GMT+۰

د امریکا د عدلي څارنې یوې موسسې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د جنیستي توپیر د مخنیوي لپاره له طالبانو سره ۱۲۲.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې، خو طالبانو سره له دې هم پر ښځو سخت بندیزونه لګولي‌ دي.

د جوډیشل واچ یا عدلي څارنې په نوم یوې امریکایي موسسې په خپل یو تازه راپور کې چې د افغانستان لپاره د بیا رغونې د ځانګړي څارونکي دفتر (SIGAR) د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ویلي چې د امریکا حکومت د دغو مرستو په تطبیق کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه دي ترسره کړي.

دغه راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت له لوري‌ د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره له جنسیتي توپیر سره د مبارزې لپاره ۱۲۲.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده؛ خو د دغو پیسو د اغیزمنتیا اړوند یې هېڅ ډول څارنه نه ده کړې.

دغه راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو مرستو لپاره ځانګړې موخې نه دي ټاکلي او نه یې هم د هغو سازمانو راپورونه ترلاسه کړي دي چې دغه پیسې یې ترلاسه کړې دي.

جوډیشل واچ لیکي چې متحده ایالتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره شاوخوا درې میلیارده ډالره بشري مرسته کړې چې یوه برخه یې طالبانو ترلاسه کړې ده.

داسې هم ویل کیږي چې طالبانو د امریکا د دغو مرستو یوه برخه د جعلي غیر دولتي موسسو له لارې خپلو جیبونو ته اچولې ده.

راپور زیاتوي‌ چې طالبانو داسې جعلي‌ موسسې جوړې کړې چې د زده‌کړو تر څنګ په بېلابېلو نومونو دا پیسې ترلاسه کوي‌ او د مرستو اصلي موخه چې له جنیستي تبعیض سره مبارزه ده په کې له پامه غورځول کېږي.

د راپور له مخې د جنسیتي تبعیض د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتونو د دغو مرستو برعکس طالبانو د ښځو چارو وزارت په شمول د ښځو بېلابېل ملاتړې ادارې تړلې او د زده‌کړو تر څنګ یې د ښځو په کار هم سخت بندیزونه لګولي دي.

سره له دې چې طالبانو د ښځو په برخه کې له نړۍوالو ځانګړې مرستې ترلاسه کړې دي ؛خو بیا یې هم خپلو افراطي بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

راپور لیکي چې لا تر اوسه هم د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته روانې دي چې د دغو پیسو د کارونې د ډول په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.

یاد بنسټ اندیښنه لري چې د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې د تاوتخریوالي سره د مبارزې پر ځای د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.

جوډیشل واچ یوه امریکايي موسسه ده چې د دغه هېواد د حکومت او قضایي سیسټم د شفافیت تر څنګ د چارواکو د حساب ورکونې په برخه کې کار کوي.

معترضو مېرمنو د طالبانو له لوري د یلدا او دې ته ورته په نورو افغاني دودونو محدودیت غندلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

افغانو مېرمنو د یلدا اوږده شپه د د دودیزو روایاتو له مخې په سندرو او شعرونو ولمانځله او ددې شپې لامنځل یې د طالبانو په وړاندې د یووالي او درېدو سمبول یاد کړل.

په افغانستان، مرکزي اسیا، عراق او ايران کې ځيني خلک یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه بولي. دوی د ډسمبر میاشتې په ۲۱مه شپه سینګار کوي، خپلې کلتوري جامې اغوندې، ناڅي، سندرې وایي او له موسیقۍ خوند اخلي.

په کابل او اسلام اباد کې « د ازادۍ د ښځو غورځنګ» غړو د جمعې په شپه د یلدا د شپې په مناسبت پرېکړه لیکونه صادر کړل او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي او د یلدا شپه په شعرونو او کیسو ویلو ولمانځي.

د دغه غورځنګ غړو، چې محلي جامې اغوستې وې ټینګار وکړ: «د یلدا شپه زموږ د هویت برخه ده. موږ به هېڅکله چاته دا اجازه ورنه کړو، چې دا هویت له موږ څخه لیرې کړي.»

د نوروز او یلدا شپې په څېر د دودیزو مراسمو ترسره کول او درناوی او د اور وژنې په څېر پروګرامونه، د طالبانو د عامه نظم قانون له مخې منع دي.

د یلدا یا څيلې شپه د اریایانو یو پخوانی کلتوري جشن دی چې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په توګه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د یلدا شپه، هغه لرغونى دود دی چې کورنۍ پر يوه تغر راټولوي څو د ژمي پیل او د کال تر ټولو اوږده شپه په ګډه د یووالي په فضا کې رڼه کړي.

پر دغې شپه ملګري او کورنۍ سره راټولېږي، ډیوې بلوي، په پاک لوښي کې اوبه، بېلابېل خواړه، د سره رنګ لرونکې مېوې لکه انار او هندوانې د مېز يا دسترخوان پر سر ږدي، شعرونه وايي او د حافظ په دیوان یا د فردوسي د شاهنامې له مخې فال ګوري.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید ژر تر ژره د جنسیت ځورونې سیستم پای ته ورسوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري له طبي زدکړو د افغان نجونو او ښځو د منع کېدو په غبرګون ویلي، چې په دې کار سره به په افغانستان کې د زدکړو وروستۍ دروازه هم وتړل شي. دا سازمان وايي، طالبان باید سملاسي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سیسټم پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (د لېندې ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:«طالبانو په افغانستان کې ښځې د طبي او نیمه مسلکي زدکړو څخه منع کړې دي. دا به په افغانستان کې د زدهکړو وروستۍ پاتې لاره وتړي.»

طالبانو څو وورځې وړاندې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټونو دروازې بندې کړې.

د طالبانو دغه ګام ته ګڼو هېوادونو، د بشري حقونو او ښځو ملاتړو سازمانونو سخت غبرګونونه وښودل.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د اورپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن له افغانستان څخه تر پنځه ورځنې سفر وروسته په خپل راپور کې ویلي و، د نجونو د طبي زدکړو د ۱۸۰ مرکزونو د بندیدو په اړه یې هم خپله ژوره اندیښنه د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره شریکه کړې ده.

خو په دغو لیدونو کې د طالبانو هیڅ چارواکي د نجونو پر مخ د طبي زدکړو د مرکزونو بندېدو او له دریو کالو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په اړه وضاحت نه دی ور کړی او نه هم طالب چارواکو د یادو پرېکړو د بېرته اخیستلو په اړه کوم دلیل درلود.

امنیت شورا: د طالبانو وروستۍ پرېکړه میلیونونه مېرمنې له روغتیايي خدمتونو بې برخې کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د اسوشییتید پریس اژانس د خبر له مخې دملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د طالبانو د وروستۍ پریکړې په اړه ژوره اندیښنه ښودلې، چې مېرمنې او نجونې یې له منځنیو طبي زدکړو منع کړې. امنیت شورا ویلي چې له دې سره به راتلونکي کې میلیونونه ښځې او نجونې له روغتیا خدمتونو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون «د لیندۍ ۲۳مه» د طالبانو په واکمنۍ کې پر بشري حقونو د "زیاتېدونکو محدودیتونو" په اړه نیوکه وکړه.

په یوه پرېکړه لیک کې چې د اکثریت رایو سره تصویب شو، امنیت شورا نه یوازې د طبي زدکړو پر بندیز وغانده بلکې د طالبانو د "امربالمعروف" نوي قانون سره هم مخالفت وکړ او دا یې د مېرمنو د فردي ازادیو پرضد وباله.

دغه پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې دنده هم د ۱۴ میاشتو لپاره غځولې، چې پر طالبانو د بندیزونو څارنه کوي.

د امنیت شورا په دې اقدام سره به طالبان تر یوه بل کاله د ملګرو ملتونو له بندیز سره مخ وي.

د دغې کمیټې په بندیزونو کې د شتمنیو ګنګل، د سفرونو بندیزونه او له یادې ډلې سره پر تړاوو لرونکو کسانو باندې د وسلو بندیز هم شامل دي.

طالبانو په درې نیمو کلونو کې د ښځو په وړاندې لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې او ښځې یې له عمومي او ټولنیز ډګره حذف کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په په وروستۍ فرمان کې د طبي موسسو کې د ښځو پر زدکړو بندیز ولګاوه.
په ورته مهال نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دې پرېکړې د ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.