ازادۍ جبهه: په کندوز کې مو ۴ طالبان وژلي او ۲ نور ټپیان کړي

ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په کندوز ولایت کې یې د طالبانو په پوستې د وسله وال برید په پایله کې ۶ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په کندوز ولایت کې یې د طالبانو په پوستې د وسله وال برید په پایله کې ۶ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوه ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې په دې برید کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
د یادې جبهې په خبره، د دوی جنګیالیو نن ماښام د کندوز ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سر دورې په څلور لار کې د طالبانو په یوې پوستې تصفیوي عملیات کړي او یاد شمېر کسانو ته یې په کې مرګژوبله اړولې ده.
ازادۍ جبهه دغه راز ادعا کوی، چې طالبانو په پنجشیر او کندوز ولایتونو کې د تېر نظام د پخوانیو سرتیرو د نیولو په موخه کور په کور تالاشي شروع کړې ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په ۱۲مې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر وویل، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.
یادې جبهې تل ویلي، چې د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو او خلکو ته د اساسي حقونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو یو کارپوه اليس جِېل ایډورډز وايي، چې طالبان باید امريکايي وګړي ريَن کاربېټ ته عاجله طبي پاملرنه وکړي، چې روغتیا ته یې د زیان رسېدو او مرګ مخه ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د شکنجې او نورو وحشي چلندونو ځانګړي راپور ور کوونکي اليس جِېل ایډورډز رویټرز ته وویل، چې « طالبان باید په یوه ملکي روغتون کې بې ځنډه د ریَن کاربېټ درملنه وکړي».
کاربېټ چې یو مرستندوی کارکوونکی دی، له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
هغه د زندان شرایطو په اړه چې « ټول ناوړه او له نړیوالو معیارونو ټيټ» دي، شکایت کړی دی.
ایډورډز زیاته کړې ده، چې دغه وضعیت پر فزیکي او ذهني روغتیا جدي اغېزې لري او په دې اړه یې په مستقیمه توګه له طالبانو سره خبرې کړې دي.
نوموړي رویټرز ته وویل، « که وړ طبي پاملرنه ونه شي، هغه له نه جبرانېدونکي زیان یا حتا مرګ سره مخ دی».
په امریکا کې د ملګرو ملتونو دفتر ویاند ویلي، چې واشنګټن د ایډورډز له دفتر سره تماس نیولی او د دې هڅو ستاینه کوي چې د کاربېټ او نورو هغو کسانو لپاره چې د طالبانو له خوا نیول شوي، د انساني شرایطو غوښتنه کوي.
دغه ویاند وویل، « موږ د ريَن نیول کېدل ناحقه وینو او موږ به د هغه د ژر خوشي کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتو».
کاربېټ او د هغه کورنۍ په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته راغلل. هغه له نادولتي سازمانونو سره کار وکړ او بیا یې خپل سازمان - بلوم افغانستان - پیل کړ چې د مشورې، مایکروفاینانس او پروژو ارزونې له لارې د افغانستان د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.
هغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان نه ووت، خو په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې سوداګریزې ویزې د نوي کولو لپاره بېرته افغانستان ته ولاړ.
سره له دې چې هغه معتبره ویزه درلوده، په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو ونیوه. د هغه وکیلان وايي چې یو جرمنی او دوه افغانان چې له کاربېټ سره نیول شوي وو، وروسته خوشي شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوه وویل چې کاربېټ ته مختلفې روغتیايي ستونزې پیدا شوې، چې په غوږونو کې شور او د وزن کمېدل پکې شامل دي. رپوټ وايي، هغه دغه راز په وار وار د ځان وژنې او ځان ته د زیان رسولو اراده څرګنده کړې ده.
د کاربېټ په اړه دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې په تېره یوه اونۍ کې یو استرالیایی او یو امریکایی وګړی ناڅاپي مړه شوي دي.

جرمنی د استرالیا، کاناډا او هالنډ په همکارۍ د طالبانو حکومت له ښځو سره د تبعیض له منځه وړو لپاره د ملګرو ملتونو د (CEDAW) کنوانسیون له مخې تر فشار لاندې راولي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر ویب سایټ په یوه مقاله کې چې ظاهرا ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي نظر څرګندوي، راغلي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې افغان ښځې او نجونې د جدي او منظمو بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.
مقاله وايي، د طالبانو د حکومت له خوا صادر شوي مختلف فرمانونه، مقررې او نور اقدامات په منظمه توګه ښځې او نجونې له عامه ژونده حذف کړې او د جنسیت پر بنسټ تبعیض سره یې مخ کړې دي.
دغه مقاله چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دریځ څرګندوي، وايي، د افغانستان ښځې او نجونې له ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، او قانوني ژونده محرومې شوې او له خپل کرامت څخه بې برخې شوې دي.
مقاله وايي، « موږ پرله پسې له افغانستان او د طالبانو ډیفکټو حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان نړیوالې حقوقي ژمنې پوره کړي او د ښځو او نجونو پر حقونو ټول محدودیتونه پای ته ورسوي، په ځانګړې توګه د دوی د زده کړو حق محدودیت باید ختم شي. له بده مرغه، وضعیت نه دی ښه شوی، بلکې په اندیښمنوونکي ډول نور هم خراب شوی دی».
مقاله وايي، افغانستان د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړو کنوانسیون (CEDAW) غړی پاتې او د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې مکلف دی چې د دغه کنوانسیون اصول پلي کړي او له هغو بې شمېره ژمنو د سرغړونو ځواب ورکوونکی دی.

مقاله زیاتوي، « دا دې ته له پام پرته، چې جرمنی د طالبانو ډیفکټو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، معتبر دی».
د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړو کنوانسیون د ښځو د بشري حقونو د ساتنې تر ټولو مهم نړیوال چوکاټ دی. دا لومړی نړیوال حقوقي سند دی چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض منع کوي او دولتونه اړ باسي چې په قانوني او عملي توګه په ټولو ټولنیزو برخو کې د ښځو د برابر ګډون ډاډمنتیا لپاره ګامونه واخلي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، او هالنډ په ګډه پرېکړه کړې چې افغانستان او د طالبانو ډیفکټو حکومت د ښځو د حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو له کنوانسیون نه په سرغړونو مسوول ونیسي.
مقاله وايي، چې دغو هېوادونو د کنوانسیون د شخړو د حل میکانیزم په کارولو سره له افغانستان [طالبانو حکومت] نه رسمي غوښتنه کړې چې خپلې ژمنې عملي کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مقاله وايي، دا نوښت د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې اعلان شو. د دغه نوښت ملاتړ البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، چیلي، کروشیا، ډنمارک، فنلنډ، هندوراس، ایرلنډ، ایسلنډ، د کوریا جمهوریت، لاتویا، لیختن شتاین، لوګزامبورګ، ملاوي، مولداویا، مونټینیګرو، مراکش، نیوزیلنډ، رومانیا، سلوانیا، هسپانیا، سویډن او برېتانیا کړی دی.

د افغانستان لپاره د ایران د پټلۍ پراختیا کنسرسیوم مشر وايي، د دغه هېواد د پټلۍ روزنګ تمځی د هرات- خواف پر لار د سپرلۍ لېږدولو ته تیار دی. تر دې مخکې د ایران د لارې او ښارسازۍ چارواکي تېر اکټوبر وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر باري اورګاډي سربېره د سپرلۍ اورګاډی هم پیلوي.
تازه د افغانستان لپاره د ایران د پټلۍ پراختیا کنسرسیوم اجرايي مشر مصطفا رضايي ویلي چې د ایران له شمتیغ پولې په ۶۲ کیلومترۍ کې د افغانستان روزنګ تمځی د هرات خواف پر پټلۍ د مسافرو لېږدولو لپاره ګټې اخیستو ته تیار دی.
ښاغلی رضايي له ایرنا سره په خبرو کې زیاتوي چې د سپرلۍ اورګاډي د چالو کولو لپاره بیا د پاسپورټ پولیس او نورې اړتیاوې پورې شي او د پلان له مخې دا لار باید د راتلونکي لمریز کال تر نیمايي مسافرو لېږدولو ته تیاره شي.
هرات- خواف پټلۍ چې ۲۲۰ کیلومتره کېږي، په څلورو برخو وېشلې، چې دوه برخې یې له خواف تر شمتیغ په ایران کې ۷۶ کیلومتره او د ریمه برخه یې له شمتیغ تر روزنک ۶۲ کیلومتره د افغانستان خاوره کې ده، څلورمه برخه یې هم له روزنک تر هرات ۸۰کیلومتره ده.
مصطفا رضايي دا هم وايي چې د هرات خواف پر لار اونۍ کې له دوو تر څلورو باري اورګاډي چلېږي.
د طالبانو واکمنېدو سره ایران له افغانستان سره د پټلۍ جوړولو چارې چټکې کړې او له دې پسرلي راهیسې د ا فغانستان اورګاډی د ایران له لارې ترکیې ته هم توکي لېږدوي.
طالبان غواړي له چابهار سره هم د پټلۍ له لارې افغانستان ونښلوي او همدارنګه ایران غواړي چې له افغانستان سره پر باري اورګاډو سربېره د سپرلۍ اورګاډي هم پیل کړي.
د تېر کال د اکټوبر په وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارې او ښارسازۍ د وزیر ځانګړي استازيوویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو توکو سربېره د سپرلۍ لېږدولو اورګاډی هم پیلوي.
د حسن میر شفیع په خبره، په اول پړاو کې به دا اورګاډی د ایران د مشهد او د افغانستان د هرات ترمنځ چلېږي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې دې ډلې د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو یو تړون لاسیک کړی.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې دغه تړون د روان کال د مرغومي پر ۲۴مه د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شوی.
یاد وزارت وايي، چې د تړون هدف د ۱۴۴۶هجري سپوږمیز کال د حاجیانو لپاره د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرول دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې په تړون کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم خدمتونه شامل دي.
په دغو خدمتونو کې په مکه مکرمه او مدینه منوره ښارونو کې د حاجیانو لپاره داستوګنځایونو، خوراک او څښاک، زیارتونو او ټرانسپورټ خدمات شامل دي چې د سعوي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره په همغږۍ ترسره کیږي.
افغان حاجیان هرکال له لوړو سفري لګښتونو سره سره د ناسمو خدمتونو له امله د حج په مراسمو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور د بې وژلۍ له امله د خپلو ګردو پلورونکي کس سره ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه. تېره ورځ د پکتیا - لوګر پر لویه لار یو تن پر سپینه پاڼه لیکلي چې «له ډېرې مجبورۍ خپل پښتورګی پلوري.»
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې نن دوشنبې «د مرغومی ۲۴مه» په اېکسپاڼه کې لیکلي هغه کس ته چې څو ورځې وړاندې یې د ډېر غربت له امله خپله ګرده پلورله او ویډيو یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده؛ د نغدي مرستې ترڅنګ خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې په اېکسپاڼه کې لیکلي:«د یادونې وړ ده، چې یاد کس د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د ساتونکي په توګه هم وګمارل شو، څو وکولی شي راتلونکي کې د خپلې کورنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي.»
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې ددې کس انځور خپور کړی دی خو ددې کس نوم یې نه دی په ډاکه کړی.

تېره ورځ یو کس چې تازه له پاکستانه هېواد ته راکډه شوی او د بې روزګارۍ له امله یې په کور کې هېڅ ډول خوراکي توکي نه شته نو په خبره یې، مجبور دی چې خپل پښتورګی وپلوري.
د پښتورګي د دغه پلورونکي کس په وینا؛ دوه ودونه یې کړي پنځه اولادونه لري چې اوس له سختې لوږې سره مخ دي او د ژمي په دې سړه هوا کې مناسبه سرپناه هم نه لري.
دغه غربت وهلي کس ویلي چې په کور کې یې د خوراکي توکو د نشت او لوږې له امله ماشومان ورته ژاړي ؛خو دی توان نه لري چې روزګار پسې ګاونډیو هېوادونو ته مساپر شي.
د طالبانو په واکمنۍ کې پر هېواد د غربت خورا بده څپه راغلې چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبور شوي چې د بدن غړي وپلوري او یا هم د خپلو اولادونو پلور ته مخه کړي.
د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره هم مهاله د طالبانو له خوا د ښځینه کارکوونکو باندې د محدودیتونو له امله یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په هېواد کې خپل دفترونه وتړل او له دې سره د بشري مرستو کچه خورا راکمه شوه.
بل لوری نړیوال مرستندویه سازمانونه هم په افغانستان کې د سختې لوږې او بشري کړکېچ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له هېوادونو غوښتي چې په دې کړکېچ وضعیت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.
