طالبانو له سعودي عربستان سره افغان حاجیانو ته د اسانتیاوو تړون لاسلیک کړی

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې دې ډلې د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو یو تړون لاسیک کړی.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې دې ډلې د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو یو تړون لاسیک کړی.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې دغه تړون د روان کال د مرغومي پر ۲۴مه د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شوی.
یاد وزارت وايي، چې د تړون هدف د ۱۴۴۶هجري سپوږمیز کال د حاجیانو لپاره د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرول دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې په تړون کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم خدمتونه شامل دي.
په دغو خدمتونو کې په مکه مکرمه او مدینه منوره ښارونو کې د حاجیانو لپاره داستوګنځایونو، خوراک او څښاک، زیارتونو او ټرانسپورټ خدمات شامل دي چې د سعوي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره په همغږۍ ترسره کیږي.
افغان حاجیان هرکال له لوړو سفري لګښتونو سره سره د ناسمو خدمتونو له امله د حج په مراسمو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور د بې وژلۍ له امله د خپلو ګردو پلورونکي کس سره ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه. تېره ورځ د پکتیا - لوګر پر لویه لار یو تن پر سپینه پاڼه لیکلي چې «له ډېرې مجبورۍ خپل پښتورګی پلوري.»
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې نن دوشنبې «د مرغومی ۲۴مه» په اېکسپاڼه کې لیکلي هغه کس ته چې څو ورځې وړاندې یې د ډېر غربت له امله خپله ګرده پلورله او ویډيو یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده؛ د نغدي مرستې ترڅنګ خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې په اېکسپاڼه کې لیکلي:«د یادونې وړ ده، چې یاد کس د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د ساتونکي په توګه هم وګمارل شو، څو وکولی شي راتلونکي کې د خپلې کورنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي.»
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې ددې کس انځور خپور کړی دی خو ددې کس نوم یې نه دی په ډاکه کړی.

تېره ورځ یو کس چې تازه له پاکستانه هېواد ته راکډه شوی او د بې روزګارۍ له امله یې په کور کې هېڅ ډول خوراکي توکي نه شته نو په خبره یې، مجبور دی چې خپل پښتورګی وپلوري.
د پښتورګي د دغه پلورونکي کس په وینا؛ دوه ودونه یې کړي پنځه اولادونه لري چې اوس له سختې لوږې سره مخ دي او د ژمي په دې سړه هوا کې مناسبه سرپناه هم نه لري.
دغه غربت وهلي کس ویلي چې په کور کې یې د خوراکي توکو د نشت او لوږې له امله ماشومان ورته ژاړي ؛خو دی توان نه لري چې روزګار پسې ګاونډیو هېوادونو ته مساپر شي.
د طالبانو په واکمنۍ کې پر هېواد د غربت خورا بده څپه راغلې چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبور شوي چې د بدن غړي وپلوري او یا هم د خپلو اولادونو پلور ته مخه کړي.
د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره هم مهاله د طالبانو له خوا د ښځینه کارکوونکو باندې د محدودیتونو له امله یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په هېواد کې خپل دفترونه وتړل او له دې سره د بشري مرستو کچه خورا راکمه شوه.
بل لوری نړیوال مرستندویه سازمانونه هم په افغانستان کې د سختې لوږې او بشري کړکېچ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له هېوادونو غوښتي چې په دې کړکېچ وضعیت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې تر اوسه یې ۱۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي. په دې کې۹.۶۷ میلیونه نارینه وو او ۵.۹۵ میلیونه تذکرې ښځو ته وېشل شوې دي.
د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ولیکل، چې د دغو تذکرو تر ټولو ډېرې په ښاري سیمو کې وېشل شوې دي.
کابل په شپږ میلیونه او ۲۲۵ زرو تذکرو سره تر ټولو ډېر تذکره اخستونکی ښار ثابت شوی.
په هرات کې یو میلیون او شپږ زره، ننګرهار کې۷۶۵ زره، بلخ کې۶۷۸ زره او کندهار کې۵۲۶ زره تذکرې وېشل شوې دي. پاتې تذکرې په نورو ولایتونو کې وېشل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي احصایې او معلوماتو اداره وايي، د ټولو وېشل شویو برېښنايي تذکرو له ډلې نږدې ۹ میلیونه تذکرې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې وېشل شوې دي.
برېښنايي تذکرې چې د یوه ډیجیټل هویتي سند په توګه کار کوي، مختلفو حکومتي خدمتونو ته د لاسرسي اسانتیا لپاره جوړیږي، خو په افغانستان کې تر ډېره د هویت د تشخیص لپاره کاریږي.
یاده اداره وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش او اسان خدمت۷۳څانګې او یو ګرځند ټیم او په متحده عربي امارات کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دي.
که څه هم دغه پروګرام پرمختګ کړی، لا هم ځینې ننګونې شته. د پروګرام په اړه ځینې نیوکې شته، په ځانګړې توګه په دې اړه چې ایا ټولې جنسیتي ډلې په برابر ډول له دغه سیستم څخه ګټه اخلي. ځینې منتقدان وايي چې د ښځو لپاره د تذکرو لاسرسی لا هم محدود دی.
دې ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د اسانتیاوو په موخه یې په تذکرو کې له یوې د ډېرو تذکرو د لغو، عمر سمونې، نوم، د املايي تېروتنو سمولو او تخلص لیکلو اړوند صلاحیتونه خپلو ولایتي ریاستونو ته ور کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو ویډیوګانو او د ځايي سرچینو له مخې، د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د بېروجو کان «چور او تالان روان دی او ځايي طالب مسوولین خپله برخه پکې اخلي.» د چپې درې ځینې قومي مشران هم وايي، چې ځايي طالبان کابل کې له چارواکو سره له همغږۍ پرته دې کان کې ښکېل دي.
دې قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، جمهوریت کې د «چنار انو» کان بې قانونه کېندل هغه مهال پیل شول چې طالبانو پر دې سیمه ولکه وکړه.
دوی همدراز وايي د طالبانو واکمنېدو سره د چپې درې ولسوالۍ د دغه کان بې قانونه کېندل لا چټک شول.
د ځایي اوسېدونکو په وینا د ولسوالۍ ځايي طالب مسوولینو پر سیمه ییزو خلکو سربېره هر چا ته اجازه ورکړې چې په دغو کانونو کې بې قانونه کندنې وکړي.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې ډله ډله خلکو د غرونو په لمنو کې خیمې وهلې دي او د شپې ورځې کار کوي.
په کان کې د چاودنو لپاره باروت طالبان ور کوي

د کونړ چپې درې ځینې قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي زبیر او امنیتي مدیر یې قاري بهار ه د دې کان د غیر قانوني او نامسلکي کندلو اجازه یې ورکړې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وینا د کان د کندلو لپاره چاودنې کېږي او دغه چاودېدونکي مواد هم محمد زبیر او د استخباراتو مدیر مسعود حقیار پلوري.
ځايي قومي مشر:« د مرغومي په ۱۹مه شاوخوا ۵۰ مېلیونه افغانۍ بېروج خرڅ شوي دي او په دې کې ۵ مېلیونه د طالبانو ځايي مسوولینو ته ورسېدې.»
افغانستان اتټرنشنل ته څو ځايي سرچینو هم ویلي، د چپې درې ولسوالۍ د قعله کلي د «چنار انو» د بېرجو کان په رسمي ډول طالبانو په کوم قرارداد نه دی ورکړی.
دوی وايي له دې کان تر لاسه شوې پیسې د ولسوالۍ او د کونړ کانونو ریاست کې ځايي مسوولین په خپلو منځونو کې وېشي.
قومي مشران هم وايي، چې په دې غیرقانوني کندنو کې د کونړ ولایت د کانونو ریاست دوه مسوولین عبیدالله او حزب الله هم د کانونو د ریاست په استازیتوب دغه کان ته ورځي او له سوداګرو سره د خپلې برخې حساب کوي.

د بېروجو زیاتره سوداګر د کونړ چپې درې ولسوالۍ قعله کلي اوسېدونکي دي او له کلونو راهسې په دغو بې قانونه او نامسلکي کندنو کې لاس لري.
ځايي اوسېدونکی:« د ګران بیه ډبرو سوداګر او قاچاقبر کېندونکو ته د ورځې مزدوري او ډوډۍ او نورې اسانیاوې هم برابروی.»
ځايي اوسېدونکو وایی چې زیاتره دا سوداګر په پاکستان کې اوسېږي او دغه کسان چې پاکستاني شناختي کارتونه لري په ډېره اسانه بېروج پاکستان ته د خرڅلاو لپاره انتقالوي.
ځايي اوسېدونکي:« مونږ وینو په رڼا ورځ کندنې روانې دي څوک یې مخه نه نیسي ځکه چې د ولایت په کچه طالب چارواکو ته پیسې رسیږي او ځانونه یې پرې غلي کړي دي.»

د معلوماتو له مخې د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.
په جمهوریت کې د ناامنۍ له امله په حکومتي کچه ډېر کم د دې کانونو سپړل روان و، خو د طالبانو د ناامنۍ له امله بې قانونه کندل کېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او نړیوالو بندیزونو سره دې ډلې د خپلو عوایدو لپاره په هر ولایت کې د کانونو سپړلو ته مخه کړه.
خو دا کندل او پلورل د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ دي او وايي، چې د طالبانو له لوري د کانونو کندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.
د کونړ پر بېرجو کان سربېره د افغانستان نورو ولایتونو کې هم د کانونو په تړاو خپلواکو رسنیو او ادارو هم بیا بیا د رپوټونو کولو سره اندېښنې ښودلې.
له دې سره طالبانو نن د کونړ مرکز اسعد اباد کې د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د ګرانبیه ډبرو او ځايي سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره یو مارکېټ پرانیستی دی.
دوی وايي، دا مارکېټ په یو کال کې جوړ شوی او په ۵ پوړونو کې ۴۰ دوکانونه لري چې پکې مختلفې اسانتیاوې شته.

د پاکستان د سټروسو صادروونکي په روان موسم کې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د صادراتو د پام وړ کمېدو په اړه اندېښمن دي، ځکه د پاکستان د مالیې مرکزي بورډ (FBR) نويو مالیاتو د دې سوداګرۍ پر وړاندې ستر خنډونه را ټوکولي دي.
په تورخم کې د پاکستان د مېوو سوداګرو ویلي، چې پر لوړتناژه(۳۵ ټُنه) موټرو صادراتي مالیات تېر کال ۹۵ زره پاکستانۍ روپۍ (۲۴،۲۲۵ افغانۍ) وو، خو اوس د جنورۍ له لومړۍ نېټې ۱۳۱ زره روپیو (۳۳،۴۰۵ افغانیو) ته لوړ شوي دي.
صادروونکي وایي، د مالیو دغه ناڅاپي زیاتوالي د دوی کاروبار اغېزمن کړی او په سیمهییزو بازارونو کې یې سیالي کمزورې کړې ده.
د مېوو یوه صادروونکي خان الله شینواري ډان ته وویل، « دا د مالیاتو درېیم ځل زیاتوالی دی. دا پالیسي زموږ صادراتو ته سخت زیان رسوي، په ځانګړي ډول د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته زموږ لاسرسی محدودوي».
صادرات نیمایي راکم شوي
پر صادراتو د مالیاتو د نوې پالیسۍ اغېز په بیړني ډول څرګند شوی، ځکه د سیټروس (کېنو، نارنجو او مالټو) بار موټرو شمېر چې له دې وړاندې هره ورځ ۱۰۰موټره و، اوس شاوخوا ۵۰موټرو ته کم شوی دی.
صادروونکي وایي، د دغه ناڅاپي مالي فشار له امله دوی خپل کاروبار ته دوام نشي ورکولی.
خان الله شینواری زیاتوي، « دا یوازې مالیات نه دي. موږ ته ویل شوي چې د کراچۍ د نباتاتو ساتنې ادارې څخه د صادراتو لپاره سندونه واخلو او کمپنۍ ثبت کړو. ډېری صادروونکي دې ته چمتو نه دي او دا به د هغوی پر مالي حالت لا زیات بار واچوي».
د پاکستان د ټرانزیټ او مالیاتي بورډ د نويو مقرراتو له مخې، صادروونکي اړ دي چې منځنۍ اسیا ته صادرات یوازې په ډالرو وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان ته زیاتره سوداګري په پاکستانۍ روپۍ کېږي.
د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو پاکستاني صادارت له یخچالي کانټینرونو او قرنطین او افت ضد سندونو سره مشرط کړي دي. دغو شرایطو د پاکستان د مېوو او سبزیو پر بازارونو سخت اغېز کړی.
د تورخم د ګمرکونو د تصفیې استازو د اتحادیې مشر نجیب الله شینواري ډان ته وویل، « که دا شرایط عملي شي، زموږ صادرات به په سخت ډول زیانمن شي او په بازارونو کې به د مېوو او سبزیجاتو بیه هم لوړه شي».
د طالبانو حکومت مالیات
خان الله شینواری وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو حکومت هم مالیات ډېر کړي او دپاکستان د کېنو صادراتو ته یې زیان رسولی دی.
ډان ورځپاڼه وايي، د پاکستان د مالیې مرکزي بورډد نویو پالیسیو هدف دا و چې له منځنۍ اسیا څخه ډالر جلب کړي، خو تر دې دمه دا تګلاره د صادروونکو لپاره زیانناکه ثابته شوې ده.
شینواری وايي، « دغه پالیسي په ناسم وخت کې نافذه شوه. صادروونکي د دغو بدلونونو لپاره چمتو نه وو. که دا حالات بدل نه شي، موږ به په خپلو کلیدي بازارونو کې خپل موقعیت له لاسه ورکړو».

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې سږ کال له ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې افغانستان لا هم په نړۍواله کچه له لوږې سره مخ هېواد دی.
د دغه بنسټ د لیکنې له مخې، محدودیتونه او اقلیمي بدلون خوړو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدودوي.
دغه پروګرام وایي، چې دوی د ماشومانو په ګډون د میلیونونو افغانانو د ملاتړ لپاره د ښوونځیو له لارې خلکو سره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اوونۍ هم ویلي و، چې په روان ژمي کې د افغانستان میلیونونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د (مرغومي په ۱۸مه) لیکلي و: «ډېر افغانان د ژمي په سړو سېلیو کې هک حیران دي، چې لومړی د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ډکې کړي؛ که هغوی ته د خونو د تودولو غم وخوري.»
تر دې وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بېړني وضعیت مشرې پاولین اېلوف ویلي و، چې سږکال د بودجې د کمښت له امله تر ۷ مېلیونو ډېر کسان له بشري مرستو بې برخې کېږي.
