• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي د نجونو د زده‌کړو اړوند د مسلمانو هیوادونو له غونډې ملاتړ وکړ

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د اسلامي هېوادونو له لوري «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو په اسلام اباد کې له جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې غونډې له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر نن دوشنبه د (مرغومي ۲۴مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د اسلامي هېوادونو له لوري د نجونو د زده‌کړو ملاتړ غونډه د نجونو د زده‌کړو برخه کې مهمه وبلله او له شویو پرېکړو څخه یې هرکلی وکړ.

په یاده غونډه کې د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو او فرصتونو په تړاو د بېلابېلو هېوادونو د استازو له لوري ګډ بحثونه وشول او ان پر طالبانو د نجونو د زده‌کړو د بندیزو له کبله توندې نیوکې وشوې.

په یاده خبرپاڼه کې حامد کرزي له طالبانو یو ځل بیا غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بېرته پرانېزي، څو د ټولنې دغه برخه هم د هېواد په پرمختګ کې ځانګړی رول ولري.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې په دغه اقدام سره دې هغه افغانان چې د کورنیو د «ښځینه غړو د زده‌کړو لپاره هېواد پرېږدي» په کور دننه اسانتیاوې برابرې کړي،‌ هم به له افغانستانه د کډوالۍ مخه ونیول شي او هم به له با عزته ژوند څخه برخمن شي.

په اسلام اباد کې د مسلمانو ټولنو په یاد کنفرانس کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو استازو او د یو شمېر مسلمانو سازمانو د نجونو د زده‌کړو په ملاتړ څرګندونې وکړې. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپلو څرګندونو کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو زده‌کړو ته په اشارې وویل چې لا هم په دې برخه کې ګڼې ننګوونې پرتې دي.

هغه زیاته کړه چې یوازې په پاکستان نږدې ۲۸میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي چې ډېری هغه ښځینه دي.

پاکستان دغه کنفرانس ته خپلې ځینې مشهورې لوستې ښځینه فعالانې، لوړ پوړې ښځینه چارواکې او د بشري حقونو فعالانې وربللې وې او پراخه ونډه یې ورکړې وه.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ په دغه کنفرانس کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او له اسلامي ټولنو یې وغوښتل چې د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیزو په غبرګون کې دې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته شاه کړي او دغه ډلې ته دې مشروعیت نه ورکوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ امرالله صالح هم په اسلام اباد کې له ترسره شوي کنفرانسه هرکلی کړی او دا یې د طالبانو پر مفکورې قوي ګوزار ګڼلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

صالح: ملالې یوسفزۍ د طالبانو هغه مفکوره وننګوله چې ګنې پښتنې زده‌کړو ته لېوالتیا نه لري

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د (مرغومې په ۲۲مه او ۲۳مه) د اسلامي هېوادونو استازو «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح یې د طالبانو د مفکورې پر ضد لوی ګوزار بولي.

هغه ویلي چې په دغه ناسته کې د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه منل شویو دیني عالمانو، پوهانو، مشهورو شخصیتونو او د نوبل سولې جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم ګډن کړی و او د طالبانو هغه مفکوره یې وننګوله چې ګنې په اسلامي شریعت نجونو ته د زده‌کړو حق نه دی ورکړی.

امرالله صالح وايي، په دغه غونډه کې د ملالې یوسفزۍ ګډون او د هغې له لوري د افغان نجونو په ملاتړ وینا، د طالبانو د هغه مفکورې پر ضد خورا غوره دریځ و چې ګنې پښتنې نجونې له زده‌کړو سره لېوالتیا نه لري.

هغه زیاته کړې: «د ملالې یوسفزۍ وینا د هغې د نوم او قومیت له مخې ډېر ارزښت لري. د طالبانو هغه روایت چې ښځې په پښتني ټولنه او کولتور کې له زده‌کړو سره لېوالتیا نه لري د زمانې تر ټولو لوی بدعت دی».

د پخواني جمهوري نظام د لومړي‌ مرستیال په خبره، په دې غونډه کې که د یوې قرباني په توګه یوې افغانې مېرمنې ته د ګډون او خبرو حق ورکړل شوی وای؛ نو د یوې زیانمنې په توګه به یې د طالبانو د «کچلاغ افراطي مفکوره» لا ډېره او په ښه توګه ننګولی وی. د صالح په وینا، ګډون کوونکې افغانې مېرمنې به د پاکستان سیاستونه د اوسنیو روانو ناورینونو د اصلي سرچینې به توګه یاد کړی وی.

د امرالله صالح په باور طالبانو په دغه کنفرانس کې د نه ګډون پر پرېکړه ډېره هوښیاري کړې، ګنې په ډیپلوماټیکه ژبه به یې پرته له سپکاوي او توهین بل څه نه وای اوریدلي.

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د مسلمانو هېوادونو له ټولنې وغوښتل چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او د دغه ډلې له لوري پر ښځو او نجونو د روانو بندیزونو پر ضد دې کلک ودرېږي.

ملالې یوسفزۍ د مسلمانو ټولنو پر مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت له مشروعیت څخه دې انکار وکړي، څو په دې توګه خپل رېښتونی مشرتوب ښکاره کړي.

په یاد کنفرانس کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د اسلامي هېوادونو د سازمان مشر، او د مسلمانو ټولنو مشرانو د نجونو د زده کړو پر وړاندې پر پرتو خنډونو او شته فرصتونو بحثونه وکړل.

اوچا: سویس له افغانستان سره د ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، چې سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې. دغه مرسته داسې مهال شوې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري مرستو د وېش په اړه شکونه ډېر شوي.

اوچا له سویس څخه د دغې مرستې په پار مننه کړې ده.

دغې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي: «ستاسو ملاتړ په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره ریښتینی بدلون رامنځته کوي.»
اوچا (د مرغومي په ۲۰مه) هم له افغانستان سره د هسپانیا د یو مېلیون یورو بشري مرستې خبر ورکړی و.

ځینو نړۍوالو سازمانونو او رسنیو په افغانستان کې د بشري مرستو د ویش په برخه کې د طالبانو فساد راپورته کړی او په دې برخه کې شکونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
اوچا تر دې وړاندې اټکل کړی و، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، دغه ۱۴.۸ مېلیونه شمېره د افغانستان د نفوس ۱ پر ۳مه برخه جوړوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو او پر ښځینه کارکوونکو د دغې ډلې د بندیزونو له امله ورځ تر بلې نړۍوالې بشري مرستې او په افغانستان کې د نړۍوالو بنسټونو د بودجې د کمښت له امله اړمن کسان له سختو ننګونو سره مخ دي.

د ایران د پارلمان غړی: له طالبانو څخه خپله 'حقابه' په زور اخلو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د ایران د پارلمان د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت د کمیسیون یوه غړي وویل، طالبان ډیپلوماسي او د اوبو تړونونه نه مني او ټینګار یې وکړ: «د اوبو حق اخیستل کیږي، ورکول کیږي نه.»

احمدبخشایش اردستاني ویلي چې طالبان په دې باور دي چې له ایران سره باید نوی تړون وشي او اوبه پر ایران وپلوري.

هغه وويل، طالبان د امريکا په څېر ايران ته د کمزوري په سترګه ګوري او د دغه هېواد د اوبو حق نه ورکوي.

تر اوسه پورې کوم طالب چارواکي په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د تړون په اړه څه نه دي ویلي. دغې ډلې ویلي چې د ایران د اوبو حق یې ادا کړی، خو د ایران حکومت دا خبره رد کړې ده.

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علی ابادي سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د ایران حکومت له طالبانو سره د هلمند له سیندڅخه د خپلو اوبو حق په جدي توګه څاري او په دې برخه کې خبرې اترې روانې دي چې پایله به یې ژر په ډاګه کړي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په دې وروستیو کې د ایران د حقابې د مسلې په اړه ویلي: «د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د حق موضوع په تفاهم حل شوې ده. په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولی شي.»

بخشایش اردستاني شته ننګونو ته په اشارې سره وویل: «طالبان هڅه کوي چې پخوانی هوکړه لیک باطل کړي.» هغه دا هم وویل چې ایران له طالبانو سره په دوو ځایونو کې ستونزې لري: «یو یې په هریرود او بل یې د کجکي په بند کې چې طالبانو د هیرمند د سیند لاره په بشپړه توګه بنده کړې ده.» هغه خبرداری ورکړ چې ښايي هري رودوچ شي.

د ایران د پارلمان دغه غړي طالبان له امریکا سره د ایران په شخړه کې په ناوړه ګټه اخیستنې تورن کړل او له ایراني حکومت څخه په امتیاز اخیستلو پسې دي. هغه زیاته کړه: «طالبان په ډیپلوماسۍ او تړونونو باور نه لري او ان له پاکستان سره په کړکېچ کې دي.»

بخشایش اردستاني ټینګار وکړ چې ایران د هیواد په ختیځو پولو کې د سولې د ټینګښت لپاره د زغم سیاست غوره کړی دی. هغه يادونه وکړه: «دا سياست د ايران د وېرې په مانا نه دى، بلکې له طالبانو سره په مقابله کې زموږ معقوليت ښيي.»

د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان ویلي، چې د دغه هېواد چارواکي له افغانستان څخه دوی ته ورکړل شوې حقابه څاري. مسعود بشیکیان سیستان او بلوچستان ولایت ته له خپل سفر وروسته وویل: «د ایران حکومتي چارواکي به له طالبانو سره خبرې اترې وکړي، څو مونږ خپله حقابهترلاسه کړو.»

مسعود پزشکیان چې د جمعې په ورځ په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار وکړ چې دوی به له طالبانو سره په خبرو کې د ایران د سیستان او بلوچستان حقابه وڅاري.

هغه څرګنده کړه: «د سیستان او بلوچستان والي او هغه ټیم چې د دې حقابې په اړه کار کوي، «له خپل ګاونډي هیواد او خپل ورور افغانستان سره کېني او په دې اړه بحث وکړي چې څنګه کولای شو خپله حقابه ترلاسه کړو.»

ناروغ لرونکي: د پکتیا په حوزوي روغتون کې ناروغان د درملو او بسترونو له کمښت سره مخ دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰

د پکتیا په مرکز ګردیز کې د حوزوي روغتون دننه یو شمېر ناروغ لرونکي نیوکه کوي‌ چې په دغه ولایت کې لازم روغتیايي امکانات نه شته او له همدې امله اړ کېږي چې ناروغان د درملنې په موخه کابل ته یوسي.

د شریف الله په نوم یو ناروغ لرونکي ځايي رسنیو ته ویلي، چې د پکتیا په حوزوي روغتون کې بسترونه خورا کم دي‌ چې ان په یوه بستر کې درې ناروغ ماشومان هم پراته وي. هغه زیاتوي: « دلته باید امکانات زیات شي،‌ په ځانګړي‌ ډول د ماشومانو په وارډ کې ځکه په یو کټ کې څو ماشومان پراته وي».

دغه روغتون ته یو بل ورغلی ناروغ نورالحق هم ورته شکایت لري او وايي؛ چې د امکاناتو د نه شتون له کبله اړ شوی چې د خپلې درمنلې په موخه کابل ته لاړ شي او هلته خپل معاینات ترسره کړي. هغه وویل: «زه په خپله د ایم ار ای او سي ټي سکېن د معایناتو لپاره کابل ته تللی یم او دا د څلورو ولایتونو روغتون دی باید امکانات ورته ډېر شي».

د پکتیا حوزوي روغتون ته له خوست، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو څخه هم ناروغان ورځي چې له همدې امله پرې ګڼه ګوڼه خورا ډېره وي او د کافي امکاناتو د نشت له امله ناروغانو ته وړ خدمتونه نه وړاندې کېږي.

د دغه حوزوي روغتون مشر محمد زمان احمدزی هم دغه ستونزې مني او د حل لپاره یې د پام وړ اقداماتو غوښتونکی دی. هغه وایي، د موسمي ناروغیو له امله په روغتون کې د ناروغانو کچه ډېرېږي او وارډونه یې د ژمي په دې موسم کې ډک وي.

هغه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي‌ چې د درملو تر څنګ دې ورسره د نورو روغتیایي اسانتیاوو په برخو کې مرستې وکړي.

پکتیا کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مشر ډاکټر معراج ګل عادل په خبره، چې د دغه ولایت حوزوي روغتون د ۳۰۰ بستر د لوړیدو منظوري شوې؛ خو لا یې د عملي‌ کیدو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.

هغه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره باید د دغه روغتون د بسترونو کچه ۳۰۰ بسترونو ته لوړه شي، څو د شته ننګوونو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.

د پکتیا حوزوي روغتون اوس مهال د ماشومانو په برخه کې ۴۵ بسترونه لري؛ خو نږدې ۱۰۰ ماشومان هره ورځ د بېلابېلو ناروغیو له امله له دوی سره بستر وي او د کمو امکاناتو له امله ورته وړ خدمات نه شي چمتو کولای.

د تېر جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته د روغتیا په برخه کې هم یو شمېر مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه په ټپه ودرول او له همدې امله له روغتیایي امکاناتو له کمښت سره مخ افغانستان کې دا ناورین لا پسې ډېر شو.

په پکتیا سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک د کمو او وړ روغتیايي خدمتونو له نه شتون څخه شکایتونه کوي.

امرالله صالح: افغاني سره میاشت د بشري کارکوونکو پر ځای د بمونو جوړونکو په واک کې ده

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۴ GMT+۰

د تېر جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح د (مرغومې ۲۴مه) ویلي چې طالبانو د سرې میاشتې بې طرفي له منځه وړې او ملا هبت‌الله دغه اداره د بشري کارکوونکو پر ځای د بمونو جوړونکو په واک کې ورکړې ده.

د هغه په خبره، اوس په افغاني سره میاشت کې د بشري کارکوونکو پرتله د بمونو جوړونکي خورا ډېر دي او نړۍوال مرستندویان باید د دغې ادارې د کارکوونکو شالید وڅېړي.

صالح اندېښنه ښودلې چې د یادې مرستندویه ادارې مرستې د عامو اړمنو وګړو پر ځای د طالبانو خواخوږو او د دوی کورنیو ته روانې دي. د هغه په وینا؛ «افغاني سره میاشت طالبانو په تورې میاشت بدله کړې ده.»

د جمهوري نظام د لومړي مرستیال تر مشرۍ لاندې زرغون بهیر هم د دغه ادارې د کارکوونکو یو نوملړ خپور کړی او ادعا یې کړې چې ملا هبت‌الله افغاني سره میاشت په بشپړه توګه قومي کړې.

د زرغون بهیر په راپور کې راغلي چې ملا هبت‌الله په خپلو احکامو کې افغاني سرې میاشتې ته امارتي اداره ویلې چې له دې امله اوس د دغه مرستندویه ادارې بې طرفي له منځه تللې ده.

د دغه بهیر په باور افغاني سره میاشت یوه بشري مرستندویه اداره ده چې له هر ډول ژبني، قومي، سیاسي او جنسیتي تبعیض څخه باید واټن کې وي.

د امرالله صالح په مشرۍ د یاد بهیر د معلوماتو افغاني سره میاشت اوس مهال د ملا هبت‌الله تر مستقیم امر او لارښوونو لاندې ده چې له دغه ادارې یې ټول واکونه اخیستي دي.

شهاب الدین دلاور چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر و، په دغه وزارت کې پرې د فساد د ګڼو تورونو له امله ملا هبت‌الله له هغې دندې ګوښه کړ ؛خو بېرته یې د افغاني سرې میاشت د مشر په توګه وټاکلو.