دوی وايي له دې کان تر لاسه شوې پیسې د ولسوالۍ او د کونړ کانونو ریاست کې ځايي مسوولین په خپلو منځونو کې وېشي.
قومي مشران هم وايي، چې په دې غیرقانوني کندنو کې د کونړ ولایت د کانونو ریاست دوه مسوولین عبیدالله او حزب الله هم د کانونو د ریاست په استازیتوب دغه کان ته ورځي او له سوداګرو سره د خپلې برخې حساب کوي.
پاکستان ته په اسانه بیرج لېږدول
د بېروجو زیاتره سوداګر د کونړ چپې درې ولسوالۍ قعله کلي اوسېدونکي دي او له کلونو راهسې په دغو بې قانونه او نامسلکي کندنو کې لاس لري.
ځايي اوسېدونکی:« د ګران بیه ډبرو سوداګر او قاچاقبر کېندونکو ته د ورځې مزدوري او ډوډۍ او نورې اسانیاوې هم برابروی.»
ځايي اوسېدونکو وایی چې زیاتره دا سوداګر په پاکستان کې اوسېږي او دغه کسان چې پاکستاني شناختي کارتونه لري په ډېره اسانه بېروج پاکستان ته د خرڅلاو لپاره انتقالوي.
ځايي اوسېدونکي:« مونږ وینو په رڼا ورځ کندنې روانې دي څوک یې مخه نه نیسي ځکه چې د ولایت په کچه طالب چارواکو ته پیسې رسیږي او ځانونه یې پرې غلي کړي دي.»
خو دا کندل او پلورل د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ دي او وايي، چې د طالبانو له لوري د کانونو کندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.
د کونړ پر بېرجو کان سربېره د افغانستان نورو ولایتونو کې هم د کانونو په تړاو خپلواکو رسنیو او ادارو هم بیا بیا د رپوټونو کولو سره اندېښنې ښودلې.
له دې سره طالبانو نن د کونړ مرکز اسعد اباد کې د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د ګرانبیه ډبرو او ځايي سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره یو مارکېټ پرانیستی دی.
دوی وايي، دا مارکېټ په یو کال کې جوړ شوی او په ۵ پوړونو کې ۴۰ دوکانونه لري چې پکې مختلفې اسانتیاوې شته.
خان الله شینواری زیاتوي، « دا یوازې مالیات نه دي. موږ ته ویل شوي چې د کراچۍ د نباتاتو ساتنې ادارې څخه د صادراتو لپاره سندونه واخلو او کمپنۍ ثبت کړو. ډېری صادروونکي دې ته چمتو نه دي او دا به د هغوی پر مالي حالت لا زیات بار واچوي».
د پاکستان د ټرانزیټ او مالیاتي بورډ د نويو مقرراتو له مخې، صادروونکي اړ دي چې منځنۍ اسیا ته صادرات یوازې په ډالرو وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان ته زیاتره سوداګري په پاکستانۍ روپۍ کېږي.
د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو پاکستاني صادارت له یخچالي کانټینرونو او قرنطین او افت ضد سندونو سره مشرط کړي دي. دغو شرایطو د پاکستان د مېوو او سبزیو پر بازارونو سخت اغېز کړی.
د تورخم د ګمرکونو د تصفیې استازو د اتحادیې مشر نجیب الله شینواري ډان ته وویل، « که دا شرایط عملي شي، زموږ صادرات به په سخت ډول زیانمن شي او په بازارونو کې به د مېوو او سبزیجاتو بیه هم لوړه شي».
د طالبانو حکومت مالیات
خان الله شینواری وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو حکومت هم مالیات ډېر کړي او دپاکستان د کېنو صادراتو ته یې زیان رسولی دی.
ډان ورځپاڼه وايي، د پاکستان د مالیې مرکزي بورډد نویو پالیسیو هدف دا و چې له منځنۍ اسیا څخه ډالر جلب کړي، خو تر دې دمه دا تګلاره د صادروونکو لپاره زیانناکه ثابته شوې ده.
شینواری وايي، « دغه پالیسي په ناسم وخت کې نافذه شوه. صادروونکي د دغو بدلونونو لپاره چمتو نه وو. که دا حالات بدل نه شي، موږ به په خپلو کلیدي بازارونو کې خپل موقعیت له لاسه ورکړو».
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د (مرغومې په ۲۲مه او ۲۳مه) د اسلامي هېوادونو استازو «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدهکړو» په تړاو دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح یې د طالبانو د مفکورې پر ضد لوی ګوزار بولي.
هغه ویلي چې په دغه ناسته کې د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه منل شویو دیني عالمانو، پوهانو، مشهورو شخصیتونو او د نوبل سولې جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم ګډن کړی و او د طالبانو هغه مفکوره یې وننګوله چې ګنې په اسلامي شریعت نجونو ته د زدهکړو حق نه دی ورکړی.
امرالله صالح وايي، په دغه غونډه کې د ملالې یوسفزۍ ګډون او د هغې له لوري د افغان نجونو په ملاتړ وینا، د طالبانو د هغه مفکورې پر ضد خورا غوره دریځ و چې ګنې پښتنې نجونې له زدهکړو سره لېوالتیا نه لري.
هغه زیاته کړې: «د ملالې یوسفزۍ وینا د هغې د نوم او قومیت له مخې ډېر ارزښت لري. د طالبانو هغه روایت چې ښځې په پښتني ټولنه او کولتور کې له زدهکړو سره لېوالتیا نه لري د زمانې تر ټولو لوی بدعت دی».
د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، په دې غونډه کې که د یوې قرباني په توګه یوې افغانې مېرمنې ته د ګډون او خبرو حق ورکړل شوی وای؛ نو د یوې زیانمنې په توګه به یې د طالبانو د «کچلاغ افراطي مفکوره» لا ډېره او په ښه توګه ننګولی وی. د صالح په وینا، ګډون کوونکې افغانې مېرمنې به د پاکستان سیاستونه د اوسنیو روانو ناورینونو د اصلي سرچینې به توګه یاد کړی وی.
د امرالله صالح په باور طالبانو په دغه کنفرانس کې د نه ګډون پر پرېکړه ډېره هوښیاري کړې، ګنې په ډیپلوماټیکه ژبه به یې پرته له سپکاوي او توهین بل څه نه وای اوریدلي.
د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د مسلمانو هېوادونو له ټولنې وغوښتل چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او د دغه ډلې له لوري پر ښځو او نجونو د روانو بندیزونو پر ضد دې کلک ودرېږي.
ملالې یوسفزۍ د مسلمانو ټولنو پر مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت له مشروعیت څخه دې انکار وکړي، څو په دې توګه خپل رېښتونی مشرتوب ښکاره کړي.
په یاد کنفرانس کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د اسلامي هېوادونو د سازمان مشر، او د مسلمانو ټولنو مشرانو د نجونو د زده کړو پر وړاندې پر پرتو خنډونو او شته فرصتونو بحثونه وکړل.
د ایران د پارلمان د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت د کمیسیون یوه غړي وویل، طالبان ډیپلوماسي او د اوبو تړونونه نه مني او ټینګار یې وکړ: «د اوبو حق اخیستل کیږي، ورکول کیږي نه.»
احمدبخشایش اردستاني ویلي چې طالبان په دې باور دي چې له ایران سره باید نوی تړون وشي او اوبه پر ایران وپلوري.
هغه وويل، طالبان د امريکا په څېر ايران ته د کمزوري په سترګه ګوري او د دغه هېواد د اوبو حق نه ورکوي.
تر اوسه پورې کوم طالب چارواکي په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د تړون په اړه څه نه دي ویلي. دغې ډلې ویلي چې د ایران د اوبو حق یې ادا کړی، خو د ایران حکومت دا خبره رد کړې ده.
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علی ابادي سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د ایران حکومت له طالبانو سره د هلمند له سیندڅخه د خپلو اوبو حق په جدي توګه څاري او په دې برخه کې خبرې اترې روانې دي چې پایله به یې ژر په ډاګه کړي.
له بلې خوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په دې وروستیو کې د ایران د حقابې د مسلې په اړه ویلي: «د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د حق موضوع په تفاهم حل شوې ده. په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولی شي.»
د ایران د پارلمان دغه غړي طالبان له امریکا سره د ایران په شخړه کې په ناوړه ګټه اخیستنې تورن کړل او له ایراني حکومت څخه په امتیاز اخیستلو پسې دي. هغه زیاته کړه: «طالبان په ډیپلوماسۍ او تړونونو باور نه لري او ان له پاکستان سره په کړکېچ کې دي.»