د کابل شهر نو سیمه کې چاودنه شوې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې د کابل په شهرنو سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې د کابل په شهرنو سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.
سرچینه وايي، چې چاودنه انصاري څلورلارې ته نږدې شوې او په ټوله سیمه کې یې غږ اورېدل شوی او شاوخوا سیمه یې خوځولې ده.
سرچینې د چاودنې د ډول او مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ویل.
طالبانو تراوسه د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافير له سراج الدین حقاني سره په ليدنه کې د دوواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختيا ژمنه کړې. په اعلامیه کې ویل شوي، چې په ناسته کې د «ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو د همکارۍ» پر دوام ټينګار شوی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سه شبنې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافير فیصل طلق البعمي له سراج حقاني سره پېژندګلویزه ناسته کې د «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورور اسلامی او تاريخي اړیکو پر اهميت» خبرې کړې دي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې فیصل طلق البعمي د اړيکو د لا پرختيا ژمنه کړې.
پرون د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط سره د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو او استانیاوو تړون هم لاسلیک کړ.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، چې په تړون کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم خدمتونه شامل دي.
که څه هم تر اوسه هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو دغه ډله له نړۍ سره د تعامل هڅې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي چې له متحده عربي امارات او هندوستان سره یې د سوداګرۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا مثبتې ناستې درلودې. متقي چې تازه د متحده عربي اماراتو له سفره راګرځېدلی، وویل چې دواړو هېوادونو سره یې د ویزو پر اسانتیاوو خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن سې شنبه « د مرغومي ۲۵مه» د وزارت په انګړ کې متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په اړه د خپلو لاس لاندې مامورینو په حضور کې جزئیات ورکړل.
له طالبانو سره د د متحده عربي اماراتو ژمنې
امیرخان متقي د خبرو په پیل کې وویل چې لومړی یې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان او بیا ورپسې یې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرم مسري سره ولیدل.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتې، چې افغانانو ته دوېزو د ورکولو بهیر اسانه کړي.
په ناسته کې د سوداګرۍ د زياتوالي او افغان توکو ته د بازار موندنې اړوند پرېکړه شوې، چې په دې اړه له تخنيکي ټیمونو سره ناستې پیل شوې دي.
امیر خان متقي وویل:« موږ باید له متحده عربي اماراتو سره اقتصادي اړیکې ولر، له دې څخه یو دا چې باید د دوبۍ په هوايي ډکر کې د افغان توکو او صادراتو لپاره لوژستیکي مرکز جوړ شي»
امیر خان متقي وايي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې غوښتنه وشوه، چې په بانکي سیسټم کې به دوی له افغان سوداګرو سره تعامل او په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
نوموړی زیاتوي چې یو شمېر افغان ځوانانو ته به په اماراتو کې د هوايي چلند، هوايي ډګرونو د چارو سمبالښت په برخه کې زده کړې ورکول کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو په حواله وویل چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې په بېلابېلو برخو کې پر یوه کڅوړه کار کوي چې له افغانستان سره څلور سوه میلیونه ډالره مرسته وکړي او هغه په مختلفو برخو کې مصرف شي.
متقي دغه راز وايي چې د اماراتو د بهرنیو چارو پر وزیر سربېره یې د دغه هېواد د اقتصاد وزیر او نورو سکتوري وزارتونو له استازو سره هم لیدل کتل درلودل او له دوی سره هم پرېکړه وشو، چې په اماراتو کې به د افغان سوداګرو توکو ته مارکېټ پیدا کېږي او په دې برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کېږي.
له طالبانو سره د هند خبرې اترې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري سره خپله لیدنه ګټوره وبلله.
متقي وویل په دې لیدنه کې ژمنه وشوه، چې په هند کې د افغاني توکو لپاره د بازار موندنې په برخه کې به دواړې خواوې همکاري کوي او هند به د افغانانو د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
امیرخان متقي وویل، « له هندوستان سره به مو ډېپلوماتکه سطحه لوړیږي او دواړو طرفه په دې خبرې شوي دي.»
د طالبانو دغه چارواکی وايي چې ددې ډلې تګلاره اقتصاد محوره ده او افغاني توکو ته د بازارموندنې په برخه کې له هندوستان سره مثبتې خبرې شوې دي.
له دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي و، چې پرېکړه وشوه چې د بشري مرستو او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر کارول زیات شي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي و، چې د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

د کندهار په سرپوښ بازار کې وسله والو غلو له هغه وروسته درې هټيوال په ډزو ټپيان کړل، چې په زور يې له خلکو پيسې اخیستې او هټيوالو غبرګون وښود. د همدې سيمې څلور خواوو ته د طالبانو تلاشۍ او امنيتي پوستې شته، خو دا ډول پيښو خلک اندېښمن کړي دي.
د کندهار د طالبانو امنيه قومانداني هم پېښه تاییدوي او زياتوي، چې د غلو د نیولو هڅې روانې دي.
پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې هټيوالو خپل دوکانونه بندول. په دې پېښه کې دوه هټيوال سخت ټپيان شوي دي.
د کندهار سرپوښ بازار یو هټيوال وايي: «غلو مخونه پټ کړي وو، پر دوو موټرسایکلو دوه دوه کسان وو او له ټولو سره تومانچې وې.»
په دې وروستيو کې د کندهار تر څنګ د افغانستان په لویو ښارونو کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې او خلک يې له طالبانو څخه د مخنيوي غوښتنه کوي.
په ډېرو سېمو کې د طالبانو د امنيتي کسانو او غلو فرق ځکه نه کيږي، چې دواړې ډلې په شخصي جامو کې له وسلو سره ګرځي.
ډېر کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د کار نشتوالی، د ځوانانو نه بوختيا، ټولنيز بنديزونه، اقتصادي او کورنۍ ستونزې د جنایي پېښو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاوو د زياتېدو لاملونه ګڼي.

د ملګرو ملتونو د دوحې ناستې په پریکړه کې اقتصادي کاري ګروپ جوړ کړی چې هدف یې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان د اقتصادي مرستو همغږي کول دي. د دغه ګروپ لومړۍ غونډه نن سې شنبه په کابل کې د سیمې د هیوادونو د سفیرانو او د طالبانو د وزارت مشرانو په کچه ترسره کیږي.
د ۲۵هیوادونو او ۱۱نړیوالو سازمانونو استازي چې د دغه کاري ګروپ غړي دي، په دې غونډه کې ګډون کوي.
په دې کې د طالبانو پنځه وزارتونه او د افغانستان د سوداګرۍ سکتور څلور استازي هم حضور لري.
دا غونډه نن سې شنبه، د مرغومي پر ۲۵مه په مجازي ډول ترسره کیږي.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو د افغانستان ماموریت (یوناما) له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د کاري ګروپ لومړۍ غونډه جوړه کړه.
دا کاري ګروپونه د دوحې د درېیمې غونډې د پریکړو پر بنسټ جوړ شوي دي. یوناما وړاندې ویلي و چې دا کاري ګروپ به له طالبانو سره همغږي تعامل ته زمینه برابره کړي.
د هغو معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د کاناډا، چین، جرمني، هند، انډونیزیا، ایران، ایټالیا، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، سویس، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا او اوزبکستان استازي د دوحې د دویمې کاري غونډې په ناسته کې ګډون لري.
د طالبانو د بهرنیو، ماليې، صنعت او تجارت، د افغانستان بانک ریاست او اقتصاد وزارتونو استازي په دې غونډه کې ګډون کوي.
۱۱نړیوال سازمانونه چې د ملګرو ملتونو څو ادارې هم پکې شاملې دي، په دې غونډه کې ګډون کوي.
د دوحې درېیمه غونډه د هیوادونو د ځانګړو استازیو په حضور کې د روان کال د چنګاښ پر۱۰ مه او ۱۱ مه ترسره شوه. ملګرو ملتونو ددې غونډې هدف «په همغږي او منظم ډول له افغانستان سره د نړیوال تعامل زیاتول» اعلان کړی و.
په دې وروستیو کې پلان شوې چې له دغو دوو کاري ګروپونو وروسته به ددوحې څلورمه غونډه ترسره شي.

د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د عصري زده کړو کورسونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د عصري زده کړو ۱۶ کورسونه وتړل. په رارسېدلو ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې د کورسونو دروازې د طالبانو له خوا مهرولاک شوې دي.
د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د کورسونو ځینو مسوولانو او زده کوونکو نن سې شنبه «د مرغومي ۲۴مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پرته له کومې خبرتیا له کورسونو زده کوونکي و اېستل او دروازې یې مهر و لاک کړې.
په دغه کورسونو کې پر انګلیسي سربېره ساینسي مضامین، کمپيوټر، خطاطي، پښتو املا او د کانکور تیاري په برخو کې درس ورکول کېده.
د کورسونو مالکان وايي چې دوی رسمي جوازونه هم لري او «دولت» ته یې ټاکلې مالیه هم تحویل کړې خو بیا یې هم د زده کړو کورسونه وتړل شول.
د یوه ځايي کورس مسوول وویل:«د څمکنیو لپاره د طالبانو ولسوال، امنیه قوماندان او پوهنې ریاست مسوولینو هم ددوی ملتیا کوله چې د کورسونو دروازې یې وتړلې».
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، طالبانو د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې ۱۶ کورسونه بند کړي دي، چې په دې کې ۲۲ استادانو تدریس کاوه.
دغو کورسونو ته د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ ترڅنګ د جاني خېلو، ډنډ پټان، لجه منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو زده کوونکي ورتلل.
د تایید شویو شمېرو له مخې، په دغو کورسونو کې شاوخوا ۲۵۰۰ زده کوونکي عملا پر زده کړو بوخت ول.
طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال د مرغومي پر ۲۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې له علم سره به هېڅکله مخالفت نه کوي.
مجاهد په دې باور دی چې د شرعي علومو ترڅنګ طبیعي علوم د ټولنې ضرورت دی.
مجاهد وویل، «انجینري د ټولنې یو ضرورت دی، ساینسي علوم د ټولنې اینده ده. ټول علوم زموږ د دین لپاره اول ضرورت دی.
