• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکمنستان له افغانستان څخه ۱۵۰ زره ټُنه ګول سیخ پېري

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې له افغانستان څخه ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ پېري. اخوندزاده عبدالسلام جواد په یوه ویډیويي پېغام کې ادعا کوي، چې افغانستان د ګول سیخ له پلوه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن سې شنبه «مرغومي ۲۵مه» د سوداګرۍ وزارت لپاره ددې ډلې ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویډیويي خبري کلیپ خپور کړی دی.

جواد وايي چې له درې زرو څخه نیولې تر څلورو زرو پورې کسان په مستقیم ډول د اوسپنې ویلې کولو او ګول سېخ په فابریکو کې په کار بوخت دي.

نوموړی زیاتوي چې اوس مهال په کابل، بلخ او هرات کې شاوخوا ۴۳ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې فعالې دي.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویاند همدراز وايي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګول سېخ په برخه کې عملا په سوداګرۍ بوخت دی.

د جواد په وینا، تېر کال افغان فابریکو پاکستان ته د ۶۰ زره ټنه او ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د صادراتو قراردادونه درلودل.

په افغانستان کې د ګول سیخ او په ودانیزو چارو کې د نورو سیخونو فابریکې ډېری د جمهوري نظام پرمهال جوړې شوې دي، چې اوس هم فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د کابل شهر نو سیمه کې چاودنه شوې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې د کابل په شهرنو سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

سرچینه وايي، چې چاودنه انصاري څلورلارې ته نږدې شوې او په ټوله سیمه کې یې غږ اورېدل شوی او شاوخوا سیمه یې خوځولې ده.

سرچینې د چاودنې د ډول او مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ویل.

طالبانو تراوسه د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان له طالبانو سره د اړیکو د پراختیا ژمنه کړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافير له سراج الدین حقاني سره په ليدنه کې د دوواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختيا ژمنه کړې. په اعلامیه کې ویل شوي، چې په ناسته کې د «ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو د همکارۍ» پر دوام ټينګار شوی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سه شبنې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافير فیصل طلق البعمي له سراج حقاني سره پېژندګلویزه ناسته کې د «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورور اسلامی او تاريخي اړیکو پر اهميت» خبرې کړې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې فیصل طلق البعمي د اړيکو د لا پرختيا ژمنه کړې.

پرون د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط سره د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو او استانیاوو تړون هم لاسلیک کړ.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، چې په تړون کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم خدمتونه شامل دي.

که څه هم تر اوسه هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو دغه ډله له نړۍ سره د تعامل هڅې کوي.

متقي: متحده عربي امارات د افغانستان لپاره د مرستو پر یوه «۴۰۰ میلیون ډالري کڅوړه» کار کوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي چې له متحده عربي امارات او هندوستان سره یې د سوداګرۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا مثبتې ناستې درلودې. متقي چې تازه د متحده عربي اماراتو له سفره راګرځېدلی، وویل چې دواړو هېوادونو سره یې د ویزو پر اسانتیاوو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن سې شنبه « د مرغومي ۲۵مه» د وزارت په انګړ کې متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په اړه د خپلو لاس لاندې مامورینو په حضور کې جزئیات ورکړل.

له طالبانو سره د د متحده عربي اماراتو ژمنې

امیرخان متقي د خبرو په پیل کې وویل چې لومړی یې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان او بیا ورپسې یې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرم مسري سره ولیدل.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتې، چې افغانانو ته دوېزو د ورکولو بهیر اسانه کړي.

په ناسته کې د سوداګرۍ د زياتوالي او افغان توکو ته د بازار موندنې اړوند پرېکړه شوې، چې په دې اړه له تخنيکي ټیمونو سره ناستې پیل شوې دي.

امیر خان متقي وویل:« موږ باید له متحده عربي اماراتو سره اقتصادي اړیکې ولر، له دې څخه یو دا چې باید د دوبۍ په هوايي ډکر کې د افغان توکو او صادراتو لپاره لوژستیکي مرکز جوړ شي»

امیر خان متقي وايي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې غوښتنه وشوه، چې په بانکي سیسټم کې به دوی له افغان سوداګرو سره تعامل او په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

نوموړی زیاتوي چې یو شمېر افغان ځوانانو ته به په اماراتو کې د هوايي چلند، هوايي ډګرونو د چارو سمبالښت په برخه کې زده کړې ورکول کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو په حواله وویل چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې په بېلابېلو برخو کې پر یوه کڅوړه کار کوي چې له افغانستان سره څلور سوه میلیونه ډالره مرسته وکړي او هغه په مختلفو برخو کې مصرف شي.

متقي دغه راز وايي چې د اماراتو د بهرنیو چارو پر وزیر سربېره یې د دغه هېواد د اقتصاد وزیر او نورو سکتوري وزارتونو له استازو سره هم لیدل کتل درلودل او له دوی سره هم پرېکړه وشو، چې په اماراتو کې به د افغان سوداګرو توکو ته مارکېټ پیدا کېږي او په دې برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کېږي.

له طالبانو سره د هند خبرې اترې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري سره خپله لیدنه ګټوره وبلله.

متقي وویل په دې لیدنه کې ژمنه وشوه، چې په هند کې د افغاني توکو لپاره د بازار موندنې په برخه کې به دواړې خواوې همکاري کوي او هند به د افغانانو د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

امیرخان متقي وویل، « له هندوستان سره به مو ډېپلوماتکه سطحه لوړیږي او دواړو طرفه په دې خبرې شوي دي.»

د طالبانو دغه چارواکی وايي چې ددې ډلې تګلاره اقتصاد محوره ده او افغاني توکو ته د بازارموندنې په برخه کې له هندوستان سره مثبتې خبرې شوې دي.

له دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي و، چې پرېکړه وشوه چې د بشري مرستو او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر کارول زیات شي.

خبرپاڼه کې لیکل شوي و، چې د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

په کندهار کې وسله والو غلو په ډزو درې هټيوال ټپیان کړي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د کندهار په سرپوښ بازار کې وسله والو غلو له هغه وروسته درې هټيوال په ډزو ټپيان کړل، چې په زور يې له خلکو پيسې اخیستې او هټيوالو غبرګون وښود. د همدې سيمې څلور خواوو ته د طالبانو تلاشۍ او امنيتي پوستې شته، خو دا ډول پيښو خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار د طالبانو امنيه قومانداني هم پېښه تاییدوي او زياتوي، چې د غلو د نیولو هڅې روانې دي.

پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې هټيوالو خپل دوکانونه بندول. په دې پېښه کې دوه هټيوال سخت ټپيان شوي دي.

د کندهار سرپوښ بازار یو هټيوال وايي: «غلو مخونه پټ کړي وو، پر دوو موټرسایکلو دوه دوه کسان وو او له ټولو سره تومانچې وې.»

په دې وروستيو کې د کندهار تر څنګ د افغانستان په لویو ښارونو کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې او خلک يې له طالبانو څخه د مخنيوي غوښتنه کوي.

په ډېرو سېمو کې د طالبانو د امنيتي کسانو او غلو فرق ځکه نه کيږي، چې دواړې ډلې په شخصي جامو کې له وسلو سره ګرځي.

ډېر کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د کار نشتوالی، د ځوانانو نه بوختيا، ټولنيز بنديزونه، اقتصادي او کورنۍ ستونزې د جنایي پېښو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاوو د زياتېدو لاملونه ګڼي.

ملګري ملتونه د دوحې دویمه کاري ډله جوړوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د دوحې ناستې په پریکړه کې اقتصادي کاري ګروپ جوړ کړی چې هدف یې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان د اقتصادي مرستو همغږي کول دي. د دغه ګروپ لومړۍ غونډه نن سې ‌شنبه په کابل کې د سیمې د هیوادونو د سفیرانو او د طالبانو د وزارت مشرانو په کچه ترسره کیږي.

د ۲۵هیوادونو او ۱۱نړیوالو سازمانونو استازي چې د دغه کاري ګروپ غړي دي، په دې غونډه کې ګډون کوي.

په دې کې د طالبانو پنځه وزارتونه او د افغانستان د سوداګرۍ سکتور څلور استازي هم حضور لري.

دا غونډه نن سې شنبه، د مرغومي پر ۲۵مه په مجازي ډول ترسره کیږي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د افغانستان ماموریت (یوناما) له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د کاري ګروپ لومړۍ غونډه جوړه کړه.

دا کاري ګروپونه د دوحې د درېیمې غونډې د پریکړو پر بنسټ جوړ شوي دي. یوناما وړاندې ویلي و چې دا کاري ګروپ به له طالبانو سره همغږي تعامل ته زمینه برابره کړي.

د هغو معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د کاناډا، چین، جرمني، هند، انډونیزیا، ایران، ایټالیا، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، سویس، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا او اوزبکستان استازي د دوحې د دویمې کاري غونډې په ناسته کې ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو، ماليې، صنعت او تجارت، د افغانستان بانک ریاست او اقتصاد وزارتونو استازي په دې غونډه کې ګډون کوي.

۱۱نړیوال سازمانونه چې د ملګرو ملتونو څو ادارې هم پکې شاملې دي، په دې غونډه کې ګډون کوي.

د دوحې درېیمه غونډه د هیوادونو د ځانګړو استازیو په حضور کې د روان کال د چنګاښ پر۱۰ مه او ۱۱ مه ترسره شوه. ملګرو ملتونو ددې غونډې هدف «په همغږي او منظم ډول له افغانستان سره د نړیوال تعامل زیاتول» اعلان کړی و.

په دې وروستیو کې پلان شوې چې له دغو دوو کاري ګروپونو وروسته به ددوحې څلورمه غونډه ترسره شي.