• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو له ټرمپ او بایډن څخه د اوربند په خاطر مننه او مکرون د سیاسي حل لارې غوښتنه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو د غزې په تړون کې د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستې له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې ډېر ژر به په واشنګټن کې ورسره وګوري.

همدا راز هغه د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه هم مننه وکړه، چې د یرغمل شویو د خلاصون په تړاو د خبرو اترو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

د اسراییل لومړي وزیر د ټولو یرغمل شویو بېرته راستنولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه او د ټرمپ د وروستۍ وینا ملاتړ یې وکړ، چې "غزه به هېڅکله د ترهګرۍ پټنځای نه شي."

بلخوا، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په غزه کې د اوربند د هوکړې د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل: «له پنځلسو میاشتو ناحقه کړاوونو وروسته، د غزې خلک د ارامښت احساس لري او د یرغمل شویو او د دوی کورنیو ته یوه هیله مندي پیدا شوې ده.»

د فرانسې ولسمشر دغه راز د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د غزې د خلکو د ژغورنې غوښتنه وکړه.

وروستي معلومات ښیي، چې د اسراییل او حماس په ۱۵ میاشتو او یوې اونۍ جګړو کې پر غزې ۸۵ تنه چاودیدونکي توکي غورځېدلي، له ۴۷ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د غزې په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

د اسراییل او حماس ۱۵ میاشتنۍ جګړه مخ پر ختمېدو ده او دواړه لوري بالاخره د اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل. د غزې په دې ۱۵میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودیدونکي توکي غورځول شوي دي.

د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه (د مرغومې ۳۰مه) پیل شي.

رویټرز تر دې مخکې په یوه راپور کې وویل، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.

د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.

رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې ۴۷ زرو څخه ډېر فلسطینیان وژلي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دوه میلیونه فلسطینیان چې د ۱۵میاشتو او یوې اونۍ جګړې له امله بې ځایه شوي، خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.

د یادولو ده، چې حماس بیا ویلي د اوربند هوکړه د فلسطیني ولس د بې سارې قربانیو پایله ده.

په ترکیه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۱۹ کسان مړه شوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د ترکیې په استانبول ښار کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د زهرجن الکولو د څښلو له امله ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د ترکيې د خبري اژانس د راپور له مخې، لسګونه نور کسان د زهرجن الکولو له څښلو وروسته ناروغه شوي او تر درملنې لاندې دي.
تر دې مخکې راپورونه وایي، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د استانبول ادارې په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې ۴۸ کسان د زهرجن الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي.

د ترکي چارواکو په وینا، له میتانول سره مخلوط الکول د دې مرګونو لامل شوي.

د میتانول سره مخلوط شراب کولی شي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل شي او څښل یې ان د مرګ لامل کېدای شي.
له هغه وخت راهیسې چې ترکي چارواکو په الکول مالیه زیاته کړې، د الکولو شخصي تولیدات زیات شوي، چې له هغه وروسته په ترکیه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړینې مخ په زیاتېدو دي.

د امریکا او حماس سرچینو ویلي چې په غزه کې د اوربند په اړه موافقه شوې ده

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۰

اکسیوس او الجزیرې د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې حماس او اسراییل د اوربند موافقې ته رسېدلي دي. حماس الجزیرې ته ویلي، چې له اسراییل سره یې د اوربند تړون تصویب کړی دی.

د حماس په وینا، د خلیل الحیه په مشرۍ یوه پلاوي د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون قطري او مصري منځګړو ته سپارلی دی.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر هم وویل، چې د چهارشنبې په ورځ یې اروپا ته خپل ډیپلوماټیک سفر لنډ کړ، ترڅو د امنیتي کابینې او د یرغمل شویو د خوشې کولو تړون او په غزه کې د اوربند په اړه د حکومت په رایو کې برخه واخلي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: "د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه په خبرو اترو کې پرمختګ ته په پام سره، ساعر خپل ډیپلوماتیک سفر لنډ کړی، چې ټاکل شوې وه سبا په هنګري کې دوام وکړي."
‎د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې وویل: "د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه په خبرو اترو کې پرمختګ ته په پام سره، ساعر خپل ډیپلوماټیک سفر لنډ کړی، چې ټاکل شوې وه سبا په هنګري کې دوام وکړي."
بیانیه زیاتوي: "هغه به نن شپه اسراییل ته راستون شي، ترڅو په امنیتي کابینې او حکومت کې په بحثونو او رایو کې برخه واخلي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم تایید کړه، چې دواړه خواوې په غزه کې اوربند ته د رسېدو "په درشل کې" دي.
هغه له سي اېن اېن سره په یوه مرکه کې د راتلونکي تړون جزییات په اړه غږېدلی، چې دغه ویډیو کریسټین امانپور په ټولنیزو شبکو کې خپره کړې ده.
بلېنکن وویل، چې د تړون په لومړي پړاو کې به اسراییل او حماس "اوربند" وکړي، د اسراییلي او فلسطیني بندیانو د خوشې کولو پروسه به پیل کړي او غزې ته به بشري مرستې زیاتې شي.
هغه زیاته کړه: "دا ټول اقدامات به د شپږو اونیو په موده کې ترسره شي." خو په دې موده کې، دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره باید خبرې اترې وشي؛ تر څو اسراییل خپل ټول ځواکونه له غزې څخه وباسي، حماس بېرته را نه شي او د حکومتولۍ، امنیت او بیارغونې لپاره اړین ترتیبات ونیول شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم تایید کړه، چې د وروستي اوربند جزیات لا تر اوسه "مشخص شوي" نه دي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.

د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې له ۴۶۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي دي.

د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.

د سویلي کوریا استیضاح شوی ولسمشر ونیول شو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د سویلي کوریا پلټونکو ویلي، چې د هغه هېواد استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یول، نیول شوی دی.

د سویلي کوریا ولسمشر د ډسمبر په دریېمه نېټه د پوځي حکومت د اعلانولو له امله د خلکو له بغاوت سره مخامخ شو.
دا د سویلي کوریا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر مخکې له دې چې له د هغه کاري دوره بشپړه شي نیول کیږي.
یون سوک یول په یوه وینا کې د چهارشنبې په ورځ له هغې وړاندې چې د پولیسو زر کسیزه ځواک د هغه د نیولو لپاره د هغه استوګنځي ته ورشي وویل چې هغه پلټونکې ډلې ته ځان تسلیم کړی دی.
ښاغلي یون ویلي چې دغه کار یې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کړی دی.

100%


په تیرو اونیو کې، د سویلي کوریا پلټونکې ډلې هڅه کوله چې استیصاح شوی ولسمشر ونیسي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکي ځواک له خوا یې مخنیوی کېده.
د ولسمشر وکیلانو استدلال کاوه چې د ښاغلي یون نیول ناقانونه چاره ده او دا کار د هغه د «ښکاره تحقیر» په موخه پلان شوی دی.
یون سوک یول، د ډسمبر په دریمه نېټه د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ چې د هغه دغه پریکړه د خلکو او د پارلمان د استازو د پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه او له هغې وروسته یې پر وړاندې د سیاسي نا کراریو څپه راوپارېده.
د سویلي کوریا پارلمان هغه د ډسمبر په ۲۴ مه استیضاح او له واکه لرې کړ.
له دې سره هم مهاله، د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمه تر دې مهاله د هغه د لرې کولو په اړه په وروستۍ پرېکړې غور کوي.

میشل اوباما به د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون و نه کړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

تر دې مخکې هغې د ډسمبر په ۲۰مه د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د جنازې په مراسمو کې هم ګډون ونه کړ.

که څه هم د بارک او میشل اوباما دفتر د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو کې کډون وکړي، خو په دې بیان کې دا وضاحت نه دی ورکړل شوی، چې ولې میشل اوباما په دغو مراسمو کې ګډون نه کوي.

د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د دلوې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د میشل اوباما له غیابت سره - سره د جورج ډبلیو بوش مېرمن لورا بوش او د بل کلنټن مېرمن او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن به د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د خپلو مېړونو تر څنګ وي.

د اېن بي سي د راپور له مخې، د اېلان ماسک، جف بزوس او مارک زاکر برګ په ګډون به د ټکنالوژۍ لوړ پوړي چارواکي هم د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

دا په وروستیو ورځو کې دویم ځل دی، چې میشل اوباما د امریکا د اوسنیو او پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په شتون سره په یوې غونډه کې ګډون نه کوي.

میشل اوباما د متحده ایالاتو یوازینۍ پخوانۍ لومړۍ مېرمن وه، چې تېره اونۍ د واشنګټن په ملي جامع کلیسا کې د کارټر د جنازې په مراسمو کې ګډون نه و کړی.

په دې مراسمو کې بارک اوباما او ټرمپ د یو بل تر څنګ ناست وو او د دغو دوو ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو سیاستوالو تر منځ د سیاسي سیالۍ سربېره، دواړو د نږدې ملګرو په څېر خندل او خبرې یې کولې.

میشل اوباما په داسې حال کې د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي، چې تېر ځل ټولو درېیو پخوانیو ولسمشرانو او د دوی مېرمنو په ۲۰۱۷ کې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستې وه، ان د هیلري کلینټن په ګډون چې په ټاکنو کې یې له ټرمپ څخه ماته خوړلې وه.

ټرمپ د روان کال د لړم په نیمایي کې خپلې سیالې کمالا هریس ته د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه او له دې سره د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.