د سویلي کوریا استیضاح شوی ولسمشر ونیول شو

د سویلي کوریا پلټونکو ویلي، چې د هغه هېواد استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یول، نیول شوی دی.

د سویلي کوریا پلټونکو ویلي، چې د هغه هېواد استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یول، نیول شوی دی.
د سویلي کوریا ولسمشر د ډسمبر په دریېمه نېټه د پوځي حکومت د اعلانولو له امله د خلکو له بغاوت سره مخامخ شو.
دا د سویلي کوریا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر مخکې له دې چې له د هغه کاري دوره بشپړه شي نیول کیږي.
یون سوک یول په یوه وینا کې د چهارشنبې په ورځ له هغې وړاندې چې د پولیسو زر کسیزه ځواک د هغه د نیولو لپاره د هغه استوګنځي ته ورشي وویل چې هغه پلټونکې ډلې ته ځان تسلیم کړی دی.
ښاغلي یون ویلي چې دغه کار یې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کړی دی.

په تیرو اونیو کې، د سویلي کوریا پلټونکې ډلې هڅه کوله چې استیصاح شوی ولسمشر ونیسي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکي ځواک له خوا یې مخنیوی کېده.
د ولسمشر وکیلانو استدلال کاوه چې د ښاغلي یون نیول ناقانونه چاره ده او دا کار د هغه د «ښکاره تحقیر» په موخه پلان شوی دی.
یون سوک یول، د ډسمبر په دریمه نېټه د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ چې د هغه دغه پریکړه د خلکو او د پارلمان د استازو د پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه او له هغې وروسته یې پر وړاندې د سیاسي نا کراریو څپه راوپارېده.
د سویلي کوریا پارلمان هغه د ډسمبر په ۲۴ مه استیضاح او له واکه لرې کړ.
له دې سره هم مهاله، د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمه تر دې مهاله د هغه د لرې کولو په اړه په وروستۍ پرېکړې غور کوي.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
تر دې مخکې هغې د ډسمبر په ۲۰مه د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د جنازې په مراسمو کې هم ګډون ونه کړ.
که څه هم د بارک او میشل اوباما دفتر د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو کې کډون وکړي، خو په دې بیان کې دا وضاحت نه دی ورکړل شوی، چې ولې میشل اوباما په دغو مراسمو کې ګډون نه کوي.
د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د دلوې په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د میشل اوباما له غیابت سره - سره د جورج ډبلیو بوش مېرمن لورا بوش او د بل کلنټن مېرمن او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن به د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د خپلو مېړونو تر څنګ وي.
د اېن بي سي د راپور له مخې، د اېلان ماسک، جف بزوس او مارک زاکر برګ په ګډون به د ټکنالوژۍ لوړ پوړي چارواکي هم د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
دا په وروستیو ورځو کې دویم ځل دی، چې میشل اوباما د امریکا د اوسنیو او پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په شتون سره په یوې غونډه کې ګډون نه کوي.
میشل اوباما د متحده ایالاتو یوازینۍ پخوانۍ لومړۍ مېرمن وه، چې تېره اونۍ د واشنګټن په ملي جامع کلیسا کې د کارټر د جنازې په مراسمو کې ګډون نه و کړی.
په دې مراسمو کې بارک اوباما او ټرمپ د یو بل تر څنګ ناست وو او د دغو دوو ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو سیاستوالو تر منځ د سیاسي سیالۍ سربېره، دواړو د نږدې ملګرو په څېر خندل او خبرې یې کولې.
میشل اوباما په داسې حال کې د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي، چې تېر ځل ټولو درېیو پخوانیو ولسمشرانو او د دوی مېرمنو په ۲۰۱۷ کې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستې وه، ان د هیلري کلینټن په ګډون چې په ټاکنو کې یې له ټرمپ څخه ماته خوړلې وه.
ټرمپ د روان کال د لړم په نیمایي کې خپلې سیالې کمالا هریس ته د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه او له دې سره د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.

اسوشېټېډ پرېس د سې شنبه په ورځ د جنوري په ۲۵مه د دوو چارواکو په حواله چې په غزه کې د اوربند د خبرو اترو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بهیر کې دخیل دي راپور ورکړ، چې حماس د غزې د اوربند د موافقې مسوده منلې ده.
د دې وړاندیز شوې موافقې یوه کاپي چې اسوشېټېډ پرېس هم لیدلې ده، مصري او د حماس چارواکو هم تایید کړې ده.
یوه اسراییلي چارواکي وویل، چې پرمختګ شوی او مذاکره کوونکي جزییات نهايي کوي.
د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له دې امله چې اسراییل تر اوسه له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو پلان نه دی وړاندې کړی، د دې له امله حماس تر اوسه د غزې د اوربند په اړه د منځګړیتوب وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د سې شنبه په ورځ (د مرغومې ۲۵) ډاډ څرګند کړ، چې په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون تړون به ډېر ژر نهايي شي.

د ډونالډ ټرمپ د پنتاګون نوماند پیټ هیګسیت د امریکا د مشرانو جرګې په غونډه کې تر سختو نیوکو لاندې راغلی او نوموړی یې د «کرکټر او سړې سینې» نه درلودو له امله د امریکا د پوځ مشرۍ ته وړ کس نه دی ګڼلی.
رویټرز وايي، هیګسیت، چې پخوا یې په فوکس نیوز کې کار کړی، د دفاع وزارت تر ټولو جنجالي نوماند دی.
۴۴ کلن هیګسیت د پوځ دننه د تنوع او برابرۍ د هڅو سخت مخالفت کړی او پوښتنه یې کړې چې ایا د امریکا یو لوړپوړی جنرال یوازې د دې لپاره پر دې څوکۍ ناست دی، چې هغه تور پوستی دی. هغه له دې وړاندې په جګړه کې د ښځو مخالفت کړی و.
سناتور جیک ریډ، چې د مشرانو جرګې د وسله والو خدمتونو کمیټې لوړپوړی ډیموکرات غړی دی، هیګسیت ته وویل، « ښاغلی هیګسیت، زه باور نه لرم چې تاسې دې ددې دندې په ډیرو شرایطو برابر وئ.» ریډ د هیګسیت د ماضي پر پلټلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغه پر وړاندې پراخو تورونو ته په کافي اندازه رسیده ګي نه ده شوې.
پر هیګسیت شته تورونو د هغه په اړه د امریکا د کانګرس د غړو اندېښنې را پارولې دي.
په دې کې د ۲۰۱۷ کال جنسي تېري تور هم دی، چې رد شوي دي. دغه راز نوموړی د ډېرو شرابو په څښلو او ناسم مالي مدیریت تورن دی.
ډیموکرات سناتور کرسټن ګیلبرانډ هیګسیت ته په پوځ کې د ښځو د رول په تړاو وویل، چې « موږ سلګونه، سلګونه ښځې لرو چې په پوځ کې خدمت کوي، زموږ د پوځ اغیزناک غړي... خو تاسې یې سپکاوی کوئ، مهرباني وکړئ ددې څرګندونو وضاحت ورکړئ».
که څه هم هیګسیت د جمهوري غوښتونکو ملاتړ له ځان سره لري، خو د هغه تایید ممکن د کمیټې پر وړاندې د هغه په کړنو پورې تړاو ولري.
د کمیټې جمهوري غوښتونکي رییس سناتور راجر ویکر د نوموړي کلک ملاتړ وکړ او و یې منله چې دا نوماندي غیر معمولي ده، خو زیاته یې کړه، « هیګسیت دا منلې چې هغه کله ناکله کمزوری و، لکه څنګه چې موږ ټول یو».
د ټرمپ ګوند د هیګسیت ملاتړ کوي، خو ځینې خلک د هغه پر وړتیا شکمن دي.
جمهوري غوښتونکي سناتور مارک وین مولین وویل، « زه د هیګسیت د پلانونو په اړه بحث ته سترګې پرلار یم چې دفاع وزارت او جنګیالي تقویه کړي».
د رویټرز د رپوټ له مخې، مشرانو جرګه د کابینې نوماندان تقریباً نه ردوي، ځکه له دوی باور رایه ډېری هغه وخت بیرته اخستل کیږي چې په چارو کې پاتې راغلي وي.
که هیګسیت تایید شي نو هغه کولی شي د ټرمپ ژمنې عملي کړي او پوځ له هغو جنرالانو پاک کړي چې یولړ ځانګړې پالیسۍ تعقیبوي.
راپورونه ښیي چې د ټرمپ اداره د هغو جنرالانو د لیست پر جوړولو کار کوي چې باید ګوښه شي.

د لاس انجلس د روانو اورونو په اړه رپوټونه وايي چې سانتا انا بادونه، چې په ساعت کې۷۰مایله چټک دي، اورونه لا نور هم ژبغړاندي کولای شي. تر اوسه د اورونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي، له ۱۲ زرو زیاتې ودانۍ سوځېدلې او له ۹۲ زرو ډېر کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اور وژنې هڅې روانې دي، خو د باد شدت د اورونو د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
چارواکي وايي چې د لاس انجلس او وینټورا سیمې د شدید اور تر ګواښ لاندې دي او دلته د اوروژنې او کنټرول په موخه د اور وژونکو ۸,۵۰۰ غړي ځای پر ځای شوي دي.
د پالیسډز اور ۲۳,۷۱۳ جریبه (۹۶ کیلومتر مربع) سیمې سوځولې او ۱۴ سلنه یې تر کنټرول لاندې راوستل شوې.

د ایټن اور، چې د سان ګابریل غرونو په لمنو کې رامنځته شوی، ۱۴,۱۱۷ جریبه (۵۷ کیلومتر مربع) ځمکې سوځولې او ۳۳ سلنه یې کنټرول شوی. درې نور اورونه په وروستیو ورځو کې بشپړ کنټرول شوي دي.
د اور له امله ټولې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي. اور د خوراکي توکو پلورنځي، د تیلو پمپونه او موټر هم سوځولي او خلک یې وېرولي دي.
چارواکو ویلي چې د دې اورونو له امله د مړو شمېر نور هم زیاتېدای شي، ځکه په سوځېدلو سیمو کې د مړیو موندلو لټون روان دی.
په ورته وخت کې، په کلیفورنیا کې د اورونو له امله د بیمې شرکتونه له بې مخینې زیانونو سره مخ دي. د اورونو په تړاو لس کسان نیول شوي، چې یو یې په لاسي اوراچونې تورن دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د کلیفورنیا لپاره اضافي مرستې اعلان کړې دي، خو د کانګرس ځینې جمهوري غوښتونکي د دې مرستو لپاره شرایط ایښودل غواړي. د دې ترڅنګ د جي پي مورګن او امریکا بانک په څېر لوی بانکونه د اغېزمنو کورنیو لپاره د پورونو شرایط نرموي او منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکې اونۍ په پیل کې اورځپلیو سیمو ته سفر وکړي.

د لاس انجلس د اوبو او بریښنا څانګه له دې امله تر نیوکو لاندې ده، چې د اور د لومړیو پړاوونو پر مهال یې د اوروژنې لپاره اړینې اوبه نه وې برابرې کړې.
د کلیفورنیا والي ګاوین نیوزوم ویلي چې دا اورونه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی طبیعي ناورین کېدای شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان په کچي سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې ۲۷ وسلوال ووژل. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې د وسلوالو پټځي، وسلې او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
پوځ دا هم وايي، چې وژل شويو ۲۷ وسلوالو د پاکستان د امنیتی ځواکونو پرضد بریدونو او د عامو خلکو په وژنو کې لاس درلود.
خو د وژل شو کسانو د هویت او د اړوند ډلې په اړه کومه یادونه نه ده شوې.
په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان په پرتله بلوڅو بېلتون پاله ډلې زیاتې فعالې دي او په وروستیو کې یې خونړي بریدونه هم کړي دي.
تر اوسه د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه، چې په عملیاتو کې ۲۷ وسلوال وژلي دی، تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
خو یوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سرک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې وه.
د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي و چې د دوی غړي ځانمرګي برید کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان په نښه کړی دی.
