ایراني چارواکی: نړۍوال ناورینونه باید په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د هېرېدو لامل نه شي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر وایي، چې د اوکراین، افریقا او د نړۍ د نورو سیمو بې ځایه شویو ته رسېدګي باید د دې لامل نه شي، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ هېر شي.