د پاکستان د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو پیل شو

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د حکومت او پاکستان تحريک انصاف د ګوند مذاکراتي ډلو ترمنځ د مذاکراتو درېيم پړاو پیل شو.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د حکومت او پاکستان تحريک انصاف د ګوند مذاکراتي ډلو ترمنځ د مذاکراتو درېيم پړاو پیل شو.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د حکومت او پي ټي ای د مذاکراتي ډلو ترمنځ د مذاکراتو درېيم پړاو د سردار اياز صادق په مشرۍ د پاکستان د پارلمان په ودانۍ کې روان دی.
په دغو خبرو اترو کې د حکومت لهخوا عرفان صديقي، رانا ثناءالله، خالد مقبول صديقي او فاروق ستار شامل دي دا رنګه د بلې غاړې په استازولۍ عمر ايوب، اسد قيصر، علي امين ګنډاپور، علامه راجا ناصر عباس او صاحبزاده حامد رضا په دغو مذاکراتو کې برخه لري.
د پي ټي ای د ډلې لهخوا د دغې مذاکراتي ډلې مشر عمر ايوب ليکلي، د دوی وړاندیزونه ناستې ته وړاندې شول، چې د پي ټي ای د غوښتنو په مسوده کې د کميټې شپږو غړو لاسليکونه هم پرې کړي دي.
دغه ګوند غوښتنه کړې، چې د دوی د پلویانو د لاریون پرمهال د لاریونوالو پر وړاندې د زور زياتي پېښو پلټنه دې وشي.
په لیکل شوې وړاندیزونو کې راغلي، چې د مرکزي او پنجاب حکومتونو په ګډون دې د سند او بلوچستان حکومتونه باید د ټولو سياسي بنديانو د ضمانت يا سزا معطلولو په اړه پرېکړه وکړي.
له بل پلوه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د جنورۍ له ۲۰مې نیټې مخکې دې عمران خان له بنده خوشې شي.
هغه خبرداری ورکړی، که حکومت د پاکستان ژغورل غواړي؛ نو عمران خان دې خوشې کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۱۶ تنه خوشې شوي افغان بندیان (د مرغومي په ۲۶مه) بېرته هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پربنسټ دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان له دوه تر شپږو ورځو پورې بندیان وو او تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان تر راستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه نړۍوالو بنسټونو ته وروپېژندل شول.
که څه هم طالبانو د دغو راخوشې شویو کسانو په منځ کې د ماشومانو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دغه وزارت لهخوا د دغو راستنو شویو بندیانو په خپور شوي تصویر کې یو ماشوم هم ښکاري.
له دې سره د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په تېرې یوه اونۍ کې له پاکستانه د شاوخوا ۹۶ تنو هغو افغان بندیانو د راستنېدو خبر هم ورکړی، چې د قانوني استادو د نه لرلو په تور نیول شوي وو.
تېره ورځ هم دغه وزارت خبر ورکړی و، چې د پاکستان له زندانونو ۱۴ تازه خوشې شوي افغان بندیان (د مرغومي په ۲۵مه نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ په هره برخه کې هره ورځ افغان کډوال د پولیسو له ځورونې سره مخامخېږي.
له بل پلوه تېره ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي و، د پولیسو له لوري افغانانو ته ویل شوي چې د جنورۍ له ۱۵مې نیټې وروسته دې ټول بې اسناده او اسناد لرونکي افغانان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي د جنورۍ له ۲۰مې نیټې مخکې د پاکستان حکومت ته د عمران خان د خوشې کېدو سپارښتنه کړې. هغه خبرداری ورکړی، که حکومت د پاکستان ژغورل غواړي نو عمران خان دې خوشې کړي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پنجشنبه د (مرغومي ۲۷مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د متحده ایالاتو د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې باید د پاکستان حکومت عمران خان خوشې کړي او د تحریک انصاف له ګوند سره دې یوې هوکړې ته ورسېږي، چې له پرځېدو وژغورل شي.
زلمي خلیلزاد د ایکس په یادښت کې لیکلي چې پر عمران خان لګېدلي تورونه جعلي دي.
هغه ویلي، پاکستان د دې پر ځای چې په امریکا کې ځانته په لابي کولو پیسې لګوي، دغه مهم ګامونه دې واخلي او خپل راتلوونکی دې تضمین کړي.
نوموړي پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د امریکا له راتلونکي حکومت سره د اړیکو د ساتلو لپاره دې ژر تر ژره عمران خان خوشې کړي او د هغه له ګوند سره دې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د روان زېږدیز کال د پیل په پیغام کې د نړۍوالو اړیکو په اړه له ټرمپ څخه وغوښتل چې بې طرفه پاتې شي: «ټرمپ باید بې طرفه پاتې شي ځکه چې بایډن د جنرال باجوه په هڅونه د عدم اعتماد رایو له لارې زموږ د حکومت په نسکورولو سره لاسوهنه کړې وه او په دې ټوله نړۍ پوهېږي».
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي و، چې د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره په خبرو اترو بوخت دی. هغه د خپلو نورو غوښتنو تر څنګ له زندانه د سیاسي بنديانو خوشي کول غوښتي دي.

د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ وایي، پاکستان تل د هند او افغانستان تر منځ اړیکو ته د شک په سترګه کتلي او هڅه یې کړې چې په افغانستان کې د هند هر ډول رول محدود کړي.
د المرصاد لهخوا په خپرې شوې لیکنه کې راغلي، د پاکستان پالیسيو نه یوازې دغه هېواد ته ډیپلوماتیک زیانونه اړولي؛ بلکې د افغانستان سره یې د پاکستان اړیکې هم پېچلې کړې دي.
په دې لیکنه کې په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وېکرم مسري ترمنځ لیدنې ته هم اشاره شوې ده.
په لیکنه کې راغلي، دغه لیدنه نه یوازې د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یوه نوي باب پیل کېدای شي؛ بلکې د پاکستان لپاره په یوه بل «ډیپلوماتیک چلېنج» هم بدلېدای شي.
د لینکې له مخې، د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي تل د تضادونو او ناسمو پرېکړو ښکار شوې.
دغه لیکنه زیاتوي، طالبانو تل د پاکستان د تمو پر وړاندې دا څرګنده کړې چې دوی د دغه هېواد تابع نه دي؛ بلکې خپلې خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ ته ژمن دي.
د دغې لیکنې له مخې، له همدې امله په کابل کې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې هم خړې پړې شوې او پاکستان یې په غبرګون کې د افغان کډوالو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي او په افغانستان کې یې بمبارۍ او بریدونه کړی دي.
په دغې لینکه کې دارنګه هند او پاکستان سره پرتله شوي او لیکل شوي، چې هند تل په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو او د افغانانو سره د اړیکو ساتلو هیله لرلې ده، افغانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي، سړکونه او روغتونونه یې رغولي او پاکستان بیا د طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو کې ستونزې جوړې کړي؛ خو هند بیا د طالبانو سره د خبرو اترو دروازې هم پرانیستې دي.
په لیکنه کې راغلي، طالبانو له هندي چارواکو سره په وروستۍ لیدنه کې دا پیغام ورکړی چې دوی د هند سره د خپلو اړیکو یو نوي باب پرانیزي.
د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د پاکستان لهخوا پر طالبانو فشار راوړل او د دوی پر وړاندې له سختۍ کار اخیستل ګټه نه لري؛ بلکې دا به نور هم د اړیکو د خرابېدو لامل شي.

تحریک طالبان پاکستان وايي، چې د بلوچستان له قلات او مکران څخه د شاهد عمر بلوچ په مشرۍ یوه بله وسلهواله ډله ورسره یو ځای شوې ده. په دې وروستیو کې له ټي ټي پي سره د نورو وړو ډلو د یو ځای کېدو لړۍ چټکه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټي ټي پي له لوري په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان له قلات او مکران څخه د شاهد عمر بلوچ په مشرۍ یوه وسله واله ډله ورسره یو ځای شوې او د دغې ډلې مشر د تحریک طالبان پاکستان له مشر ابو منصور عاصم (نور ولي محسود) سره بیعت کړی؛ خو دا یې نه دي ویلي چې د دغې ډلې د وسلهوالو شمېر څومره دی او کله یې له دغې ډلې سره د بیعت خبره کړې ده.
تر دې وړاندې هم ټيټيپي په بلوچستان او وزیرستان کې له دوی سره د ځینو وسلهوالو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.
ټي ټي پي په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې بلوڅې ډلې ژمنه ورسره کړې چې د ټي ټي پي وسلوالو شرعي قوانین او تګلارې به مني.
تحریک طالبان پاکستان تر دې مخکې هم په پاکستان کې د حکومت له ټولو مخالفو ډلو غوښتي، چې له دوی سره یو ځای شي چې په دې توګه په ټول پاکستان کې«اسلامي او شرعي نظام » ټینګ شي.
د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو په وړاندې د ټي ټي پي وسله والې ډلې بریدونه په دې وروستیو کې تر پخوا ډیر شوي او دغه بریدونه یوازې په پښتنو قبایلي سیمو کې ترسره کیږي، چې د پاکستان پوځ یې په هغو سیمو کې په وړاندې په عملیاتو کې دغې ډلې د مرګ ژوبلې راپورونه خپروي.
ظاهرآ دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه دعوې کوي خو پر دوی نیوکې دي چې دغه جګړې تر وړاندې پلان شوې دي او هدف یې په پښتنو سیمو د تاوتریخوالي زیاتېدل او هلته د پوځ راج چلول دي، چې د پښتنو سیمو زېرمې یې تل تر واک لاندې وي.

د بالیووډ ستوری سېف علي خان په خپل کور کې غلو په چړو وهلی او ټپي شوی دی. د هندي رسنۍ زووم د راپور له مخې، سېف علي خان د غلو پر وړاندې د مقاومت پر مهال ټپي شوی چې له ټپي کېدو وروسته د ممبیي لیلاوتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په ځایي وخت پېښه د شپې ناوخته دوه نیمې بجې د ممبیي په بانډرا سیمه کې د اداکار په کور کې شوې ده.
د پېښې پرمهال د نوموړي مېرمن کرینا کپور او د هغه ماشومان ویده وو.
د هندي رسنیو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې یو کس د غلا په نیت د سېف علي خان کور ته د ننوتو هڅه وکړه؛ خو کله چې هغه یې پر وړاندې مقاومت وکړ هغه یې په چړې وواهه او ټپي شو.
د راپورونو له مخې، تورن کس له دغې پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی.
د لیلاوتي روغتون ډاکټر نیرج اتماني وایي، چې سېف علي خان د چړو له امله پر بدن شپږ ټپونه لرل، چې دوه یې خورا ژور وو.
د هغه په وینا، د سېف علي خان روغتیایي وضعیت اوس ښه دی.
پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او د کورنۍ د غړو بیانونه هم ثبت شوي.
پولیس وایي، هڅه کوي چې په کور کې نصب شوې سي سي ټي وي کمرو څخه تورن کس وپېژني.
له بل پلوه د سېف علي خان د ټیم لهخوا په خپور شوي بیان کې راغلي: «د ښاغلي سېف علي خان په کور کې د غلا هڅه شوې، هغه اوس په روغتون کې د جراحي عملیات کوي. موږ له رسنیو او مینهوالو غوښتنه کوو، چې صبر وکړي. دا د پولیسو مسله ده. موږ به تاسو سره تازه معلومات شریک کړو.»
