ملا برادر له افغان او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، دغې ډلې د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او پانګوالو ته په صنعتي ساحو کې ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.