سیمه ییزې سرچینې وايي، یو ښوونکی په فیسبوک کې پر طالبانو د نیوکې له امله په بند محکوم شوی

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بامیان ولایت د طالبانو لومړۍ محکمې د دغه ولایت یو ځوان ښوونکی سلیمان سایي له دې امله په بند محکوم کړ، چې په بدل نوم یې فیسبوک پاڼه لرله او پر طالبانو یې نیوکې کړې وې.