طالبان وايي، د ملا هبت‌الله د نوي فرمان له مخې یو کس دوه ځایه دولتي دنده نه شي کولای

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د ملا هبت‌الله د نوي فرمان له مخې هیڅوک نه شي کولای چې په یو وخت کې دوه ځایه دولتي دنده ترسره کړي. تر دې مخکې لوړپوړو او ټيټ پوړو طالبانو له یوې څخه ډېرې دندې ترسره کولې.